جمعه, اپریل 26, 2024

ړنده ژباړه

احسان الله ذهين

که غواړو چې له نورو فرهنګونو او مدنیتونو سره بلد شو یا ګټه ترې واخلو؛ ژباړې ته اړتیا لرو. ژباړه ټولنې سره نېژدې کوي او د خلکو تر منځ فرهنګي تړښت رامنځته کوي. ژباړه ده چې د نورو له فرهنګي شتمنیو مو برخمن کوي. البته ځينې کسان چې د ژباړې له ارونو سره بلد نه دي، د هغوی ژباړې ژبه نوره هم د ځوړتیا په لور بیايي. ړنده ژباړه کوي، د نور ژبو اغېز خپلې ژبې ته راوړي او له ژبې سره سرسري چلند کوي. مثال: «صورت نیول، په عمل راوړل، په لاره اچول، په سر وړل، په قتل رسېدل» دا د دري د «صورت ګرفتن، به عمل آوردن، به راه انداختن، به سر بردن، به قتل رسېدن» ړنده یا ټکي په ټکي ژباړه ده. دې ته يې نه دي کتلي چې په خبرو کې موږ دا ترکیبونه لرو که نه؟ دوی باید لومړی د خپلې ژبې له اصولو ځان خبر کړي او وروسته ژباړې ته مخه کړي. پښتو د دري پر خلاف تر ډېره لیکنۍ او ګړنۍ ژبه سره ورته ده، چې څنګه ویل کېږي، هغسې لیکل کېږي. البته ګرامري قواعد باید په پام کې ونیول شي؛ خو د دري لیکنۍ او ګړنۍ څه چې حتی عادي او غیر رسمي خبرې يې توپير لري. هېڅکله به مو د پارسي ژبي په عامو خبرو کې نه وي اورېدلي چې وايي: «من درس را به خوانش میګیرم» مګر د ستیج پر سر وايي: «می خواهم مضمون تهیه شده خود را به خوانش بګیرم». له نېکه مرغه د پښتو د ویلو او لیکلو طرز یو ډول دی. څه چې وایو هغسې يې لیکو. نو ضرور نه ده چې لیکلو ته نور الفاظ او کلمې پيدا کړو او نثر تصنعي کړو.

 نو موږ باید د نورو ژبو په تقلید څه ونه لیکو، باید په خپله ژبه کې وګورو چې څنګه يې وایو، بیا يې هغسې ولیکو. کله چې یوه جمله ژباړو، باید فکر وکړو چې په طبیعي بڼه يې په پښتو کې څه ډول ده؟ عام خلک يې څه ډول وايي او طبیعي جوړښت يې څه ډول دی. که داسې ونه کړو او د نورو ژبو په اغېز يې ولیکو، خبره مصنوعي کېږي. طبیعي رنګ نه پکې پاتې کېږي. کټ مټ ژباړه ډېر وخت مفهوم بدلوي لکه: «لب دریا» یا «خنک خوردن» چې کټ مټ ژباړه بیخي بل څه ترې جوړوي. نو پر همدې اساس ژباړن ته پکار دي چې ځينې مهم ټکي په پام ونیسي.

ژباړن باید په خپله یا مورنۍ ژبه ښه پوه وي، هغه ژبه چې موضوع ورته را ژباړي. که ژباړن په خپله ژبه برلاسی نه وي، له اصولو، قواعدو، ترکیبونو، د جملو له ترتیب سره يې بلد نه وي، د اصطلاحاتو او متلونو کافي زېرمه ونه لري او په خپله ژبه کې د پردیو متلونو او ګړنو انډول ونه پېژني؛ خپلې ژبې ته د نورو ژبه اغېز راننه باسي. د ګټې پر ځای يې لا زیانموي. پر خپله ژبه نه پوهېدا د کټ مټ یا ړندې ژباړې لامل کېږي او خپله ژبه په یو ډول د هغې ژبې چې ژباړه ترې کوي، تر اغېز لاندې راولي. ړنده ژباړه ژبه مصنوعي کوي او طبیعي والی يې له منځه وړي. ژبه چې مصنوعي شي بیا يې نه څوک لولي او نه خوند پکې پاتې کېږي. د بېلګې په ډول:

ځينې کسان داسې کلمې کاروي چې هېڅکله به يې په خبرو کې په خوله نه وي راوړې او نه به يې له چا اورېدلې وي. په لوی لاس خپل نثر تصنعي کوي. د بېلګې په توګه: ښوونکي په ټولګي کې شتون لري یا کتاب په المارۍ کې شتون نه لري. ایا شتون موږ په ورځنۍ محاوره کې وایو؟ دا جمله هم د دري د «استاد در صنف وجود ندارد» ړنده ژباړه ده. ولې د شته حق په شتون وخوړل شي؟ باید د عامو خبرو په څېر شته یا نشته وکاروو. البته ځينې ځای شتون سم راځي، لکه یو چاته وایې: سبا مشاعره ده، ستاسو شتون پکې حتمي دی. دلته شتون جمله نه بې خونده کوي.

ځينې کسان چې د انګریزي تر اغېز لاندې دي، ساده جمله يې دومره پېچلې کړې وي، چې د پښتو جملې رواني او ساده توب يې ټول له منځه وړی وي. مثلاً وايي: بریالی کولی شي چې لیکل وکړي یا کولی شې چې راشې یا هم احمد کولی شي چې اخبار ولولي. اصلي بڼه يې: بریالی لیکل کولای شي، راتلای شې، احمد اخبار لوستلای شي. هم جملې ساده او روانې  شوې او هم خوند لري، ځکه د پښتو جملې په کالب کې راغلې. پورتنۍ جملې ښايي له انګریزي کټ مټ ژباړه وي، په انګریزي کې دا ډول ویل کېږي: He can speak English)) کټ مټ ژباړه يې: هغه کولی شي چې انګلیسي خبرې وکړي. اصلي بڼه يې: هغه انګلیسي خبرې کولای شي. یا دا جمله:

 کرزي ونه کولای شول چې افغانستان را ټول کړي. استاد اجمل ښکلي د دې ربړې حل داسې ښيي: «په پښتو کې د توان یا ناتوانۍ څرګندولو لپاره د آر (اصل) فعل سره یو «الف» زیاتېږي او وروسته ورسره د «شول» مرستیال فعل زیاتېږي، چې د دغه دود له مخې پورتنۍ جمله داسې لیکلای شو: کرزي افغانستان راټول نه کړای شو».

دا جمله «ارتفاع این کوه چقدر است؟» چې انګلېسي انډول يې «How tall is this mountain?» دی، ښايي ځينې ژباړن دا جمله داسې وژباړي: «دغه غر څومره لوړوالی لري یا د دې غره لوړوالی څومره دی؟» په دې ژباړه کې د دري اغېز جوت دی او موږ په محاوره کې دا ډول جملې نه وایو. نو کره بڼه يې «دغه غر څومره لوړ دی؟» ده.

په ژباړه کې ځينې وخت یوه نیمه کلمه لوېږي یا اضافه کېږي، ځکه د موخنې ژبې په جوړښت کې سمه نه راځي. نو که ژباړن ورته متوجه نه وي، ژباړه بېخونده کوي. مثلاً: «She is a teacher» ښه مانا يې داسې ده: «هغه ښوونکې ده.» د «یوه» ذکر کولو ته هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي. همداراز د دري «چون، چنان، چه، چنانچه…» کلمې -په ځانګړې توګه چې د جملې په پيل کې وي- ډېری وخت په پښتو کې نه ژباړل کېږي، ژباړې ته يې اړتیا نه وي. که یوه جمله په دریو کلمو بشپړېږي، څلورمې ته يې اړتیا نشته یا که یو مفهوم په یوه جمله کې وړاندې کېږي، دویمه باید ونه لیکل شي؛ ځکه خلک لنډون خوښوي.

په انګریزي کې مجهولې جملې تر پښتو زیاتې دي. بې تجربې یا له پښتو ناخبر ژباړن هم ښايي ټولې مجهولې راوژباړي چې په پښتو کې بیا هغسې خوند نه لري. د بېلګې په توګه:

«she will be taken to the hospital by me.» هغه به زما په وسیله روغتون ته یووړل شي. دا يې کټ مټ ژباړه ده؛ خو که يې داسې وژباړو: «هغه به زه روغتون ته یوسم» طبیعي کېږي.

ځينې کسان په ضمیرونو نه پوهېږي او د هر ضمیر ځای شخصي ضمیر (هغه) ته ورکوي. ړنده ژباړه کوي: هغه د هغې ناروغۍ له لامله چې ورپېښه شوې وه، ومړ. که ساده يې ولیکو او سمتي ضمیر وکاورو، ژباړه به له دري نه اغېزمنه کېږي: «هغه د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ». یا هم دا بېلګه: «یو محصل استاد ته د هغه د پوښتنې د ځوابولو لپاره ورغی. استاد د هغه پوښتنه ځواب کړه او هغه ته يې وویل…» سمه بڼه يې داسې ده:

«یو محصل استاد ته د خپلې پوښتنې د ځوابولو لپاره ورغی. استاد يې پوښتنه ورځواب کړه او ورته ويې ویل…»

یا هم ځینې وخت ضمیر یا څو ضمیرونو ته اړتیا نه وي، باید ونه لیکل شي. یوه ژباړه مې اېډيټوله د ضمیر کارونې ته يې ډېر پام نه و کړی: «که تاسو سهار خواړه وخورئ، ستاسو د مغز په اراموالي کې به ډېره مرسته درسره وکړي»، په دې جمله کې درې ضمیرونه «تاسو، ستاسو، درسره» کارېدلي. که «ستاسو او تاسو یا تاسو او درسره» لرې کړو جمله لنډېږي او مفهوم يې نه نیمګړی کېږي. لکه:

«که سهار خواړه وخورئ، د مغز په اراموالي کې به ډېره مرسته درسره وکړي»

«که سهار خواړه وخورئ، ستاسو د مغز په اراموالي کې به ډېره مرسته وکړي»

یا هم په دې جمله کې «کله چې تاسو وږي شوئ، خواړه وخورئ». په دې جمله کې په «شوئ» مرستیال فعل کې «ئ» روستاړی پر جمع دویم شخص دلالت کوي او که پر ضمیر فشار نه وي (مهم نه وي) چې ونه لیکل شي مفهوم رسوي، لکه: کله چې وږي شوئ. یا دا جمله «په هر ځای کې له تاسو سره دی» د دري د «در هر جا همرا با شماست» ړنده ژباړه ده. دلته هم که په شخصي ضمیر فشار نه وي (مهم نه وي)، پر ځای يې که سمتي ضمیر وکارو جمله روانه راځي، لکه: «په هر ځای کې درسره دی».

 د «چې» پر ځای د «څو او ترڅو» لیکل او له انګریزي په کټ مټ ژباړه کې «کوم چې، چېرې چې، چا چې» هم ژبه مصنوعي کوي، چې ژباړن باید ورته ځير وي. لاندې بېلګې به موضوع لا روښانه کړي:

زه راغلم (څو، ترڅو) تا ووينم/ روغتون ته ولاړ شه (تر څو) روغ شې/ زه کتاب اخلم کوم چې نوی چاپ شوی/ کابل ته ځم چېرې چې ملګري مې ووینم/ زلمی مې ولید چا چې تل هڅولی یم. دا جملې ټولې مصنوعي رنګ لري او د نورو ژبو سیوری پرې غوړېدلی. سمه بڼه يې: زه راغلم، چېتا ووينم/ روغتون ته ولاړ شه، چې روغ شې/ زه کتاب اخلم، چې نوی چاپ شوی/ زلمی مې ولید، چې تل يې هڅولی یم.

لاندې جملې هم د ړندې ژباړې زېږنده دي:

امریکا له پاکستان څخه ملاتړ کوي/ کرزي له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه/ اوباما د کابل څخه په کتنه بوخت دی/ دوی له خپل ځانه شهامت وښود/ نباید داسې شوي وای/ په دولت کې قانون شتون نه لري. سمه بڼه يې: امریکا د پاکستان ملاتړ کوي/ کرزي د کابل پوهنتون لیدنه وکړه/ اوبا د کابل په کتنه بوخت دی/ دوی خپله مېړانه وښوده/ باید داسې نه وای شوي/ په دولت کې قانون نشته.

ځینې کابل مېشتي پښتانه بیا بیخي نخره کوي. د اوسېدو، ونې، دروازې… لپاره د دري اصطلاح «شاندن» کټ مټ «کېښنول» را ژباړي. دې جملو ته پام وکړئ: دی په کوټه سنګي کې کېښني یا کېني/ په کور کې مې ورور ناست دی یا کېښني/ په کلا کې يې دراوازه نه ده کېنولې/ نیالګي يې کېنول. دا ډول ژباړه خو ژبې ته تر زهر قاتل هم بده ده.

ځينې کسان په ځانګړي ډول د ژورنالېستان د «اړه او اړوند» توپير نه شي کولی. اړه د ارتباط په مانا دی، لکه: په دې اړه ته څه ويې؟ خو اړوند د مربوط مانا لري، لکه: اړوندو ارګانو ته باید خبر ورکړل شي.

په فارسي کې د پرتلې لپاره ډېری وخت «نسبت یا نظر» کارول کېږي، ځينې کسان په پښتو کې هم پرتله پرې کوي، لکه:

سږ کال نسبت تېر کال ته ډېر ګرم دی.

زه نظر اوړي ته په ژمي کې ښه وم.

تېره میاشت نسبت دې میاشتې ته ناامني ډېره وه.

کندهار نسبت کابل ته ډېر ګرم دی.

قدرت يې نسبت ورور ته ډېر ډېر ښایسته دی.

خو په پښتو کې «تر» پرتلیز سربل دی. باید پر ځای يې وکارول شي، هم جمله لنډېږي او طبیعي کېږي او هم رواني پکې زیاتېږي. د پورتنیو بېلګو سمه بڼه دا ده:

سږ کال تر تېر کاله ډېر ګرم دی.

زه تر اوړي په ژمي کې ښه وم.

تېره میاشت تر دې میاشتې ناامني ډېره وه.

کندهار تر کابل ډېر ګرم دی.

قدرت يې تر ورور ډېر ښایسته دی.

 د ژباړن لپاره بله مهمه خبره دا ده چې پر دویمه ژبه هم برلاسی وي او ټوله تکیه يې پر قاموسونو او ډيکشنریو نه وي؛ ځکه قاموس هره تشه نه شي ډکولای. يو نیم ځای باید قاموس ته اړتیا پيدا شي، په هره کلمه پسې قاموس کتل ښه نه ايسي. هره کلمه، وضعي، استعاري او نورې ضمني ماناوې لري. اصطلاحات او متلونه نه مانا کېږي باید انډول يې پيدا شي. که وژباړل شي مانا يې نه پاتې کېږي لکه: د دري «دست وپنجه نرم کردن» اصطلاح، ړنده ژباړه يې «لاس او خپړه نرمول» دي، چې هېڅ مانا نه لري؛ خو په پښتو کې موږ دې اصطلاح ته «لاس او ګرېوان» لرو. د ساري په ډول: «با مشکلات دسته وپنجه نرم میکند» کره ژباړه يې له «ستونزو سره لاس وګرېوان دی» ده. یا هم دا بېلګه:

« I wonder where she is?
I do not know where she is?

كمزورى ژباړن ممكن دواړه جملې هم معنا وبولي او وليكي: زه نه يم پوه چې هغه چېرته ده. حال داچې په لومړۍ جمله كې د متكلم هيله او ارزو وينو او مناسبه ژباړه يې داسې ده:

 چې هغه به چېرته وي؟ خو دويمه جمله د يو بل چا د سوال ځواب دى، د متكلم له شخصي دلچسپۍ سره يې تړاو نشته. نو مناسبه ژباړه يې داده: زه نه يم خبر چې هغه به چېرته وي؟»

استاد اجمل ښکلی په اړه په خپل کتاب «د ژباړې اصول» کې لیکي: «بهرنۍ يا لومړنۍ ژبه دومره مطالعه کول پکار ده چې ژباړن د هغه قوم له کولتور او دودونو سره چې په اصطلاحاتو، تشبيهاتو، استعارو، سمبولونو او متلونو کې وړاندې کېږي، اشنا وي.

يوه خبره به په يوه ټولنه کې ټوکه يا طنز وي او په بله کې تشه خبره يا جدي خبره وي؛ لکه انګليسي ټوکو ته موږ نه خاندو، ځکه چې زموږ په ټولنه کې هغه د خندا خبره نه وي؛ نو ژباړن ته پکار دي چې د هغې ټولنې له دا ډول اړينو اړخونو خبر وي او په موخنه ژبه کې ورته مناسب انډول وګوري چې لوستونکى د ليکوال د خبرې په باريکۍ پوه شي».

د ژباړن لپاره بله مهمه خبره د دواړو ژبو په توپير پوهېدنه ده. ژبې له يو بل سره ورتوالي او توپيرونه لري. مثلاً د جملې جوړښت، مبتدا او خبر، ترکیبونه او نور په ژبو کې توپير کوي. که ژباړن ځير نه وي د بلې ژبې اغېز راننه باسي، لکه ملایان يې چې پښتو د عربي په قواعدو لیکي لکه: رسول د خدای، زوی د ادم، شروع کوم په نامه دخدای…. یا هم د ځینو ایتونو دا ژباړه:

حکم کوي تاسې ته الله په حق د ميراث د اولاد ستاسې کښې (ناسمه)

الله ستاسو د اولاد د میراث په حق کې تاسو ته حکم کوي.  (سمه)

دوی خیانت نه کوي، مګر له ځانو خپلو سره (ناسمه)

دوی له خپلو ځانو سره خیانت کوي. (سمه)

مهرونه لګولي دي الله پاک پر زړونو د دوى او پر غوږونو د دوى او په سترګو د دوى پردې دي او دپاره د دوى سخت عذاب دى. (ټکي په ټکي)

الله تعالی د دوى پر زړونو او غوږونو مهرونه لګولي دي او پر سترګو يې پردې غوړېدلې، نو دوى ته سخت عذاب دى. (سمه)

دا ټکي په ټکي ژباړه هغه وخت کېږي چې ژباړن له وېرېږي چې مفهوم غلط نه کړم، خو که وګورو له دې ګډوډې او کټ مټ ژباړې موږ هېڅ خوند نه شو اخیستلای او د ایت رواني او خوږوالی او مفهوم يې خراب کړي. دویمه ژباړه ځکه خوند راکوي چې د خپلې ژبې اصول پرې تطبیق شول، هم يې رواني زیاته شوه او هم سم مفهوم ترې اخیستلای شو. ټکي په ټکي ژباړه سم مفهوم نه رسوي او ګونګه وي، ځکه موخنې ژبې پر ځای د دویمې ژبې اصولو ته پکې پام کېږي. یوه ژبه له بلې سره توپیر لري، نو باید د ټکي په ټکي ژباړې پر ځای مفهومي ژباړه وشي، لومړی له جملې مفهوم واخیستل او بیا يې په خپلو الفاظو ولیکو. سید محی الدین هاشمي په خپل کتاب «د لیکوالۍ فن» کې د ټکي په ټکي ژباړې په اړه داسې لیکي:

«له يوې ژبې څخه بلې ته ټکى پر ټکي ژباړه يا د لغت د معنا له مخې ژباړنه ښه نه راځي. پر ژباړونکي لازمه ده، چې د بلې ژبې له الفاظو بشپړ مفهوم واخلي او د خپلې ژبې د وينا او ليکنې په چوکاټ کې يې واچوي او لوستونکي ته يې په داسې بڼه وړاندې کړي، چې له عامې محاورې او ژبني معيار سره برابره وي.»

په دري کې اضافي، توصیفي او… ترکیبونه له پښتو سره توپیر لري، په توصیفي ترکیب کې لومړی صفت راځي بیا موصوف او په اضافي ترکیب کې لومړی مضاف الیه، بیا د اضافت توری بیا مضاف راځي ، لکه: مردم کابل، کتاب ادبیات/ سخن نېک، کتاب مفید. پښتو ژباړه يې: د کابل خلک، د ادبیاتو کتاب/ نېکه وینا، ګټور کتاب ده. باید «خلک د کابل یا کتاب د ادبیاتو» ونه ژباړل شي.

بل د جملې جوړښت دی چې په پښتو او دري کې يو ډول، په عربي بل او انګریزي کې بل ډول دی. په پښتو او دري کې لومړی فاعل بیا مفعول بیا فعل راځي. په انګریزي کې لو مړی فاعل بیا فعل او بیا مفعول راځي. په عربي کې لومړی فعل بیا فاعل وروسته مفعول راځي. د لا روښانتیا لپاره به يې سټرکچر او یوه یوه بېلګه راوړو:

پښتو او دري

فاعل+مفعول+فعل

احمد پوهنتون ته ځي.

احمد به پوهنتون ميرود.

عربي

فعل+ فاعل+مفعول

ذهب احمد الالجامعه.

انګریزي

فاعل+ فعل + مفعول

Ahmad go to university.

نو باید چې پښتو ته د همدې سټرکچر له مخې ژباړه وشي او له بلې ژبې په اغېز د جملې د توکونو ځایونه سره بدل نه شي. که يې دا ډول وژباړو: «ځي احمد پوهنتون ته» د عربي په اغېز مو جمله ژباړلې. که يې داسې ژباړو: «احمد ځي پوهنتون ته» د انګریزي اغېز مو خپلې ژبې ته راووړ. نو ژباړن ته پکار ده چې دې ټکو ته پام وکړي.

 یا د انګریزي د «The Pakistani president» کټ مټ ژباړه «پاکستانی ولسمشر» ده. په انګریزي کې په دې ترکیب کې د صفت او موصوف رابطه ده؛ خو په پښتو کې دا رابطه باید د مضاف او مضاف الیه تر منځ وي، لکه: د پاکستان ولسمشر.

خبرې ډېرې دي، په یوه مقاله کې يې راټولېدل ستونزمن دي. وروستۍ خبره دا کوم چې ژباړن باید د ژباړې پر موضوع هم برلاسی وي. که يو څوک طبي، د اراپوهنې او… موضوعات راژباړي، نو د ژبې تر څنګ باید په یادو موضوعاتو هم وپوهېږي. که دوه ژباړن وي، موضوع د ارواپوهنې وي، باید هغه ژباړن يې وژباړي چې په اروا پوهنه کې معلومات ولري. فزیکپوه باید د راواپوهنې موضوع راونه وژباړي. یا ادیب د میراث مسایل ونه ژباړي، ځکه چې دی به پر میراث څه پوه شي. که يې وژباړي، ژباړه به يې ګونګه او د ابهام پرده به پرې خوره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب