چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبطنزونهوالي صاحب له نښترو سره په جنګ کې اتل شو/ طنز

والي صاحب له نښترو سره په جنګ کې اتل شو/ طنز

توریالی ملیار –

والي صاحب وې زه یې چپه کوم قوماندان صاحب وې زه یې چپه کوم، خبره پټکو ته ولاړه، سابقه دارۍ ته وغزېده، زور ته اوچته شوه او ځواکمنتیا ته مشروطه شوه، دواړو مټې بډوهلې او له دنګو نښترو سره غیږو ته يې ودانګل، خلک حیران و چې دا دنګ نښتر وګوره او د والي صاحب او قوماندان صاحب غېږې، تر یوه ونه قوماندان صاحب غېږه تاو کړه تر بلې والي صاحب، والي صاحب چې په جیب لږ لاس ورته وواهه قوماندان صاحب د ونې خنډ ته برابر شو اوس ېې عریضه کړې وايي نښتر راباندې جنسي تیری کړی، هغه خپله دوسیه پسې لالهانده دی والي صاحب چې کله چپه کولو ته بډې وهلې دي په خدای که یې دمه هم کړې وي د نښترو نیم ځنګل یېڅملولی، وايي د ایران پلکه کې مې کار کولی شوی خپل وطن کې یې نشم کولی؟

مایک واله خبر شول چې والي ځنګلونه وهي، ټولو بریتونه تاوول وې چې نړۍ ته یې سپک نه کړو نه یې پرېږدو، چې ورغلل والي صاحب د مینې غېږه ورته خلاصه کړه او ورته کړل یې په دې کې خو مخالفین پټیږي ځکه یو څه ځمکه باید خلاصه کړو او دغه کار د سولې پر وړاندې یو ستر ګام دی، مایک واله ووچې بلې پوښتنې ته ځان تیاراوه والي صاحب ورته کړل خځلې یې ستاسو شوې نور څه وایئ، مایک واله وو دستي خپل مایکونه بند کړل او اوس خپلې خځلې ټولوي، وايي چې مایک راکولی دا دومره کاله به یې را کړې وه روزي خو خځلو کې ده امنیت به هم ورسره ټینګ شي.

چا ملا صاحب خبر کړ وې په ځنګل بلا نازله شوې، ملا صاحب وې په یوه چوف یې درته ورکوم، بلا ته یې چې ځان ورساوه، ورته ویې ویل ملا صاحب چیغې مه وهه ذکات یې هسې هم ستا دی ایله به  دې مړۍ غوړه شي، ملا صاحب تسبیح په لاس را وګرځېد وې دې ونو کې ګناهونه ډېر کیږي باید چپه شي.

بیا پسې معدني فعالان خبر شول، په ژړا شول چیغې یې کړې وې سرمایه مو ولاړه، هوا مو ولاړه، اوبه او باران مو وتښتېد، والي صاحب ځان لږ دمه کړ، وې جمبخ یې ستاسو، معدنیان اوس ځکه نه ښکاري چې جمبخ ټولوي او خپلو کې یې ویشي.

سپیڅلي مشران خبر شول په غصه شول، و غوړمبیدل، وښورېدل او په چیغو شول، وې عزت مو لوټ شو، ځنګل تبا شو، والي ژوندی نه پرېږدو. والي صاحب ورته وې لږ ساړه خورئ دومره هسکه یې مه ور اچوئ پټوکي مې یې تاسو ته ساتلي او هغه ستاسو حق دی د نصوارو ایره به مو مفته شي فقط دومره ده چې نصوارو کې به زما برخه هم وي، مشرانو چې د نصوارو خبره واورېده نو ګرمې سینې یې سړې شوې ټولو په یوه غږ وې، والي صاحب پسې هسې دښمنان اوازې اچوي والي صاحب خدايي خدمتګار دي، ولسي خدمتګار دی په پرتوګ یې لا لمونځ کیږي.

وروسته سرکار سر راپورته کړ اول خو یې ځان وګراوه، وغزېده پسې ورغړېده او چې د خوبونو څپه ترې والوته نو یې والي صاحب ته ایله وروځې پورته کړې وې څه کوې یاره دا خلک څه وايي؟

والي صاحب سرکار ته وې چې د امنیت خرابۍ ستر لامل همدا شنه ځنګلونه دي کله ګیدړ پکې پټ وي کله زمری دا چې ونه وهو ښه ورځ نشو لیدلی، په دې خبره پسې یې سمدستي ګیله وکړه چې سر کار ولې پر مختللي وسایل نه ورته برابروي چې ځنګل په اسانه چپه شي، ولې د سړک پروژه نه ورته منظوروي چې لرګي سم انتقال شي، سرکار قانع شو د تخنیکي وسایلو او سړک جوړولو پروژې یې ورته منظورې کړې او په50٪50 یې خبره ورسره خلاصه کړه.

د والي صاحب دغه ستر فعالیت کامیاب او په دې ټولو هسکو ټیټو بریالی شومعدني فعالانو یې د ښو هڅو یادونه وکړه، قومي مشرانو یې په غونډو کې ستاینه وکړه، مایک واله وو یې غږ تر سرکار ورساوه، سرکار یې په ټټر د ښو خدمتونو په پاس د سرو زرو مډال و ټومبه.

والي صاحب اوس زموږ ټولو اتل دی!!

هم یې دین هم یې دونیا!!

زموږ اتل زموږ پاچا!!

2 COMMENTS

  1. د کنړ چارواکو او په سر کی والی صیب ته دعبرت طنز دی.
    تیره ورځ په کنړ کی دځنګل دقطع کولو مافیایی کړیو او دحکومت ځینو چارواکو په شریکه لاریونونه په دیی خاطر وکړه چه دځنګل وهل روا او دلرګیو تجارت باید ازاد کړی شی، خو دکنړ امنیه قوماندان ددغه چارواکو او لار یون په ضد عمل وکړو، دکنړ خلک د قوماندان صیب دغه کار وستایه ، خدای ج دیی دغه وطن پرست قوماندان ته اجرونه ورکړی.
    دځنګلونو قطع کوونکی او د لرګو مافیایی کړۍ اوخلک باید وپوهیږی، چه دکنړونو خلک اونور افغانان نن ویښ دی، ویده نه دی، ړانده ندی اونور نه غولیږی.
    دحکومتی لوړپولو چارواکو په سر کی ښاغلی اشرف غنی او ښاغلی عبدالله څخه ځمونږ هیله داده چه د والی، سیار او دلرګیو دقاچاقچیانو مخه ونیسی، که نه دغه پاتی طبعی ځنګلونه به هم ختم کړی. اوهم یی دغه اوسنی دسیسه او لاریون دنیژدی وڅیړی. آیا په دا اوسنیو شرایطو کی لاریون دیو ناروا عمل لپاره جایز دی؟ آیا دغه لاریون دوالی، سیار او قاچاقبرو یو زورواکی عمل نه دی؟ آیا پیسی او فساد دوی ته دومره خوندور دی چه دیو ولایت ټول امنیتی حالات ګډوډ کړی؟ آیا مونږ نن خبری په زور، لاریون، او اور اچولو سرته ورسوو؟ کله چه والی او د ولایتی شورا غړی دلاریون پریکړه د حکومت په ضد کوی، نو آیا دوی د داعیش او طالیب سره څه فرق لری او که نه ؟
    دکابل حکومت دیی یوه پاکه، بی پریی او پوهه ځانګړی کمیټه جوړه کړی اودکنړ ولایت ته دی راولیږی، او هغه لرګی چه وهل شوی دی په یو نازل قیمت د هیواد په نورو ولایتونو وپلوری، اودپاتی ځنګلونو دقطع کیدو سمدستی مخه دیی ونیسی.
    بیا هم دلرګیو دتجارت واک باید د والی او سیار په واک کی نه وی، خاصه اوعادله کمیته باید دلرګو د ویش او خرڅلاو لپاره جوړه شی.
    که چیرته دوالی په لاس دلرګیو دغه کاروبار ترسره شی نو دځنګلونو پریکول او قطعه به همداسی ادامه ولری، اوکه دوالی په لاس دغه کاروبار ترسره نشی، اودغه واک یوی ځانګړی کمیټی ته وسپارل شی، نو والی به دځنګل په نه قطعه کیدو کی ډیره مرسته او کوشش وکړی.

    ای دلرګیو مافیه ډلو بس دی نور وطن مه ورانویی، طبعی ځنګلونه موراته ختم کړل، په ځنګل کی وحشی ځناور او مرغان مو چین اوپاکستان ته مهاجر کړل، دچینو او چشمو اوبه مو راته وچی کړی، هوا مو راته ککړه کړه او شنه مو راته وچه کړه.

    په فساد ککړ خلک به تل خوار، ذلیله اوشرمنده وی
    دحکومت د عاجلی پریکړی په طمع
    دخدای په امان

  2. زمونږ شهید ولس، شهیدځنګل او شهیدې ونې۰۰۰
    پخوانیو شورویان خپلو مریدانو ته امروکړچې: د دارلمان د سړک په ونو کې مونږ ته بسمچیان پټیږي زمونږ د امنیت چاره وکړۍ۰ پرچمیانو لاسونه بډوهل اوتر پنځوسوکالو مشرې ونې ئې ووهلې او وویل چې دا دي د اشرارو ځالې مو پاکې کړې۰
    وروسته له څو کالو کابل د جوج ماجوجو په لاس لویږي او د ونو ولیې(جړلې) له بیخه راوباسي چې د خپلې نانوائۍ [بزنس ته رونق] ورکړي۰
    ونې شهیدې شوې، وسوځیدې او ایرې شوې، ایرې ئې باد یوړې خو! تر ننې ورځې پورې زه نه وینم چې کابل کې کوم امنیت راغلئ وي او څوک دې په ډاډه زړه له کوره ووځي اویا دې په کراره خوب وکړي۰
    تر ننې ورځې مې یوسپیڅلئ بوډامشرونه لید چې په غصه شي، اوپه غوړمباشي، اووخوځیږي، په چیغو شي، ووائې چې عزت مو لوټ شو، ځنګل تبا شو، او ووائې چې د دې شهیدو ونو پرځای دې یو نیالګئ کیښودل شي چې مونږ ته پاکه هوا او اوبه جوړې کړي او دا اللهي ځمکه او انسانان له هره ګواښه په امن کې وساتل شي۰
    زمونږ شهیده خاوره او شهید ئې بوټي۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب