پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهنفرت | لیکوال: نعمان دوست

نفرت | لیکوال: نعمان دوست

لنډه کیسه

چې څنګه په وره کې  نیمه راښکاره شوه؛ نو پلار یې وویل: همدغه لور مې وه!

 ما ژر پیاله کیښوده؛غیږه مې پرانیسته؛ خو هغې راته یوه ګوته ونیوله، بیرته شاته وګرځیده او له سترګو پنا شوه. 

کوربه کیسه شروع کړې وه او زه ورته ټول غوږ غوږ وم. هیڅ مې باور نه کاوه؛ ما ویل که خوب وینم. ما ویل که ویده یم او یو څوک مې د کټ پر بازو ناست دی؛ د دیوانو او ادم خورو  نکل یې شروع کړی.

د کوربه ستونی ډک شو. سترګې یې سرې شوې. په پوزه یې ژوره ساه واخیسته. غوښتل یې فشار لږ را کم کړي؛ راته ویل یې: چای دې سړیږي. پیاله دې در واخله!

له نیم چاکلیټه مې سریښ کاغذ لرې کړ، یوه څنډه مې تر غاښونو لاندې کړه او ورپسې مې پیاله پورته کړه. دروازه لږه بیرته شوه، هماغه نجلۍ بیا راغله؛ خو دا ځل لکه بُت ځای پر ځای  ولاړه پاتې شوه او مخامخ یې راته ګوته نیغه نیولې وه. ځان راته مجرم ښکاره شو. بیا مې ورته غیږه پرانیسته؛ خو لکه ترهېدلې کبلۍ نږدې رانغله.  

 ورو – ورو یې د مخ رنګ تغییر کاوه. لړزې یې هر اندام جلا – جلا جړقاوه.  لکه پیریان چې پرې راځي؛ سترګې یې داسې را وه وتلې، ما ویل اوس به یې مخې ته ور ولویږي.

کوربه پورته شو؛ غیږ کې یې واخیسته او له حجرې ووت.

چورتونو کې غرق وم. د نجلۍ د ژبې سکوت او د بدن حرکاتو نارامه کړی وم. هغه نجلۍ چې یو وخت به یې میلمنو سره لکه ښارو خوږې خوږې خبرې کولې؛ نن غلې وه. په رڼا ورځ ډاریدم او هره شیبه مې د هغې کوچنۍ ګوته تر سترګو کیده چې نیغه یې راته نیولې وه.

  شیبه وروسته کوربه راننوت؛ خو دا ځل پر ما لړزه خوره وه. لکه په ما چې پیریان راځي. د پوښتنې وس مې بایلولی و. 

سړي لاس را اوږد کړ، زما له مخې یې نیمه پیاله پورته کړه، چای یې اوکش کې خالي کړ او بیا یې پر پیاله د چایبر مښوکه راښکته کړه.

 غاړه یې تازه کړه: 

چای دې واخله. څه وکړو، همدا مو وطن دی او دې وطن کې کوم ظلم نه دی چې نه دی شوی. خدای به یې ښه کړي.

زړه مې راغونډ کړ: د څو دقیقو لپاره یې زما خواته  نشې راوستلی؟

  • نه
  • ولې؟ 
  • ویریږي، چیغې وهي. بیا ټوله شپه بیخوبه وي. نیمه شپه ژاړي
  • نو، څه وايي؟ ولې ژاړي؟
  • کاش! خبرې یې کولای شوای.
  • ولې؟ دې خو آن تیر کال خوږې خوږې خبرې کولې. هیر دې شول، هغه ماته چې یې ویل: نانځکه مې باندې نه وړم، څوک یې و نه تښتوي.
  • هو؛ اوس خو یې سمې غورې کولې، خو له هغې پیښې وروسته یې دغه حال دی. نه یې ډاکټران په حساب پوه شول او نه دمګري. هر چاته چې یې ور ولم؛ مخامخ ورته ګوته ونیسي او نا طاقته شي.

انډیواله!

څه به دې سر خوږوم؛ هغه وخت هیڅ پوه نشوم. موټر پسې مې منډې وهلې، لیده مې چې ورو شو، دروازه یې خلاصه کړه، بیرته یې ژر بنده کړه او پر اکسلیټر یې پښه کیکاږله. چې ور و رسیدم، له سړکه دوه درې متره لرې پړمخې پرته وه. لکه ښه چې رغړیدلې وي؛ ټوله په خاورو ککړه وه. د پوزې د سر پوټکی یې سولیدلی و. وچلي کې یې هم میده میده شګې ننوتلې وې. خوله یې له خاورو ډکه وه؛  لکه له قبره چې امانت ایښودل شوی مړی راپورته کړې.

د سړي غږ خپ شو. لکه پاتې صحنه چې زه خپله وینم. ښه شیبه دواړه غلي وو. له پیالې یې ګوټ وکړ او بیا یې ورو وویل:

وروره! 

ډیره سخته ده چې د تومانچې په زور دې منځ ښار کې له خپل موټره ښکته کړي. میرمن دې هم په ټیله را کوزه کړي. خپله جلب ته کیني. ته ورپسې نارې وهې چې موټر کې مې کوچنۍ لور ویده ده،  ودریږئ؛ خو هغوی هیڅ غوږ کینږدي، شیبه وروسته موټر ورو کړي او په رفتار کې یې درته لکه د تازه خوړل شویو میوو له پوټکو ډکه پلاستیکي کڅوړه ، در  وغورځوي. 

هغه… هغه… هغه…اوس هر سړي ته ګوته نیغه نیسي.

۱۳۹۹ ، د زمري ۴مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب