پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeادبلنډه کیسهڅښتن (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

څښتن (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

 جمال د سپینو پنډو عینکو لاندې کڅوړنې سترګې په کېڼ لاس کوچني ساعت ته برابرې کړې، لس کم اته بجې وې، سر یې په سختۍ  د مخامخ لوی تلوېزون پردې پر لور هسک ونیو، لا یې خپل نوم په پرده نه معلومېده، غبرګ لاسونه یې په چوکۍ ولګول، کرار له ځایه پورته شو، په لوی دهلېز کې مخامخ د مېز شاته درې نجونې  ناستې وې، جمال د میز شاته د نجونو مخ ته   ودرید.

نجلۍ چې سپینه چپنه یې اغوستې او ژېړ وېښته یې شاته تړلي وو، شنې سترګې  پورته کش کړې، کرار یې وویل:

ـ څه مرسته کولای شم؟

جمال چې له اوږده انتظار وروسته یې خپله حوصله بایللې وه، په مات مات اواز وویل:

ـ نیم ساعت دی چې انتظار یم، ولې مې نمبر تر اوسه نه دی را رسېدلی؟

پېغله چې د ځوانۍ په هوا کې وه او پر مخ راغلي څو تاره وېښته یې د شاه له هغو نورو سره کرار په لاس ملګري کول،  وویل:

ـ نن د ډاکټر صاحب ناروغان ډېر دي، خو تاسو مه تنګېږئ، په دې پسې پیوسته ستاسو نمبر دی.

جمال پرته له څه ویلو ترې روان شو، د دهلېز ښي خواته وګرځېده، د تشناب د دهلېز دروازه یې پرانیسته ، تشناب ته له ننوتو سره سم برېښنا لاړه ، تشناب د تیاره قبر په څېر ډاروونکی ورته وبرېښېد، په چټکۍ دوه قدمه په شاه راغی، ټول دهلېز تیاره وه، جمال چې سترګې غړولې برېښنا بېرته راغله، د ژبې په سر یې کرار څه وویل، بېرته تشناب ته ننوت، په کمود کېناست، له لږ ځنډ وروسته بېرته راووت.لاسونه ېې پرېمنځل، دباندې دهلېز ته راووت .

دهلېز کې یې ولیدل چې هغه ښایسته نجلۍ د ده پر لور را روانه ده، څو قدمه وړاندې يې غږ پرې وکړ:

مهرباني وکړئ، ستاسو نمبر را رسېدلی ده.

د جمال سترګې وځلېدلې، لاسونه يې لپه کړل او پر مخ یې را تېر کړل، پرته د دروازې له ټک ټک د  ډاکټر په کتنځی ور ننوت او د ډاکټر تر مخ را شین شو.

ډاکټر پر سپین کاغذ څو ګډوډ خطونه کش کړل، څنګ ته یې کېښود، عینکې یې د ښي لاس په منځنۍ ګوته نورې هم سترګو ته نږدې کړې، په چوکۍ کې یو څه نور هم را نېغ شو، جمال ته یې وکتل:

ـ مهرباني که نوم مو راته واخلئ؟

جمال پرته له ځنډه وویل:

ـ جمال!

ډاکټر د کمپیوټر په سکرین ګوتې وتپولې:

د کمپیوټر په سکرین د جمال د څو کالونو چې اروپا ته راغلی وي، د بېلا بېلو روغتونونو راپورنه او ګڼ لابراتواري معاینات پر سکرین راښکاره شي.

ډاکټر ښه شېبه ټول معاینات په ځیر ځیر وګوري، وروسته جمال ته وګوري:

 ـ څو کلن یې؟

ـ اویا.

جمال حیران شي، سودا ور ولويږي، دا یې لومړی ځل وي چې ډاکتر یې د عمر پوښتنه کوي.

ډاکټر بیرته سکرین ته سترګې ونیسي. د جمال په ناروغۍ سترګې وګنډي. د ده زړه نور هم ګړندي ټوپونه واچوي. ډاکټر د کمپیوټر موږک په مېز پرېږدي.

ـ تاسو ولې مخکې مراجعه نه کوله؟ دا دومره موده چېرته وې؟

جمال په لاندنۍ شونډه ژبه تېره کړي. په چوکۍ کې لږ څه رانېغ شي.

ـ ولې خیریت خو به وي؟

ډاکټر بیرته په موږک لاس کېږدي. د کمپیوټر پردې ته وګوري.

ـ له بده مرغه سرطان دې ډېر مخته تللی دی.

جمال ټکان وخوري. لکه چت چې پرې راونړېږي.

ـ سرطان!؟

ډاکټر سر وښوروي :

ـ هو سرطان!

جمال ځای پر ځای ودرېږي، لکه غواړي چې وتښتي. بیرته کېني، لاسونه یې ورېږدي.

ـ تداوي یې څنګه ده؟

ډاکټر پنجې يوه په بله کې تاو راتاو کړي:

ـ د تداوۍ یې وخت ډېر تېر دی. ناروغي دې ډېره وړاندې تللې. اتیا سلنه پښتورګي دې له کار لوېدلي. زه نه پوهېږم څنګه لا ژوندی پاتې یې.

په جمال سر وګرځي. رنګ یې نور هم وتښتي. زېړ را واوړي.

ـ یعنې مرګ مې نږدې دی؟

ـ  یوازې درې میاشتې وخت لرئ.

د جمال په سترګو کې اوښکې ډنډ راماتې شي.له جېب سپین دسمال راوباسي. سترګو ته یې ونیسي. سر یې بې واکه ځوړند شي.

 ډاکټر له خپل ځایه را اوچت شي، څنګ ته یې کېني.

ـ پوهېږم چې د مرګ نه یې، خو اویا کلونه هم یو عمر دی. فکر کوم له همزولو به دې ډېری ملګري ژوندي نه وي پاتې. ماته مو د هېواد د وګړو د ژوند منځنۍ کچه معلومه ده.

د ده په زړه کې راټوله ژړا خولې ته راشي.

ـ ډاکټر صیب زه له مرګه نه وېرېږم.

ډاکټر عینکې پر مېز کېږدي، د جمال سترګو کې سترګې وګنډي:

ـ نو بیا څه شي ته په اندېښنه کې یې؟

ـ مېرمنې ته.

 ډاکټر تنګې سترګې پورته او خوله وازه کړي :

ـ ولې اولادونه نه لرې؟

ډاکټرد باندې وګوري، باران وري، ژر له ځایه پورته شي، پرانیستې کړکۍ وتړي، جمال ځواب ورکړي:

ـ لرم یې، خو ستونزه مې همدغه اولادونه دي.

ډاکټراوږې پورته واچوي او یو ډول حیرانۍ یې په مخ کړي، ځای پر ځای ودریږي:

ـ دا نو څرنګه اولادونه دي چې د پلار له مرګ وروسته به خپله مور نه پالي؟

د جمال شونډې وښوري ، په ژړغوني غږ ځواب ورکړي:

ـ خو هغه یې خپل اولادونه نه دي.

ډاکټر بیرته پر څوکۍ کېني، د جمال ځواب یې کنجکاوه کړي:

ـ ښه، داسې ده. دا دې نو دویمه مېرمن ده. مشره دې ژوندۍ ده؟

ـ نه!

ډاکټرسوالونه قطار کړي:

ـ له دې اولاد نه لرئ؟

ـ نه کنه، بدبختي خو همدا ده ډاکټر صیب.

ـ څو کلنه ده؟

ـ پنځه دېرش.

ـ نو ولې زړه ورته خورې، بل مېړه به وکړي.

جمال اوږده ساه واخلي.

ـ همدې ته خو په اندېښنه کې یم ډاکټر صیب.

ډاکترته د ده اندیښنه بابیزه وبریښي:

ـ نو څه، ځوانه ده ښایسته به هم وي؟

د ډاکټر په دې خبره د جمال غوسه او غیرت راوپاریږي، خو هرڅه په زړه تېر کړي، هيڅ هم ونه وایی لکه د ډاکټر پوښتنو چې له ځواب ورکولو ویستلی وي او یا یې د خبرو شیمه تللې وي.  په مات زړه راپورته شي ،ځنګېدلی په ورو د داکټر له کتنځي ووځي.

اندېښنو کې ډوب شي. د مرګ په باب یې ټول فکرونه او غمونه له سره والوځي. یوازینۍ اندېښنه یې اوس ځوانه مېرمن وګرځي. د کلینیک دروازه په خپل سر پرانیستل شي. په ونه لوړ غښتلی ځوان راننوځي. جمال یې قامت ته یوه شېبه پښه نیولی شي.

ټکان وخوري، د هغه په لیدلو د خپلې ځوانۍ  او روغې سټې هوس يې یوه شېبه له ټولې نړۍ پردی کړي. مېرمن یې نېغه سترګو ته ودرېږي.

ـ نو څه، که داسې سور انګرېز سره یارانه واچوي.

شاوخوا نظر وځغلوي، د نفې په بڼه سر وښوروي.

ـ نه، داسې نه ده. که داسې وای زما په شتون کې ېې چا مخه نیولی شوای. دلته څومره میرمنو ځوان مېړونه په لغته وهلي دي.

خو د ډاکټر خبرې یې بیرته بدګمانۍ راوپاروي، دا جمله ېې لکه سېوری تر خوا روانه وي:

ـ نو ولې زړه ورته خورې، ځوانه ده، ښایسته به هم وي.

د غوسې رګونه ېې راوپارېږي:

ـ بل مېړه، یعنې څه!. سور انګرېز چې نیکونو مې درې جنګونه ورسره کړي دي. سپین روسی چې لس کاله مې ځمکه پرې سور اور وګرځوله اوشرمیدلې ماته ېې وخوړه!

د جمال نه يوازې روسان او انګریزان ښه نه اېسدل او دښمنان ېې بلل، د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند غړي ېې له هغو دواړو هم  بد اېسېدل:

ـ نو څوک پوهېږي، که چېرته کوم خلقي او پرچمي ته ځان ورنږدې کړي، هغوی چې پلار او تره ېې راته وژلي دي.

له ځان سره کري او ریبي چې ناببره یې په سر کې څه وګرځي :

ـ ولې یې څو ورځې وروسته وطن ته نه بيایم چې زه خپل خاوند ته ځان وسپارم او دا زما له مرګه وروسته خپل خاوند پر کور کړي.

دا فکر یې د زړه کوټه روښانه کړي، سودا یې له سره والوځي. له ځانه سره ووايي:

ـ مخکې له دې چې وطن ته وګرځم، زامنو ته به لوی وصیت پرېږدم:

ـ مېره مو زما له مرګ وروسته خپل کوچني کاکا ته په نکاح کړئ، دا به هم خرما وي او هم ثواب، هم به مو د مېرې د تېښتې سودا له سر ووځي او هم به خارج ته پر راتلو په خپل کاکا احسان واوړي.

په دې فکرونو او خیالونو کې کور ته راورسېږي. څنګه چې په دروازه راننوځي، مېرمن یې پرې غږ کړي.

ـ څنګه پرېشانه ښکارې، رنګ دې ولې داسې زېړ راوښتی دی.

جمال اوږده ساه وکاږي. مېرمن  په غیږ کې کلکه ونیسي. په ژړغوني غږ ووايي.

ـ ومې بښه چې یوازې دې پرېږدم. سل زړونه سره یو کړي په بنده بنده ژبه چې یو په بل پسې سلګۍ وهي، ووایي:

ـ زه نور یوازې درې میاشتې ژوندی یم.

مېرمن یې وژاړي.

ـ داسې مه وایه! داڅه وایې؟

جمال یې نوره هم سینې ته نږدې کړي:

ـ هو ګلالۍ، د دې تريخ حقیقت منل ماته هم مشکله ده، خو پټول یې تر دې لوی مشکل جوړوي.

تر ډېره د ګلالۍ په غېږ کې لکه ماشوم سلګۍ ووهي، کرار یې له خولې راووځي.

 سرطان یم!

ګلالۍ لکه برق چې ونیسي، جمال ته ټېله ورکړي. جمال چې خبرو ته خوله جوړوي، ګلالۍ یې په خوله لاس کېږدي.

ـ بس دی، داسې ټوکې مه کوه.

جمال لکه د خپل مرګ شپه چې پېژندلې وي، په رېږدېدلي غږ ووایي:

 زه د ټوکو سړی نه  یم ګرانې ، زه ځان ته سودا نه یم اخیستی، ټوله اندېښنه مې ته یې.

په کوټه کې پروت کوچ کې ډډه ووهي، لکه ستونی یې چې وچ شي. په مېزله ایښی جګ څخه

 داوبو ګیلاس ډک کړي. په یوه ساه ټولې اوبه وڅکي. اوږده ساه وباسي.

ـ ګوره ګلالۍ، هره ښځه درې څښتنه لري. یو خدای، دویم پلار او درېم مېړه. خدای یې دنیا ته راوړي، پلار یې رالویوي او خاوند یې پالې.

ګلالۍ نوره هم ورته را نږدې شي، په سترګو کې یې ډنډ اوښکې راماتې شي. جمال هم په فکرونو کې ډوب شي. له خپله ځایه راپاڅي. په کوټه کې لاړ او راشي. بیرته مېرمن ته راوګرځي. پر سر یې لاس کېږدي.

ـ څه وایې که یو څو ورځې وروسته  وطن ته لاړ شو.

مېرمن یې ټکان وخوري.

ـ د څه لپاره؟

ـ ددې لپاره چې په ارامه مې ساه وخېږي او په خپل هېواد کې خپل څښتن ته ځان وسپارم.

ګلالۍ په چیغو چیغو وژاړي.

ـ ته به خپل څښتن ته ځان وسپارې. زه به په چا ځان وسپارم؟

جمال یې ځان ته ور ړنګه کړي، پرتندي ښکل کړي.

ـ مه ژاړه، په دې مې فکر کړی. تا هم خپل څښتن ته سپارم.

ګلالۍ لکه بې ځوابه چې شي او یا یې غږ په ستوني کې بند شي، هیڅ ونه وایي.

ـ هو ګلالۍ، دا د شریعت حکم دی. په وصیت نامه کې به دا هر څه په ډاګه کوم.

ګلالۍ ټوله رېږدي، لکه مخ ته یې چې جلاد ولاړ وي، د جمال هره خبره لکه غشی چې د ګلالۍ تر زړه وځي؛ جمال خوله خبرې ته جوړي چې ګلالۍ په بېړه له ځایه پورته شي او په منډه دویم پوړ ته وخېژي، د کوټې دروازه وتړي، پردې کش کړي، راشي او په ځای کې پړمخې څملي، د خپل زړه ټکان په خپلو غوږنو اوري، ناڅاپه په ژړا شي، د کوټې له دروازې جمال غوږ بېرته کړي او هملته پر ګونډو شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب