پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Home+   په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن تړونونه

   په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن تړونونه

پوهاند نصرالله ستانکزی

                 (د یارلسمه برخه)

 ۳۳ – د المان د اتحاد په هکله؛ د دوه جمع څلور هوکړه ‌لیک (Tow Plus Four Agreement):

  د دوهمې نړیوالې جگړې له پای ته رسیدو څخه پس په ۱۹۴۹ کال کې المان په دوو شرقي او غربي برخو؛ د المان د دیموکراتیک جمهوریت په نامه د شوروی اتحاد په خوا، د سوسیالیستی جمهوریت د رژیم په درلودو او د وارسا د تړون په غړیتوب او ختیځ برلین د پلازمینې په درلودو او‌ غربی المان؛ د المان د فدرالی جمهوریت په نامه د امریکا د متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې په ملگرتیا او د لویدیځ لیبرال دیموکراتیک سیستم سیاسي اقتصادي نظام په درلودو‌ او د ناتو د پوځي سازمان په غړیتوب، د بن د پلازمینې په لرلو سره رامنځ ته شول.

  د تیرې ریږدیزې پیړۍ په نوي یمه لسیزه کې په پخواني شوروی اتحاد کې له نویو بدلونو سره سم هغه دیوال چي په ۱۹۶۱ کې د شرقی المان له خوا جوړ شوی ؤ او برلین یيې په دوو برخو ویشلی ؤ ؛ ونړوال شو؛ او په عملي او معنوي توگه یې د دواړو المانونو د یووالي شرایط چې د المان د خلکو غوښتنه وه؛ برابره کړه.

   د برلین د دیوال نړوال (په ۱۹۸۹ زیږدیز کې) چې د سړې جگړې د ختمیدو لومړنی سمبولیک بنسټ دی؛ تر څنگ یې د سوسیالیستي بلاک د ماتي لویه نښه او‌عنصر بلل کیږي.

    وروسته تر هغه چې د برلین دیوال په نوامبر ۱۹۸۹ کې ونړید، د ۱۹۹۰ کال د سپتامبر په ۱۲ نیټه د دواړو المانونو، شوروی اتحاد، د امریکا متحده ایالات، انگلستان او فرانسې ترمنځ د متحد المان د رامنځ ته کیدو له پاره یو هوکړه لیک؛ په ماسکو کې لاسلیک شو.

 دغه تړون چي ۱۵ مادې لري او‌ په رسمي توگه چې Treaty on the Final Settlement With Respect to Germany یا د المان له پاره د حل  وروستی تړون په نامه یادیږي؛ چې د یوه دیپلوماتیک یادداشت په توگه لاسلیک شو؛ پر دغو محتویاتو‌ مشتمله وه:

   –  د شرقي المان او غربي المان یووالی؛

   – د متحد المان سرحدات له پولند سره د گډې پولې په شمول؛ په رسمیت وپیژندل شول؛

   –  د متفقینو(شوروی اتحاد، امریکا، انگلستان او فرانسه) څارنه چې له ۱۹۴۵ څخه وروسته پر المان وضع شوی ؤ، ختم کړای شو او المان په واقعي ډول یو خپلواک هیواد وپیژندل شو؛

  – المان تعهد ورکړ چې اتومي وسلې به نه تولیدوي او‌ نه به یې ساتي؛

  – المان ومنله چې د خپل پوځ شمیر به کموي او خپل پوځونه به پر هغه کچه ساتي چې پرې توافق شوی دی؛ او

  – له دیموکراتیک المان څخه د شوروي اتحاد د پوځیانو ایستل.

     پاتي دې نه وي چې له دغه هوکړه‌لیک څخه وروسته؛ د ۱۹۹۰ زیږدیز کال د اکتوبر د میاشتې په درېیمه نیټه رسماً دواړه هیوادونه د المان د فدرالی جمهوریت په چوکاټ کیې؛ په یوه واحد هیواد بدل شو.

   ( نور بیا )

په معاصرو نړیوالو حقوقو کې؛ د امن تړونونه 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب