Home+افغانستان ته خوشبیني او بدبیني؛ د راتلونکې لپاره روښانه تګلاره

افغانستان ته خوشبیني او بدبیني؛ د راتلونکې لپاره روښانه تګلاره

شاه محمود میاخیل

په دې ورځو کې د افغانستان د وضعیت په هکله په کور دننه او بهر د خلکو خوشبیني او بدبیني زیاته شوې ده، خو د دې مسایلو د حل لپاره لا هم کومه واضحه او اغېزمنه پروسه او یوه روښانه تګلاره نه شته.

هغه هڅې چې تر اوسه د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره شوې دي، اکثره د پټو دروازو تر شا ترسره شوې دي، چې دا ډول پټ کارونه نه یوازې د افغانانو په ګټه نه دي، بلکې د هغوی د باور د کمېدو لامل هم ګرځېدلي دي.

د افغانستان د ستونزې یوه لویه برخه په زوره ایجاد شوې بې باوري ده، چې دې چارې د افغانستان ډېرو لویو او ملي پروسو ته زیان رسولی دی.

استخباراتي لوبې او د افغانستان بحران

په افغانستان کې د استخباراتي لوبو دوام د دې هېواد د کړکېچ او بحران دایره ورځ تر بلې مغلقه کړې ده. کله چې یوه استخباراتي لوبه پیلېږي، نو پر وړاندې یې بله استخباراتي لوبه رامنځته کېږي، چې دې حالت د یوه سیاسي حل پر لور د هرې هڅې مخه ډب کړې ده.

افغانان اوس دې ته اړتیا لري چې د داسې تګلارو ملاتړ وکړي چې د علني خبرو اترو او شفافو مذاکراتو پر بنسټ وي، نه د پردې تر شا د پټو معاملو تګلارې.

مذاکرات، خبرې اترې او هر ډول تعامل چې څومره علني وي، په هماغه اندازه د بارو جوړولو په برخه کې پراخه مرسته کوي او ولسونه په دې ډاډه کیږي چې هېڅ څه ترې پټ نه دي.

د افغانستان د مسایلو د حل احتمالي لارې چارې

د افغانستان د مسایلو د حل لپاره یوازینۍ لار نه یوازې داخلي ده او نه یوازې بهرني هېوادونه او نړۍواله ټولنه کولی شي د دې مسایلو دایمي حل تضمین کړي.

د افغانستان د ستونزې د حل لپاره لومړی ګام د یوې ګډې کورنۍ، سیمه‌ییزې او نړۍوالې اجماع رامنځته کول اړین دي چې ټول اړخونه په کې خپل ځانونه وویني.

۱.کورنۍ او ملي اجماع

د افغانستان د بحران د حل لپاره تر ټولو مهمه اړتیا د کورنۍ او ملي اجماع رامنځته کول دي. د کورنۍ اجماع څخه موخه د افغانانو تر منځ د ټولو سیاسي، قومي، مذهبي او ټولنیزو خواو یووالی او د ملي اهدافو لپاره ګډه همکاري ده.

ملي اجماع بیا د دې کورنۍ اجماع پراختیا ده چې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو شریکانو ملاتړ هم په کې شامل وي.

د افغانستان د بحران اصلي سرچینه د داخلي بې‌اتفاقۍ، قومي او سیاسي توپیرونو او د قدرت انحصار دی. د دې لپاره چې افغانستان د ثبات په لور ګام واخلي، اړینه ده چې ټولې سیاسي او ټولنیزې ډلې د یو بل منلو لپاره چمتو شي.

۲. سیمه‌ییزه او نړۍواله اجماع

د افغانستان د مسایلو د حل لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پخواني راپور پر بنسټ د یوې مصوبې تطبیق اړین دی. د دې مصوبې لپاره د تطبیق عملي میکانیزمونه باید د نړۍوالې ټولنې، افغان سیاسي څېرو او سیمه‌ییزو هېوادونو د همکارۍ له لارې په علني ډول ولټول شي.

۳. د جنګ او سولې ترمنځ اړیکه

دا خبره منو چې جګړه د ستونزو حل نه دی، خو دا هم نه منو چې د ظالمو او مستبدو نظامونو ملاتړ وشي یا د داسې نظریاتو تایید وشي چې د افغان ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کې وي. د سولې لپاره داسې یو چوکاټ اړین دی چې ټول افغانان، د هر فکر او قوم څخه وي، په کې د ژوند، زده کړو، کار او سیاست مساوي حقونه ولري.

۴. د انحصار او نفې د سیاست مخنیوی

په افغانستان کې د قدرت انحصار د ستونزو بنسټیز لامل دی. د دې انحصار مخنیوی او د ټولو خواو منل د یوه پایدار نظام رامنځته کولو لپاره حیاتي دي. ولس باید د اساسي قانون په چوکاټ کې د خپل مشرتابه او استازو د ټاکلو حق ولري، ترڅو هېڅوک د قوم، سمت، یا سیاسي ډلې په نامه استازیتوب او ټیکه داري ونه کړي. یا په بله معنی د قومي، سمتي او ژبني ټیکه دارانو لړې باید ختمه شي.

۵. د طالبانو د استبدادي واک پر وړاندې لیدلوری

تېر پنځوس کلونه موږ ته ښيي چې استبدادي نظامونه په اوږدمهال کې نه شي پاتې کېدلی. د طالبانو واکمني، چې د استبداد پر اصولو ولاړه ده، له دې قاعدې مستثنی نه ده. خو د طالبانو بدیل باید داسې یو بل استبدادي یا جنګي نظام نه وي، ځکه چې د عمل او عکس‌العمل خبیثه دایره د ستونزو د حل لپاره هیڅکله اغېزمنه نه ده.

۶. د سولې لپاره یوه هر اړخیزه لار

که طالبان او د هغوی ځیني مخالفین د پورته ذکر شویو اصولو سره مخالفت کوي، نو یوازینۍ بله لار جګړه ده او جګړه هیڅکله د افغانانو په ګټه نه ده.

د سولې او تفاهم لپاره د داسې میکانیزمونو رامنځته کول اړین دي چې ټول افغانان په کې خپل ځانونه وګوري.

پایله

د افغانستان د ستونزو حل یوازې په شفافه، جامع او افغاني تګلاره کې ممکن دی چې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو هڅو ملاتړ هم ولري. د طالبانو واکمني که څه هم اوس مهال د قدرت په زور دوام کوي، خو په اوږدمهال کې به بې‌ثباته پاتې شي او کمزوري یې حتمي لیدل کیږي.

د یوې اوږدمهالې حل لارې لپاره، د ټولو سیاسي، قومي او ټولنیزو خواو ګډون، د ولسواکۍ د اصولو رعایت او د سولې لپاره د نړۍوالې ټولنې ملاتړ خورا اړین دی.

افغانان حق لري چې د خپل راتلونکي په اړه پریکړه وکړي او دا حق باید د نړۍوالې ټولنې او سیمه‌ییزو هېوادونو له خوا په بشپړه توګه ومنل شي او ملاتړ یې وشي.

د شفافیت، عدالت او ټولو ګډونوالو لپاره د مساوي حقونو پر بنسټ د یوې حل لارې موندل د افغانستان د راتلونکي لپاره یوازینۍ لاره ده.

شاه محمود میاخیل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...