Homeخبرونهد ایران نوي سفیر متقي ته ژمنه ورکړه چې د دوو هیوادونو...

د ایران نوي سفیر متقي ته ژمنه ورکړه چې د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړي

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۰ مه) د ایران نوي سفیر پرون (دوشنبې، د دسمبر ۹ مه)  د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې وویل چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره به د ایران او طالبانو د جګپوړو چارواکو د سفرونو زمینه برابره کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې امیرخان متقي علي رضا بیکدلي ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په دې کتنه کې، د ایران نوي سفیر هیله وښوده چې په خپل ماموریت کې به د دواړو هېوادونو اړیکې تر پخوا زیاتې پراخې کړي.

نوموړي وویل: «د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا لپاره په پام کې لرم چې په نژدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پلاوو سفرونه تنظیم کړم.»

ښاغلي بیکدلي په داسي حال کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر سره ولیدل چې دې هیواد په لبنان کې د اسراییل له لاسه او په سوریه کې د هیت تحریر الشام له لاسه سخت ګوزارونه وخوړل.

په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پرزېدا، که څه هم په اوږد مهال کې د ایران په ګټه تمامیږي، خو د اوس وخت لپاره د ایران لپاره بده ماته ګڼل کېږي.

د بشار اسد د کمزوري رژیم له کبله، چې سوریه په څو برخو وېشل شوې وه، ایران مجبوره وو چې د دغه رژیم د ساتنې لپاره ډېرې پیسې ولګوي. حال دا چې دغه رژیم نه د اسراییل مخه نیولی شوای او نه یې سوریه یو موټی کولی شوای.

علي رضا بیکدلي په دې وروستیو کې په کابل کې د ایران د سفارت د سرپرست په توګه وګومارل شو. ایران همداراز د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړې استازولي لغوه او پر ځای یې دا دنده د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارله.

تر دې وړاندې حسن کاظمي قمي د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران د سفارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...