Homeخبرونهد سالنګ لویه لار د"جدي" تر څلورمې د لویو مسافر وړونکو موټرو...

د سالنګ لویه لار د”جدي” تر څلورمې د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه

تاند (سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۰مه) د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د سالنګ لویه لار د روان لمریز کال د مرغومې(جدي) تر څلورمې نېټې پورې د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه.

د حق‌شناس په وینا، دغه ګام په وروستیو څو ورځو کې د شدیدې واورې د ورېدو او ورسره مل طوفان او د دې سربېره د کنګل له کبله د فرغي لارې د ظرفیت د کموالي له کبله اخیستل شوی دی.

نوموړي زیاتوي، چې کوچني مسافر وړونکي موټر د دې مسیر له فرغي لارې تګ-راتګ کولی شي او د سالنګ عمومي لویه لاره به د مرغومې (جدي) په ۴مه نېټه پرانیستل شي.

د سالنګ لویه لار هرکال د ژمي په راتګ سره وخت ناوخته د مسافرو پر مخ تړل کېږي.

پر دې لار تلونکي مسافر ګیله لري، چې دا مهمه لویه لار د وخت د حاکمو نظامونو د بې پروایئ له امله وخت نا وخته د مسافرو پرمخ تړلې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...