Homeسپورتد ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټراټ قرارداد تمدید شو

د ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټراټ قرارداد تمدید شو

تاند ( سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۰مه)افغان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې له مشر روزونکي جانتن ټراټ سره د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره قرارداد وغځاوه.

جانتن ټراټ چې د انګلستان ملي لوبډلې پخوانی پیاوړی توپوهونکی دی، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.

نوموړی له تېرو دوو کلونو راهیسې د ملي لوبډلې سره مل دی چې د لوبډلې په بریاو کې یې د افغانستان کرکټ لپاره اغېزناک رول درلود.

د کرکټ شنونکي هم د ټراټ د قرارداد غځول د لوبډلې لپاره په دې پار یو ښه ګام بولي،چې د دوی په خبره نوموړی تر اوسه بریالی ثابت شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...