د اور په شاو خوا
دا اور ؤ،
چي لمر يې،
و زېږاوه،
د لمر جاذبې،
ځمکه وساتل،
اوس،
ځمکه،
د لمر په شاو خوا راګر ځي،
– د اور په شاو خوا-
د ايندارې قد
نن مې،
ځان د مينې،
په اينداره کې،
بيا بيا،
وکوت،
يو بې زړه،
بې خولې،
بې سترګو،
او بې پښو،
موجود وم،
- o
د مينې د ايندارې،
قد،
د حقيقت،
په اندازه دی.
د باغوان لاس
کله چې د باد،
زيږې پنجې،
له ونې نه،
مېوې،
او له بټو نه،
ګلان و رژول،
د باغوان مبارک،
لاس،
هر ګل،
جلا جلا،
او هره مېوه،
ځانته ځانته،
له ځمکې،
راپورته کړل.
د بلبل سندرې
کله چې په کلي کې،
د زاغانو،
((کاغ)) ((کاغ))،
ځمکه او آسمان نيولی و،
بلبلانو په بڼ کې،
خپلې سندرې،
نورې هم سندريزې کړلې.
د تقدير بېرحمي
ډنډ،
پخپله تړلې،
کړۍ کې،
د بد بوی منبع شوه،
وچو شونډو،
د پاکو اوبو،
هيله جنت ته يووړه،
o
داسې،
ده،
د تقدير بېرحمي،
او،
د تدبير بېوسي.
د چاودنې
ږغ
د چاودنې ږغ،
کلی و لړزاوه،
د مينانو تودې سره مښتې،
شونډې،
بېلې شوې،
د ماشوم،
ګهواره ماته،
او د مور پوړنی،
په وينو سور ؤ،
o
د وحشتګرو،
له ستونې،
د بري ږغونه،
– د الله اکبر چغې-
آسمان ته رسېدلې.