پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبشعرد څو شاعرانو شعرونه

د څو شاعرانو شعرونه

ګل غوټۍ منلی

د رڼا په تمه  

د تیارو تل کې مې

د ذهن نیلی

د یو تصویر پر لور په ځغاسته درومي

یوه وړوکې کړکۍ

د لمرخاته خوا ته که ولرم نو

ګوندې چې سترګې به مې

په رڼا ښادې هم شي

 * * *

د نورالله غازي يار دوه نوي غزلونه :

غزل

چې مړه ډېوه ومه لمبې ته دې پرېنښودمه

چې ځان پيدا کړمه تيارې ته دې پرېنښودمه

په دومره مينه مې هم ستا زړه کې ځای ونه مونده

کافر خو نه يم چې کعبې ته دې پرېنښودمه

باده! پر ما دې لولپه کړلې سړې جونګړې

چې د خپل اور  پرتې اېرې ته دې پرېنښودمه

زما لاسونه دې مات مات کړل د ښاخونو په شان

د ګلو ونه وم مېوې ته دې پرېنښودمه

ما هم د چا په شرنګين هار کې خاموشي غوره کړه

تار د ستار  نه شوم نغمې ته دې پرېنشودمه

***

غزل

د سر لمبه يې پورته وي چې شمعه په سجده شي

فکرونه بايد لوړ وي تنې ډېر کله چپه شي

چې ګېډه يې يو څوک له غوړو ډکه کړي راځي به

يو کس به زمونږ تورو تورو شپو لره ډېوه شي

ستا يار لکه بهار له يخ موسمه راوتلی

 زخمونه د بدن به دي ګلونه شي مېوه شي

په ډېرو رڼاګانو کې مې ډېر شي د تن سيوري

چې تاته مې در پام شي يوه سيوره راسره شي

بې شمېره لويې لارې دوزخو ته دي پرانيستې

د ستا په لور يوه لار د چاړې په څير تيره شي

* *

نایاب

تاته پخه ډوډۍ ترکوره درځي
زه مې کوچنی ماشوم په غیږ
د نانوایی مخی ته سوال غواړمه
زما په یو ورور کې هم رحم نشته
څنګه انسان او مسلمان یو مونږه
صیله رحمی هم له مونږ کډه کړې
زما کوچنی ماشوم یخنی رپوي
زما په غیږه کې ګرمي لټوی
زما درنې خورې درنه اوسې
د ژوندله هر حسرته
ته برخمنه پښتنه اوسې
خو زه پخپل ژوند ون ډیر
زجر کاږم درد تیروم
د هرې شپې په راتلو غم زغموم
تاته به هره شپه شب قدر اوسي
زما کوچنی ماشوم ډوډۍ غواړي
مانه د مینې زندګي توده کیږدۍ غواړی
راشه ژوندون ته یو نظر وکړه
ته هم زما له دریڅي پری یو نظر وکړه
د دې دوزخ د مړولو په نیت
زه هرماښام د نانوایی مخ ته ناری وهمه
د خپل بچي لپاره خیر غواړم
دا د خدای ویش ده دامنم درسره
د خدای رضا ده زه پری هم راضی یم
خو زما معصوم ماشوم
راسره داخبره هیڅ نه منی
هغه د نورو په څير ژوند غواړي
هغه هم هروختی  بدلون لټوي
خو زه ناکسه یم دا توان نلرم
د هرماښام لپاره خیر غواړم
خدای دې پر تاباندې پیرزو لري
د ژوند د هر ماښام خوښۍ خورې
زما په زړه بس ګرانې ډیر څه دي
لکه د ژوند د ماښامونو رانه تیر څه دي
زه مې کوچنی ماشوم په غیږ
د نانوایی  مخې ته سوال غواړمه
ته هر ماښام دې خپل نیازبین بچی ته
نوې ډالۍ ورکوي
خو زه یی هرماښام په اوښکو پالم
نایاب
فبروری-۴-۲۰۱۴

***

1 COMMENT

  1. د غوټۍ منلی شعر ډیر بریالي آذاد شعر دی. مبارکی ورته وایم.

    په سل کی ۸۰ تخیکی اصلونه په کښي مراعت شوی دی.
    فدا نظری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب