Homeخبرونهد نولس کلونو اسیايي جام؛ افغانستان په لوی توپیر بنګله‌دېش ته ماتې...

د نولس کلونو اسیايي جام؛ افغانستان په لوی توپیر بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۱۴ مه) د افغانستان لوبډلې د اسیا د نولس کلونو کرکټ جام سیالیو په لومړۍ مسابقه کې د بنګله دېش لوبډلې ته د ۱۱۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان ټیم، چې په بي ګروپ کې له بنګله دېش، سریلانکا او مالیزیا سره یوځای دی، نن لومړی بیټنګ وکړ او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان په لوبډله کې تر ټولو ډېرې منډې شاه فیصل رحیمي وکړې. ده په ۹۷ توپونو ۸۳ منډې وکړې. همداراز طاهر سروري ۳۷، عبدالله نادرجان ۱۵، فریدالله احساس ۱۵، نعمان شېرزي ۱۶، سهیل خان ۱۶ اوسمیع مبارز ۱۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

مبارز په توپ اچونه کې هم ښه وځلېد. ده په دوو اورونو او ۵ توپونو د بنګله دېشي ځوانانو ۳ لوبغاړي وسوځول. همداراز نورعلي ځدراڼ او امیر حمزه هم درې – درې لوبغاړي وسوځول او یو لوبغاړی د سهیل خان له لوري وسوځول شو او په دې توګه د بنګله دېش ټول لوبغاړي په پنځه ویشتم اور او پنځم توپ وسوځېدل.

له دې جلا د بي ګروپ په لومړۍ مسابقه کې سریلانکا د مالیزیا د نولس کلونو لوبډلې ته په ۹ ویکټونو ماتې ورکړه. په داسي حال کې چې مالیزیا یوازې ۸۸ منډې کړې وې، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. سریلانکا دا هدف په څوارلس اورونو کې پوره کړ.

سبا په اې ګروپ کې د پاکستان لوبډله د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره مخامخ کېږي. بله سیالي به د هند او نیپال ترمنځ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...