پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبشعرد څو شاعرانو تازه شــــــعرونه

د څو شاعرانو تازه شــــــعرونه

سلیمان لایق –

لېونۍ له جادوګرو سره راغله

له نڅا او له سندرو سره راغله

ځمکه ګل شوه، لاره ګل شوه، هوا ګل شوه

د عطرونو له لښکرو سره راغله

مټې لوڅې، ګرېوان خلاص، څڼې پېچلي

له بربنډو یرغلګرو سره راغله

سر پې دروند، پښې یېواکه، عقل تللی

له بدماشو سرببرو سره راغله

له مستۍ په سمه لار کږه وږه ځي

د چمبې له څرخولو سره راغله

زما د سر د چټولو په تکل کې

د سرونو له لوګرو سره راغله

محتسب په ولاحول یې ګونګی شو

مسلمانه له کافرو سره راغله

څه برباد شوه د لایق د مچو هیله

چې لیلا له بنیادګرو سره راغله

—————————–

ومان نیازی

لکه باغ لکه باران سړی به څوک و
دغه څو ملکه ودان سړی به څوک و
په یو موټ کې یې صحرا بل کې اوبه وې
د هوا غوندې روان سړی به څوک و
ږغ یې اورم د ډبرو له دېواله
د دې نکل بندیوان سړی به څوک و
پر دې خاوره دا سجده څومره تازه ده
په دې روح کې چراغان سړی به څوک و
اه، چې څرنګه حیران راپسې ګوري
د ومان غوندې حیران سړی به څوک و

ومان نیازی

څوک له خپل لستوني باسم
په څرمنه کې مې پټ دی
له نوکانو مې بهېږي
په وژغنه کې مې پټ دی
څوک له خپل لستوڼي باسم
خپلې ونې نه يې تنګ کړم
له رګونو، بوټۍ غوښې
له دې ستنې نه يې تنګ کړم
څوک له خپل لستوڼي باسم
تر اوبو پورې سفر دی
ته دې غبرګ لاسونه راکړه
تر اوږ پورې سفر دی
څوک له خپل لستوني باسم
ته مې ساه کړې ورنه بېله
هن زما د څو ګامونو
ابتدا کړې ورنه بېله
څوک له خپل لستوڼي باسم
لکه ستن له خپل کميسه
هلته لرې يې ګنډم
دا کفن له خپل کميسه
څوک له خپل لستوڼي باسم
تښته مار ته لاره ورکړه
پرې چې خپله څرمن واخلي
دغه تار ته لاره وکړه
څوک له خپل لستوني باسم
په څرمنه کې مې پټ دی
له نوکانو مې بهيږي
په وژغنه کې مې پټ دی

————————————–

سعود بنګښ

غزل

مصر کې رسم دی چې څوک هم زلیخا وویني
تعبیر دې مخکې ورله ورکړي، خوب دې بیا وویني

پاڅي، روان شي، لیونی دې بیا په ځان هم نه وي
څادر د بل سړي راپورته کړي چې تا وویني

مونږ ماشومانو ته کیسې د بلاګانو وکړو
هغوی باور وکړي دا هر څه په رښتیا وویني

زه یې په سترګو کې د خپلې نامې غږ ووینم
هغه د مخ نامه بدله کړي چې ما وویني

دلته سهار شي، د جانان وطن کې توره شپه وي
سترګې مې پټې شي سعوده چې رڼا وویني.

—————————————

خالد ریحان

دا غریب چي لا تراوسه سلامت دی
په کوڅه یې ستا د پلونو برکت دی
سوي سوي قلقلې د زاڼو اورم
لالهانده د خیالونومي الوت دی
لیونی راباندي خوښ یې که مي وژنې
ړنګه بنګه غنمرنګه څه دي نیت دی
زنګ یې هره ورځ د ورور په وینو مینځو
په دې شان کړی د تور مو عزت دی
د لستوڼي د ګنډلو مو څوک نشته
خو د زغرو راته هرچا کړی ست دی
ښکلو ورو ورو د خوړدې غوندي خوړلی
د ریحان زړه د حیات بابا زیارت دی

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب