پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکلتوریونلیکد کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

(۲۹)

د محترم جهاني صاحب په کورکي ددغي شپې د مجلس په جریان کي دوه درې واره برق ولاړ اوموږبه دلاسي تیلفونو دروڼاپه مرسته خپل بانډارسړېدوته نه پرېښاوه. دغه شپه موترډوډۍ خوړلو وروسته هم بانډار تود وو.

له کیڼي خوا : جهاني، آرین، طارق رشاد، لېوال او هوتک
له کیڼي خوا : جهاني، آرین، طارق رشاد، لېوال او هوتک

د اکتوبرپرشلمه له کابل څخه دوبۍ ته زما د تگ ورځ وه. دجهاني صاحب کورته ښاغلی آرین، عبدالرحمان بسام،امین باوري، حاجي ډاکټرحکمت، ډاکټرطارق، خدام صاحب، لېوال صاحب، روهیال او مرهون راغلل. روهیال ته مي کتابونه ورکړل چي کاناډا ته ئې زموږ کور ته داستولویوه چاره ولټوي. درحمت الله ددېوان سپارښتنه مي پروکړه چي هارون حکیمي ته ئې دچاپ له پاره ورکړي. له هارون جان سره مي په دې باب مخکي له مخکي خبري کړي وې. ماپښین ته هارون حکیمي هم راغی. دټکټ او دهوایي ډگردکارانتظام ډاکټرحکمت پرغاړه واخیست. ماځیگرمي له جهاني صاحب او نورودوستانوڅخه خدای په اماني واخیستله اوهوایي ډگرته ډاکټرحکمت، ډاکټرطارق، خدام صاحب اوهارون حکیمي تر ترمینل پوري راسره ملگري سول. هورې مو خدای په اماني وکړه اوزه ترمینل ته داخل سوم. دوبۍ ته مي سفرپه فلای دوبۍ الوتکه کي وو. په ترمینل کي مي دانتظارپه خونه کي حاجي عبدالمالک همت ته دخدای په امانۍ له پاره تیلفون وکړ. ده راته وویل چي په کندهارکي دئ او نن ئې ورورپه یوه ترافیکي پېښه کي ژوندله لاسه ورکړی دئ. سخت خواشینی سوم اوده ته مي دتسلیت مراتب څرگندکړل او دخدای له درباره مي ورته صبرجمیل وغوښت. څه نابوده دنیاده. پرون په کابل کي ددوی په کورکي مېلمه وم. خوښه خوشالي وه، نن چي مي دخدای په امانۍ له پاره تیلفون ورکړ، دی په کندهار کي د ورور په جنازه کي وو. له ډېري خواشینۍ مي هرڅه هېرسول، کنه خیال مي ووچي ځینو نورو دوستانوته به هم تیلفونونه کوم. پر شپږنیمي بجې دالوتکي پروازاعلان سو. دچوکۍ نمبرمي (7D) وو. څنگ ته مي سیټ خالي وو اوورپسې مسافریوپښتون دریشي والا وو. تر دوبۍ پوري مي قسم دئ که دوې خبري لاهم ورسره کړي وي. فکر و چورت مي همت صاحب ته په ورپېښ مصیبت کي بند وو.

دوبۍ ته دهمدې نېټې دشپې پر نهه بجي شاوخواورسېدم. خوریان مي هریوحاجي مسعودگلالی اوحاجي فیروزالدین میدان ته راوتلي ول. ددوی په السطوة نومې سیمه کي ووچي هوایي ډگرته نزدې سیمه ده. کورته هوساورسېدو. هوابده نه وه. له یوڅه دمي وروسته ئې د ډوډۍ خوړلوله پاره “کابل دربار” نومي رستورانت ته بوتلم. ډېرشاعرانه ځای وو او پر افغاني ډول ئې ډیکور کړی وو. پریوه اوږده تخت باندي سترخان هوار وو اوشاوخوادېوالوته دغالیوبالښتونه پراته ول . ډوډۍ ئې هم افغاني وه. ښه په اشتهامووخوړله اوکورته داستراحت له پاره راغلو.

په داسباسهار(داکتوبریوویشتمه) مي ایمېلونه وکتل. مشرزوی مي له کوره ایمیل راکړی وو. جواب مې ورته وکیښ. دکورله برنډې څخه مي ددوبۍ ښارعکسونه واخیستل. اسمان یوڅه خوپ وو خو هواډېره توده نه وه.

په انټرنیټ کي مي ولوستل چي د کاناډا په انتخاباتوکي د سټیفن هارپرپه مشرۍ محافظه کارگوند سخته ماته خوړلې ده اولیبرال گوند د جسټین ترودو په مشرۍ بریالی سوی دئ. د ترودوپه بري زه هم خوشاله سوم. ځوان، فعال او د متوسطي طبقې پلوی اوپه افکاروکي لیبرال سیاستمدار دئ. پلار ئې هم یووخت دکاناډاصدراعظم وو چي د کاناډا هیواد اساسي قانون اوملي بیرغ د ده د صدارت په وخت کي نافذ سو. په دغو انتخاباتوکي یوه افغانه (مریم منصف) هم پارلمان ته بریالی سوې وه.

کاناډا ته زماتر راتگ څو ورځي وروسته دغه افغاني الاصله کاناډايي سياستواله مريم منصف د د دولت د دموکراتيکو بنسټونو د وزيري په توګه معرفي شوهمېرمن منصف د کاناډا د لومړي وزير جستين ترودو او د دغه هېواد د کابينې د نورو نويو غړو ترڅنګ يو ځای لوړه وکړه. نړۍ والوآژانسوپه دغه ورځ ولیکل چي “مريم منصف په ۱۹۹۶ کې د طالبانو رژيم د واکمنۍ پر مهال د ۱۱ کلنۍ په عمر کې له دوو خويندو او مور سره له افغانستان نه کاناډا ته ولاړل. دا مېرمن د افغانستان په لويديځ هرات کې زېږېدلې ده. دا د کاناډا د لېبرال ګوند غړې ده او کلونه کلونه کېږي، چې دغلته په سياسي او ټولنيزو فعاليتونو بوخته ده.

د کاناډا ۴۳ کلن نوي لومړي وزير جستين ترودو هم په همدې ورځ لوړه وکړه او د محافظه کارانو ۱۰ کلنې واکمنۍ ته يې د پای ټکی کېښود.د ښاغلي ترودو پلار هم دوه لسيزې د کاناډا لومړی وزير و.د کاناډا د نوي لومړي وزير په کابينه کې د ښځو او نارينه وو شمېر يو برابر دی په دې مانا چې ۱۵ کسه نارينه او ۱۵ يې ښځينه دي.د کابينې د وزيرانو عمرونه د ۳۵ او ۵۰ کلونو ترمنځ دي.د لږکيو قومونو ته هم ځای ورکړی او په کابينه کې يې درې هندي الاصله هم شته چې يو يې د دفاع وزير دی.دغه سياستوال چې مخکې يې د ښوونکي دنده پر مخ وړله په ۲۰۰۸ کال کې پارلمان ته لار ومونده او د کاناډا په تاريخ کې دويم تر ټولو ځوان لومړی وزير دی.”

دوبۍ ته زمادراتگ په دوهمه ورځ مي سهارپرنهه بجې دښار شاوخوا او مشهورځایونه وکتل. برج خلیفه، ددوبۍ مشهورشاپینگ مال، اول پالم جبیره او نوري سیمي وکتلې. په جمیره کي دځینو بډایو او شتمنو افغانانوکورونه هم سته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب