شپږویشتمه برخه
د مکې او مدینې بازارونه
د مکې او مدینې د بازارونو جوړښت لکه زړه او شریانونو دی.
لکه څنګه چې وینه د زړه او شریانونو ترمنځ پمپ کېږي، همداسې د حاجیانو سیلاب هم کله په مسجدالحرام او مسجدنبوي کې وي او کله یې شاوخوا ته بازارونو او کوڅو کې ګرځي. زیارت کوونکي که وغواړي او که ونه غواړي چې له هرې دروازې د باندې پښه کېږي سر یې بازار ته وځي.
بازارونه نو بیا داسې تر سپېږمو ډک دي چې قدم اخلې په پښو کې دې له جاینمازونو، جامو، عطرو او مصنوعي زیوراتو پورې ډول ډول توکي نښلي، په اردو، فارسي او عربي ژبه نارې درته وهي:
بیس ریال، بیس ریال
خرما بیست ریال
تعال تعال، سجادة صلاة ۳۰ ريال
جالبه خو داده چې دلته له خرما پرته هیڅ فصل نه کرل کیږي، خو بیا هم د نړۍ هر څه، میوې، سبزي او نور په هر موسم کې پیدا کېږي. چې له لمانځه خلاص شې یا به حاجي په خوراک ګورې او یا سودا اخیستلو. ما ته خو د حیرانۍ خبره داده چې سعودي له خرما او زمزم اوبو پرته داسې څه نه لري چې سړی یې د سوغات په توګه خپلې کورنۍ ته یوسي، چې دا حاجي صاحبان ولې داسې سرګردانه کوڅه په کوڅه ګرځي.
د جوزجاني خبرې ته مې اوس هم له خندا کولمې شنې شي. وایي داسې حاجیان به وګورې چې د جاړو ماشین، د خیاطۍ ماشین او داسې نورو شیانو ته یې غېږه ورکړې وي. که لمنه ورته ونیسې چې وا حاجي صاحب دا چینایي شیان خو وطن کې تردې ارزانه دي، دی به یې درسره نه مني، وایي دا برکتي دي. دوکانداران چې بیا ددوی پاکو زړونو ته وګوري نه د مکې عظمت ته پام کوي او نه د مدینې حرمت ته. داسې یې جیبونه په هنر لوټوي چې خواران په ځان خبر هم نه شي.
د اردن، بیت المقدس، مکې او مدینې د بازارونو تر لیدلو وروسته ما لا هم خپلې یوې پوښتنې ته ځواب نه دی موندلی چې د منځني ختیځ او اسیایي هېوادونو خلک ولې ثابت نرخ نه ټاکي. غربي هېوادونو کې چې سودا اخلې هماغه یو نرخ دی که پر سړک یې اخلې او که په دوکان کې، مګر په دې سفر کې مې ولیدل چې شرقي هېوادونو کې د چنو وهلو کلتور ښه په درز کې روان دی.
زه چې په دویمه ورځ د مکې نږدې بازار ته د بیک او یو جوړه کالیو اخیستلو لپاره لاړم بیخي مې خوا بده شوه. یو خو په کوڅو کې نظافت ته بیخي پام نه کېږي او بل د هر شي نرخونه اسمان سره خبرې کوي او بیا چې لږې چنې ورسره ووهې نیمایي ته یې راټیټ کړي. په مارکیټونو او دوکانونو کې زیاتره ټوکر، جامې، غالۍ، تسبیح، سره زر او زیورات خرڅېږي. زه چې په کوم بېک پسې بیت المقدس کې ګرځېدم هغه مې په ارزانه بیه په مکه کې له یوه مزاري وطندار نه واخیست. دوه درې جاینمازونه، د عود عطر او تسبیح مې هم ترې واخیستی. کور یې ودان د وطندارۍ خاطر یې وکړ او شیان یې ارزانه راکړل، خو که په مدینه کې مې اخیستي وای تر دې یې نرخونه ښه وو.
په درېیمه ورځ راته له کوره زنګ راغی چې د سرو زرو غوږوالۍ راوړه، ما که سل زارۍ وکړې چې دلته سره زر ګران دي خو د چا خبره زور زنها ره که داره. مېرمنې مې ویل هلته عربي سره زر دي او هغه اصیل دي.
که جوزجانی راسره نه وای، یو عرب زرګر دوه سوه ریاله د حساب ماشین کې راباندې زیاتې حساب کړې وې. دا ظالمان به نرخ کې درته ارزانه ووایي او بیا کالکولېټر کې یې ګوتې درغلي کوي.
جوزجاني ته نو دا مارکیټونه او ځایونه لکه د لاس ورغوي معلوم دي. ښه ډېر یې وګرځولم. دده د خوښې ځای هغه مارکیټونه وو چې ټاکلی نرخ لري او هرڅه په کې لس ریاله دي.
د پېښوریانو خبره له جوزجاني سره د مېلاوېدلو کیسه هم جالبه ده. ما او ده پنځلس کاله مخکې د کلیو او پراختیا وزارت کې یو ځای کار کاوه. بیا مو په دا منځ کې سره ونه لیدل خو پر فیسبوک ملګري وو. وایي چې نه کار هلته دې څه کار. اردن کې مې د زیارتونو او بازارونو ویډیوګانې پر فیسبوک نشر کړې. بیت المقدس کې مې دویمه ورځ وه چې د ازادۍ راډیو تکړه ژورنالېست احمدتکل راته زنګ ووهه او د مرکې غوښتنه یې وکړه. مرکه مې لا خلاصه نه وه چې زموږ بسونه روانېدو ته تیار شول. له تکل صیب نه مې بخښنه وغوښته خو پخه ژمنه یې رانه واخیسته چې سفرنامه به لیکې. مکې معظمې ته چې راغلم، ډېرو ملګرو راته پر فیسبوک مسیجونه ولېږل چې ورسره وګورم خو متاسفانه زما د اس جلو د بل چا لاس کې و. هغوی چې به هره خوا بوتلم هماغه خوا تلم او د خپلې خوښې چکر ته مې ډېر کم وخت پیدا کاوه. جوزجاني راته څو ځلي زنګونه ووهل، بالاخره یې رانه ادرس واخیست او بیا څو وارې راپسې راغی چې د مکې چکر راکړي.
همدې ورځو کې چې زه په مکه معظمه کې وم جانان خدرخېل هم مسیج راته وکړ. خدرخېل صیب سره ما پخوا نه و لیدلي د شاعرۍ یوه رشته مو ترمنځه وه. وعده مې وکړه چې مدینه کې به ورسره خامخا ګورم. جانان ملا ټیپ سړی دی خو چې کله یې شعرونه واورې ته به وایې ده او د لوګر محمدعلیم بسمل په یوه لوښي کې اوبه څښلي دي. دده یو شوخ شعر دی:
زړه دې رانه وړی زړه راولېږه
لږ د یارانې خواږه راولېږه
زه به مسینجر کې زړه در ولېږم
ته راته وټساپ کې خوله راولېږه
مدینې ته چې لاړم یو مازیګر مې له جانان خدرخېل سره د مدینې په بازار کې ولیدل. دواړه په فوټ پاټ کېناستو او یوه پنجه سیاسي او ټولنیزه جمه مو وکړه. د جمهوریت او طالبانو سپکه او درنه مو وویلې. جانان ته مې وویل یو بوشکه زمزم اوبه افغانستان ته لېږم، هلته به یې جلال اباد کې زما ورور ته ورکړې. له حیا یې منفي ځواب ته خوله نه شو جوړولی. اخر مې تسبیح ورته له جیبه راوویسته چې د اوبو د بوشکې پر ځای یې وطن ته یوسي.
ما خو هسې ګپ لګولو خو داسې خلک ډېر دي چې بیکونو کې به دې خپل شیان په زوره تخته کوي چې دا سوغات مې پلاني او پلاني ته یوسه. په دې یې چرت خراب نه وي چې ستا خپل بار څومره دروند دی. خدرخېل صیب د خدای پامانۍ په وخت یو بوتل عطر هم را ډالۍ کړل:
ماته په سرو زرو منظور دی
که د جانان د لاسه خاورې ایرې وینه
که صادقانه ووایم، د مدینې منورې ښار د مکې تر ښار پراخه او ښایسته دی. نظافت یې هم ښه دی. مدینه نن ورځ یو کاري-سیاحتي ښار دی چې د سعودي عربان په کې ډېر کم اوسېږي. شاوخوا چې ګورې زیات په کې د پاکستاني او افغاني کارګرانو او پلورونکو او همداسې د نورو مهاجرو عرب کارګرانو د استوګنې ځایونه او دوکانونه دي. ځایي عربان زیاتره په نورو نسبتاً موډرنو ښارونو جده او ریاض کې ژوند خوښوي.
د حرم شاوخوا او د څو ستوریزو هوټلونو تر ودانیو لاندې مختلف بازارونه دي. په دې مارکیټونو او دوکانونو کې هم زیاتره ټوکر، جامې، غالۍ، تسبیح، سره زر او زیورات خرڅېږي. لکه د مخه چې مې یادونه وکړه دوکانداران زیاتره افغانان، پاکستانیان، بنګالیان او نور عرب مهاجر دي خو له بده مرغه رویه یې ښه نه ده. ښایي دوی هم د سیمې د عربانو رنګ اخیستی وي چې له خریدارانو سره مغرورانه چلند کوي. یوه ته خو ما وویلې چې موږ مسلمانان ولې د دوکاندارۍ اخلاق نه لرو. زه له امریکې راغلی یم، هلته چې دوکان ته ننوځي دوکاندار دې په موسکا بدرګه کوي او هڅه یې دا وي چې تا له خپل دوکان نه خوشاله رخصت کړي، خو موږ مسلمانان داسې چلند کوو لکه خریدار چې مو تربور وي. دوکاندار ښایي عرب و، زما په خبره لږ خجالته شو او د ږیرې ماشین یې تر نورو ځایونو ارزانه راکړ.
د مدینې په بازار کې د افغانانو دوکانونه ډېر دي. ما چې له کومو دوکانونو سودا واخیسته مزاریان وو د چایو ترڅنګ یې کالي هم په ښه نرخ راکړل.