سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+په اروپا کې د هایپرلوپ بریالۍ تجربه

په اروپا کې د هایپرلوپ بریالۍ تجربه

تاند – د اروپا په یوه تجربوي واحد کې د هایپرلوپ یو کپسول په خلا کې تر ټولو اوږده سفر بشپړ کړ.

د نیو اتلس د راپور له مخې، دا بریا د چټک ټرانسپورټ له خوبونو څخه دی چې اوس یو ګام عملي کېدو ته نژدې شوی.

د هایپرلوپ نظر، چې لومړی ځل د ایلان مسک له خوا وړاندې شو، ریلګاډي ته ورته نقلیه وسیله ده چې په لوړ سرعت د خلا په ځانګړو ټیوبونو کې حرکت کوي. دې ته په کتو چې دا وسایل د مقناطیسي تعلیق پر بنسټ هوا ته اړتیا نه لري، په ډېر سرعت حرکت کوي. په دې پایپونو کې چې نه هوا وي، نه ترافیک او نه د هوا مقاومت، داسې تمه کیږي چې د دغو وسایطو سرعت به په ساعت کې ۱۲۰۰ کیلومتره وي.

اوس مهال په سويس کې د EPFL پوهنتون يوه څانګه د LIMITLESS  په نوم د هایپرلوپ ټکنالوژي ازمويي. په دې پروژه کې د هایپرلوپ د ۱:۱۲ اندازه ماډل شامل دی چې د ۴۰ سانتي متره قطر لرونکی پایپ او ۱۲۵.۶ متره اوږده مسير لري. په دې پروژه کې ۸۲ تجربې شوې، چې تر ټولو په اوږده ازموينه کې کپسول ۱۱.۸ کیلومتره سفر وکړ او اعظمي سرعت يې په ساعت کې ۴۰.۷ کیلومتره و. دا د خلا په حالت کې تر ټولو اوږد سفر دی چې تر اوسه ترسره شوی او که دا اندازه پراخه شي، نو معادل به ۱۴۱.۶ کیلومتره شي.

که اندازه یې غټه شي، اعظمي سرعت به یې ۴۸۸.۲ کیلومتره په ساعت کې وي. که څه هم دا سرعت د پام وړ دی، خو د هایپرلوپ تر ټولو چټکه کچه نه ګڼل کیږي. څو میاشتې مخکې، د چین د فضا او صنعت علومو شرکت (CASIC) په یوه ازموینه کې د دې ټکنالوژۍ سرعت په ساعت کې ۶۲۳ کیلومتره ثبت کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب