شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبناولشاتګ (ناول) محمدآصف عمر

شاتګ (ناول) محمدآصف عمر

– يره موجيزه دې وکړه پروفيسر صيب. ټول خلک زړېږي، زه بېرته ځوانېږم.

سرمحقق شريف دا وويل او له موسکا سره يې د زنې اوږده کنده کش شوه. لکه مريد د سپينږيري په لاس راپرېوت. نظر يې په مړوند باندې د غبرګو سترګو په تصوير تم شو. له نېغېدو سره يې د کندې والا زنه بيا وخوځېده:

– کاتېرينا دې خدای وبښي. ستا ابدي مينه.

د پروفيسر تر عينکو لاندې په شنو سترګو کې اوبه وځلېدې. مېرمن يې په دېرش کلنۍ کې ناببره په زړېدو راغلې وه. دوو کالو کې بوډۍ شوه او سا يې ورکړه. دی پوره درې مياشتې په رواني روغتون کې پروت و. همدا چې راووت له زړښت څخه د انسان د ژغورنې په څېړنو بوخت شو. خو دمګړۍ يې ټول پام د سرمحقق شريف بېرته ځوانېدو ته اوښتی و. د مايعاتو د شاربلو ماشين يې چالان پرېښود. د لابراتوار له المارۍ څخه يې توره پټۍ د هغه ملا ته واچوله. سيم يې له لپټاپ سره وصل کړ. په ښيښه کې خوځنده شکلونه پيدا شول. اته څلوېښت کلن شريف د ننوتو غومبرو والا مخ وړاندې کړ:

– ګوره! حجرې مې بېرته يوځای کېږي. يره دغو دوو ته ګوره ګوره! اح، يوه تې جوړه شوه. اغه دی د کروموزوم په سر کې ټيلومېر ام غټ شو. يره کال ته به اوه څلوېښت کلن شم کنه؟

هغه کټ کټ وخندل. پروفيسر په سر خوځولو ومنله:

– ګرانه! زما دوا جنين تشويقوي چې حجرو ته د سرچپه حرکت امر وکي.

شريف د سپين کميس او تور واسکټ لاندې لاس تېر کړ. پټۍ يې له ملا پرانېسته. ويې ويل:

– يره بدن مې دسې خوږخوږ تخنېده. مالې راځه وګوره څه خبره ده. ماشين کې پرېوتم. ائ هئ! څه وينم…

پروفيسر يودم چيغه کړه:

– دا دې څه کړي؟

هغه په شاتګ کې په تړه ولګېد. شريف دی هېڅکله دومره وارخطا ليدلی نه و. د آرامولو هڅه يې وکړه:

– نه نه، ايڅوک راسره نه و. د ماشين حافظه مې ام پاکه کړه. او فلم يوازې د کور کمپيوټر کې دی.

مګر اندېښنې د سپينږيري ببر سر او ببره ږيره هماغسې رپوله. شريف عميقه سا واخېستله:

– يره چې ټوټه ټوټه ام شم، تا چاته نه ښيم. باور وکه!

پروفيسر لاسونه د چج وهلو په دود وار کړل:

– وه ګرانه، احتياط! احتياط! دوا خو ډېر وخت په بدن کې وي کنه. آ رذيلان د اغې نه ام فارموله باسلی شي.

هغه په مېز باندې يو مرتبان ته نژدې ورغی. په ټيټ غږ يې زياته کړه:

– ستا مرګ ام ورسره تړلی دی.

شريف سوړ اسويلی وکړ. د ژوند لويه خوښي يې په څومره اسانۍ په غم بدلېدلی شوه. د نيکه خواره څېره يې مخې ته ودرېدله. هغه به چې د يوازيني زوی د مرګ کيسه کوله، تل به يې ويل (د خوښۍ نه غم ته اسې قدم واخله. خو د غم نه خوښۍ ته سل دښتې دي سل غرونه). پروفيسر اول د مرتبان لوحه وکتله (د حجرو د تجزيې چټکتيا). وړوکی ټيوب يې ورڅخه ډک کړ. د شاربلو ماشين کې يې کېښود. د وخت ستنه يې په نيم ساعت ودروله. شريف يې شاته غلی ولاړ و. ځان ورته داسې ښکارېده لکه د نېکۍ په بدل کې چې يې بدي کړې وي.

لابراتوار په غره کې دننه د طبيعي تونل په ارته برخه کې جوړ و. يو پلو د لوی مېز دپاسه د بېلابېلو اندازو مرتبانونه او برقي ماشين آلات ښکارېدل. بل پلو المارۍ وه. د شاتني دېوال تر څنګ د تړې تر کوږ چت لاندې د ښيښو کوټنۍ ليدل کېده. همالته يې شريف ته د حجرو د سرچپه حرکت دوا پېچکاري کړې وه. سپينږيري په المارۍ کې د پټۍد بېرته کېښودو پر مهال وپوښتل:

– خوب دې څنګه دی؟

د موضوع بدلېدو سرمحقق شريف بېرته تازه کړ. مېز ته په نژدې کېدو يې وويل:

– يره چټ و پټ. اوس د نيکه د ځورولو صحنه نه وينم.

هغه په بې لوحې مرتبان کې مايع ته ځير شو. د اول ځل لپاره يې ليدله. په ښيښه کې يې ډنګر مخ اوږد ښکارېده. تڼۍ يې کېکاږله. وړوکی سرپوښ څنګ ته شو. نري تپ ته يې پزه ونيوله. په تروو بويونو کې دا خوږ ولګېد. خو يودم له خندا چپه چپه واوښت. آن په ځمکه په لوغړېدو شو. پروفيسر ژر په پخته څاڅکي وڅڅول او په سږمه يې ور ومنډل. د شريف خندا ورو ورو سړه شوه. خو سخت ستمېده. ګډوډ شوي شناوي وېښتان يې شاته واړول:

– يره دا څه شی و؟ اېڅ مې ځان کنټرولولی نشو.

– اوو ګرانه! په خفګان اخته مريضانو ته دوا جوړومه. کومه غلطي رانه شوې.

شريف په ځان کټ کټ وخندل. پروفيسر ځوړند سر له لابراتواره ووت. هغوئ په تاو راتاو، خو په څراغونو روښانه تونل کې روان وو. تر غټو او وړو تيږو په احتياط تېرېدل. نمجن او تنګ ځای راورسېد. د سپينږيري پښه بنده شوه. شريف لاس واچوه. زنګون يې په تيږه کلک ولګېد. خو هغه يې له غورځېدو وساته. دی اوس ګوډ ګوډ کېده. سپينږيري په تګ کې کيسه پيل کړه:

– ما د حجرو د سرچپه حرکت فارموله نوې اېستې وه. د مايک رابرټ په نوم امريکايی راغی. تومانچه يې ونيوله چې فارموله راکه! ما ويلې ښه! تڼۍ مې کېکاږله. دروازه تېزه وڅرخېدله. اغه لرې وار شو. مخ يې وشکېده. سر نه يې ام وينه تله. بيا مې ونه ليده. مسکو کې سيمينار ته لاړم. تالار کې تېرېږم يوکس بل ته څه وايي (دوا به امريکايانو ته غذا کې ګډه کو. د وړو زړو ژوند به د نطفې پلو روان شي. نسل به يې ورک کو). اوهوهو! اوس پو شوم چې رابرټ د څه دپاره فارموله غوښتله. دا ما څونه خطرناکه وسله جوړه کړې. ما ويلې دا خلک په زور وي که په رضا فارموله رانه اخلي. بېرته وګرځېدم. لابراتوار ته مې اور واچوه. لاړم کليساکې پټ شوم. بله ورځ چا زما همکار وواژه. پوه شوم چې د مايک رابرټ کار دی. بيا پسته د تاجکستان په پامير راواوښتم. په غرونو غرونو د کونړ ناړۍ ته راغلم.

شريف سر ټيټ کړ چې په ځوړند څراغ ونه لګېږي. ويې پوښتل:

– يره نو مايک رابرټ ستا د فارمولې نه څه خبر شو؟

– ګرانه ډېر ملکونه د اختراعګانو د غلا شبکې لري. تا لويه غلطي کړې چې ځان دې کابل کې چک کړی.

شريف چورت يوړ. دا مهال د پروفيسر پام کومې خبرې ته شو. ځای په ځای ودرېد:

– وۍ! اغه نيم بوتل دوا چې تانه پاتې وه! آ څه شوه؟ د چا لاس ته ورنشي.

شريف هغه په لابراتوار کې د تړې لاندې منډلې وه. زړه يې و چې مېرمنې ته يې پېچکاري کړي. ځان ته ځوانېدو خوند نه ورکوه. خو چورت يې وهه چې په پروفيسر يې څنګه ومني. په موسکا يې له لاسه کش کړ:

– يره! ما او تانه غير بل څوک راځي. امدلته ده.

هغوئ کونج ته ورسېدل. تونل چپ لاس ته تاوېده. له هماغه ځايه د برق سيمان راغځېدلي وو. د اوبو شرهار هم راته. شريف په مېخ کې بنده ګوشي په غوږو کړه. دوربين يې سترګو ته ونيو. لاستی يې وڅرخوه. دباندې په آزاده فضا کې يې دوه سمڅې وليدلې. يوه په خپل پخواني حالت پاتې وه. خوسي پکې مور رودله. په بلې دېوال راتاو و. فرش او نالۍ پکې غړېدلې وې. بنده سمڅه يې بلله. خو کليوالو بيا دا ځای پړانګ غار باله. سپينږيرو په خپلو سترګو ليدلي وو چې پخوا دلته پړانګان اوسېدل. دوربين يې نااواره انګړ ته برابر کړ. يو ځوان او پيغلې تر څپرې لاندې په نغري پخلی کوه. هغې د سرو لاسونو په اشارو څه وويل. ځوان غټ سر وخوځوه او  آواز يې واېست ( عاعاعا). چرګانو د دانې په نيت ور منډه کړه. لېوه يې په پښو پسې وسولېد. نجلۍ روانه شوه. په تګ کې يې بيا د ګونګيانو اشارې وکړې:

– ځمه چې وزې مې لاړې.

هلک ورپسې خوږې خوږې کتلې. دلته په تونل کې شريف پروفيسر ته مخ واړوه:

– يره ليلما بې وخته بې وخته منګلي ته راځي. چې د لابراتوار نه خبره نشي.

– ګرانه! دا الک ته سړی څنګه ووايي؟ نه يې مني. او اکرم اېڅکله لور نه ورکوي.

– يره راځه په رېبارۍ ورشو! اکرم به جواب راکي. دده به زړه صبر شي. جلۍ به ام نوره نه راځي.

سپينږيري اوږې واچولې. ده د تونل په طبيعي دېوال کې وړه تيږه کېکاږله. لوی ګټ د ټايرونو په غژس راخلاص شو. له بهر څخه سپينه رڼا ولګېدله. د مارغانو اوازونه راغلل. دواړه هماغې بندې سمڅې ته ووتل، چې فرش او نالۍ پکې غړېدلې وې. له هغې خوا يې بله تيږه کېکاږله. ګټ بېرته د سمڅې د دېوال له نورو تيږو سره په طبيعي ډول واوبدل شو. شريف د دروازې له درزه انګړ ته وکتل. منګلی يوې سيمسارې ته ځير و، چې د غټې تيږې تر شا چرګوړو ته غلې وه. په غاښچيچي يې دوه ځله لاسونه وپړکول. لېوه لکه مرمۍ ور خوشې شو. د چرګانو کټکټاک وخوت. سيمسارې يوازې دوړه پرېښوده. دوئ له بندې سمڅې ووتل. شريف هم په اشارو هم په غږ وويل:

– يره ليلما ته وايه څوک دې دلته ونه ويني!

د منګلي سپين مخ سور واوښت. د ګونګيانو په ژبه يې د هغې راتګ تش په پخلي کې د کمک لپاره وباله. بېرته په کټوې کې په څمڅۍ وهلو اخته شو. شريف موسکی و. پروفيسر له لاسه ونيو:

– ګرانه! کابل کې به اول اغه ماشين وګورې! چې فلم پکې پاتې نه وي. بيا به وضع ام لږه وڅېړې!

– يره غم مکوه! مانه ايڅوک  نه خبرېږي. که خبر ام شي ملګری مې د امنيې قوماندان دی.

– اوو ګرانه! ساده کېږه مه!

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

په نيويارک کې يو پوخ سنی کس پراخ دفتر ته ننوت. په رېموټ يې پردې کش کړې. له څلوېښتم منزل څخه ټول ښار تر خېټې لاندې ښکارېده. ناببره غږ شو:

– سهار په خير صيب!

سړي شټوهل. د مخ اوږد ټپ يې تک سور واوښت. په کونج کې ناست ځوان تر عينکو لاندې ور ځير و. دی په قهر شو:

– حم، احمقه! بيا دسې ونکې!

– وبښئ! تاريکي مې خوښېږي. ټليفون مو بند دی؟ کابل نه سېرېنا زنګونه وهي.

سړي خپل موبايل چالان کړ. شپږ ميسکاله راغلي وو. ويې ويل:

– يوارنيمو ته به يې خريدار پيدا کړی وي. اغه چې وړوکی کار ام وکي ټيز يې په تبر نه ماتېږي.

عينکي کټ کټ وخندل. سړی په آرامه لوی مېز ته کېناست. د اينټرنېټ  په وسيله له غبرګې نجلۍ سره رخ شو. په اوږو اوښتې پټۍ يې کش او بېرته په شړک خوشې کړه. د بوتل نه يې غړپ وکړ. ويې پوښتل:

– ای سېرېنا! په سکروټو يې؟

نجلۍ لاسونه او بدن خوځول پيل کړل. زېړ اوږده وېښتان يې هم ورسره زانګېدل:

– ويم رابرټ صيب! وبه يې نه منې. دلته يو کس بېرته په ځوانېدو دی. حجرې يې په شاتګ کوي.

– واو! ته بې مثاله يې. دا طالېمن څوک دی؟

– شريف نومېږي. د کابل د څېړنيز مرکز د نباتاتو د څانګې مشر دی.

– حم، مشخصات؟

– ډنګر چوست سړی دی. ننوتي غومبري لري. نرۍ کندې يې زنه په دوو برخو وېشلې. وړوکی يتيم شوی. چا يې په مخ کې نيکه وهلی و. املته يې د زوړوالي نه کرکه شوې. اين په خوب کې وېرېږي. په جمناستيک کې يې واچوه چې هېر يې شي. ګټه يې ونکړه.

– اها، بېرته ځوانېدو حتمن ګته کړې. ای! د پروفيسر ايوانوف بوئ راځي. اوح زما خدايه! بايد امدسې وي. پروفيسر خو په افغانستان کې وخت تېر کړی کنه.

– اغه روسی ايوانوف؟ ستا دښمن؟

– حم، ډېر عالي! ما خو ويلې چې د کي جي بي سره ندی. که نه اوس به زموږ د وړو زړو ژوند بېرته د نطفې پلو روان و.

– ويم که دا کار د شريف وي. اغه ام د نباتي حجرو څېړنې کوي.

– نه نه. چرګ مې نه ليده، مالګه څټل. چټک پې پروفيسر پيدا که، او فارموله تې واخله فارموله!

–  او اغوئ؟

– حم، افغان جنت ته ولېږه! او ايوانوف ماته وساته!

– ويم که ايوانوف د فارمولې راکولو نه مرګ بهتر وګڼي؟

– اغه دوا پيدا که! افغان ته خو يې جوړه کړې وه کنه. بيا فارمولې ته ضرورت نشته.

– که نه وه؟

– بيا خو نو ته د افغانانو په ژبه ښه پوېېږې. شريف ته لږ ناز ورکه چې فارموله درکي!

– ويم که اغه ام د پروفيسر په پل لاړ شي؟ افغانانو زاړه ارزښتونه ساتلي، په دوستۍ ځان قربانوي.

– بدن کې خو يې امغه دوا شته. ويې څيره! راويې باسه!

– ويم که …

– پرېده مړې! د عقل نه کار واخله عقل نه! که يې لرې. خو غوغا جوړه نکې چې نور ملکونه خبر نشي.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

پېغله د سالون په کوچ کې پلنه غځېدلې وه. په پېړو ګوتو يې په لپټاپ کې لوبه کوله. خو د چېپسو په خوله منډل يې هم نه هېرول. ورکوټي هلک او نجلۍ يو بل پسې منډې وهلې. په کونج کې له لوی مېز څخه تر تاوېدو وروسته غېږ په غېږ شول. هلک يې په فرش سملوه. نجلۍ ستمېدله:

– اوس وکه! اوس، اوس، اوس!

پېغلې تروې ور وکتلې. سا نيولي هلک له لاندې نه په کمکۍ ژبه وويل:

– ای ای! ته بيا ووی (اوس)! ته بيا ووی!

هغې وويل (اوس). هلک له غروره ډک غږ واېست:

– زه شاين يم ته ټپوس.

پېغلې په ملنډو وموسل. نجلۍ له کټ کټ خندا سره خوشې کړ:

– ښه ته ووی (بيا)! ته وی (بيا)!

هلک له پاڅېدو سره وويل (بيا). نجلۍ غږ کړ:

– نيا دې مېښه مور دې غوا!

پېغله چټک پاڅېدله او لکه ماشينګڼه چالانه شوه:

– کمقلې! دادې چانه ياد کړي؟ بيا دسې ونه وايي! سمې خبرې کوه!

ماشومانو کټ کټ وخندل. بيا په منډو شول. پېغلې خوله کوټې ته برابره کړه:

– سباوونه! دا بچي دې ونيسه کنه، څه حال يې جوړ کړی.

هلته ځوان د بانک کاغذونه په تخت غړولي وو. سترګې يې ورڅخه وشکولې. شخه شوې اوږده غاړه يې وسولوله:

– تا پورې څه؟ د خپلې نيا کور يې دی.

مېرمن يې يو بچی په غېږ کې بل په خېټه وبنګېدله. په سختۍ پاڅېدله او سالون ته ووتله. د ماشومانو نيا په پخلنځي کې پياز ټوټه کول. د غومبري په تور خال يې د اوښکو نرۍ لاره راغلې وه. هغې غږ کړ:

– سلسلې لورې! وه سلسلې! مالې درسونه ووايه! نه شرمېږې؟ د پلار نوم ته دې ګوره ستا ناکامېدو ته ګوره!

اينږور يې موسکۍ شوه. خو د سلسلې شونډې وځړېدې. دباندې تور موټر دکور مخې ته ودرېد. سېرېنا کېوتله. د دروازې ښيښه کې يې ځان وليد. نصواري ټيکری او سپين نښتی کميس يې تابه ويل بس همدې ته جوړ شوي. مخامخ يې د پوليسو پوستې ته نظر واچوه. په موټر کې يې کلسري ځوان ته سترګه ووهله:

– که دا امنيتي کثافات راغله، ورته وايه علمي ناسته ده!

دروازه ورته سباوون بېرته کړه. هغې په خوږې موسکا او روانه پښتو وپوښتل:

– ويم د سرمحقق شريف کور دی؟

– هو، زه يې زوی يم. تاسې څوک يئ؟

– سېرېنا مې نوم دی، علمي څېړنې کوم.

سباوون تور موټر ته په کتو د ږيرې په نرۍ رښکۍ لاس کش کړ:

– راځئ دننه! چای وسکئ!

سېرېنا مخالفت ونکړ. هغه خپله مور نجيبه، خور سلسله او مېرمن فريده ورمعرفي کړه. مور او لور دواړه په چای پسې لاړې. سېرېنا په کوچ کېناسته. ولاړو ماشومانو ته يې سترګه ووهله. هغوئ وخندل. د فريدې خېټې ته په اشاره يې وپوښتل:

– ويم څووم ماشوم دی؟

د هغې ډډ غږ ووت:

– څلورم.

– ډېر عالي! د واده مو څونه وخت کېږي؟

– څه کم پينځه کاله.

– اوح، کال په کال. ويم شل کاله پس به دلته څه حال وي.

مېړه او ښځې کټ کټ وخندل. هغې بيا له فريدې وپوښتل:

– ټول يو ځای اوسئ؟

سباوون ژر خبره مخکې کړه:

– يو کور دی نو…

فريده يې په خبره وختله:

– نه، بلا مې غم ده. چې خسر مې نه وي ښه! موږ راځو چې دوئ ونه وېرېږي.

– ويم خسر خو دې دفتر کې ام نه و، رخصت يې اخېستی؟

سباوون بيا اول ځواب ورکړ:

– هو، اغه رخصتي ام په علمي کارونو لګوي.

فريدې د کار مېز ته په اشاره غبرګه کړه:

– شپه او ورځ نباتاتو پسې ورک وي ښه! بس امدا يې کار ده.

مېړه يې کږې وکتلې. سېرېنا مېز ته ځير شوه. ددوئ خبرې دباندې په موټر کې اورېدل کېدې. کلسري غاښونه وچيچل:

– لعنتي! اغه کثيف دلته ام نشته.

سېرېنا کټ کټ وخندل. کتل يې فريدې ته، خو کلسري ته يې هم وويل:

– څه وکو؟ ويم زموږ امداسې سرګردانه مسلک دی. بايد زغم ولرو.

نجيبې له وچو مېوو ډکه مېوه داني د خارجۍ مخې ته په وړوکي مېز کېښوده او ويې پوښتل:

– مالې تاسې شريف د کومه پېژنئ؟

سېرېنا يې د غومبري تور خال ته ځير شوه:

– ويم موږ د يو مسلک خلک يو. کله په سيمينارونو کې، کله هوټلونو کې مخامخېږو.

نجيبې سترګې ځمکې ته واړولې. سلسله دچايو له پتنوس سره راغله. سېرېنا د سالون په کونج کې د شريف د کار مېز ته کېناستله. فلش يې په کمپيوټر کې واچوه:

– زه به د خپلې کورنۍ عکسونه دروښيم.

په سکرين کې رنګينې تړانګې تېرې شوې. دا داسې فلش و چې د کمپيوټر مواد يې له واره کاپي کول.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

د بندې سمڅې دريڅې ته مخامخ په ځنګله کې کوم هلک ټپې کولې. د مارغانو رنګارنګو اوازونو د موسيقۍ تشه ډکوله. شريف غوږ نيولی و. پروفيسر سپينه خولۍ د ببرو وېښتانو په منځ کېښوده او د هغه څنګ ته راغی. شريف د چای له غړپ سره وويل:

– يره د ناړۍ طبعيت روح تازه کوي. څنګه، رېبارۍ ته تيار شوې؟

ناڅاپه د دروازې ګړز شو. له شريف څخه نژدې پياله لوېدلې وه. بله تيږه ولګېده. پروفيسر چټک انګړ ته ووت. تر خپلې وسې تېز روان و. پکولي سړي د لويې دروازې له درزه کتل. همدا چې دی ووت منګلی هم د وښو پڼد په شا راغی. په لاس يې شين دسمال تاو و. پکولي کس ورته په غږ او اشارو لګيا شو:

– زر واره مې، پوشوې، ويلي دا ليوه ورک که! د سړي زوی نه يې. ای! کوټې جوړومه کوټې. دېوال ووهه دېوال!

منګلی څېړۍ ته تکيه شو. تړلی لاس يې ور وښود. د سړي څېره لا تروه او لنډه زنه بېخي ورکه شوه:

– ای کمقله! زه، پوشوې، دونه پاس تاپسې راوختلمه. حق درباندې لرمه. بل خټګر چېرې ولټومه؟

پروفيسر په اشارو د قناعت ورکولو هڅه وکړه. خو هغه ټېلوهه:

– ای ګونګی بوډا! تا مې، پو شوې، وراره بې لارې کړی. که قار مې راغی دواړه ددې ځايه شړمه. دا بنګله مو ام ورانومه.

شريف هم راووت. خو ور يې خلاص پرېښود. پکولي ته د نژدې کېدو په ترڅ کې يې لاسونه داسې وپړکول لکه خاورې چې څنډي. لېوه په سړي ور ټوپ کړ. هغه له چيغې سره مخ په ځوړ وکوليد. شريف لېوه په هوا کې ونيو. نارې يې کړې:

– ای وروره ای! مه وېرېږه! يره پکول دې پاتې شو.

خو هغه د لاندې کلي په لور خوشې و. پروفيسر وويل:

– سلام جان دی. ماته ښکاري ده خپله د ورور کور سوزولی. يوازې منګلی تې ژوندی وتی. بيا ماما ګانو سره و. چې غټ شو بېرته راغی خپله ځمکه يې تې واخېستله. دا يې په زړه اېڅ نه اوارېږي.

شريف او پروفيسر هم د کلي لار ونيوله. شېبه پس د دويم منزل په دالان کې دوو تنو ته مخامخ په کټ کېناستل. ليلما په کوټه کې په نکريزو سرې ګوتې مروړلې. لاندې په انګړ کې سېرليو سرونه جنګول. شريف په آرامه وويل:

– اکرم اکا! موږ راغلي يو چې تاسې سره د خېښۍ وياړ ترلاسه کو. منګل جان ته ستا لور…

اکرم اکا لاس جګ کړ. يودم وټوخېد. سره ږيره يې ورپېدله. تندی يې تريو شو لکه ټټر چې يې برېښ کړی وي:

– بس بس! ګونګي ته؟ پړانګ غار کې؟ شيطانه په نالت شې! ما خو لور په ډېران نده پيدا کړې.

زوی يې په تروه څېره پرله پسې ککره څنډله. ليلما سوړ اسوېلی وکړ. شريف د بېرته تګ پر مهال پروفيسر ته وويل:

– دا دی خبره خلاصه شوه. اوس اغه مجبوره دی چې هېره يې کي!

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

د مسکو د شېرېمېتوا په هوايي ميدان کې شېبه په شېبه د الوتکو د تللو راتللو اعلان کېده. له مسافرينو څخه چا موبايل کې ګوتې وهلې، څوک په چوکۍ ويده و، چا د خېټې غم خوړ. دوو تنو د يوې الوتکې په لور تېز تېز ګامونه اخېستل. شمال يې د کورتۍ لمنې رپولې. خېټور وويل:

– اخ! ولې موږ پوه نه شو چې ايوانوف به الته وي؟ ای! پام کوه! امريکايي رذيلان وختي ورپسې دي.

د ځوان  په اوږد غټ مخ موسکا خوره شوه:

– اوپا! اوس به خوند وکي. ای مشره! په کابل کې د څرخکو غم وخوره!

– هر څه تيار دي. فلجوونکې وسله ام شته. خوشې خوشې يې مه استيمالوئ! بيا نه چارجېږي.

– متيازې څونه شيندلی شمه؟

– يوازې فارموله ژوندۍ راوړه!

– افغانستان زما سيمه ده مشره. مدا چې کي جي بي مزايمت ونکي.

– اغه بيا زما کار دی.

چاغ راتاوشو. ځوان يې له مټې ونيو:

– ګرانه سرګي! روسيه د بربادۍ نه وژغوره! که پروفيسر د امريکايانو لاس ته ورته…

هغه حيران شو:

– اوپا! په تا څه شوي؟ ای مشره ای! نه ته افسر يې، نه زه عسکر.

چاغ زيږې ور وکتلې:

– پويېږم. خو دا ځل يوازې خرما نده. ثواب ام دی.

هغه بيا پوښتونکی نظر ور واړوه. چاغ په شا وټپوه:

– تاته د ټولې روسيې مورکۍ سترګې دي زمريه. امريکايان درنه مخکې نشي!

د ټولې روسيې يادونې د ځوان څېره بدله کړه. سږي يې وپړسول. په پوره اطمينان يې وويل:

– د سپينې ماڼۍ نه خو يې راوباسمه.

– شابه زما اتله! خو دا ګوره مه هېروه! د اغوئ په سر کې يې ام ماغزو ته ځای جوړ کړی.

سرګي په ملنډو وموسل. غوښين ورغوی يې ور کېکاږه او ديپلومات بکس په لاس الوتکې ته وخوت.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

سلام جان د لېلما له ورور سره په ټيټه څېړۍ کې رسۍ تاووله. هره شېبه يې لارې څارلې چې څوک رانشي. هغه پکول شاته ټېلوهه او په ټيټ غږ يې وويل:

– ګوليه! اغه سر، پوشوې، په منځني شاخ پسې وتړه!

ګلي په سر اچولو غاښونه وچيچل:

– ای اکا ای! سخت قار مې راغلی و. چې کور کې مې ناست نه وای کنه…

– کېنه ټرتو! په تا به يې ام، پوشوې، زور وهلی وي.

ګلی وپشېده. له سر اچولو سره تاو راتاو شو. سلام جان رسۍ په مړې مږې پسې غوټه کړه:

– ځه غم مه کوه! يو وار، پوشوې، لېوه ورک کو. د ګونګيانو کار بيا اسانه دی.

– ای اکا ای! لېوه يې رښتيا د پړانګ د خولې نه بچ کړی؟

– هو، وړوکی کوکری و. هی چې دا ځناور مې، پوشوې، وراره وای. په نېکۍ پويېږي. څونه مې ورسره کړي، ټول يې هېر دي. ما کولی شو ځمکه يې وخورمه. نه، وبال لري. چې راغی ټوله يې، پوشوې، رانه واخېستله.

– ای اکا ای! څو غوټې ورکمه؟

– ول ورکه ساډو! چې لېوه، پوشوې، مږه کش کي رسۍ خلاصه شي.

کار خلاص شو. له سره يې نظر ورباندې وګرځوه. د رسۍ بل سر په غټې تېږي راتاو و، چې د پاڼو په منځ کې پټه ځړېدله. سلام جان پکول شاته ټېلوهه. لنډه زنه يې په ورغوي وسولوله:

– ګوليه! تلک دې خوښ شو؟ چې لېوه مږه کش کي دپاسه تيږه غربا، په دا سر.

دواړه له پخ پخ خندا سره روان شول.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

منګلی د غنمو په زينه ډوله پټيو کې په لو بوخت و. شريف تېز راغی هغه يې په اشارو په ځان پسې تګ ته وباله:

– اله اله راځه چې د غوږ د دوا وخت دی!

منګلی موسکی شو. لور يې وغورځوه. له جېبه يې بوتل واېست. په پوله پرېوت. ده څو څاڅکي په هر غوږ کې وڅڅول:

– يره دوا مه قضا کوه! انشاالله د اورېدو امکانات شته.

ځوان خوږه موسکا وکړه. له جګېدو سره يې پاس خوړ ته ګوته ونيوله ( عاعاعا ). د توت د ونې په لور وخوځېد. دا يې پلار کېنولې وه. غم او خوښي يې دلته راوړله. شريف هم ورپسې شو. هغه غټې څانګې ته ټوپونه ووهل. خو ونه رسېد. شريف په يو خېز په څانګه نېغ کېناست. ځوان هک حيران ودرېد. ده په اشارو او غږ وويل:

– يره خوله بنده که چې مرغۍ پکې ورانی ونکي.

موسکی منګلی د ونې د تنې له لارې وخوت. دواړه د توتو په خوړلو لګيا شول. شريف په اوږه کې چوخ کړ:

– يره اکرم لور نه درکوي. هېره يې که!

د هغه رنګ سور واوښت. اوږده شېبه غلی و. ورو يې څنګ ته په شاخ سر کېښود. د پلار په ياد يې سلګۍ ووهلې. شريف په خپله خبره سخت پښېمانه و. په غېږ کې يې ونيو:

– يره وبه شي! لږ صبر وکه!

د هغه سلګۍ نه درېدلې. له ونې يې ټوپ کړ. د پټي په لور روان شو. شريف خوځنده شاخ کلک ونيو چې ونه لوېږي. منګلی پناه شو. خو دده لا ورته زړه ځورېده. نجيبه ورياده شوه. د موبايل په سيټ کې يې سيمکارت واچوه. زنګ يې ووهه:

– الو! زړګيه! څنګه يې؟

هغې د واده د عکسونو کتل ودرول. لاس يې د تور خال په غومبري کش کړ:

– اخله! مالې په ياده دې شوم؟

– يره شکر چې خوږ غږ دې اورم.

– بس بس مکاري پرېده!

دی موسکی شو:

– سباوون ته ووايه چې د مارکېټ ماليه تاويله کي! رښتيا، فريده خو درسره نه نښلي؟

– تا پورې څه؟ مالې ته خپلې مزې کوه!

– ای ظالمې! مسافر يم. وينم دې نه. اغه خبرې خو خوږې که!

– ځه ځه، ما وپېژندلې.

– يره دونه ناوخته؟

– مالې مينه دې راغلې وه.

– استغفرالله.

– ډېره کېناستله. اخېر نااوميده لاړه. مالې ځه اغه بيا خپله درځي.

– يره زه خو سندرغاړی ام نه يم. دا څوک په نا اشنايۍ کې راباندې مينه ده.

– سېرېنا. په ياده دې شوه؟

– اوهو، خارجۍ ښکاري.

نجيبه وبنګېدله. ناڅاپه د شريف سودا شوه. نژدې له شاخه لوېدلی و:

– آ، سېرېنا؟ خارجۍ زموږ کره څه کول؟

– راشه نو، په هوټلو کې دې ورسره شپې کړي.

– يره ته پرېده! دا څوک ده؟ د څه دپاره راغلې وه؟

هغې ټلفون بند کړ. شريف ژوره سا اخېستله. موبايل ته يې داسې کتل لکه بم چې يې په لاس کې وي. بېرته يې نومره ووهله. د هغې خوا يې د زوی غږ واورېد:

– الو! پلاره! سلام عليک…

– خارجۍ راغلې وه؟ څه يې غوښتل؟

– ته يې ليدلې.

– يره چې زه نه ومه خو امغه دروازې نه به تله کنه.

– داه، اغه داسې ګرځېدله لکه خپل کور چې يې وي. ستا کمپيوټر کې يې موږ ته عکسونه وښودله.

– اوهووو، ولې مو پرېښودله؟ اغه کې خو زما مواد دي.

– ښه؟ په موادو څه کېږي؟

شريف ځواب ونه وايه.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

سهار په هوټلګي کې مېلمه پالو تختونه او مېزونه سمول. په زړو غاليو، ګيلمانو او سطرنجيو کې ځانګړی ظرافت پروت و. هرې خواته د تېر زمان د رښتينولۍ او آرامښت فضا خوره وه. يوازينی مشتري يې سېرېنا وه. کله به يې سترګې دروازې، کله ورېځو ته واړولې. بيا به له سوړ اسويلي سره په مېز پرېوتله. زېړو اوږدو وېښتانو به يې مخ پټ کړ. يو وخت يې غږ واورېد:

– يره تاسې سېرېنا يئ؟

هغې سر جګ کړ. شريف مخاخ ناست و. شاوخوا نور کسان هم ليدل کېدل. په شونډو يې موسکا وځغلېده:

– اوح، هاهاها ښاغلی شريفه! ويم په ليدو دې خوشاله شوم. سفر څنګه و؟

– بس سرګردانه يو. ما تاسې سره مخکې ليدلي؟

– هو، څو ځله. ای ګارسونه! دلته!

– يره نه نه، سباناری مې کړی. خو ماته ستاسې څېره نا اشنا ده.

هغې خوږه موسکا وکړه:

– محققين چې غرمه څه وخوري بېګا ته يې هېر وي.

له کټ کټ خندا سره يې مېلمه پال ته مخ واړاوه:

– ښه نو يوازې دوه ګيلاسه د انارو اوبه.

بېرته راتاوه شوه. د شريف د زنې کندې ته په ځير کېدو يې وويل:

– ګرانه، د انارو اوبه خو دې خوښېږي کنه؟

دی حيران شو. دا ښځه يې له خوښې هم خبره وه. هغه ځواب ته منتظره نشوه:

– ويم ډېر خواږه لمسيان لرې.

– يره بې اندازه شوخ دي. وخو يې نه ځورولئ؟

– نه نه، ويم په نجيبې ام ډېر ګران يې. ما ته دستي مالومه شوه.

شريف موسکی شو. د انارو ګيلاس يې په يوه سا په ستوني کې تش کړ. هغې خپل ورټېلوهه. ده وانه خېست. هغې وويل:

– موږ په نيويارک کې د نباتي څېړنو نوی بنسټ جوړوو. تاسې د ممکنه غړو په لېست کې يئ.

– يره د کار شرايط وګورم، چې کولی شم که نه.

– امتيازات يې بد ندي. او د پرمختګ ښه چانس دی.

– پيسو ته خاص ضرورت نلرم. خو دا کار… يره مشوره به وکم.

– اوح نه، وخت نشته. ځکه خو کور ته درغلې وم. ويم اوس يې ومنئ! که مو خوښ نشو د زور کار ندی.

شريف په چورت کې د ګوتې په څوکه د زنې کنده سولوله. په پای کې يې ومنله. هغې کټ کټ وخندل:

– ډېر عالي. راځه امدا اوس به تفاهمليک امضا  کو، چې ټول مطمين شي.

– چېرې؟

– ويم دلته نزدې مېلمستون دی.

هغې د انارو د اوبو پيسې په مېز کېښودې. ده ته د ډالرو سلګون د دوو ګيلاسو لپاره بې اندازه ډېر معلوم شو. هغوئ د انګړ د دروازې په لور روان وو. ناڅاپه چا شريف له لاسه کش کړ. دا سرګي و. په ملي جامو کې بېخي د افغانانو په څېر ښکارېده. هغه په کلکه وويل:

– مه ورسره ځه!

شريف يې غټ اوږد مخ ته وکتل. سېرېنا راوګرځېدله. د روسي په ليدو يې آه واېست. سرګي په پښتو غږ کړ:

– اوپا! ګرانې سېرېنا! ډېره ښکلې ښکارې. زموږ لارې نه قطع کېږي. زه په يو روسي پسې ګرځم.

نجلۍ له رسېدو سره شخه ودرېدله:

– ګرانه سرګي! ويم اوس جهان لکه يو کلی دی.

– هاهاها په کلي کې کورونه وي. په کورنو کې شخصي مالونه.

شريف برندې برندې کتلې. نه پوهېده چې دوئ څه وايي. سېرېنا زيږه موسکا وکړه:

– زرک داسې مرغه دی چې چا ونيو د اغه دی. انسان په شخصي مال کې نه راځي.

په دې ترڅ کې يې شريف له لاسه کش کړ:

– اوح ګرانه ويم راځه! ده ډېر سکلي دي.

سرګي د هغه بل لاس ونيو:

– اوپا! پروفيسر ايوانوف به روسيې مورکۍ ته ځي ښه!

د سېرېنا سږمې وپړسېدلې:

– اوح لعنتي! روسيه دې د غاړې تاويز که! خو زما په مېلمه کار مه لره.

– مېلمه! هاهاها چې د پروفيسر پته درکي بيا به ښه مېلمستيا وويني. په اغې دونيا کې. اوو رښتيا! دده په حلالولو ام فارمولې ته رسېدی شې.

د شريف سترګې غټې غټې راووتلې. لاسونه يې کش کړل. مګر هغوئ کلک نيولی و. شريف په ټول قوت وڅرخېد. د کورتۍ لمنه يې جګه واره شوه. موبايل ترې ووت. سرګي په هوا کې ونيو او په جېب يې ومنډه. د شريف لاسونه خوشې شول. سمدلاسه د دروازې په لور روان شو. دواړو ورپسې پښه تېزه کړه. په دې ترڅ کې سرګي سېرېنا شاته ټېلوهله:

– امدلته اوسه! ما په ښځه لاس جګولو ته مه مجبوروه!

هغې داړې جينګې کړې. په يو ټکان يې لېرې وغوځوه:

– ای قطبي يږه! ويم ځان ساته، که نه په خپل نرتوب به پښېمانه شې.

دباندې شريف د موټر په اکسلېټر پښه کېکاږله. سرګي او سېرېنا يې تر شا کتل. وروسته د يو بل په ټېلوهلو هر يو خپل ګاډي ته وخوت. سرګي له جېبه د شريف موبايل راواېست. په خوښۍ يې وويل:

– اوپا! د پروفيسر لکۍ مې تر پښو لاندې شوه.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

ښځو په خوړ کې جامې وينځلې. د سلام جان مېرمن لوند کميس کږو سترګو ته جګ کړ چې پاک شوی که نه. لور يې په ډنګرو لاسو هم کنګالول کول، هم په تيږو غړول. لږ پاس زرکوړي د څېړيو له منځه اوبو ته راووتل. د سلام جان سورکی زوی تېز تېر شو. زرکې منډه کړه. خو زرکوړي لکه تپ، ځای په ځای غيب شول. د سلام جان مېرمن په اندېښنه وپوښتل:

– ای! دا الک ولې په قار دی؟

لور يې نرۍ شونډې ويتې کړې. يوې ښځې له نغري څخه د سرو اوبو سطل واخېست. غږ يې کړ:

– وه جلۍ! سختي پرېدئ! الکانو ته ودونه وکئ! لېوني شوه خواران.

ټولو هررر وهل. د سلام جان مېرمن په کږو کتلو شونډې واچولې:

– هه، زما د الکانو غمه خورې که د خپلو جونو؟

بيا د خندا شور شو. ښځې ځواب ورکړ:

– نه خوارې، ما خو خيرات کې ندي ايښي چې اول حق ستا د ګوډو ماتو شي.

بيا زورورې خندا په خوړ کې انګازې وکړې. لاندې سلام جان له ټيټکي زوی سره اوبه لګولې. په ټيټ غږ يې وويل:

– سبا، پوشوې، پاس پښتې کې کار کوو.

– اغه خو شريکه ده کنه.

– غلی کمقله! وايو ناستې ته، پو شوې، ځای جوړوو.

– نه ابا! خلک پوېېږي.

– پو دې شي. ناستې نه مې منع کولی شي؟ حق پکې لرم.

دا وخت يې سترګې په خپل دويم زوی ولګېدې. په لوړ غږ يې نارې کړې:

– وه الکه! مالونه دې، پوشوې، چاته پرېښودله؟

زوی يې لکه انار سور اوښتی و. ځوړند سر راغی په پوله ودرېد. تر لنډې چوپتيا وروسته يې وويل:

– سپينه وزه او سپی زخمي پراته دي.

سلام جان هم تک سور واوښت:

– آ؟ څه دې، پوشوې، وويلې؟ ولې؟ چا؟

زوی يې غلی ولاړ و. د ټيټکي حوصله تنګه شوه:

– خوله نلرې؟ خبره وکه!

سورکی بياهم غلی و. پلار يې په قهر ور روان شو:

– تا خربوټي، پوشوې، څه ورانی کړی. زه به دې…

– ما نه، تا کړی.

پلار يې په نيمه لاره کې ودرېد. سورکي ځمکې ته په کتو غبرګه کړه:

– دغه کار دی. تلک دې لېوه ته جوړ کړی و، خپل مال دې پې بغرۍ که.

– دا څه خرخر غږېږې؟

– ماته ګولي وويلې.

سلام جان شونډې وچيچلې. د سا اخېستل يې تېز او سخت شول:

– ګولي، پوشوې، دروغ ويلي. زه به د منګلي سره ګورم. ماورسره څونه ښه کړي. دا حرام نمکه زما مالونو ته تلکه ږدي.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

ماسپښين و. يو ځوان د کابل په څېړنيز مرکز کې يو دفتر ته ننوت. پوخ سنې مېرمن يې په ليدو علاقه منده شوه. خو ځوانې نجلۍ د اوږدو نوکانو رنګول ودرول. غټې تورې کړې سترګې يې تروې شوې:

– کريمه! بيا څه دي؟

– راپور مې نېټ کې اچولی. ويې ګوره!

– لار وهه! په دې ټول مرکز کې يوازې زه يم. هر کار دې راسم کړی وي.

د کريم مړاوو سترګو کې نهيلي وبرېښېده. پوخ سنې غږ کړ:

– ای جلۍ! بل چاته وړل به خوند نه ورکوي نو.

– ته غلې شه زېبا جانې! اسې مې تريخی راخوټکېږي.

د نجلۍ په سرخۍ سره شوي غومبري لاسره شول. هلک په آرامه وويل:

– غوسه مه کوه! ريس صيب ويلې سرماکيک شريف نسته، زرغونه جانې ته يې وښيه.

هغې سوړ اسوېلی وکېښ:

– ښه ځه! زه يې بيا ګورم.

– که درته زيامت وي لاړ به سم. خو ريس صيب ويلې ورسره کېنه چې زده يې کې.

زېبا کټ کټ وخندل. زرغونې له قهره سترګې پټې کړې:

– اوح خدايه، ښه نو اغه ميراتمړې چوکۍ راواخله!

کريم په موسکا راتاو شو. خو د زرغونې په ريملو تورې سترګې انګړ ته اوښتې وې. دا يې شريف وليد چې تېز روان و. هغه اول په لابراتوار کې حجره ښود ماشين ته ودرېد. د کمپيوټر حافظه يې وکتله. هېچېرې دده د حجرو د سرچپه حرکت فلم نه و. هک حيران شو چې دا ټوله دنيا له کومه خبره ده؟ د انجينر دفتر ته ورغی. هغه په ترميم بوخت و. ده نېغ وپوښتل:

– يره رښتيا ووايه! په لابراتوار کې خو پټې کمرې نشته؟

– په خير راغلئ صيب! نه نه، دا څه واياست؟ ولې؟ څه خبره…

– کمپيوټر څوک د بل ځای نه څارلی شي؟

– ما ندي اورېدلي.

شريف شا واړوله روان شو. په دفتر کې چورتي کېناست. دده له رازه د خارجيانو غيبي خبرېدو بېخي سربداله کړی و. حيران پاتې و چې پروفيسر ته به څه وايي؟ خپل امريکايي ملګری يې په زړه کې وګرځېد. آيا هغه څه کمک کولی نشي؟ چټک پاڅېد. بېرته يې دفتر بند کړ او روان شو.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

په کلي کې ماشومان داسې پارېدلي وو لکه اختر چې ناڅاپه راغلی وي. غټ او واړه يوې او بلې خواته ځغاستل. آن د کلي سپيانو د خوښۍ غپا کوله. کومې ښځې غږ کړ:

– ای جلۍ! واده شوې؟ زرکوه! درې ټوکرۍ واخله درې! بېل بېل ګورګورې کوو.

اکرم اکا د دالان په کټ کې غلی غلی وټوخېد. چای يې په ګوتو واوښت. زګيروی يې وخوت. لېلما ورور ته مخ واړوه:

– ای ګوليه! ابا نا جوړه دی. تاسې مېلې کوئ.

هغه په موسکا او سر اچولو ځواب ورکړ:

– ګورګورې به ورته راوړو. وبه يې خوري. زړه به يې ښه شي.

مور يې په غټ مخ کې وړه خوله کږه وږه کړه:

– اغه تمام عمر ناجوړه دی. موږ به کار روزګار نه لرو نو.

ټول شغ شغ ووتل. خو د لېلما په نکريزو سرې پښې له ځمکې ونه شکېدلې. د غټو وړو ډله، لکه ورا، په سندرو له کلي روانه وه. منګلي د پاس دريڅې نه کتل. پروفيسر خوسي ته اوبه کېښودې، د هغه څنګ ته راغی:

– څه خبره ده ګرانه؟

منګلي (عاعاعا) کړ. په اشاره يې وويل:

– بيا د ګورګورو مېله ده کنه. هر کال نه وي څه؟

– آ! ښه! ته نه ځې؟

منګلي غټ سر وڅنډه. پروفيسر پوه شو چې ليلما پکې نشته:

– ښه نو راځه ګرانه چې غوږو کې دې دوا واچوم.

هغه غلی روان شو. لاندې په کلي کې لېلما د پلار ملا سولوله. اکرم اکا اوږې واچولې:

– ويح، مه کوه! نه جوړېږي.

– وۍ ابا! وزګاره يمه. نور چای وکمه؟

– نه نه، ويح، مرم، دا زړه مې بېخي سست دی. مرم…

د اکرم اکا سر زانګېده. سا يې داسې غژس کوه لک تبر چې په تيږه تېره کوې. رنګ يې ورو ورو زېړېده. لېلما وارخطا شوه. په منډه ووتله. خو په کلي کې پرته له بوډا ګانو هېڅوک پاتې نه و. بېرته کورته وځغاستله. ابا يې همدا ويل:

– مرم! مرم! مرم!….

– وۍ! خدای دې نکي! ښه کېږې.

ليلما په ګونډو شوه:

– راځه په شا شه راځه! ډاکټر ته دې بيايمه.

د دالان زينې ته رسېدلې نه وه، چې ولوېدله. اکرم اکا وچغېده:

– اخ اخ! ډاکټر ته مې بيايې که ايزرايل ته؟ ويح ويح…

ليلما په منډه ووتله. تر لږ ځنډ وروسته له منګلي سره راغله. ستونی يې ډک و:

– اله جګ يې که!

ځوان د څېړيو تر منځ په نرۍ لاره داسې منډې وهلې لکه ماشوم چې يې په شا وي. تر يو ساعت مزله وروسته يې په کلينيک نظر ولګېد. ناروغ يې په عاجله څانګه ننوېست. ليلما ډکې سترګې سا نيولي منګلي ته واړولې. په اشارو يې د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې کور ته لاړ شي. خو هغه دباندې په تيږه کېناست.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

په فرش شوي ميدان کې امريکايي سرتېرو د تن په تن جنګ چلونه زده کول. د قوماندان غږ داسې و لکه له لوډسپيکره چې وځي. په دويم پوړ کې يو افسر د افغانستان نقشې ته سور سر کوږ نيولی و. موبايل يې وترنګېد. له ها خوا غږ راغی:

– کارتره انډيواله سلام! يره! راووځه لږ کار مې درسره دی!

افسر له خندا شين واوښت:

– ای! زما ام درسره موهم کار دی. خو وبښه! وتی نشم. په ټيليفون کې به يې ووايم.

شريف موټر د جوسو د غرفې څنګ ته ودروه. تندی يې ګونجې و. چې دی خو به په پروفيسر پسې نه ګرځي. کارتر ډېر منتظر پرې نښود:

– د (مهربانه غرونه) کتاب يادوم. د پښتنو د مېلمه پالنې فرهنګي او تاريخي علتونه مې په کار دي.

شريف د هوسايۍ سا واخېستله:

– سمه ده، پيدا به يې کم.

– خير ويسې ګرانه. لوستونکو ته به يې د خپل فرهنګ سره مقايسه په زړه پورې وي. بس نور کتاب ختم دی.

– موبارک دې وي! يره خبره مې کوله. ستا يوه وطنداره راپسې ده.

– نوشې جان!  هاهاها…

– نه مړه دا د نرانو نره ده. سېرېنا نومېږي. غبرګه جلۍ ده.

– زېړ اوږده وېښتان لري. زموږ قوماندان ته راځي. تانه څه غواړي؟

– يره په يوې فارمولې پسې ګرځي.

کارتر سورسر ټيټ کړ. يودم په پسپسکو شو:

– د حجرو د سرچپه حرکت فارموله؟ اح، سرمحقق شريف ته يې؟ وه خدايه! ما خو په تا د ليکوال ګومان کوه.

– يره زه د يو انسان په توګه د بل انسان سره انډيوالي کوم. لقب او نسب موهم ندي.

– دقيقن. دوئ وايي تاته پروفيسر ايوانوف دوا درکړې. حجرې دې سرچپه حرکت کوي.

– يره د سرچپه حرکت خبره دې صيي. زه خپله ورته حيران يم. خو دا سړی بېخي پېژنم نه.

– نه، رښتيا؟ خو اغوئ مطمين دي.

– له ځانه ګډ دي. چې زما د بدن نه څنګه خبر شوه؟

– نه پوېېږم انډيواله! دونه مې اورېدلي چې تا ته خطر دی.

– يره ته يې نشې پويولی چې دا دروغ دي؟ فارموله مارموله نشته.

– دا کار يوه شخصي کمپنۍ کوي. مشر يې مايک رابرټ پخپله راغلی. تش لاس بېرته نه ځي.

– مايک رابرټ؟ اغه په مخ چې يې زخم دی؟

له ځواب اورېدو سره د شريف سترګې راووتلې. دا هماغه و چې په پروفيسر پسې مسکو ته هم تللی و. شريف شاوخوا نظر وګرځوه. تا به ويل ګوري چې مايک رابرټ يې څنګ ته ولاړ نه وي. د باران څاڅکو د موټر په ښيښې لومړني ټکي کېښودل. هغه موبايل ته کتل خو جرئت يې نشو کولی چې پروفيسر ته زنګ ووهي. څنګه ورته  ووايي چې زما له لاسه هر څه افشا شول؟ له ځانه يې کرکه کېدله. بيا يې د پخوا په څېر زړه تنګوالی احساس کړ. د موټر ښيښه يې ښکته کړه. يو لاروي د چترۍ لاندې ور وکتل. په ده اوس د انسانانو نظر بد لګېده. ښيښه يې په قهر بېرته جګه کړه. زړه يې ډک او سترګې يې ډنډ شوې. له ژور تنفس سره يې ټليفون راواخېست. شمېره يې ووهله:

– الو پروفيسر صيب! يره چټک ځان باسه! ټوله دونيا په موږ خبره ده. اين مايک رابرټ…

– ټوکې مه کوه ګرانه!

شريف نه پوهېده چې څه ووايي. د پروفيسر غريو نيولی غږ راغی:

– زه د امدغې ورځې نه وېرېدلم.

دواړه غلي وو. تر لږ ځنډ وروسته پروفيسر له هوډه ډکې روحيې سره وويل:

– ما ويلې مانه فارموله نشي اخېستی. ته څه کوې ته؟

– زه؟ هو والله! يره زه، يره مجبور بدن بېرته عادي حالت ته بوځم.

– څنګه ګرانه، څنګه يې بيايې؟

– اغه د تجزيې د چټکولو دوا نده؟ اغه منګلي ته ورکه چې راته ويې ساتي! يره چې د نورو د حجرو تجزيه چټکولی شي، زما خو به دونه وکي چې بېرته پيل شي.

– اوو، نه نه فکر نه کوم. ته چېرې يې؟ ځان باسه! په لاس ورنشې!

شريف غرهار واورېد:

– يره دا څه دي؟

– اوو ګرانه، څرخکه ده…

ټلفون بند شو. شريف هک پک ور وکتل. بيا بيا يې د تماس نيولو هڅه وکړه. رنګ يې تک زېړ واوښت. هغه لا تراوسه کور ته تللی نه و چې بېرته د کونړ په لور وخوځېد.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

سېرېنا له خپلې ډلې سره په ځنګله کې پټه وه. په دوربين کې يې د منګلي کور څاره. هلته په کابل کې عينکي ځوان په يوې آلې کې ګوتې وهلې. پخوانيو کسټ والا ټايپونو ته ورته وه. رابرټ په تلوسه کتل. عينکي په نهيلۍ سر وڅنډه:

– نه، سيمکارټ امغسې بند دی.

رابرټ اسويلی وکړ. په موبايل کې يې له سېرېنا وپوښتل:

– ای قهرمانې! د هدف څرک ولګېد؟

هغې سر وڅنډه:

– ويم نوکان ژوو.

– حم، که سړی درنه تښتېدلی نه وای، هرڅه به سم وو.

د هغې سږمې وپړسېدلې:

– ما پوره کوشش کړی صيب.

رابرټ له شکېدلي مخ سره تاو راتاو شو:

– حم، کوشش به دې نه کوه احمقې، سړی به دې راوستی و.

– د اغه قطبي يږ د لاسه.

– اوهو، دا خو مه وايه! بدن مې شنه لمبه شي. ته چې د يو روسي کار نشې کولی مرګ وغواړه!

– اشتبا د هر چا نه کېږي صيب. تاسې ام مسکو کې کړې وه.

– حم، ژبه نده بياتي ده

. ټوله انرژي يې په امدې مصرفېږي. کار ته به څه پاتې شي؟ ای احمقې! زما د اشتبا تاوان تاته نه رسي. خو ستا ما ته رسي. زه بيا دا ټول حسابوم.

– وبښه صيب! ويم د سيمکارټ دلارې شريف زر پيدا کولی شو.

– اغه د ورېښمين تنګي نه پس تر اوسه بند دی. خو درځي درځي. دا ځل غلطي نه بښم!

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

لمر د غره په کنډو نوی کېوت. مرغيو شپې ته د چمتووالي په ترڅ کې بچي مړول. د توتو باغچې کې ځوانانو خوسی کوه. خو د مسجد په برنډه کې د مشرانو جدي بحث روان و. شريف پاس د څېړيو په منځ کې د پړانګ غار په لور غلی تېرېده. د کلي د يو کور له بامه سپي ورپسې وغپل. هغه د منګلي انګړ ته ننوت. چوپه چوپتيا وه. آن چرګان هم نه ښکارېدل. په بنده سمڅه کې يې تيږه کېکاږله. لوی ګټ دننه لاړ. شاته يې ترپ شو. د اوږې له سره يې وکتل. ليلما سانيولې ولاړه وه. په نکريزو سرې ګوتې يې په وازې خولې نيولې وې. هم تونل او هم په تونل کې برق ته هکه حيرانه وه. د شريف رنګ زېړ واوښت. له چټک راتاوېدو سره يې په ټکنۍ ژبه وويل:

– يره دا اسې، چې شيان څوک پټ نکي. او، او ته دلته څه کوې؟

د ليلما څېره يودم غمجنه شوه:

– ای ماما! منګلی يې بوته منګلی! الته خارجيان دي خارجيان.

شريف د دروازې له لارې مخامخ غره ته نظر واچوه. همدا مهال درې تنه نقاب پوشه وسله وال انګړ ته راکېوتل. سيمساره د تيږې لاندې پټه شوه. شريف دريڅې ته منډه کړه. خو دوه تنه له هغې خوا هم ختل. دی چټک تونل ته ننوت. ليلما يې هم بيړې ته وهڅوله. خو هغه هيښه پيښه ولاړه وه. ده له لاسه کش کړه. همدا چې ګټ ځای ته ورغی، په منډه يې ګوشي په غوږو او دوربين سترګو ته ونيو. يو تن د بندې سمڅې دروازه په لغته ووهله. د وسلې خوله يې دننه وګرځوله. دوه تنه د دريڅې له لارې ننوتل. ورسره سم سا نيولې سېرېنا هم راورسېدله. ځوان نقاب لېرې کړ:

– مېرمنې! صفايي ده.

هغې په انګړ کې ولاړو کسانو ته غږ کړ:

– ويم سانتي متر په سانتي متر وګروئ! امدلته دي.

دننه ليلما وسونګېدله:

– ماما خلاصه که! وځم. خلاصه که!

– يره که ووځې موږ دواړه وژني. دا ځای ام رسوا کېږي.

– نه نه ماما، ما پرېده!

سېرېنا داسې شاوخوا وکتل لکه څه چې يې اورېدلي وي. شريف غږ نور هم ټيټ کړ:

– ته صبر چې اغئ لاړ شي…

– نه نه خلاصه که! خلاصه که!

سېرېنا په خپلو غوږو نوره هم باوري شوه. له دريڅې نه يې سر واېست چې غږ له باندي راځي که څنګه. شريف ګوشي او دوربين خوشې کړل. ليلما يې په زوره ټېلوهله. هغه په تړه ولګېدله. د څنګلې لستوڼی يې په وينو سور شو. ده ورباندې سترګې برګې کړې:

– الته دې غږ اوري لېونۍ. خلاصه که او خلاصه که. يره بېخي په خبره نه يې.

ليلما په سونګېدو او له تړې سره په څخېدو شاته لاړه. په ټيټ غږ او ډک ستوني يې وويل:

– ماښام دی. کاله کې مې وهي.

شريف سوړ اسويلی وکړ:

– خير دی لورې، اغوئ ته به يوه بانه مانه جوړه کې. يره دا خو لوی لاس مرګ دی.

د لور د کلمې په اورېدو لږه آرامه شوه. بيا يې هم وويل:

– اوس به تلي وي ماما.

شريف په دوربين کې وکتل. سر يې وڅنډه. هغې ايله اوس د څنګلې درد احساس کړ. کلکه يې ونيوله. د تونل په چت کې يې څراغونو ته کتل. شريف لابراتوار ته په تګ کې غږ کړ:

– راځه چې څنګله دې وتړم!

هغه ورپسې زړه نا زړه روانه شوه. شريف په مېز باندې مرتبان ته ودرېد. پرې ليکل شوي وو (د حجرو د تجزيې چټکتيا). وړوکی بوتل يې ورڅخه ډک کړ. نيم يې په سر واړوه. پاتې يې په جېب ومنډه. په ټول بدن يې د تودوخې څپه تېره شوه. ليلما له دروازې نه په احتياط سر دننه کړ. ده له المارۍ څخه سپين ټوکر واخېست. هغې ته له نژدې کېدو سره يې په آرامه وويل:

– دا ځای ايچاته مالوم ندی. چې ته يې ونه وايي! لستوڼی جګ که!

– ماما! منګلي او بوډا ته خومالوم و، کنه؟

– هو، يره منګلی چا بوته؟

– څرخکو بوته څرخکو.

د ليلما ستونی ډک شو:

– ای ماما! اغه خلاص که! څه پې کوي؟ وهي خو يې نه؟

– نه پوېېږم. ډېرې څرخکې وې؟

– نه، دوه وې. اولې بوډا بوته. منګلی نه و. بله پسته راغله. دغه کسان يې کوز کړه، منګلی يې لېوه سره جګ که. سلام جان اکا امدې ته ناست و. دستي راغی غوايي او چرګان يې کلي ته کېستل.

په شريف سر وګرځېده. هماغه پېښه شوې وه چې دی او پروفيسر ترې ډارېدل. مګر په دې نه پوهېده چې امريکايان ولې پاتې شول؟ بېرته يې دوربين ته منډه کړه. ټوله ډله په انګړ کې وه. سېرېنا له ډېره قهره لکه مار پشېدله. يو غبرګ ځوان وويل:

– ای مېرمنې! زموږ خو پروفيسر په کار و، نه دا افغان کثافت.

سېرېنا غاښونه وچيچل:

– د روسانو څرخکه خو په نغلو کې ولمبېدله کنه. ويم پروفيسر په دوزخ کې چکرې وهي. اخ، چې سرګي ام ورسره تلی وای.

د شريف په سترګو کې اوبه وځلېدلې. دا هرڅه دده د اشتباه له امله پېښ شول. غبرګ ځوان وويل:

– خو زه ام وايم کنه. په دې افغان نو څه کوو؟

– پروفيسر حتمن فارموله ورکړې. که نه، حلالوو يې، فارموله تې باسو. دونه پيسې به وګټو چې په خيال کې دې ام نه ګرځي.

شريف له اسويلي سره شونډې کېکاږلې. سېرېنا ته د رابرټ زنګ راغی. هغې ځواب ورکړ:

– صيب! موږ په امغه سوړه کې يو. شريف مريف ندی راغلی.

– حم، دا څنګه امکان لري؟

– قسم خورم. دادی خپله وګوره!

هغې د موبايل کمره په ټول انګړ او سمڅو وګرځوله. يو تن سېرېنا ته وويل:

– ولې اغه دوه تنه؟

د هغې مخ تک سور واوښت. په غاښچيچي يې اشاره وکړه چې زه به درسره ګورم. رابرټ هم غږ کړ:

– حم، دوه تنه څوک وو؟

سېرېنا بېرته کمره خپل مخ ته واړوله. موسکۍ شوه:

– کليوال وو. ويم ښه دی چې ورسره مخامخ شوي نه يو. که نه ټول خلک به راباندې خبر شوي وو.

رابرټ د پاتې کېدو امر وکړ. سېرېنا موبايل جېب ته واچوه. هغه کس يې کلک ټېلوهه. ويې ښکنځه، د تکرار په صورت کې يې په مرګ وګواښه. په پای کې ستړې په تيږه کېناسته. شونډې يې وچيچلې. شاوخوا يې وکتل:

– ويم دلته کومه سوړه شته. ما د ښځې غږونه واورېدل.

شريف دوربين بندې سمڅې ته واړوه. کتل يې چې د دريڅې له لارې وتلی شي که نه. په پای کې يې ليلما ته مخ کړ:

– غلي وځو!

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

چرچرکان په سيالۍ چرېدل. سلسلې د دهلېز په هندارې کې وکتل. خپلو غوښو ته يې پزه مونجه شوه. کوټې ته يې خوله ونيوله:

– مورې! دا ظفر کاکا ناوخته نه که؟

له هغې خوا غږ راغی:

– مالې جنرال کاکا وايه لېونۍ!

تور لنډ کروزر د کوڅې په سر کې راښکاره شو. رابرټ له خپلې ډلې سره په ځير شاوخوا څارله. هغه وويل:

– حم، غلي او ناڅاپي ننوځو! د بې هوښۍ ګاز کاروو. ډزمز نه کوو چې الته پوليس دي!

کلسري ځوان وپوښتل:

– که راپسې راشي؟

– ای تمساح! بيا يې نه وايم. زموږ هدف د فارمولې پيدا کول دي. پو شوې؟

– پو يم. پو يم يارو. که خطر وي خو بيا د ډزو ايجازه شته کنه؟

– هو، خو چې خطر خپله جوړ نکې.

اوس يې په خړه هوا کې د شريف دوئ دروازه ليدله. يو پوليس د پوستې په بام د شګو د بوجيو له دېواله سر اېستی و. موټر، لکه مار، غلی غلی ځان ورنژدې کوه. ناڅاپه د فوټبال توپ د سرک په لنډو ددوئ مخې ته راغی. ډرېور بريک ونيو. ټول له قهره وښورېدل. يو ځوان په منډه خپل توپ واخېست. موټر ته ښه ځير شو چې د تورو ښيښو دننه څه وويني. کلسري ورباندې تومانچه ونيوله. رابرټ يې لاس ټېلوهه:

– ای! څه کوې؟

کلسری له قهره تک سور واوښت. دباندې ځوان په شاته شاته کتلو ورو ورو لار وهله. دلته يوتن په غاښچيچي وويل:

– آه خدايه! ايجازه نشته. که نه دده ولاړې سترګې به څونه ښکلې ښکارېدلې. لکه د تابلو.

ټولو وموسل. خو کلسري له ډېره خونده کټ کټ وخندل. ځوان په خپل کور ننوت. پوليس هم له بامه کېوت. رابرټ ژوره سا واخېستله. دننه سلسلې شين دستکول له طلايي ليکو سره د برنډې په کټاره وځړوه. کړکۍ ته مخامخ ودرېدله. څو ځله يې اوږد شين کميس سم راسم کړ. مګر غوښې نه پټېدلې. د طلايي مېخکو بوټونو ته يې وکتل. دوه درې قدمه لاړه. نجيبه هم راووتله. د دهلېز دروازه يې قلفه کړه. هغې هم په کړکۍ کې خپل نصوراي کميس وکوت:

– مالې دا خېټه مې پکې غټه نه ښکاري؟ بېخي يې شرمولې ده.

سلسلې له تروې څېرې سره په يوه ضربه وويل:

– خدای دې دا خياط مړ کي. زما يې ملا تنګه کړې. ته ودرې واده تېر شي زه به ورسره ګورم.

– تباه دې شي! پيسو ته خو دسې نېغ ولاړ وي. ای جلۍ! مالې راځه سرک ته ووځو!

– دې شپه کې، دې جامو کې؟ نه نه. چې پلار مې وای… اغه دې ورځو کې بل ډول شوی دی.

– زه ام پې شکي يم. مالې ته ودرې، زه به يې خوښه شمه. ای! چې دا سباوون څه شو؟

– ويلې بچي مې اخلم درځم. ځه کيلي خو ورسره شته.

نجيبې لويه دروازه هم قلف کړه. رابرټ په تعجب ور وکتل:

– حم، دا ښځې چېرې ځي؟ لعنتي! شريف خو ورسره نشته. بس دوئ بيايو، اغه خپله پيدا کېږي!

مور او لور په اوږدو کميسانو کې په احتياط روانې وې. سلسلې وويل:

– ظفر کاکا ولې نزدې نه راځي؟ نه ويني چې موږ نشو تلی؟

رابرټ دوو تنو ته، چې د ګازو بوتلان يې په لاسونو کې وو، وويل:

– حم، ودرېږئ چې ښې نزدې شي! چټک پې ګاز وشيندئ! غږ يې ونه وځي!

يودم د کوڅې په پای کې شين لنډکروزر د څو رينجرو په بدرګه راښکاره شو. د هغوئ غږونو د فضا چوپتيا تارومار کړه. رابرټ په قهر وبنګېده. د پوستې پوليسو غوښتل مخې ته ور ووځي. مګر د ګاونډيو ښځو په ليدو په دروازه کې پاتې شول. د موټرو له رارسېدو سره ظفر کېوت. غټه اوږده پزه يې په خجالت ټېل راټېلوهله:

– ورېندارې! څه وويم؟ ټول د خديجې د لاسه.

مېرمن يې په ګرد مخ کې وړې سترګې په مصنوعي قهر نورې هم تنګې کړې:

– اخله، دروغو ته دې زه نيولې يم. خپله ناوخته رانغلې؟

نجيبې له خديجې سره د مخ مچولو په ترڅ کې په موسکا وويل:

– مالې موږ نزدې اغه موټر ته ختلي وو.

هغوئ په کټ کټ خندا په موټرو ننوتل او سمدلاسه يې حرکت وکړ. دلته رابرټ له سترګو پټولو سره چيغه کړه:

– دا کثيف شريف چېرې دی؟

د پوستې په لور يې وکتل. څوک نه ښکارېده. جګ ځوان ته يې امر وکړ:

– ځه نو!

هغه د دروازې له سره لاس تېر کړ. دننه خوا ته يې په لوړه برخه کې د مرۍ په اندازه کمره ونښلوله. بېرته موټر ته وخوت.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

شريف د ګهيځ په خړه کې د شاتني دېوال له لارې څېړنيز مرکز ته واوښت. ساتونکی په چوکۍ ويده و. ده په لابراتوار کې ټول وسايل چالان کړل. جامې يې واېستلې. تخنېدونکی ټټر يې په ورغوي وسولوه. په حجره ښود ماشين کې وغځېد. تر لږ ځنډ وروسته پاڅېد. فلم يې له سره کړ. رنګ يې پک والوت. د حجرو د تجزيې د چټکتيا دوا سرچپه تاثير کړی و. حجرې يې په څلور چنده سرعت يوځای کېدلې. پاتې نيم بوتل دوا يې په ځمکه وويشتله. ښيښې او اوبه وشيندل شوې. ساتونکي شاوخوا کتل چې دا غږ له کومه و. دی سست پست چوکۍ ته تکيه شو. وچ باړخوګان يې نېغ نېغ راوتي وو. د زنې کنده يې سم قبر ښکارېده. تندی يې په ورغوي کې ونيو. په غريو نيولي غږ يې وويل:

– دا بل موصيبت شو…

سترګې يې نمجنې شوې. پړمخې پرېوت. سلګۍ يې ووهلې. لمر ختلی و چې چوست پاڅېد. له ټولو ځايونو يې فلم پاک کړ. بېرته په شاتنۍ دېوال ښويه کوڅې ته کېوت. اته بجې يې د ظفر په دفتر کې د چای له غړپ سره په برابر غږ وويل:

– يره بچو! پرون امريکايانو نزدې تښتولی وم.

– ښه و کنه ګلابه. امريکا به دې موفته ليدلې وه.

– يره ته به ام خوشاله يې چې د امنيې قوماندان يې.

– ما سره د جرم پېښې ٪۵۰ کمې شوي.

په مخابره کې د وسله والو بريدګرو د نيول کېدو خبر راغی. د ولسي جرګې په وکيل باندې په برېد کې د هغه يو ساتونکی مړ او دوه زخميان وو. ظفر وويل اوس درځم. مخ يې شريف ته واړوه:

– ودې ليده ګلابه! مجرم چې سر پورته کي بيا په زندان کې دی.

– يره امريکايانو زما يو دوست د کونړ د ناړۍ نه بيولی. نر يې دا ونيسه!

– ای کمقله! زه د کابل امنيه قوماندان يم، نه د کونړ. ای! دا امريکايانو څنګه ستا لکۍ نيولې؟ تانه څه غواړي؟ پوستکی که هډوکی؟

– د ځوانېدو راز.

ظفر پوه نشو. غټه پزه يې ټېل راټېلوهله. شريف د خپل لاس پوټکي ته په ځير کېدو وويل:

– زما بدن په شاتګ پيل کړی. خلک زړېږي، زه بېرته ځوانېږم.

– اوهوووو!! ښه ښه کيسه وکه کيسه! معراج ته به ام ختلی يې.

شريف ډوبه سا واخېستله. ظفر يې سترګه په دوو ګوتو ښه خلاصه کړه چې لېونی شوی خو نه دی. شريف ټېلوهه:

– يره ستا عقل دې خبرو ته نه رسي.

ظفر يې په سترګو کې د جديت په ليدو کټ کټ وخندل:

– يانې ته وايې ګلابه، يو وخت به ته دوه کلن يې عقل دې نوي کلن.

شريف غمجن موسکی شو:

-يره ټول خارجيان فکر کوي چې اغه روسي پروفيسر د ځوانۍ دوا راکړې. آ چې په نغلو کې ډوب شو. وايي ددې دوا فارموله يې ام درکړې ده. اغه موږ ته راکه. خو زه روسی بېخي پېژنم نه. او فارموله خو نشته چې نشته.

– نو په نشته خو زور نشته ګلابه.

– داح، تا خارجيان ندي ليدلي؟ د اغئ اوبه په بره ځي. وايي بدن دې شکوو، دوا تې راباسو.

– ته موجيزې وايې.

– يره چې وازه خېټه مړ پروت وم بيا يې منې؟

– مه پړينګېږه ګلابه! څنګ ته دې پوسته ده.

– کور کې به مې وساتي. دباندې څنګه کېږي؟

– موږ خو يو. احتياط کوه خلاص! ښه ای! که دا موجيزه شوې وي ورېنداره به څنګه شي؟

– کونډه به شي.

– د وېرې دې خښتګ لوند کړی. زه وايم ته ځوانېږي اغه زړېږي، ددروغجن خبره.

–  يره زه به دونه مينه ورکم چې مخکې چا ليدلې نه وي، د رښتياجن خبره.

– چې ستا وربوز ته ګورم باور مې نشي ګلابه. ستا مينه د وښو سره ده.

– ښه ځه، کړتې پرېده! زما ملګری به خلاص کې که نه؟

– چېرې دی؟

– يره خو امريکايانو بيولی کنه. ماته يې ځای څه مالوم دی؟

– اېڅ نشم کولی ګلابه.

د شريف چورت خټه شو. ظفر تومانچه په بډه ووهله. له روانېدو سره يې وويل:

– ای! بختيار همصنفی دې په ياد دی؟ آ چې ښه فوټبال يې کوه.

– هره ورځ به چې مکتب نه تښتېده.

– اغه ام پوليس دی. نن شپه راځي. ډوډۍ تياره که! نورې خبرې به الته وکو.

– نه، ته اول خارجي سفارتو ته مکتوب ولېږه چې مانه لاس واخلي!

دواړه په انګړ کې تيارسۍ ولاړو سرتېرو ته ورسېدل. ظفر موټر ته د ختو په مهال وويل:

– د دونه وړې خبرې دپاره څوک مکتوب نه لېږي.

– يره تاته زما مرګ يو توت ارزښت نلري. ښه ځه، د اغوئ څرخکې چې ازاده ګرځي. خلک چې په زوره بيايي.

– ثبوت نشته ګلابه.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

شريف په دفتر کې يوه سترۍ دوسيې د مېز څنډې ته ټېلوهلې. اينټرنېټ يې چالان کړ. يو يو اېمېل يې کوت. د خانو په نوم سړي ليکلي وو (سرمحقق صاحب! دا تصوير دې خاص تاسې ته ډالۍ وي) هلته په څلور جوړې ښځينه سترګو کې يوه جوړه د کاتېرينا وې. دده تندی ګونجې شو. همدا سترګې يې ښه رانژدې کړې. ترلاندې ليکل شوي وو ( که غواړې مينه دې له خطره بچ شي د معشوقې زړه ته له سترګو بغير لاره پيدا کړه ) هغه چورتي شو چې خانو څوک دی؟ له ما څه غواړي؟ دا تصوير يې له کومه کړ؟ دا جمله څه معنا؟ ناببره چا د دفتر دروازه لکه طوفان ټېلوهله. شريف ورېږدېد. سړی د چوکيو د قطار مخې ته تېز تېر شو. ده ته په رسېدو يې پرته له روغبړه وويل:

– ګوره! ما په تا ډېر باور کوه. مګر غلط شوی وم.

– ولې ريس صيب؟

ريس د رېبل شويو سرګړو په څېر وېښتان وڅنډل. فلش يې په مېز وغورځوه:

– ګوره! ته او خدای دونه غټه خبره څوک پټوي؟

په فلش کې د شريف د حجرو د سرچپه حرکت مکمل فلم و. دده سترګې ټېغې وختلې:

– يره دادې د کومه که؟

– دا زموږ د پېړۍ تر ټولو لوی پرمختګ دی. ګوره تا ټولې دونيا ته ښودلی، خو موږ خبر ام نه يو.

شريف لکه موږی شخ ناست و. ريس خبره وغځوله:

– ګوره! څه چې دې کړي موږ بښلی يې. خو فارموله چاته ورنکې. فکر وکه چې موږ دا دوا توليد کړه. د دونيا زاړه سرمايه داران خبر شوه. د بېرته ځوانېدو دپاره به ټوله سرمايه پې ورنکي؟ آ؟ ته بيا ګوره چې زموږ ملک نه څه جوړدېږي. دونيا کې څونه ايزت پيدا کوو. ګوره ای! زموږ خپلوان دي مکتب ته مرتب وايي. خو پيسې لري. موږ د علمي رتبو سره په نوکرۍ نه نيسي. پلار بېچاره مې ورته ډېر ځورېده. ګوره هېوادونه ام امدسې دي.

شريف په وازو سترګو او وازې خولې د کندې والا زنه وخوځوله:

– يره ما سره فارموله نشته.

ريس يودم شاته لاړ. نظر يې دده په سترګو کې خښ و. شريف زياته کړه:

– رښتيا وايم. د حجرو يوځای کېدل تصادفي کار دی. چې ماسره فارموله وای غم به څه و.

– خدای ته وګوره د ماشومانو خبرې مه کوه! پروفيسر دوا درکوله فارموله يې نه درکوله؟

– کوم پروفيسر؟

– ايوانوف. آ بله ورځ چې نغلو کې ډوب شو.

– يره نه يې پېژنم.

– ګوره الکه ای! ما مه مجبوروه چې د پوليسو په زور درنه فارموله واخلم. شرم دی. خلک به څه وايي؟

– وه خدايه! چې فارموله نشته د کومه يې کم؟ په قسم که راسره وي! نور څه ووايم چې ويې منې؟

ريس يودم خوله ورنژدې کړه:

– ګوره! که فارموله راکې په ګټه دې ده. دا ځای دې نښه وي.

ريس يې فلش له لاسه کش کړ او چټک ووت. ده سوړ اسوېلی وکېښ. د بدن ځوانېدل نه و، لوی مصيبت و. ټوله دنيا يې دښمنه شوه. په مېز پرتو دوسيو ته په کتو يې تندی تريو کړ. په غږ يې وويل:

 – دروغ وايي رذيلان! پرمختګ مرمختګ ندی. هره اختراع پرمختلې زولنې دي.

دوسيې يې ټېلوهلې. له درب سره په ځمکه تيتې شوې. ژوره سا يې اخېستله. د خپلو لاسونو پوستکی يې په ځير وکوت. له تروې څېرې سره يې ککره وڅنډله. لنډه شېبه پس يې دوسيې بېرته جګې کړې. د هغوئ په تنظيم بوخت و چې دروازه بيا خلاصه شوه. هغه شټوهل. همکاران يې کيک په لاس دفتر ته ورتوی شول:

– موبارک موبارک! ځوانېدل دې موبارک!

کيک يې په مېز کېښود. سړيو غېږه ورکړه. ښځو ورڅخه کېک ټوټه کول وغوښتل. شريف ته د هغوئ دومره مينې ډېر خوند ورکړ. په خورا خوښۍ د کيک په وېشلو لګيا شو. ټول داسې ورباندې راتاو وو لکه معجزه چې ګوري. هر يو يې په څېره کې تغيرات لټول. زرغونې خپلې سرې نوکارې د هغه مخ ته ونيولې:

– پوستکی دې څنګه ښويه شوی. ډېر پی مخی ښکارې.

ټولو هرررر وخندل. يوازې کريم سترګې ټيټې کړې. هغې وپوښتل:

– سرمحقق صيب! ورېندارې ته مې سودا ده. چې اغه ام درسره ځوانېږي که نه؟

– يره ښه ده چې نه ځوانېږي.

يوې بې سينګاره نجلۍ غږ کړ:

– سر دې خلاص سو؟ چې بله ماينه وکي.

شريف يې د څېرې نازکو غړو ته په حيرانتيا وکتل. لکه دداسې خبرې توقع چې يې نلرله. ټولو بيا وخندل. نجلۍ له حيا نه تکه سره واوښتله. زرغونه مخ ته شوه:

– تهمينه مړه بلا ده. ما ويلې څه احساس لرې احساس؟

– بېخي سربداله يم.

– ځواني خو امدسې وي. رښتيا ووايه! د اينده دپاره دې څوک په نظر کې نيولې که نه؟

ټولو بيا هررر وهل. شريف وويل:

– هو، يوه ښايسته پسته ښاپېرۍ ده. په کور کې رانه خوږه خوږه تاوېږي.

کريم غږ کړ:

– بې شکه سرماکيک صيب! مينه رنګ او منګ نه پېزني.

زرغونې شونډې کېکاږلې:

– يو کال پس ګوره! سړي ځوانو ته بانې جوړوي چې بله پې وکي، دا خو…

زېبا د څنګ ښځې ته وبنګېدله (دا څه پوېېږې؟ پيسه دار پسې ړنده شوه. پيدا يې نه که) هغې پخ وهل. زرغونې شريف نه پرېښود:

– دسې وبوله چې ايزرايل دې د ښايستې پستې ښاپېرۍ ميلمه شو. او ته ام ځوان يې. بيا؟

– يره ورته به وويم چې شرمېږې نه؟ مېړه په کور کې دی او ته د ښځې نه مېلمستيا غواړې.

د ټولو له خولې د (اوووو) غږ ووت. زرغونه له ځان سره وبنګېدله:

– ګورو به!

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

رابرټ په ويډيو سکايپ کې له يوې نجلۍ سره خبرې کولې:

– حم، ای د زړه سره! لږ صبر وکه درځم!

هغې تور اوږده وېښتان شاته ټېلوهل. شنې سترګې يې نورې هم تېرې کړې:

– نه نه، خبره ختمه ده. زما طلاق او زما پيسې راکه! که نه ټولې دونيا ته دې لوڅوم.

– اوح زما د ځيګر ټوټې! ولې دې دا نازک اندامونه په چينجيو پېرزو دي په ما نه؟

– ډارول پرېده! زه پکې پخه يم.

دا مهال سېرېنا راغله. رابرټ مخ تېز وڅرخوه:

– حم، ته نه ګورې زه مصروف يم؟

– صيب! ويم خبره ډېره عاجله ده. افغان دولت سفارتونو ته په مکتوب کې ليکلي چې خارجيان افغانان ځوروي. وايي که موږ ونيول د قوانينو مطابق جزا ورکوو. او د څرخکو په ګرځېدو ام په قار دي.

– ښه، نو؟

– سرمحقق شريف کنه.

رابرټ له مقابل لوري سره خبرې قطع کړې. مکمل راتاو شو:

– حم، باور مې نشي. يانې افغانانو ام ددې فارمولې سره علاقه مندي پيدا کړې. د چا دپاره؟

– ممکن د چانه يې پيسې اخېستې وي. زما په روسانو شک کېږي. صيب اوس به پوليس اغه ساتي. ويم څه کوو؟

رابرټ تر لږ چورت وهلو وروسته وويل:

– زه به يو تن سره وغږېږم چې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کي. د افغان دولت ملاتړ به وکي. خو داسې خبرې به ام وکي چې د مذهبي کړيو قهر وپاروي.

– هاهاها، ويم ډېر عالي! اغوئ به ګډوډي جوړه کي…

– هو کنه، پوليس دې بيا خپل مرداری پاکوي. موږ به خپل کار کوو.

– صيب! ويم سفارت په قار نشي.

– حم، اغه ماته پرېده!

دا وخت سېرېنا ته زنګ راغی. هغې غوږ ونيو. د ټلفون له بندولو سره يې په اندېښنه وويل:

– په ښار کې چاودنې شوي. ويم لکه چې څوک رانه مخکې شول.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

شريف په اينټرنېټ کلب کې د يارو په نوم نوی ادرس جوړ کړ. خانو ته يې د کاتېرينا له سترګو سره وليکل (ابدي مينه) غوښتل يې پوه شي چې مقابل لوری څوک دی؟ د هغې خوا ځواب راغی:

– اوو ګرانه! ښه شو چې په بل نوم غږېږې. ما همدا غوښتل.

شريف له خندا شين واوښت. مېز ته يې کلک سوک ورکړ. د څنګ کوټنۍ نه ځوان غاړه اوږده کړه. ده وليکل:

– زښت زيات خوشحاله شوم! د باور وړ نده. کيسه وکړه؟

– کيسه داسې ده چې اول مې ډاکټران وخندول. بيا مې ورسره ولمبل. اوس استراحت کوم.

– بې سارې ده. اغې دوا کمال وکه! ښه دی چې د لمبا دپاره اوبه وې.

– ما خپله اغوئ الته بوتلل. زه د اوبو لاندې ډېر وخت پاتې کېدی شم. ګرانه! تا څه وکړه تا؟

– يره اغه دوا مې خوړه. د تکليف سرعت مې نور هم زيات شو.

– اوو ګرانه! دا څه وايې؟ اغه نيم بوتل دې وخوړ؟

– نه، د تجزيې د چټکتيا دوا يادوم. يره بښنه غواړم! نيم بوتل مې مېرمنې ته ساتلی دی.

– ښه؟ زما باور نشي! ته داسې نه کوې. هغه د تصور نه پورته مضره دوا ده.

– پوهېږم پوهېږم. مه وېرېږه! اوس مې نظر بدل شو.

– ډېر ښه شو ګرانه. مه يې ساته چې بيا دې نظر بدل نشي! ښه، اوس څه کوې اوس؟

– زه باوري يم چې ستونزه وي د حل لاره هم شته.

– اوو ګرانه! باور ښه دی خو… ځه خپله ښه پوېېږې. د ځناورو يار ته به دې هغه اله نه وي اخېستې؟

– هغه ستا د تربورانو کره دی. که نه، اوس به يې ستونزه حل وای.

– اووو، دا څه وايې؟؟؟؟؟؟

– زه کوشش کوم چې بېرته يې راولم.

– نه نه نه نه نه، بل چاته وظيفه ورکړه چې رايې ولي. پوه شوې؟

– پوه يم. خو بل څوک به يې وکړي؟

– ته لکه چې په خبره نه يې.

شريف خدای پاماني وکړه او ووت.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

درېواړو همصنفيانو تر ډېره د مکتب دوره يادوله. له خندا چپه چپه اوښتل. په څنګ کوټې کې نجيبې ته خوب نه ورته. په منظم او پاک تخت غونجه ناسته وه. شريف او بختيار د تېر په ياد آن غېږه ونيوله. اوس يې هم بختيار چپه کړ. درب يې کوټه ولړزوله. په دېوالونو کې تابلو ګانې وکړپېدلې. ظفر يوه شېبه د کاسې په څټ چمبه ووهله. درېواړو په ګډه سندرې وويلې. هلته رابرټ په کمپيوټر کې د دوئ انګړ څاره. نژدې سهار و چې شريف نجيبې ته مخامخ په تخت کېناست:

– ته لا ويښه يې؟

– نه، امدا اوس پاڅېدلمه.

هغې په خپل مخ لاس تېر کړ. وروځې او باڼه يې سم کړل. د خورو زلفو په راټولولو لګيا شوه. د غومبري تور خال يې داسې برېښېده لکه په ګلپاڼه چې مماڼه پرته وي. شريف يې په سيل نه مړېده. هغې وپوښتل:

– مالې څه خبره ده چې دسې ګورې؟

– يره زه د دونيا تر ټولو نېکبخته سړی يم.

– څه پوه شوې؟

– تا سره مينه لرم.

– داح، پوښتنه دې کړې چې زه درسره مينه لرم که نه؟

– په اغه کار نلرم. خو زه تاسره دهرې ثانيې نه خوند اخلم.

د نجيبې په سترګو کې اوبه وځلېدلې. تر ژور تنفس وروسته يې وويل:

– مالې غږېږې به ماته، زړه کې به دې بل څوک وي؟

– يره دا نو…

– اغه خارجۍ مرداره يادوم.

– سېرېنا؟ ظالمې، په ما دې داسې ګومان کېږي؟

– بلا د اغه نه وېرېږي چې پزه يې بيېږي. مالې ما کې څه کمی دی؟

د نجيبې زړه ډک شو. د شريف هم ټټر وپړسېد. لږ ور وڅخېد:

– يو کمی شته. حورې جنت کې وي. ته دلته پيدا شوې يې.

د هغې اوښکې په مخ وکولېدلې. د خوب په نخودي رنګه کميس يې لامده خالونه کېښودل. په سلګيو کې يې غږ واېست:

–  ځکه دې يارانې اچولي؟

– يره په تاڅه شوي؟ ولې باور نه کوې؟

– مالې ته چې هر څه ووايې سترګې دې دروغ نه وايي. بل، ته اوس اغه نه يې چې بې ما خوب نه درته.

شريف هر څه زغملی شو خو د نجيبې ځورېدل يې له حوصلې پورته وو. په نمجنو سترګو يې غېږې ته را جوخته کړه. د پروفيسر سره د پېژندګلوي ټوله کيسه يې ټکي په ټکي وکړه. د ځوانۍ د دوا په هکله يې وويل:

– يره يوه ورځ يې پوښتنه وکړه چې دا د شپې درباندې څه کېږي؟ مالې وړوکتوب کې مې دغسې يو ماشوم سره جنګ وکه. بيا يې ځوان ورور راغی زه او زما نيکه يې ووهلو. چې اغه لاړ نيکه مې د بې وسۍ نه وژړل. بيا دونه مې د زړښت نه کرکه وشوه چې په خوب کې تې وېرېږم. پروفيسر صيب غلی سر وخوځوه. يره تصادفاً په امدا شپه بيا امغسې شوم. درې ساعته مې څوک نه پېژنده. دا ځل نو اغه لوی ريسک واخېست. امغه دوا يې راکړه، چې ټولې دونيا نه يې پټه کړې وه.

شريف کيسه ختمه کړه. خو د پاتې نيم بوتل او د خپل تکليف د زياتېدو يې څه ونه ويل. د نجيبې غريو نيولی غږ ووت:

– او ما نه دې پټه کړې وه. هو نو، مالې که زه دې په ياده وم ماته به دې ام دوا راوړې وه!

– داح لېونۍ! ته مې څنګه په ياده نه وې؟ اغه يې نه مني. بل، مالومه ام نه وه چې دوا ګته لري که تاوان.

– ځوانېدل ام تاوان لري؟ بيا، مالې هر څه چې کېدل په دواړو به کېدل. اوس خو…

نجيبه بيا په سلګيو شوه. د شريف هڅو هېڅ نتيجه نه ورکوله. هغه باور مکمل له لاسه ورکړی و.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

په اوسپنيزو نغريو شپږ لوی لوی ديګونه اېښي وو. تر لاندې د سرو سکروټو غمي ځلېدل. په څنډو کې يې ځېنو نيم سوزه لرګيو لا هم نری لوګی کوه. پخليګر د شريف په امر کله د وريجو غوري او کله د قورمې او سابو قابونه ډکول. ځوانانو د لويې خېمې مېزونو ته چلول. د شاوخوا کورونو ماشومانو له لېرې سيل کوه. دا مهال د سلسلې زنګ راغی. شريف له ګڼې ګوڼې ووت. هغې هلته د دېوال بېخ ته په زوره زوره ژړل:

– پلاره چېرې يې؟

– يره د خوريانو خيرات کې يم کنه. ولې ولې؟ څه خبره ده؟

– اوستاذ ناکامه کړمه.

– په کمپيوټر کې به لوبې څوک وکي؟ درس مه وايه!

– اته سواله مې حل کړه.

– حل خو دې کړه، خو څو يې صيي وه؟

– اغه جوابونه ندي کتلي.

– يره تومت مه وايه! اېڅ استاد په پټو سترګو نومرې نه ورکوي.

– ته خو خبره واوره! اغه وايي څو چې دې پلار د ځوانۍ دوا رانکي والله که رانه کاميابه شې.

– د ځوانۍ دوا؟ دا، داسې به نه وي.

– په خدای، په قوران!

– دا څه احمق دی! ته ودرې، زه د پوهنځۍ ريس ته وويمه.

هغه په موبايل کې ګوتې ووهلې. غوږ ته يې ونيو. تر سلام وروسته يې وويل:

– يره دا ستا د کيميا استاد مې لور ناکامه کړې.

– بح بح، ډېره په زړه پورې ده. زه د بلې نه وېرېږم. ښه ځه دا لور دې په واسطو فارغه شو. په واسطو يې کار پيدا که. نو اغه کار به کوي څوک؟

– نه، داځل يې سوالونه حل کړي.

– بح بح، دا خو يې لويه توره کړې. خيرات څه وخت خورو؟

– يره ته ملنډې پرېده! فساد دې د ادارې نه ورک که!

– هه هه هه لکه چې تا ام د شخصي ګټې دپاره په استادانو تور لګول پيل کړه.

– ای د ملايکو ريسه! اغه ځای په ځای ناکامه کړې. پارچه يې ليدلې ام نده.

– بح بح، ډېره په زړه پورې ده. ښه نو ويې نه فرمايل چې ولې يې دا ميلي خيانت کړی؟

– وايي اول دې پلار ماته د ځوانۍ دوا  راکي بيا دې…

– هو رښتيا، زه ام خبر شوی يم. په تا خو زما ام حق دی.

– دادی نو، يره ماسره دوا د کومه شي؟ چا دروغ …

– بح بح، ډېره په زړه پورې ده! ته دونه کار نه کوې او موږ نه د ټنبلې لور کاميابي غواړې؟

– يره ټوکې پرېده! زه…

– جدي وايم انډيواله. د تانه څه کمېږي؟ څونه پيسې چې دې کېږي ووايه!

– اوح خدايه، د پيسو خبره نده. داسې دوا بېخي شته نه.

– بح بح، ډېره په زړه پورې ده! موږ درته احمقان ښکارو؟

شريف ټلفون بند کړ. له ډېره درده يې سترګې پټې کړې. نيکه يې په زړه کې وګرځېد، چې قهرجن ځوان ته قناعت ورکول غواړي. خو ظالم يې خبره نه اوري او ګوزارونه کوي. دغسې خلکو ته له هماغه وخته د شريف سا لنډېدله. اوس يې له ځان سره سل سپکې سپورې وويلې. غاښونه يې وچيچل روان شو:

– يره! زه درسره ګورم! چې ټول د پوهنتون په ريس بې آبه نه کم که مو پرېدم!

هغه په خپل موټر کې د کابل پوهنتون په لور روان و. په ډنګرو غومبرو کې يې د غاښچيچي نښې ليدل کېدې. يو مهال د پوهنتون د دېوال سره موازي خوشې و چې دوه موټره يې مخې ته لکه غرونه راشنه شول. ده ژر په بريک پښه کېکاږله. له ښويېدو سره يې ټايرونو لوګي وکړل. سېرېنا او دوه تنه منډلي ځوانان کېوتل. تورې عينکې يې په سترګو او تومانچې يې په لاسو کې پټې نيولې وې. هغې په موسکا غږ کړ:

– کېوځه ګرانه!

شريف يوه شېبه هک پک و. لارويو ورباندې د ملګرو ګمان کوه. هغې سږمې وپړسولې. ټيټ غږ يې واېست:

– ويم کېوځه!

دی له سربدالۍ ووت. يودم يې پښې په بريک او اکسلېټر کلکې کړې. توره لوخړه پورته شوه. سېرېنا او دوو ځوانانو پزې ونيولې. کله چې هوا روښانه شوه د شريف موټر نه و. هغه د جمال مېنې په يوه تنګه کوڅه کې په چټکۍ لېرې کېده. دوئ هم ورپسې شول. سېرېنا يو ځوان ته وويل:

– زه له ښيښې ځان باسم، ټينګه مې که!

هغې په بې غږه تومانچې د ټايرونو د ويشتلو هڅه وکړه. پلې خلک په چيغه دېوال ته تکيه شول. شريف چټک بلې کوڅې ته وګرځېد. دوئ په سرعت نژدې کېدل. يو مهال د شريف ټاير په ويالې کې بند شو. سېرېنا له خوشحالۍ نه چکچکې وکړې. خو کله چې نژدې ورغلل کوڅه د دوئ د موټرو لپاره ډېره تنګه وه. بېرته شاته لاړل چې د دراوزو د خلاصولو لپاره فضا پيدا شي. درېواړه له وسلو سره په پښو ور روان شول. هلته شريف هم موټر شاته راوست. دوئ يې رسېدو ته منتظر شول. هغه ناببره اکسلېټر کېکاږه. موټر په تېزۍ مخ ته لاړ. په ټوپونو له ويالې تېر شو. د عقب ښيښې يې دېوالونو يوړې. لويې کوڅې ته له وتلو سره پناه شو. سېرېنا شونډې وچيچلې. هواته يې چيغه کړه:

– ويم چېرې ځې؟ اخېر به مې پښو لاندې پروت يې. دا ځای دې نښه وي!

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

ليلما د تړې له سره پړانګ غار ته غلې وه. هلته سلام جان له ټيټکي زوی سره د کار لوښي بېلول او بې کاره يې په ځمکه ويشتل. سورکی ځوړند سر ولاړ و. کله چې يې زړه ټوکرۍ په بوجۍ ومنډله د هغه زغم پای ته ورسېد:

– دا لږې لرو؟

سلام جان په غاښچيچي ور وکتل:

– پرې يې ږدو چې، پوشوې، نور خلک يې ويسي؟

– وې دې سي! وبال به د اغئ په غاړه شي.

پلار يې په ملا نېغ شو. له ژور تنفس سره يې شاوخوا وکتل:

– ملک اکا رښتيا وايي. تکړه د نورو وار نيسي. مړتا، پوشوې، خپل نشي ساتلی.

خو سورکی په خپله خبره ولاړ و:

– د تره زوی مو دی. خلک خاندي.

سلام جان يودم په چيغه ور روان شو:

– غلی شه خربوټيه! اوس به دې، پو شوې، دددد، توبه! زرکوه دا بيسترې ويسه، اله!

کلکه سپېړه يې ورکړه. سورکی چپه شو. مخ يې ونيو. لکه انار سور واوښت. پلار يې بيا ور ودانګل. هغه ژر پاڅېد. له ورور سره د اجناسو په چلولو بوخت شو.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

غونډ منډ سړي په وړوکي مېز باندې په لپټاپ کې د شريف عکسونه کتل. کوټې کړکۍ نه لرلې. ريس د نېغو نېغو وېښتانو ککره ښه نژدې کړه:

– ګوره! د افغانستان دپاره لوی چانس دی. پيسې به لکه سېلاو راجاري شي.

ظفر په سر خوځولو تايد کړه. سړي په لنډ غوښين لاس ياداشتونه ليکل. په نري ښځينه غږ يې وپوښتل:

– چې شريف ولې فارموله نه درکوي؟ او د استخباراتو رياست څه کومک کولی شي؟

– تاسې يې مجبورولی شئ صيب. ګوره اصل کې فارموله به په روسانو خرڅوي.

ظفر غټه پزه ټېلوهله:

– اغه خو دسې سړی ندی ګلابه.

د استخباراتو مشر غوښين غومبري وړاندې کړل:

– د پروفيسر جسد ورک دی، ختم يې وبوله. نو که شريف سره رښتيا فارموله نه وي بيا؟

– بدن نه يې دوا باسو، او د دوا نه فارموله.

– خو ويې کئ کنه!

– ګوره! اول په لاس غوټه خلاصوو. اغسې بيا خارجي متخصصينو ته ضرورت دی. بل به سړی پکې مري.

ظفر له ځان سره وبنګېده:

– نه نو، وژل خو نو سم کار ندی ګلابه! بيا اغه زما انډيوال ام دی.

ريس ژر وويل:

– بله لاره وښيه!

د استخباراتو مشر څېړونکی نظر ور واچوه:

– موږ ته ملي ګټې موهمې دي جنرال صيب. چې انډيوال دې دی نو قانع يې که چې فارموله درکي!

ريس غږ واېست:

– ګوره! عجله په کار ده. که نه روسان به دا ام رانه بوځي. که مو پام وي ديپلوماتان يې کابل کې زيات شوي.

د استخباراتو د مشر نری غږ بيا جګ شو:

– يوازې روسان نه، ټول لوی قدرتونه راروان دي. او ګاونډيان خو څوک شمېرلی نشي. نو دا ټول د فارمولې ښکاريان دي آ؟

ريس سر وښوروه. د استخباراتو مشر مخ ظفر ته واړوه:

– خبره جدي ده جنرال صيب. په زور وي که په رضا فارموله تې وباسه! ځنډوه يې مه!

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

په رستورانت کې د رباب نرمه نغمه غږېدله (ستا د سترګو بلا واخلمه جانانه زما). تر غټ قنديل لاندې يوې ډلې ځوانانو ټوکې ټکالې کولې. په بل مېز دوو تنو خارجيانو، چې په غالب ګمان ښځه او مېړه ښکارېدل، په آرامه ډوډۍ خوړله. شريف لېرې د دېوال ترڅنګ مېز ته کېناست. له ځوان مېلمه پال څخه يې د انارو اوبه وغوښتې. دا مهال دوه تورکي ځوانان، چې په غالب ګمان پاکستاني وو، راښکاره شول. همالته دروازې ته نژدې په مېز راتاو شول. سم لا ناست نه وو چې درې تنه هنديان راغلل. سېخ د بل دېوال څنګ ته لاړل. ثانيې تېرې نه وې چې چينايي ټيپه ځوانان ننوتل. لنډه دا چې يو په بل پسې د بېلابېلو نژادونو او رنګونو کسان راتلل. خو ټول له شريف څخه لېرې کېناستل. مېلمه پالان په منډو شول. يو يې په خوښۍ خپل مشر ته وويل:

– نن ډېره ښه ورځ نده؟

– ده، ده، کار کوه کار!

هغه په خندا وځغاست. شريف په ټلفون کې د کوم علمي راپور په هکله غږېده. همدا وخت کارتر د مېز تر شا کېناست. تمام رستورانت تر سترګو لاندې ور وکتل. شريف کتاب ورکړ. ټول وارخطا شول. پاکستانيان آن په پښو ودرېدل. هغوئ ته په کتو هنديانو تومانچې پټې ونيولې. يو بل ته له کتلو يې معلومېده چې پوښتنه کوي (په کتاب کې څه دي؟) خو دلته کارتر له خندا شين واوښت:

– زه به ستا احسانونه څنګه په اوږو وړم. ښه وايه څنګه يې؟

شريف له غړپ سره وپسېده:

– يره پرون بيا ستا د وطندارانو نه وتښتېدلم.

– ای! وايي روسان بيولوژيکي وسله جوړوي. د امريکې نسل تبا کوي. دا رښتيا ده؟

– ټول د يو بل تبايي غواړي. دا شاوخوا ګوره! پام دې ندی؟

کارتر ورو سترګې وګرځولې. وارخطا شو:

– نه وځو؟

– يره څنګه وځې؟ ته لږ صبر وکه! دوئ په خپلو کې سره وران دي.

شريف پرته د پروفيسر له ژوندي پاتې کېدو ټوله کيسه وکړه. کارتر نور هم تک سور واوښت:

– ای انډيواله! سړي ته سوال پيدا شي چې موږ رښتيا اشرف المخلوقات يو؟

شريف په تش نظر ور کتل. هغه زياته کړه:

– چې د خپل نسل په تبايۍ کې ګټه څه ده؟ يا زه کمقل يم، نه پوېېږم. ښه ورک يې که! ما ويلې ام ستونزه په تاکې ده ام هيله تاته ده.

– يره يوازينۍ لاره زما د بدن بېرته عادي کول دي.

– خو زر يې وکه کنه!

– ماته يې چل نه راځي.

دواړه خپلې بې وسۍ ته غلي شول. دباندې سرګي له موټره کېوت. د رستورانت ودانۍ يې وڅېړله. دلته د شريف غږ ووت:

– او که بله اېڅ لاره نه وه نو… زه به چېرته پټ ځان ووژنم چې مړی مې څوک پيدا نکي.

کارتر برندې برندې کتلې. سر يې وښوروه. شريف زياته کړه:

– خو د اغه نه مخکې ځينې کارونه دي چې ويې کم.

د کارتر سور تندی راټول شو. ده ژوره سا واخېستله:

– يره زما يو ګونګی دوست ستا وطندارانو بيولی.

– د لېوه سره؟

– هو، چېرې دی؟

– رابرټ پوځي واحد ته راوستی.

– ولې يې نه خوشې کوي؟

– ښکاره خو په يوامريکايي باندې په حملې تورن دی. مګر فکر کوم تاسره د معاملې دپاره يې ساتلی.

– يره په اېستلو کې يې څه کومک کولی شې؟

– اېڅ لاره نلري.

– د افغانانو د ننوتلو امکان شته؟

– بېخي نه. پام کوه! تابه ام ونيسي. دونيا به په لوی مصيبت اخته شي.

– ستاسې قوماندان څه نومېږي؟

– ريچارډ کرېګ. څه پلان لرې؟

دا مهال سرګي او دوه ملګري يې رستورانت ته ننوتل. مېلمه پال مخې ته ورغی. خو هغه ټېلوهه. ټول بهرنيان بيا وخوځېدل. سرګي تومانچه په لاس مخامخ د شريف په لور روان شو. دده سترګې له ډېرې وارخطايۍ راووتلې. کارتر مخ شاته واړوه. شريف له جګېدو سره وويل:

– يره امدا روسان دي.

هغه کړکۍ ته منډه کړه. روسان هم ورخوشې شول. ټول رستورانت همغې خواته بيړه وکړه. کارتر چوکۍ لارې ته ټېلوهله. د سرګي پښه بنده شوه، ولوېد. خو دوه تنه روسان تېز تېر شول. سرګي په کارتر بريد وکړ. هغه په پوره ډاډ دفاع کوله. شريف د دريم منزل نه ټوپ کړ. پښې يې په رېړې کې ننوتلې. بادرنګان په سرک وکولېدل. د نورو هېوادونو کسانو زينې ته منډه کړه. خو سرګي بې له ځنډه د موټر بام ته خېز واچوه. ښيښې دانه دانه تيتې شوې. ځمکې ته له کېوتو سره يې شاوخوا نظر وځغلوه. شريف په ترېدلو خلکو کې نه ښکارېده. پاس په کړکۍ کې ولاړ روسان په کارتر پسې وګرځېدل. خو رستورانت مکمل تش و.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

شريف لابراتوار ته ننوت. له ډول ډول ماشينانو تېر شو. د چوکيو د قطارونو په پای کې د تختو د دېوال تر شا کمپيوټر ته کېناست. دا مهال يو تن، چې په انګړ کې دېوال ته تکيه و، په موبايل کې وپسېد:

– صيب! سرمحقق دفتر ته راغی… ويمه سرمحقق، سرمحقق راغی.

شريف په اينټرنېټ کې پروفيسر ته وليکل:

– سلام! څنګه يې؟

– وعليکم ګرانه! زما غم مه کوه! تاته مې سودا ده.

د دروازې کړس وخوت. دی غلی شو. زېبا د خوړو قاب په لاس ننوتله. نورو ته يې غږ کړ:

– راځئ ورکې شئ! داسې ګوښی ځای نشئ پيدا کولی.

ډله ښځې قابونه په لاس د چوکيو په قطارونو تيتې شوې. يوې وويل:

– ای! ما ويلې څو کاله پس به سر محقق صيب او مېرمن يې دسې ښکاري لکه نيا او لمسی.

زرغونې په ملنډو سترګې کږې وږې کړې. زېبا په خندا غبرګه کړه:

– په فيسبوک کې ځوانې شونډې د اغې په چپړ مخ. تې لاندې وليکه (( مينه رنګ او منګ نه پېژني ))

د خندا زورور زوږ پورته شو. کريم له دروازې سر ننوېست. زرغونې ناڅاپه چيغه کړه:

– څه خبره ده؟

کريم له شټوهلو سره بېرته پناه شو. دا وار خندا ګانو نور هم زور واخېست. زېبا دسيسه کارانه وويل:

– ای! چې دا دوا په لاس راشي ټول عمر به ځوانې يو. مزې کوئ مزې!

تهمينې مړ غږ واېست:

– چې ايڅوک ونه مري بالا به نو په دونيا کې خلک نه ځاېېږي.

يوې سورمخې شونډې ويتې کړې:

– بلا ورپسې! زه وېرېږم چې موږ غريبانو ته به ونه رسېږي.

تهمينې غبرګه کړه:

– بلا ولې ورپسې؟ چې خلک دونې ډېر سي ډوډۍ به بالا نه بسېږي. خلک خو خاورې وخوري خاورې.

شريف غوږ نيولی و. زيبا جانې چورتي ور وکتل:

– ای جلۍ ته رښتيا وايې. ماشومان به ام څوک نه رواړي.

زرغونه په ملنډو وپشېدله:

– چا په واده کې نه پرېښوده. اغه ويلې د ناوې سره کېنم. تاسې ته کله ورسېدله؟ ريس صيب وايي سرمحقق يې ايچاته نه ورکوي. اغه پوېېږئ څنګه دوا ده؟ چې ويې خورې حجرې دې تجزيه کېږي نه، بېرته يوځای کېږي. يانې اينسان بېرته شاته ځي ځي ځي… څو چې په نطفه بدل شي.

تهمينې په خوله لاس ونيو:

– وۍ وۍ وۍ توبه! دا خو لا بده سوه! چې ټول خلک د نطفې پر لور ولاړ سي بالا به کوچنيان تر غټانو ژر مري. وۍ توبه!

يوې ډنګرې سپينکۍ وويل:

– وۍ مه مې ډاروئ! دا وواياست چې سرمحقق صيب به بله ښځه چېرې وکي؟

زرغونې غاړه هسکه کړه:

– اغه ښايست چې دلته شته په ټول جهان کې يې نشي پيدا کولی.

شريف سر وڅنډه. ډنګرې ژر وويل:

– اغه ورځ زما پام و. تهمينه جانې ته يې داسې په مينه مينه کتلې.

شريف د ملنډو موسکا وکړه. تهمينې ژر ځواب ورکړ:

– بس که بس! د لېونۍ ګومان دې راباندې کړی. دونې ام نه يمه.

زېبا جدي ور وکتل:

– داده نو! نور څه غواړې؟ ښه هوښيار دی، ښه نوم، ښې پيسې لري. ښه ځواني به ولري…

تهمينې پخ پخ وخندل:

– دا لکه دوه موټران چې تنګه کوڅه کې سره مخامخ سي. يا به يو بل ټېلوهي، يا به پر شا ځي. وا دې روېده؟ زه داسې چاسره واده کوم چې يوځای راسره زوړ سي. چې په ځوانۍ کې مې د ځوانۍ په ارزوګانو پوه سي، په زړښت کې مې د زړښت.

شريف د سر په ښورولو تائيد کړه. نجيبه يې سترګو ته ودرېدله چې د همدې لپاره ځورېږي. سا اخېستل يې تېز شول. کمپيوټر ته يې ګوتې وروړې. کړپس يې وخوت. زرغونې سر اوږد کړ. هکه حيرانه شوه. له بېرته راتاوېدو سره يې په تهمينې سترګې برګې کړې:

– وۍ وۍ وۍ، تا غوندې چينجنې سره سرمحقق صيب واده نکوي. ځان باندې دې څه فکر کړی؟

د تهمينې سترګې راووتلې:

– خوله دې بالا بنده که نو! ما تاته څه ويلي؟

– تاته څه ويلي. چې سر محقق صيب ته دې وويلې لکه ماته چې دې ويلي وي.

له همدې سره ووتله. ټولو مېرمنو په حيرانتيا شونډې کېکاږلې. شريف پروفيسر ته وليکل:

– فکر به دې نه وي کړی چې څنګه پخواني حالت ته لاړ شم؟

سمدلاسه ځواب راغی:

– ګرانه! زه تاته ګورم. تا ويلې هرې ستونزې ته د حل لاره شته. ما ويلې حتما دې څه ليدلي دي.

– نه، د کومه شي؟ خو باور اوس هم لرم.

– که زما منې شاتګ ناممکنه دی. ما غوندې چېرته غلی استراحت وکړه!

– نه کېږي. ډېر مسئوليتونه لرم.

– بله لاره نشته.

– هيله کوم!

-اوو ګرانه! زما ځان تر تا قربان دی. خو دامې د وسې پورته ده.

– بيا نو يوازې يوه لاره پاتې کېږي.

– اووو، نه ګرانه، داسې مه وايه! وه خدايه! دا څه حال دی؟

شريف ډوبه سا واخېستله. ډکې سترګې بېرته ووت. ښځو له ډېرې حيرانتيا په وازو خولو لاسونه ونيول.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

مايک رابرټ له شکېدلي مخ سره چټک سالون ته راغی. سېرېنا عينکي ځوان ته مخامخ په پسته چوکۍ ناارامه ناسته وه. دی تېر شو. يخچال ته ودرېد. بوتل يې واخېست. له بېرته راتاوېدو سره برګ شو:

– حم، که بل څوک وای کنه، وختي به يې لکه د غولکې ګاټی رخصته کړې وې. اصلن د اېڅ کار نه يې.

د بوتل نه يې غړپ وکړ. عينکي ځوان سېرېنا ته د زغم اشاره کوله. هغې په سږمو کې په پشېدو وويل:

– ويم دا شريف هر وخت په اسانۍ د لاسه ووځي. زموږ د پلانونو نه خبر نه اوسي.

– پرېده نو! خپل مرداری په بل مه سولوه! تاته امدا اوس د اغه ځای مالوم ندی.

– اشتبا کوې صيب. امدا شېبه په څېړنيز مرکز کې دی.

– حم، ښه نو ولې ناسته يې خان بي بي؟

– ويم يو خو اغه کثيف جنرال هم ورپسې ورغی. تاسې خپله ويل چې غوغا جوړه نکئ.

– اوهووو! غوغا څه مانا؟ ټوله دونيا خبره ده.

– بل سرګي لېونی ام الته دی. د خدايه غواړي چې د پوليسو سره په لانجه واوړو. چې ميدان ورته خالي شي.

– حم، شرمېږې ام نه. روسانو شاته کړې يې. او ته ام په سپينو سترګو دا منې.

– ويم څه کولی شو؟

– راتلونکي اقدامات وسنجوه! په پای کې بايد شريف زموږ په لاس کې وي. ته نقشه راوباسه!

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

تر ډوډۍ وروسته زرغونه له ملګرې سره په باغچه کې کېناسته. ملګرې يې په ظريف ميکپ جوړ شوی مخ ور واړوه:

– ای جلکۍ! څېړنه دې ختمه کړه؟

– وختي. پېريانو ته غزنی څه دی. شل مخه مقاله مې ام وليکله.

– ای بلادې ووهه، څه خبره شوې؟ ولې دې خوله ويته ويته کېږي؟

زرغونه لږه ور وڅخېدله:

– خبره دې تاسره وي. د سرمحقق سره واده کوم.

ملګرې يې ټېغې ټېغې سترګې راواېستلې:

– تا خو رښتيا عقل خريلی! اغه ځوان جهان کريم شړې، او دا بوډا تړې؟

– کمقلې! ورځ په ورځ ځوانېږي.

– خو ته شوړېږې.

– ای ورکه شې! ښې پيسې، ښه جايداد لري. دا ټول پرېده! د ځوانۍ دوا به تې واخلمه. شوړېدل ختم.

– ته زنځه يې، خو بې مغزو. اغه د خپلې بوډۍ وفاداره کوکری دی. پوشوې؟

– وبه ګورې! ما غوندې د کوچو مړۍ ته به هر څه پرېدي.

شېبه وروسته زرغونې کاغذونه د شريف مخې ته په مېز کېښودل:

– مقاله ده. يو ځل يې وګوره!

شريف يې څېرې ته ځير شو. په تالار کې د تهمينې خبرې او ددې طرفداري ورپه ياده شوه. هغې وپوښتل:

– ولې سرمحقق صيب، ولې خفه ښکارې؟

– نه نه، اسې.

زرغونې يې په لاس پوست ورغوی کېښود:

– اېڅ تشويش مه کوه! زه خو يم.

شريف لاس  نرم کش کړ او په تعجب يې وکتل. هغې ژر وويل:

– پوېېږم. زه يوه جلۍ يم. بايد داسې ونه وايم. خو چې څوک درته ګران وي د اغه سره کومک څه ګونا لري؟

د شريف تعجب څو غبرګې شو. خو د هغې د سترګو کاسې ډکې وې:

–  زه نه غواړم تاته ستونزې جوړې کم. يوازې د دوستۍ د مخې…

ستونی يې ډک او اوښکې يې روانې شوې. شريف ورپاڅېد:

– يره ته چپ! څه خبره ده؟ ولې ژاړې؟

– زه غواړم د چا درد ته دوا شم. څوک مې درد احساس کي. خو…

هغه په سلګيو شوه. شريف يې په اوږه لاس کېښود. لکه په لور، ورو ورو يې لاس کش کړ. په زړه کې يې تېر شول (ای کمقلې! ته درد څه پېژنې؟ داسې دردونه شته چې اېڅ دوا نلري) خو په خوله يې وويل:

– يره تا غوندې ښاېسته او لايقه جلۍ چې تشويش ولري نو نور دې مړه شي.

زرغونې يې په اوږه سر کېښود. شريف غوښتل لېرې يې کړي. خو د هغې سلګيو اجازه نه ورکوله. لږه شېبه پس يې ژړا ودرېدله. د دروازې له خولې يې مخ واړوه:

– مننه شريف جانه! زړه مې سپک شو. ته ام په هر مشکل کې په ما غږ کولی شې.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

د رخصتۍ وخت و. ټول مامورين لکه مېږيان له دفترونو راووتل. ملګرې يې د زرغونې څنګ ته راغله:

– ای زنځې! څه وشوه؟

– ته غلې شه!

هغې زنګ ووهه:

– الو الو! ترورې!

هلته نجيبې د جامو اوتو کول ودرول. زرغونې وويل:

– وۍ ترورې قربان دې شم. يوه خبره مې کوله. زړه مې درزېږي چې خفه نشې.

د نجيبې رنګ بدل شو:

– ته څوک يې؟ مالې څه خبره ده؟

– زرغونه يمه. الا څنګه يې وويمه؟ ما ويلې شريف ځوانېږي ته زړېږې. موږ فيصله کړې چې واده وکو.

د هغې د ملګرې خوله او سترګې تر وروستي برېده کش شوې. شاوخوا يې وکتل چې نور څوک خو يې نه اوري. مامورين يو په بل پسې موټرو ته ختل. کريم يې وليد چې له لېرې متوجه دی. هلته نجيبې غاښونه وچيچل:

– دا څه بد کوې مردارې؟

– وۍ ترورې تاته خو مالومه ده. دا ژوند امداسې راغلی. اېڅوک ملامت ندي. زه به…

– ای خرې، سپۍ! پام کوه! مالې دوه څيرې به دې کم! پوه شوې؟

– وۍ! ته ولې په قاره يې؟ ما شريف جان ته ام وويلې. ما ويلې زه به د ترور تر مرګه د اغې خدمت کوم.

– چپ کنچڼۍ! زه به دې خدمت سره په ګور ومنډم په ګور!

ټليفون بند شو. زرغونې کټ کټ وخندل. پارېدلې ملګرې يې وپسېدله:

– دا دې څه لاونډ باندې که؟

هلته نجيبې سمدلاسه شريف ته زنګ ووهه. په چيغو چيغو يې ژړل:

– اله خدای دې مه ښادوه سړيه! مالې زه دې په شرمونو وشرمولم. خدای دې وشرموه!

– يره ولې ولې؟ څه خبره شوې؟ ته…

– اله بل واده دې ستاسر وخوري! ته دې د زرغونې سر ته کېنې، زرغونه دې ستا سر ته کېني!

– وا! يره ته خبره وکه! چا ويل چې زرغونې سره واده کوم؟ دا څه…

– هی خدای دې وشرموه! مالې خپله دې ورته ويلي چې زنګ ورته ووهه! ويم ستاسې په واده دې الله تندر راولي. مالې زه د کوره ځم. والله که يوه شېبه کېنم. خدای دې تباه که چې زه دې تباه کړمه.

– يره ته څه لېونۍ يې. زه بېخي خبر…

ټليفون بند شو. شريف په رېږدېدلو لاسونو سلسلې ته زنګ ووهه. هغې ځواب ورکړ چې د مور د وتلو مخنيوي نشي کولی. شريف په بيړه وويل:

– يره ته ورکه ټيليفون!

– نه يې اخلي.

– يره دا څه لېونۍ ده. نه خبره اوري، نه صبر کوي.

سلسلې څه ونه ويل. شريف غږ کړ:

– ته ګوره لورې! تر څو زه رسېږم کلکه يې که!

ده په خپل بکس حمله وکړه. خو دهلېز ته له وتلو سره يې نژدې له ظفر سره ټکر کړی وای. ورسره ولاړو ځوانانو ټول دهلېز بند کړی و. زرغونې دا هرڅه ليدل. کريم بيا دواړه څارل. شريف په تعجب له ظفره وپوښتل:

– يره څه خبره ده؟

– اسې لږ کار مې درسره دی ګلابه.

د ظفر چلند بدل و. مګر شريف کور ته بيړه لرله. د هغوئ تر منځ يې د لار اېستلو پر مهال وويل:

– يره زه اوس وخت نلرم.

خو پوليسو له مټو ونيو. شريف چيغه کړه:

– خوشې کئ! زه په کور کې عاجل کار لرم.

زرغونه وارخطا ور روانه شوه. ملګرې يې وپوښتل:

– ای جلۍ! ته چېرې؟ موټر ځي.

– ځه ته لاړه شه!

دلته ظفر په وچ غږ وپوښتل:

– څه کار لرې ګلابه؟

– يره نجيبې قار کړی. د کوره وځي.

ظفر په بې پروايۍ وويل:

– راځه موږ به دې ورسوو.

شريف دا د هغه شخصي موضوع وبلله. هيله يې وکړه چې خپل کار ته يې پرېږدي. خو پوليس په خپله خبره ولاړ و. هغوئ د زينې په سر کې وو چې زرغونه ورسېدله. سمدلاسه يې وپوښتل:

– څه خبره ده؟

شريف يودم ورباندې برګ شو:

– يره تا څه بد کړي؟ ولې دې نجيبې ته زنګ وهلی؟

– ما؟ ما خو ورته بده خبره نده کړې.

شريف په غاښچيچي ور روان شو:

– بد دې کړي. رذيلې! تا ورته ويلي چې ما سره واده کوې. تا…

زرغونه په شاتګ کې د کټارې له پاسه په سرکونډۍ واوښتله. په چيغه د اول منزل په لور خوشې شوه. د ټولو ساوې بندې شوې چې اوس به په کانګرېټ ولګېږي. خو داسې ونه شول. شريف او پوليسو په منډه لاندې وکتل. هلته کريم زرغونه له غېږې کوزه کړه. د هغې رنګ پک الوتی و. ټولو د هوسايۍ سا واخېستله. شريف يودم وځغاست. پوليسو فکر وکړ چې په زرغونې بريد کوي. خو هغه يې ترڅنګ تېر شو. ظفر سمدلاسه مخابره وکړه:

– سرمحقق وتښتېد. ويې نيسئ!

په انګړ کې پوليسو ژر شاوخوا وکتل. خو شريف د دوانۍ شاته وتی و. په يو ټوپ د دېوال په اغزن سيم کوڅې ته واوښت. هلته له تور لنډکروزر څخه روسان راووتل. دی هک پک شو. د کوڅې بلې خواته يې مخه کړه. خو هلته هم يو روسي په منډه کې تومانچه له بډې واېستله. په شريف لارې بندې شوې. د څنګ کور دروازه يې ټېلوهله. بنده وه. روسان له دواړو خواوو نژدې کېدل. دی په جمناستيکي سرکونډۍ بېرته د څېړنيز مرکز انګړ ته کېوت. ور روان ږيرور پوليس ته يې قلم وښود:

– يره دادی پيدا مې که.

هغه پوه نشو. يو روسي د دېوال له سره د اغزنو سيمانو تر کړيو وکتل. د پوليسو په ليدو بېرته ورک شو. ظفر له خپلو کسانو سره سا نيولی راورسېد. شريف ژر وويل:

– يره ځه نو چې اوس ځو!

– ته ولې وتښتېدلې ګلابه؟

– زه؟ کله؟ يره دلته رانه قلم پاتې و. زر راغلم، وامې خېست.

ږيرور پوليس هم تائيدي سر وښوروه. ظفر له شکه ډکې څېرې سره روان شو. زرغونه او کريم د مامورينو موټر ته وختل چې کورونو ته لاړ شي. شريف د ظفر په غوږ کې ورو وويل:

– يره دباندې بهرنيان ولاړ دي.

هغه په پوښتونکي نظر ور وکتل. د شريف کندې والا زنه وخوځېدله:

– ما د پاس منزل نه وليدل. څو موټره بهرنيان دي. يره چې بد نيت ونلري.

ظفر ته دا خبره د باور وړ نه ښکارېدله. په مخابره کې يې وپوښتل:

– دباندې په کوڅه کې خو کوم شی شکمن نه ښکاري ګلابه؟

– نه جنرال صيب! يوازې دوه د تورو ښيښو موټر ولاړ دي.

– دا لا شکمن څه نشته. پوښتنه وکه چې دلته څه کوي؟

افسر په آرامو ګامونو نژدې ورغی. سرګي په قهر لاړې تو کړې. له خندا شين له موټره ووت:

– اوپا! ډګروال صيب، ستاسې په ښکلي ښار کې مې دا سيمه ډېره زياته خوښېږي. امنيتي مشکل خو نشته؟

افسر په موسکا سر وڅنډه. سرګي وروځې واچولې:

– تاسې غوندې زمريان چې وي غم نشته. امداسې کنه؟

افسر له غروره ډکه موسکا وکړه. سرګي په موټر کې کېناست. حرکت يې وکړ. افسر مخابره خولې ته ونيوله:

– صيب ډېر په خبره پوه ديپلوماتان وو، لاړه.

ظفر سپکوونکی نظر شريف ته واچوه او موټر ته وخوت. درې تعقيبي موټره ورپسې شول. په لاره کې يې په آرامه وويل:

– بچو! ستا دلاسه زه وشرمېدلم.

شريف ورځير شو. هغه خپلو خبرو ته دوام ورکړ:

– خاين وختلې. وطن ته ډېر لوی کار کولی شې، خو نه يې کوې. مغزو کې دې ډز شوی څه بلا.

دی ښه پوهېده چې هغه څه وايي. مګر څېره يې له مصنوعي تعجبه ډکه وه. ظفر زياته کړه:

– په دې کې خو ګلابه ستا خپله ګټه ده. که فارموله ورکې څه به وشي؟ په نېک نوم به دې ام ياد کي او څوک به په تا کار ام نلري. په دې دونيا کې بل څه دي ګلابه؟ يوازې نېک نوم دی چې د سړي نه پاتې کېږي، بس.

شريف په چورت کې کله سترګو او کله غټې پزې ته ورکتل. نه پوهېده چې که د فارمولې خطرونه ورتشرېح کړي پوه به شي که نه. په اوږه يې لاس ورکېښود:

– يره ته ام د اغوئ غوندې فکر کوې. په دې به بيا په آرامه وغږېږو.

سرګي او سېرېنا په بېلابېلو ټکسيانو کې ورپسې وو. هغوئ چې فرعي کوڅې ته وڅرخېدل، دوئ په عمومي سرک منتظر شول. شريف په کور ننوت. خو کوټو ويل ماته مه راځه! د الماريو خولې وازې او جامې تيتې وې. نجيبې خپل موبايل هم نه پورته کوه. شريف ټولو خپلوانو ته زنګونه ووهل. هېچېرې نه وه. ظفر وويل:

– اېڅ ښځه بنه نشي زغملی ګلابه.

– يره چې خبر نه يې غلی شه!

– زما پکې کار نشته ګلابه. ماته فارموله راکه!

د هغه کتل زيږه وو. شريف په آرامه وويل:

– يره اول زما يو کار وکه بيا به ګورو!

– شرطونه مه ږده ګلابه! ته بندي يې. په هر حال کې درنه فارموله اخلم.

– وايي زور مې په تا نه رسي مړ به دې ابا کم. يره نر يې خپل کار سم وکه.

ظفر په بګوره ورتاو شو:

– کوم کار؟

– ته خپل وطنداران د خارجيانو د لاسه نشې خلاصولی، د ساينس پوهانو کارونه دې رااخېستي.

– ستا انډيوال يادوې؟ اوس زما دپاره فارموله موهمه ده.

بختيار کوټې ته راننوت:

– ښه ښه، انډيوالي امدسې وي. تاسې يوازې يوازې ګرځئ ما نه خبروئ.

شريف ظفر ته وکتل. هغه په موسکا سترګې ښکته واچولې.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

په تلوېزيون کې هندي فلم چلېده. ظفر په پستې چوکۍ اوږد غځېدلی و. په موبايل کې يې وويل:

– ګلابه! زه دلته د سرمحقق شريف کره يم. مالومه نده چې څه وخت درځم. ته کارونه سمبال که!

مقابل کس مشوره ورکړه:

– صيب قوماندانۍ ته يې راولئ! ولې ځان سرګردانه کوئ؟

– ته خو صبر! د اور پرتوګ دی کنه.

شېبه پس د ظفر خرهار خوت. بختيار هم چالان تلوېزيون ته ويده و. مګر شريف په بلې کوټې کې يو قرار چت ته کتل. نجيبه يې سترګو ته ولاړه وه. هسې نه چې د هغې تر ليدلو مخکې له دنيا نه لاړ شي. منګلي ته يې هم سودا وه. د هغه د ځورېدو ټول لامل يې ځان باله. د موبايل زنګ ووېروه. دا زرغونه وه:

– شريف جانه! د پوليسو نه خلاص شوې؟

– يره څه مې کوې؟ او شريف جان څه مانا؟ تاته سرمحقق صيب يم.

– ښه. ما ويلې خبره شوم چې د خارجيانو د خوا ام درته خطر دی. زړه مې سخت درزېږي…

– تا پورې اړه نلري.

– نه، ما ويلې زه هر کومک ته تياره يمه.

– بل غم راته ګورې؟

– نه نه، رښتيا وايم.

– يره زه تاته اېڅ ضرورت نلرم.

ټلفون يې بند کړ. خو هلته زرغونه په رښتيا وارخطا وه. په کوټې کې ګرځېدله او نه پوهېده چې څه وکړي. دلته شريف کړکۍ ته ودرېد. څو پوليسو په انګړ کې غورې کولې. افسر يې له ولاړې خېټې سره د برنډې په چوکۍ ناست و. ده ته د تېښتې چورت ورغی. خو په يوازې ځان د منګلي خلاصول هم ناشوني وو. د وچې مېوې او چای له پتنوس سره د افسر څنګ ته لاړ.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

سبا په تور لنډ کروزر کې يو افغان جنرال له دريو تعقيبي موټرو سره د امريکايانو د پوځي واحد مخې ته ودرېد. د دروازې ساتونکي ته يې وويل:

– ريچارډ کرېګ ته ووايه چې داخله وزارت نه يو جنرال راغلی. عاجله غونډه درسره لري.

– د څه شی په باره کې؟

– يره دا څه ډول پوښتنه ده؟

ساتونکی بېرته غرفې ته ننوت. ټلفون يې غوږ ته ونيو. ترلږ ځنډ وروسته راووت:

– يوازې تاسې راتلی شئ. باډيګاردان او موټر دې لرې ودرېږي!

جنرال په چټکو ګامونو د سيارو کانکرېټي دېوالونو اوږده کوڅه ووهله. تر تلاشيو تېر شو. د يو تن ساتونکي په بدرګه انګړ ته ووت. هلته تړلی لېوه وغورېد او په جنرال پسې يې زور ووهه. سور سری کارتر دده له څنګه تېز تېر شو. ساتونکي يوې کوټې ته ګوته ونيوله:

– قوماندان ريچارډ کرېګ دلته دی صيب.

دروازه يې ټېلوهله او خپله شاته شو. دننه دوه تنه نور ساتونکي لکه بتان شخ ولاړ وو. دی د هغوئ ترمنځ تېر شو . ريچارډ کرېګ په پښو ودرېد. په څارګرو سترګو يې لاس د غټ مېز له شا څخه اوږد کړ:

– مېرباني، کېنئ!

جنرال په دېوال کې د امريکې د ولسمشر تر عکس لاندې د افغانستان نقشې ته ځير و. مخ يې د دفتر په بل سر کې د څو چوکيو په وړاندې لوی سکرين ته واړوه. کرېګ غلی و چې د مقابل لوري خبرې واوري. جنرال په موسکا دروازې ته اشاره وکړه:

– يره لکه چې په خپلو عسکرو باور نلرئ.

– هاهاها، د اينسانانو ارزښتونه ثابت نه وي. موږ په خپل سيسټم باور لرو.

د جنرال له تليو نری تپ خوت. هغه د مالوچو مردکی په سږمه ننوېست. د ريچارډ تندی ګونجې شو. ويې پوښتل:

– موږ او تاسې سره ليدلي ندي؟

– يره دادی ومو ليدل. باور لرم چې نه هېرېدونکې خاطره به وي.

ريچارډ په شک ورځير شو. بېرته يې په څېره موسکا وځغلېده. له تکيې لګولو سره يې چيغه کړه:

– هاهاها تاسې سرمحقق شريف يئ. اوح لعنتي! مايک رابرټ به له خوښۍ…

يودم يې زوروره خندا پيل کړه. شريف په موسکا په مېز ګوته کشوله. ريچارډ پرله پسې خندل. دی په آرامه د دروازې په لور وخوځېد. هلته ساتونکي هم چپه چپه اوښتل. شريف ورڅخه تېر شو، انګړ ته ووت. مخامخ په دويم پوړ کې کارتر ولاړ و. همدا مهال سېرېنا او رابرټ له موټره کېوتل. هغوئ افغان جنرال ته په شک وکتل. د ريچارډ د دفتر په لور يې چټک ګامونه واخېستل. د کارتر نظر د اول منزل يوې کوټې ته اوښتی و. شريف د هغې ساتونکي ته نژدې ورغی. له بوټونو يې اوس هم تپ خوت. ويې پوښتل:

– يره ګونګی دلته دی؟

هغه وارخطا شو:

– تاسې څوک يئ؟ ايجازه نشته.

– يره دروازه څنګه خلاصېږي؟

بوی د ساتونکي پزې ته ورسېد. خپلې غټې ګوتې ته په کتو له خندا شين شو. شريف د هغه ګوته په زوره په قلف کېښوده. کړس بېرته شو. منګلي په تشه کوټه کې شا اړولې، غونج ناست و. شريف وخوځوه. هغه اوږې وڅنډلې او په قهر راوڅرخيد. يودم په رډو سترګو نېغ ودرېد. شريف په اشارو وويل:

– يره نه وځو؟

هغه غاړۍ ور واچوله. په اشارو يې وپوښتل:

– ته د کومه شوې؟ دا دې ځان نه څه جوړکړي؟

شريف يې په سږمه د مالوچو مردکی ننوېست:

– يره راځه بيا به کيسه وکم.

دواړه د عسکر ترڅنګ، چې له ډېرې خندا په ځمکه لوغړېده، تېر شول. منګلي په منډه د لېوه له غاړې رسۍ خلاصه کړه. دا وخت د خطر کڼوونکی زنګ جګ شو.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

د پوځي واحد څخه دباندې پوليسو په بې صبرۍ انتظار اېست. افسر به خېټه کله په يو اړخ واړوله کله په بل. خو سترګې يې له پوځي واحد څخه نه شکولې. همدا وخت په مخابره کې غږ شو:

– تاسې چېرې ورک شوئ ګلابه؟

افسر نېغ کېناست:

– صيب! د اډې مخ کې يو کنه.

– د اډې مخ کې؟ شريف دې څه که شريف؟ زه منتظر يم ګلابه.

– تاسې ويلې کنه اډې ته يې بوځه! د جنرالۍ درېشي مې ام ورکړه.

– ماغزه دې خراب دي. کومه دريشي، کومه اډه؟

– د امريکايانو اډه. تاسې سرمحقق صيب ته زنګ ونه وهه؟

– ما؟ غولولی يې يې احمقه. دا غږ د څه شي دی؟

– په اډه کې د خطر زيګنال ښکاري. صيب ما خو…

– وۍ وۍ! لکه چې ويې نيوه. ګوره خره! دوعا کوه چې شريف راووځي. که نه د ژونده لاس ووينځه!

– ښه صيب.

– غوږ کېده د ښه صيب زو! که راووت سيخ يې ماته راوله. که راونه وت بيا ته خر سيخ ماته راشه!

– ښه صيب.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

په پوځي واحد کې منډې رامنډې وې. د ټولو برجونو پهره دارانو د وسلو په دوربين کې باندنۍ ساحه څارله. ځېنې عسکر بام ته وختل چې معلومه کړي خطر له کومې خوا دی. په مخابره کې لارښوونو د ټولو سترګې انګړ ته واړولې.

شريف د بوټونو له تليو ټوټې بېلې کړې او په ميدان کې يې وغورځولې. له هغوئ څخه غليظ تپ وخوت. د خولۍ له منځه يې دوه جوړې سپېرېنګان وباسل. يوه جوړه يې په خپلو او بله يې د ملګري په بوټونو پسې وتړله. منګلي لېوه په اوږو واچوه.

سېرېنا او رابرټ له پوزبند سره په منډه راووتل. شريف او منګلي يو بل له ملا کلک ونيول. په سپېرېنګانو يې لکه نښتي ملخان جګ جګ ټوپونه ووهل. همدا چې له اول کانکريټي دېواله واوښتل، له بامه يو وارخطا عسکر ورباندې ډزې وکړې. سېرېنا او رابرټ د خپلو موټرو خواته په منډه کې چيغه کړه:

– ويم مه يې ولئ احمقانو!

هلته د دروازې پهره دار په هوا کې د هغوئ په ليدو ټوپک ورسم کړ. اولې ضربې يې د شريف پتلون سوری کړ. بيا منتظر شو چې شريف دوئ هوا ته پورته شي. يو تن د شاله خوا ټېلوهه:

– دا څه کوې؟

پهره دار مخ واړوه. کارتر ته يې سلامي ووهله:

– صيب! دښمن دی.

همدا وخت شريف د نژدې دېوال شاته ورک شو. کارتر عسکر ته په قهر وويل:

– وادې نه ورېدل چې مه يې ولئ؟

– ولې؟

شريف د وروستي دېوال شاته پناه شو. کارتر د هوسايۍ سا واخېستله:

– زه ام نه پوېېږم.

دا مهال سېرېنا او رابرټ چيغې کړې چې زموږ موټر ته دروازه خلاصه کړئ. دباندې شريف سپېرېنګان وغورځول. دواړه د پوليسو په موټر ننوتل او حرکت يې وکړ. خېټور افسر په مخکې سيټ کې او سرتېری په ډاله کې ځای په ځای شوی و. شريف د جنرالۍ جامې بدلولې چې افسر ناببره سپېړه ورکړه:

– زه دې وغولولم؟ آ؟ زه به دې پسته خوښ شم! ته ودرې!

منګلی برګ شو. شريف له مټې ونيو. د پوليسو زيګنالونو نور موټران اړ کول چې لاره پرېږدي. خو په پل محمودخان کې پاخه ودرېدل. منګلي له خپل غير معمولي غږ سره په اشارو وپوښتل:

– چېرې ځو؟

پوليسو هکې پکې کتلې چې دا خو ګونګی دی. شريف هم په اشارو هم په غږ جواب ورکړ:

– ظفر ته ځو. لوی جنرال دی.

افسر او سرتېري په آرامه تکيه کړې وه. شريف له جېبه پلاستيکي کڅوړه واېسته. منځ يې لوند ښکارېده. ويې شکوله. تپ ترې وخوت. درېواړو پوليسو په خندا او لېوه په غور غور پيل وکړ. شريف خندېدونکی ډرېور په سختۍ لېرې کړ. خپله يې په ځای کېناست. شترنګ يې وڅرخوه راوڅرخوه. موټر مخ او شاته لاړ. قرار قرار ووت. خو تعقيبي موټر بند پاتې وو. تر پله هاخوا په ټکسي کې کېناستل. د سپينې خولۍ چلوونکي د لېوه خواته په کرکه وکتل:

– چېرې ځئ؟

– يره ارزان قيمت ته.

– سپيان جنګوئ!

شريف موسکی شو:

– نه، دا مو کور ته ساتلی.

هغوئ د عيدګاه مخې ته روان و. هره شېبه يې شاته کتل. د خارجيانو دوه موټر يې وليدل چې په بيړه تر نورو مخکې کېدل. شريف وارخطا شو. د سېرېنا موجوديت يې وارخطايي دوه چنده کړه. ډېرېور ته يې وويل:

– اوستاده! دا شاته تور موټر دې ګير نکي!

– ولې؟

– دښمنان دي.

ډرېور موټر ودروه:

– کېوځئ، اله اله اله، کېوځئ! ماته د اوله چندان سړي ښکاره نه شوئ!

شريف د کېوتو پرمهال منګلي ته اشاره وکړه چې اوسه. تر موټر راتاو شو. په بيړه يې ډرېور وغورځوه او خپله شترينګ ته کېناست. دا وخت يې دواړو موټرو مخه ډپ کړه. هغه يې په سرعت تر څنګ تېر شو. ټکسي وان يې په هنداره کې ليده چې خولۍ په لاس پوليسو ته چيغې وهي. خارجيانو هڅه کوله د سيل کوونکو موټروانانو له منځه ووځي.

شريف له عمومي سرک څخه په سرعت د شا شهيد سيمې ته تېر شو. شاته د بريکونو غژس او هارنونه واورېدل شول. بهرنيان يې په هنداره کې وليدل چې په سرعت نژدې کېږي. دی سمدلاسه يوې کوڅې ته تاو شو. منګلی او لېوه يې په بيړه کوز کړل. پيسې يې په لاس ورکړې:

– يره کونړ ته لاړ نشې! په دا کنډواله ننوځه! اله اله ننوځه!

ده بيا په اکسېلېټر پښه ټينګه کړه. تعقيبوونکي هم ښکاره شول. شريف په کوڅو کې تاور راتاو شو چې د وتلو لار پيدا کړي. په پای کې بند دېوال ته ودرېد. تر څو له موټره کېوت د امريکايانو ډله ترې راتاوه شوه.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

نجيبه د برنډې په ټغر غلې ناسته وه. زړه يې ډک او سترګې نمجنې وې. غټو مېږيانو په کانکرېټ باندې لنډې لنډې منډې وهلې. هغې په ټليفون کې د زرغونې شمېره راوستله. ګوته يې په تڼۍ ونيوله. خو په کېکاږلو کې زړه نا زړه وه. دننه په پخلنځي کې سباوون د مېرمنې تر بريدونو لاندې و. ماشومانو منډې رامنډې وهلې. فريدې له دېګ څخه سړې وريجې په کڅوړې کې واړولې. هغه يې د خزلو ټيم ته واره کړه. ډډ غږ يې واېست:

– چې پلار کره تلمه ښه! لکه ددې برخه چې مې خوړله. مخه ښه يې نه ويله ښه! دې ويلې ټول عمر به زما پاچايي وي ښه!

سباوون اوږد ورمېږ وسولوه. د لاس په اشاره يې هڅه کوله د فريدې غږ ټيټ کړي:

– ځه اوس ستا پاچايي ده. څه کوې؟ وژنې يې؟

– زما کره به نه راتله ښه! الته يې ورور ده، خور يې ده ښه!

– زه يې زوی يم. اغه يې…

– اغه وخت يې زوی نه وې، اوس يې زوی شوې؟

دا مهال ظفر له څو تنو سرتېرو سره انګړ ته ننوت. نجيبې په تعجب وکتلې. هغه د ګلانو ترمنځ په کانکرېټي لارې ور روان شو. په دې ترڅ کې يې غږ کړ:

– ورېندارې! کور تلاشي کوو. چېرې دی سباوون؟

– سباوونه زويه! سباوونه! مالې څه خبره ده وروره؟

– ورېندارې ځان ناګاره مه اچوه! نن به ټول تلوېزونونه ايلانونه ام وکي.

سباوون له اميدوارې فريدې او ماشومانو سره وارخطا راووت. ظفر مخ ور واړوه:

– پلار دې چېرې دی ګلابه؟

– نه پوېېږم. څه يې کړي؟

– اېڅ يې ندي کړي ګلابه؟ تش ميلي خاين دی.

دا مهال سلسله هم له پوهنتونه راغله. د پوليسو په ليدو وډاره شوه چې په دوئ پسې راغلي که څنګه؟ نجيبې په ظفر غږ کړ:

– مالې ته خو ووايه! اوس خبره څه ده؟

– د ځوانۍ فارموله مو وغوښته چې دوا تې جوړه کو، لاړ وتښتېده. دا ځان ته سرمحقق وايي. ولټوئ الکانو!

سرتېري په کوټو کې تيت شول. فريده له ځان سره وبنګېدله (هر کله ددوئ دپاره موږ په بلا ککړ يو) د مېړه يې په سترګو کې د قهر سپرغۍ وبرېښېدې. خو ځان يې کنټرول کړ. سلسله ظفر ته وړاندې ورغله:

– کاکا! ته خو مې پلار پېژنې. دا کار به د وطن په ګټه نه وي. که نه اغه…

– په ګټه نه وي؟ خپله فکر وکه! يو زوړ سرمايه دار به څو روپۍ ورکي چې بېرته ځوان شي؟ آ؟ افغانستان به په پيسو کې غرق شي غرق. شريف اوس اغه پخوانی ندی. غټ خاين تې جوړ شوی.

لږه شېبه پس جوته شوه چې هغه په کور کې نشته. ظفر ټولو ته مخ واوړه:

– ګورئ! ستاسې وظيفه ده چې شريف راشي موږ ته خبر راکئ! که نه تاسې ام په جرم کې شريکېږي.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

تر لويې څپرې لاندې دوه ګاډي ودرېدل. لاس تړلی شريف يې لنډ په ودانۍ ننوېست. په لوی سالون کې يې تور ټوکر له سترګو کش شو. ځان يې د دېوال مخې ته وليد. ويې پوښتل:

– يره چېرې يم؟

– ويم دوزخ کې.

سېرېنا ورڅخه په غرور سترګې واړولې. دی حيران و چې ولې دېوال ته ولاړ دي؟ شاوخوا يې سترګې وګرځولې. په بې فرشه سالون کې درې سيټه کوچونه وو. د يوې خلاصې دروازې له لارې کمپيوټر ته ناست ځوان ښکارېده. په سکرين يې د دنګې ودانۍ نقشه وه. يوازې پاسني درې منزله يې رنګ شوي وو. ځوان له لاندينيو خړو منزلو څخه يو ته ټونګه ورکړه. په لوی تالار کې منظمې ټانکۍ ښکاره شوې. دا مهال د شريف مخ ته دېوال بېرته شو. دی يې روښانه ليفټ ته ټېلوهه. څو منزله لاندې لاړل. شېبه پس سېرېنا رابرټ ته پروت شريف وښود:

– دا در واخله! ويم ما خپله دنده سر ته ورسوله.

رابرټ مننه وکړه. خو هغې شاته وهم نه کتل. دی ولاړو ځوانانو ته موسکی شو. وروسته يې غاښونه وچيچل. په شريف راکوږ شو. تر څو سپېړو ورکولو وروسته يې په انګرېزي وويل:

– حم، ای کثيفه! ډېر دې وځورولو. اخير ګير شوې. فارموله چېرې ده فارموله!

دی سمه تخته پروت و. پرله پسې ستمېده. له پزې او شونډو يې وينه تله. رابرټ کلکه څنګله په ټټر کې ورکړه. دده سا بنده شوه. سخت وټوخېد. هغه د لوی مېز په يوې چوکۍ تر ناستې وروسته غږ کړ:

– ورتاوه يې کئ!

کلسري يې په غاړه کې کړۍ واچوله! د رېموټ تڼۍ يې کېکاږله. شريف په ټول بدن کې د ستنو چوخېدل او سوزېدل احساس کړل. چيغې يې ووهلې، ولوغړېده. دغه حالت دېرش ثانيې دوام وکړ. هغه له نېغو نېغو وېښتو او سور مخ سره سوړ پرېوت. رابرټ غوږ ور واړوه چې ګواکې سم يې واوري:

– حم، څه دې وويل؟ فارموله چېرې ده؟ چېرې؟

شريف يوازې پرله پسې سا اخېستله. د پزې او شونډو وينه يې د زنې له کندې څڅېدله. رابرټ کلسري ته د تکرار اشاره وکړه. بيا چيغې شوې. په پای کې شواړ پروت شريف ته په موسکا راټيټ شو:

– حم، ای سړيه! ته اوس تکړه يې، که فارموله درسره په رښتيا نشته؟

د شريف له خولې په پښتو ژبه په سختۍ ووتل:

– يره خاورې ته تکړه يم.

يو تن ترجمه کړه. رابرټ په افسوس سر وڅنډه:

– دا نو ستا بدبختي ده.

هغه کلکه لغته په خېټه کې ورکړه. له درېواړ ملګرو سره په اوسپنيزې دروازې ووت. شريف پوهېده چې له بدبختۍ څخه د رابرټ مقصد د بدن څيرل و. خو ده ته اوس بې تفاوته وه. آن د ځان د راټولولو وس يې نه درلود. سترګې يې د څراغ سپينې رڼا برېښولې. يو مهال رڼا پيکه شوه. نجيبه راغله. په تندي يې نرم لاس ورتېر کړ. شونډې يې رپېدلې. خو ده يې خبرې نه اورېدلې. بيا يې د تورخال پوست غومبری دده په مخ کېښود. شريف د هوسايۍ په دنيا کې ډوب شو. ناڅاپه ګړنګ پيدا شو. نجيبه لاندې ولوېدله. شريف په چيغه نېغ کېناست. هغه رپېده، سونګېده او له ډاره په ډکو سترګو يې د اوږد مېز شاوخوا تشو چوکيو ته کتل. کټمټ هماغسې ګنګس و لکه د نيکه ځورېدل چې يې په خوب کې ليدل. ورو ورو هر څه روښانه شول. ستړی وغځېد. خپله کورنۍ او هاغه پخوانی ژوند يې په خيال کې وګرځېد. اوښکې يې وځلېدلې. سلګۍ يې ووهلې.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

د سباوون بله لور پيدا شوه. خواښې او خسر يې ليدو ته راغلي وو. سرتړلې فريدې د جېريز له کاسې يو نيم غړپ کوه. نجيبې او سلسلې په پخلنځي کې ډوډۍ تياروله. د سباوون خواښې لمسۍ په غېږ کې نيولې وه:

– وۍ نظر دې نشي، څنګه ښايسته کۍ ده. وړکۍ ده، منوګۍ ده.

ماشومه په ژړا شوه:

– اولولولو، قوربان قوربان، نياګۍ دې ببو شي، لورکۍ دې ببو نشي!

لمسۍ يې په بړستنې کې پرتې لور ته ورکړه. برېتور مېړه ته تاوه شوه:

– بېخي پلار ته راغلې ده. لږه لږه د نيا غوندې ام ښکاري.

فريدې غږ کړ:

– اغې ته دې خدای نه راولي، ښه!

سباوون کږې ور وکتلې. هغې مخ بلې خواته واړوه. مور يې ژر وويل:

– غلې شه جلۍ! څه پې شوي؟ قسمت کې به يې د مېړه نه بېلېدل وه.

هغې مخ زوم ته واړوه:

– زويه! سرمحقق صيب ډېر بې پروا نده؟ د ماشومې ليدو ته ام رانغی.

سباوون يوازې اوږې واچولې. په پخلنځي کې سلسلې غوښتل د هغوئ ټول حيثيت مخې ته ور کېږدي. خو نجيبې وګرځوله:

– مالې زه چې يم تاته حاجت نشته.

– ته خو ورته اېڅ نه وايې. اغه درباندې بلده شوې ده.

– رښتيا وايي کنه، ما غوندې دې خدای نه کوي. سم سړی دې يې په نصيب شي!

د نجيبې ستونی ډک شو. لور يې په قهر د خبرو ضربه وکړه:

– چې هر څنګه وي اغې ته لازمه نده. موږ ورته لګيا يو کار کوو، خوشاله خو نده، کنځلې پې دپاسه اورو.

نجيبه ورباندې برګه شوه:

– څه غواړې؟ چې جنګ جوړ کې؟ موږ دې د ورور دپاره کوو.

– ځه مورې! اغه ام ورسره دی. که نه په دا مخ به يې ورکړې وه چې زما مورته ولې دسې وايې.

– په مخ ولې ورکي؟ اغه يې ښځه ده.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

رابرټ له څلورو تنو نېکټايي دارو متخصصينو سره لوی سکرين ته کتل. هلته شريف په تشه کوټه کې د بدن د تکړه ساتلو تمرين کوه. ښه يې ځان ستړی کړ. وروسته يې د قطغ کاسې ته پلتۍ ووهله. په ښه اشتها يې خوراک پيل کړ. دلته يو متخصص وويل:

– دا افغان د ژوند سره مينه لري. بايد داسې لاره وي چې په اسانۍ فارموله راکي.

رابرټ د شرابو له ګيلاسه غړپ وکړ:

– حم، هرڅنګه چې کوئ، زما فارموله په کار ده.

هغه لا سکرين ته ناست و چې متخصصين له ژباړن سره شريف ته ورغلل. ښه تود روغبړ يې وکړ. يو وويل:

– سر محقق صيب! موږ او تاسې هممسلکه يو. که تاسره دلته څه زياتی شوی وي بښنه غواړو.

– يره ښه طريقه ده. سړی مړ که بيا تې بښنه غواړه.

بل تن موسکی شو:

– اشتبا شوې. بيا نه کېږي. شوکر چې روغ يې. زموږ ټولو هدف انسانانو ته سهولت راوستل دي.

شريف غلي کتل. بل متخصص خبرې وغځولې:

– شک نشته چې د حجرو د شاتګ فارموله لوی پرمختګ دی. خو که کنټرول نشي ناورين راولي. موږ غواړو چې په ګډه د ناورين مخه ونيسو.

شريف ورو غږ واېست:

– يره کاش چې اينسانانو کې اينسانيت پيدا شي.

– ولې نه؟ دا دی تاسې يې ښه نمونه يئ! تاسې کولی شئ د بشريت قهرمان شئ! موږ خپل پيروان وبوله!

هغه سترګې راپورته کړې. درېواړه په ادب ولاړ وو. دا مهال د انګړ په لويه دروازه د امريکايانو موټر د ننوتلو په حال کې و. شاته يې په دوو نورو موټرو کې روسان په سرعت راغلل. د مخکيني په سر لاسي څراغ ته ورته اله ښکارېده. امريکايانو د دروازې بندولو ته بيړه وکړه. مګر له الې څخه راوتو څپو دوئ شخ پخ وغورځول. دننه بل تن غوښتل د خطر زنګ ووهي. خو لاس يې د تڼۍ دپاسه پاتې شو او په غړېدلو سترګو پرېوت. روسان له موټرو راووتل. ځېنو يې فلجوونکې وسلې، لکه د عکاسۍ کمرې، غاړې ته اچولې وې. هغوئ ودانۍ ته ننوتل. څو تنه يې د پرتو امريکايانو په ټولولو بوخت شول. نور يې د ليفټ له لارې د ځمکې لاندې په پينځه لسو منزلونو کې وګرځېدل. يو مهال سرګي له حفاظتي خولۍ او پوزبند سره په يوې ټانکۍ داسې لاس تېر کړ لکه آس چې نازوي. شېبه پس يې په يو تالار کې په خوښۍ وويل:

– اوپا! دوه سترې برياوې مو موبارک! ام شريف، ام د يوارنيمو لابراتوار په لاس راغی.

يو تن غږ کړ:

– لابراتوار خو به افغان دولت رانه واخلي.

– اغوئ پدې خبر ام ندي. فکر کوي چې درې منزله کور خارجيانو په کراه نيولی. اغه سړی ام موږ سره دی چې د کور اسناد يې په نوم دي.

– که امريکايان دا خبره رسوا کي.

– څه به ووايي چې د يورانيمو پټ لابراتوار لرو؟ فکر نه کوم. خو د بېرته نيولو کوشش به ضرور کوي.

يو تن نېغ ودرېد:

– ای چې دا ونه نمانځو زړه مې تور دی.

سرګي سر وڅنډه:

– اول بايد د افغان نه فارموله وباسو!

هغوئ شخ پخ پروت شريف او امريکايي متخصصينو ته پيچکاري ولګوله. ټول د بدن له نرمېدو سره اوږد وغځېدل. شېبه وروسته يې پينځه واړه سرګي ته حاضر کړل. هغه په نرمه له شريف څخه د فارمولې غوښتنه وکړه. ده د نشت وويل. سرګي ګيلاس په سر واړوه. ورپسې يې متخصصينو ته امر وکړ چې د هغه له بدنه فارموله وباسي. که نه، تر سختې ځورونې وروسته به ووژل شي. د هغوئ رنګونه تښتېدلي وو. يو يې وويل:

– صيب په پاس منزل کې ماشينان دي. اغه راته نصب کئ!

سرګي سورورو ځوانانو ته امر وکړ:

– اله، هر څه تيار کئ! افغان هم حمام ته ننباسئ!

ځوانانو پښه تېزه کړه. شېبه وروسته يې شريف په شنو جامو کې ور ټېلوهه. متخصصينو سپينې دستکشې په لاس کړې. شريف ته داسې ځير شول لکه قصاب چې د قربانۍ غوايي ته ګوري. سرګي له څو تنو ملګرو سره د نندارې لپاره په چوکۍ کېناست. شريف متخصصينو ته د هغوئ خپله خبره په انګرېزي کې وکړه:

– تاسې کولی شئ د بشريت قهرمانان شئ!

څلورواړو زيږې ور وکتلې. يو روسي په سندرو له يخچالونو څخه بوتلونه او خواړه راځغلول. دوه متخصصين د شريف په لڅولو اخته شول. يو تن د بې هوښۍ دوا تياروله. شريف يودم له پروفيسر څخه زده کړې روسۍ سندره پيل کړه:

راسڅوېتالي يبلني اي ګروشي     پا پليلي تومانۍ ناد ريکوی

ويخاديله نا بېرېګ کاتيوشه        نا ويسوکي بېرېګ نا کروتوی

سندره د يوې نجلۍ په هکله وه چې خپل سرتيري عاشق ته په ساحل کې منتظره وي. روسانو ته يې د خپلې کړې قهرمانۍ غرور او د ملګرو نجونو لېرې والی ور په ياد کړ. ټولو ورسره د زړه له کومي زمزمه کړه. يوکس متخصصينو ته هم ګيلاسونه ورکړل او د هغوئ څخه يې هم زمزمه وغوښته. شريف په تخت کېناست او تر ټولو په لوړ غږ يې سندره ويله. دا مهال يې سترګې په فلجوونکې وسلې ولګېدې چې د المارۍ دپاسه وه. د يو روسي ورپام شو. د شهادت ګوته يې د (نه) په معنا وښوروله. د ژبې په سر يې چق چق وکړ:

– تڅة تڅة تڅة. پام  کوه!

شريف وپوښتل:

– ولې؟ يره دونه لوی څراغ څه کوئ؟

روسی کټ کټ په خندا شو. بل يې ټېلوهه:

– ای! دا خر فلجوونکي ټوپک ته لاسي څراغ وايي هاهاهاها

په هماغې خندا کې يې نور ګيلاسونه په ستونو کې واړول. لنډه شېبه وروسته شريف وليدل چې هغوئ زانګېږي. متخصصين يې ټېلوهل او د المارۍ په لور روان شو. يو روسي له لاسه ونيو. سرګي ته يې چيغه کړه:

– ای! دا چرګ ونه تښتي.

شريف بيا سندره شروع کړه:

– راسڅويتالي يبلني اي ګروشي   پا پليلي تومانۍ ناد ريکوی

د سرګي په شمول ټولو سندرې ته دوام ورکړ. هغه کس بل ګيلاس په ستوني کې خوشې کړ. شريف ترې لاس خلاص کړ او په موسکا لېرې شو. همدا چې المارۍ ته ورسېد، ټوپ يې کړ. وسله يې راواخېستله. په ټولو يې ونيوله. د سرګي سترګې ټېغې راووتلې. چيغه يې کړه:

– اوپا! اله اغه رذيل مه پرېدئ!

د ټولو مخونه ور واوښتل. شريف شنه تڼی ووهله. وسلې کار ونکړ. هغه وارخطا وارخطا په نورو تڼيو ګوتې وهلې. خو سرګي ورسېد. وسلې ته يې لاس کړ. په شريف يې د سوکانو وارونه هم کول. ده هم  وسله کلکه نيولې وه او هم يې په تڼيو ګوتې ګرځولې. يودم څپې ووتلې. سرګي شخ پخ په ځمکه پرېوت. ده هماغه تڼۍ کلکه نيولې وه. دوسلې خوله يې نورو ته واړوله. ټول لکه نانځکې اوږد وغځېدل. شريف په ليفټ کې کېناست. هرڅوک چې په مخه ورته فلجوه يې. د لويې دروازې په خوله کې وسلې کار پرېښود. هغه وغورځوله او وتښتېد.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

نجيبه د ګلانو تر منځ په کانکرېټي لارې تلله راتلله. په موبايل کې يې ظفر ته وويل:

– وروره! مالې اغه ورځ خو تاسره و کنه.

ظفر د لوی مېز شاوخوا ناستو کسانو څخه د ګوتې په جګولو بښنه وغوښته. دهلېز ته ووت:

– آ؟ هو هو. ما سره و.

– مالې نو څنګه ورک شو؟

– زموږ د افسر نه وتښتېده. خدای خبر چېرې پټ دی؟

– نه وروره، تانه نه پټېږي. مالې چې ته ورسره په مردارۍ کې ګډ نه اوسې.

– دا څه وايې ورېندارې؟ زه ګرد ګرځمه چې پيدا يې کم او ته…

د نجيبې زړه ډک او سترګې ډنډ شوې:

– د خدای په غضب دې اخته شي! اغې مردارې زرغونې کره به وي.

– آ، هو ولا! کور يې چېرې دی؟

د لويې دروازې غنګ شو. نجيبې هغې خواته له مخ اړولو سره په ټلفون کې وويل:

– ماته څه مالوم دی. دفتر ته ورپسې…

خبره يې په خوله کې وچه شوه. سترګې يې راووتلې. دا يې شريف په شنو جامو کې وليد. هغه د ګلانو تر منځ سيخ ور روان و. ظفر د الو الو غږونه کول. شريف په خوله ګوته ونيوله چې مه وايه. نجيبې ټلفون بند کړ. هغه يې مخې ته له ګډووډو وېښتانو سره ودرېد. يو قرار يې په سترګو کې ورکتل. نجيبې پوز جګ نيولی، ژوره سا اخېستله. د ظفر زنګ راغی. هغې سمدلاسه د بندولو تڼۍ ووهله. له نمجنو سترګو سره يې شا واړوله چې لاړه شي. دا وخت يې پام شو چې د شريف پزه پړسېدلې او وښکي شکېدلي دي. بېرته راوګرځېدله:

– دا ولې؟ مالې په وهلو وهلو يې وشړلې؟

شريف په غمجنه موسکا سر وڅنډه:

– د قربانۍ مال څوک شړي؟ وتښتېدلم.

– ماته ولې راغلې؟ زړې بوډۍ ته. مالې بلې ځوانې ته به تلی وې! لږې خو ندي.

– يره کعبه د وخت په تېرېدو نه زړېږي.

– اوس ايمانونه ندي پاتې.

– يره ايمانونه ندي پاتې که شکونه ډېر شوي؟

– ښه نو مالې چېرې ورک وې؟

– په قصابۍ کې. د چړې د خولې نه وتښتېدلم.

نجيبه په سږمو کې وپشېدله. ماشومانو د نيکه په ليدو د خوښۍ چيغه وکړه. اينږور او زوی يې له وړې لورکۍ سره راووتل. شريف په ټيټ غږ وويل:

– کيسه بيا درته کوم.

د دريو لمسيانو تر ښکلولو وروسته يې کمکۍ په غېږ کې واخېستله. شکرونه يې واېستل. په دې ترڅ کې يې زوی او اينږور ته وويل چې له روغتونه وتښتېد. خو نجيبې ته يې په بېلې کوټې کې له زرغونې نيولې تر دلته راتګه ټوله کيسه وکړه. په پای کې يې زياته کړه:

– ماسره د اينسانانو د تباهۍ وسله ده زړګيه. خو نه يې غورځولی شم، نه يې ساتلی.

د نجيبې هېڅ باور نه کېده:

– اوس دا ټول رښتيا په تا تېر شوي؟

شريف په غمجنه موسکا غلی ولاړ و. شونډو يې له وچوالي پتري کړي وو. مېرمنې يې په ډک ستوني وپوښتل:

– مالې ډوډۍ دې خوړلې؟

– يره ستا د لاس، نه.

د نجيبې په اننګو اوښکو لارې وکړې. لويې دروازې ته يې وکتل:

– چې دلته درپسې رانشي. آبله ورځ ام پوليس راغلي وو.

– نو بيا نه راځي.

– نه نه، دا ځای ښه ندی. مالې ځه بل چېرته ځو!

– يره پټېدل په موږ سوړوالی نه راولي.

– څنګه؟

– يوازې يوه لاره لرو. زما د بدن بېرته عادي کېدل.

– څوک يې کولی شي؟

– يره ايڅوک.

– ايڅوک؟ کاش چې اغه خنزير پروفيسر ژوندی وای.

– کنځل مه کوه! اغه ام نشو کولی.

– مالې ښه شو چې تبا شو دا ميراث مړی. موږ يې په مصيبت واړولو.

– څوک چې د ځناورو سره مرسته کوي ممکن وداړل شي. نېک نيت موهم دی.

– ځه بلا ورپسې. مالې دا به نو څنګه شي؟

– يره نه پوېېږم. په زړه کې مې يوه خبره ګرځي. چې…

– څه خبره؟

– بيا درته وايم.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

شريف لونګۍ په سر په اينټرنېټ کلب کې ناست و. پروفيسر ته يې تر سلام وروسته وليکل:

– مريضي مې بې اندازه سخته شوې. مرګ مې په خپلو سترګو وليد.

– ګرانه اوس چېرې يې؟

– د سا اخېستلو دپاره لږ وخت لرم.

– څه غواړې وکړې؟

– ما ويل ستا مشوره واخلم.

– ګرانه! ښه به وه چې زه بېخي پيدا نه وای.

– سم خلک هېڅکله په آرامه نه وي. ته د پلار په څېر په ما مهربانه يې.

– ګټه يې څه ده؟

– ته چې خفه يې زه هم خفه کېږم. هيله کوم. زه وايم هغه نيم بوتل دوا به ځان ته پيچکاري کړم. جنين به بيا حجرو ته د سرچپه حرکت امر وکړي. اوس نو سرچپه کېدل سمېدل دي.

– ګټه نلري ګرانه. لکه چې هغه بوتل دې تراوسه نه دی غورځولی؟

– بښنه غواړم ومې نشو کړای. اوس به يې په دې ډول له منځه يوسم.

– نه نه، پام پام! مريضي به دې نوره هم چټکه شي. په خپله به خپل عمر مياشتو ته رالنډ کړې.

– اوس هم د ګور په غاړه يم. هېڅ د لاسه نه ورکوم.

– ما وبښه ګرانه!

– بښنه بايد زه وغواړم. اشتبا خو مانه شوې.

– د ځان غمه وخوره! خو دې تجربې نه تېر شه! هغه بل ځل دې زما خبره ونه منله. ګوره څه وشوه؟

– همدې دوا ته مې وروستی اميد دی.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

شريف چې کوټې ته ننوت نجيبه بيا په ټليفون کې غږېدله. د مخ تور خال يې پيکه ښکارېده. هغې وويل:

– وروره! مالې ته خو يې انډيوال. ته بايد کومک وکې!

بختيار د پوليسو د حوزې په انګړ کې قدمونه واخېستل:

– صيي شو! زه به امدا اوس د ظفر سره وغږېږم.

– خير ويسې!

نجيبې د مېړه په ليدو ژر وپوښتل:

– مالې چېرې تلی وې؟

شريف چادري ور وښودله. مېرمنې په رډو ور وکتل:

– دا د څه دپاره؟

– يره زه غواړم امغه د ځوانۍ دوا بيا ځان ته پېچکاري کم.

– ښه؟ ګټه لري؟

– يره نه پوېېږم.

– چې نه پوېېږې نو ولې يې کوې؟

شريف غلي کتل. هغې سوړ اسوېلی وکړ:

– مالې دا کار به څوک کوي؟

– زرغونه.

نجيبه تکه سره واوښتله. سترګې يې ځمکې ته ټيټې کړې. شريف وويل:

– زړګيه! بله چاره نشته. اغه پوېېږي.

ماشومانو دروازه وډبوله. نجيبه غلې وه. شريف له لاسه ونيوله:

– يره زه کوشش کوم چې پخوانۍ خوشالي بېرته راولم.

د هغې سترګې له اوښکو ډکې شوې. شريف بيا وويل:

– زړګيه! دا زما د ژوندي پاتې کېدو وروستۍ هڅه ده.

نجيبه ولړزېدله. د ټلفون زنګ راغی. بيا يې شټوهل. شريف له مټې ونيوله. هغې دټلفون ډبی غوږ ته جګ کړ. له بلې خوا بختيار په وارخطايۍ خبرې کولې:

– ورېندارې! ما د ظفر سره خبرې وکړې. اغه د سرتېرو سره درغی. ويلې شريف املته پټ دی. زه نه پوېېږم…

نجيبې ټلفون وغورځوه. هغه دانه دانه شو. شريف وپوښتل:

– ولې؟

– پوليس راروان دي. مالې وتښته وتښته!

– يره چا ويلې؟

– ما بختيار ورور ته ويلي وو چې د ظفر سره ستا دپاره وغږېږي. اغه وايي ظفر در روان شو.

– او خدايه! يره تا خو به مانه پوښتنه کړې وه.

شريف د دروازې خواته منډه کړه. خو ناڅاپه ودرېد. بېرته راغی. نجيبه يې په غېږ کې ونيوله:

– ته په ما ډېره ګرانه يې زړګيه!

د هغې اوښکې روانې وې. د پوليسو د موټرو غږونه واورېدل شول. خو شريف په آرامه د هغې مخ په لاسو کې ونيو. په ځير يې ورکتل. په تورخال يې ښکل کړه. هغې په سلګيو کې ټېلوهه:

– وه خدايه! وتښته! وتښته!

هغه په بيړه کې زوی په غېږ کې ونيو. د اينږور په سر يې لاس تېر کېښود. لمسيان يې ښکل کړل. ماشومانو هم ورپسې وژړل. نجيبه په وارخطايۍ کړکۍ ته لاړه. يو پوليس دروازې ته لغته ورکړه. ورپسې لويه ډله په انګړ ور ماته شوه. همدا شېبه شريف د شاتني دېوال له لارې د ګاونډيانو پلو ځان ښويه کړ. دلته پوليس په کوټو ننوتل، بامونو ته وختل. هر کونج او کنار يې په ځير کوت. نجيبې په کلکه وپوښتل:

– مالې بيا څه خبره ده؟

ظفر په تېرو کتلو وړاندې ورغی:

– ورېندارې! ښه به دا وي چې غلې اوسې. زموږ اسې ام اعصاب خراب دي.

– مالې موږ څه ګونا کړې؟ ارام ته مو پرېدئ کنه؟

سباوون مور له لاسه ونيوله چې غلې يې کړي. تر لږ ځنډ وروسته ټول سرتېري پرته له کومې نتيجې انګړ ته ووتل. ظفر مخ سباوون ته واړوه:

– پلار دې څه شو ګلابه؟

– موږ ندی ليدلی.

فريده له ځان سره وبنګېدله (ټوله ورځ ددوئ دپاره دروغ وايه) ظفر ورباندې غږ کړ:

– څه دې وويل لورکۍ؟

سباوون برګ شو. هغې سترګې ښکته واچولې. دا وخت يې د ګاونډي غږ راغی:

– وه سباوونه! په دا سرمحقق صيب څه شوي؟ جنګ خو دې ورسره ندی کړی؟

د ظفر څېره له غضبه ډکه شوه. سمدلاسه يې امر وکړ:

– اله چې وتښتېده!

پوليس په يوه ثانيه کې ورک شول. د کور مخې ته يوې چادري کړې ښځې ظفر ته د خيرات لپاره لاس اوږد کړ. هغه په قهر شو:

– ورکه شه!

ظفر په نورو پوليسو پسې په کوڅه ننوت. چادري کړې له خلاصې دروازې نه نجيبې ته سر وخوځوه او پښه يې تېزه کړه.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

په پارک کې ماشومانو لوبې او لويانو غورې کولې. شريف له زرغونې سره د بوټو تر شا په کانګرېټي چوکۍ شخ ناست و. لږ وړاندې په بلې چوکۍ دوه ښځې ښکارېدې. بچيان يې هم همالته تاوېدل. شريف شاوخوا نظر وګرځوه. د زنې کنده يې په ګوته وسولوله. بيا يې په ټيټ غږ وويل:

– يره سخت کار ندی. اول د بدن د ګرمولو شربت دی، اغه راکه. ټيک دوه دقيقې پس د کرختۍ دوا پېچکاري کېږي. بيا ودرېږه! چې دوه دقيقې پوره شوې د حجرو د سرچپه حرکت دوا پيچکاري که. ورپسې اغه د ګرمولو شربت مې بيا خوله کې واچوه. وختونو کې لس ثانيې ځنډ پروا نلري.

د زرغونې رنګ الوتی و. فيشن يې د پخوا په څېر تازه نه ښکارېده. په اندېښنه يې وويل:

– که پلار مې پرېدي.

– يره څېړنو ته خو يې پريښې يې. دا ورسره څه فرق لري؟

يو ماشوم ددوئ شاته پټ شو. مور يې سترګې ور واړولې. د شريف په ليدو يې له ملګرې وپوښتل:

– ای! داسړی څوک دی؟ چېرې مې ليدلی.

دويمه يودم په پسپسکو شوه:

– اللللا! دا خو يې تلوېزون کې وښوده. پوليس ورپسې ګرځي. هو امدا دی.

دواړو په وارخطايۍ خپل بچې وغوښتل او ورکې شوې. شريف زرغونې ته وويل:

– يره خوشې دې نه بيايم. سمې پيسې درکوم.

د پيسو خبرې هغه علاقه منده کړه:

– څو روپۍ؟

– يو ميلون افغانۍ. بايد حرکت وکو.

هغه لا هم زړه نا زړه وه. د پوليسو دوه ډک موټر د پارک په لور راغلل. دلته شريف زياته کړه:

– يره که نتيجه يې ښه وه بيا يو ميلون نورې ام درکوم. پاڅېږه نو!

زرغونې نېغې نېغې کتلې. نه يې (هو) ويل نه (نه). پوليس له موټرو کېوتل. مشر يې له دواړو ښځو د ځای پوښتنه وکړه. هغوئ همدې خواته ګوته ونيوله. نور نو له بچيانو سره په کوڅې ننوتلې. يوه ډله پوليس مخامخ د شريف دوئ د ځای په لور روان شول. د هغوئ چوکۍ د بوټو پناه وه. دوئ هم نه غوښتل چې له لېرې وليدل شي. کله چې ښه ورنژدې شول تومانچې يې په لاسونو کې ونيولې. له درېو خواوو يې ورمنډه کړه. مګر چوکۍ تشه وه.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

د ګازو د رڼا نلکه په ډبې باندې لکه کوچه مار ولاړه وه. د سلام جان سيوری په دېوال پروت و. هغه په کټ کې ناست سورکي ته غږ کړ:

– ته ولې، پوشوې، ډوډۍ نه خورې؟

هلک وخوځېده. خو ځواب يې ورنکړ. ده سترګې تېرې کړې:

– خر خر مه کېږه! دا مې، پو شوې، د وراره خوسی و. ماته حلال دی.

ټيټکي خپل ورور ته د خبرې د منلو اشاره وکړه. خو هغه بيا هم غلی و. سلام جان خبره وغځوله:

– چې مردار شوی وی ښه و، که موږ خوړلی وی؟

سورکي په ټيټ غږ وويل:

– اغه جوړېده.

پلار يې يودم ورپسې تشه کاسه واره کړه. هغه په دېوال ولګېده بېرته دسترخوان ته راغله:

– خره! غويه! ته، پوشوې، ښه پوېېږې که زه؟ وځه ويمه، وځه!

د مېرمنې کږې سترګې يې له وارخطايۍ تاوې راتاوې شوې. ډنګرې لور يې وويل:

– خير دی ابا. بېخي دې نه خوري. څه يې کوې؟

– نه، ته دا ګړنګن ته ګوره! ماته، پوشوې، عقل ښيي.

زوی يې يودم غږ جګ کړ:

– ښه خوسی مردارېده، اغه ځمکه يې ولې خرڅوې؟ اغه ام مردارېږي؟

پلار يې چيغه کړه:

– منګلی مړ دی. په ميراث کې راپاتې ده. ای ای ته، پوشوې، امدغسې کوه! والله که ډکی رانه ووينې ډکی.

دا وخت دباندې د سپيانو غپا شوه. داسې په قهر وو لکه دښمن چې يې ليدلی وي. ټيټکي له کړکۍ سر واېست. هېڅ شی نه ښکارېده. ښځې يې لور ته اشاره وکړه چې همدا د جګړې د ختمولو ښه موقع ده. هغې ژر وويل:

– ابا! ووځئ! چې ځناور مال ونه خوري.

شريف په سپينې لونګۍ کې د کلي دپاسه غلی تېرېده. تر شا يې زرغونې چادري جګه کړې وه. لکه غرڅه په مضبوطو ګامونو ختله. سل متره لاندې منګلی له لېوه سره ورپسې و. همدوئ د سپيانو د ناارامۍ لامل شوي وو.

سلام جان خپل مالونه وکتل. هغوئ ترېدلي نه برېښېدل. خو سپيانو هماغسې قهرجن غپل. ده د کلي دپاسه په غره سترګې وګرځولې. تپه تياره وه. له بر کور څخه غږ راغی:

– څه خبره ده ای؟ ځناور مناور دی څه بلا؟

– اېڅ شی، پوشوې، نه وينم.

– دا غورغور د څه شي دی ای؟

– کومې خواته؟

– د کږې تړې څنګ ته.

– ځه نو، پوشوې، ته پوېېږې کار دې. زما کور لرې دی.

– ځه ځه ای! په بړستنه ننوځه! تانه اسې ام چا خير ندی ليدلی ای.

پاس شريف او زرغونه بندې سمڅې ته ننوتل. خو منګلی له لېوه سره د لويې دروازې مخې ته کېناست. شريف تيږه کېکاږله. په تونل کې تپه تياره وه. وارخطا شو چې دا څراغونه چا مړه کړي. سا اخېستل يې تېز شول. لاسي څراغ يې ولګوه. زرغونه يې له ډاره څنګ څنګ ته تلله. د شريف په زړه کې څه وګرځېدل. په دوربين کې يې وکتل. په حيرانتيا يې وويل:

– يره منګلی د کومه شو؟

زرغونې وپوښتل:

– څوک دی؟

– زما ګونګی اشنا. اووو ښه! موږ يې ليدلي يو. امنيت يې نيولی.

– ښه؟ ښه دی کنه.

شريف دوربين خوشې کړ:

– راځه! اول به وګورو چې لابراتوار کې څه خبره ده؟

هغوئ په کنډو کپر تونل کې حرکت وکړ. د برق سيمان د پخوا په څېر منظم تېر شوي وو. يوناڅاپه د زرغونې پښه وښوېېده. په چيغه يې شريف کلک ونيو. د هغه له لاسه څراغ ولوېد. د ماتو ټوټو کړنګس وخوت. داسې تپه تياره شوه لکه سترګې چې په توره ټوټه وتړې. شريف هغه له لاسه ونيوله. د تېرو يادونو په اټکل روان و. تر لږ ځنډ وروسته زرغونې پښه ونيوله. شريف يې هم له ځان سره ودروه. په احتياط وپسېدله:

– الته څوک شته. رڼا ښکاري.

شريف وويل:

– امدا لابراتوار دی. يره ته دلته ودرېږه! زه نزدې ورځم.

– نه نه نه، زه وېرېږم.

شريف چې د هغې کلک نيول وليدل مخالفت يې ونکړ. دواړه بې غږ او غوږه روان وو. زرغونه رېږدېدله. له لابراتواره د چا غږ نه راته. هغوئ ښه نژدې ورغلل. دلته تونل بېخي روښانه و. شريف غلی سر دننه کړ. په پسپسکو يې وويل:

– څوک نه ښکاري.

لابراتوار په خپل پخواني حال و. زرغونې له ډېره تعجبه په خوله لاس ونيو. شريف تر لږ چورت وروسته مخ ور واړوه:

– يره د تونل د څراغونو سيم به خطا شوی وي.

هغه د تړې له لاندې څخه نيم بوتل راواخېست:

– داده اغه دوا.

زرغونې داسې ورکتل تا به ويل په اوبو کې يې د ځوانۍ نښې لټوي. شريف د ښيښو کوټې ته اشاره وکړه:

– يره دا زېړ لاستی وينې؟ د حرارت د تنظيم دپاره دی. زړه دې چې څونه يې ګرموې يا يې سړوې.

زرغونې سر وښوروه. شريف يو بوتل راواخېست:

– دا د بدن دګرمولو شربت دی. او  دا د کرختۍ دوا ده.

زرغونې بيا سر وښوروه. خو په سپينه نرۍ غاړه يې خولې راماتې وې. شريف وويل:

– يره زه چې دننه وم ته د سوري نه لاس ننباسه. هه! په دغه کاغذ کې ټول ترتيب شته.

هغې سترګې په ځير په کاغذ تېرې کړې. ژوره سا يې واخېستله. شريف په زړه کې د کار له نتيجې وېرېده. خو په ښکاره موسکی و. جامې يې وغورځولې. يوازې چوتی يې په ځان کې پرېښود. هغې مخ واړوه. شريف په کوټنۍ کې اوږد وغځېد. زرغونه يې د سترګو په اشاره عمل ته وبلله. هغې کار پيل کړ. کله چې يې د حجرو د سرچپه حرکت دوا پېچکاري کړه، دده د بدن تخنېدل زېات شول. وډار شو چې د پروفيسر اټکل بيا سم وخوت. د حجرو يوځای کېدل نور هم چټک شول او ډېر ژر به په نطفه بدل شي. نجيبه يې سترګو ته ودرېدله. وروسته بچي او لمسي يې په ياد شول. تر زړه تښتېدو مخکې يې د وروستي ديدن په توګه زرغونې ته سترګې واړولې.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

عينکي ځوان سېرېنا ته په اندېښنه کتل. هغې د چاړې په څوکه له مرتبان څخه د تورو مريو په څېر د ماهيانو هګۍ اېستلې. د ډوډۍ په ټوټه به يې وسولولې او په خولې کې به يې ورکې کړې. ځوان د مېوې اوبه وڅښلې. په دسمال يې خوله پاکه کړه. د وسلو له المارۍ څخه يې يوه ماشينګڼه غاړې ته واچوله:

– سبا ناری دې خلاصوه چې ځو!

– مالومه شوه؟

عينکي په خپل لاس کې د آلې سکرين ته اشاره وکړه:

– سيمکارت يې املته پړانګ غار کې ښيي.

– ويم زما خبره رښتيا شوه. الته لابراتوار شته.

– فارموله به ام وي. ای جلۍ! پيسې فيفټي فيفټي! چې بيا پکې خبرې ونه باسې!

– سمه ده سمه ده. ستا ام د رابرټ غوندې پيسو ته تبه وي. امغسې سر ونه خورې!

– ته خو د خيرات ورکولو دپاره افغانستان ته راغلې يې.

سېرېنا ژر ژر څو مړۍ په خوله ومنډلې. د مېوې اوبه يې په سر واړولې. يودم پاڅېدله:

– ويم هر څو تنه چې په يوه څرخکه کې ځاېېږي پورته يې که!

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

دوو سرتېرو سباوون له مټو نيولی و. ظفر په برنډه کې ناارامه ګرځېد. د نجيبې مخ ته ودرېد:

– ورېندارې! شريف د کونړ په کوم ځای کې دی؟

هغې هکې پکې ور وکتلې خو ځواب يې ونه وايه. ده زياته کړه:

– موږ د زور نه کار اخېستلو ته مه مجبوروه!

نجيبې ورو غږ واېست:

– مالې هر څه چې کوئ ويې کئ!

ظفر په سرتېري امر وکړ:

– سباوون او فريده زندان ته واچوئ!

ماشومانو په چيغو ژړل. فريده وسونګېدله. د سلسلې هم اوښکې روانې وې. نجيبه وارخطا شوه. ظفر سرتېرو ته وويل:

– دواړه تر اغو ووهئ چې اقرار يې نه وي کړی!

سلسله په سلګيو کې نژدې ورغله:

– ظفر کاکا! دوئ پرېده! واړه بچي يې دي. دادی ما بوځه!

فريدې په تعجب ايندرور ته وکتل. نجيبې چيغه کړه:

– مالې دوئ څه ګونا کړې ده؟ د خدای نه ووېرېږه!

– وايه شريف چېرې دی؟ که نه ددواړو مړي به در وسپارم.

– زه څه خبره يمه. ناړۍ ده که څه بلا ده. ويلې الته سمڅې دي پړانګ غار ورته وايي.

دا وخت ظفر ته مخابره راغله. د هغې خوا يو تن وارخطا خبرې کولې:

– صيب! په ښار کې مظاهره ده.

– مه يې پرېده ګلابه! موږ نه يې ايجازه نده اخېستې.

– هو، مګر خلک بې اندازه په قار دي. موټران او دوکانونه په تيږو ولي.

– څه وايي چې ولې؟

– وايي د افغانستان دولت د اسلام ضد دی.

– داه، لېوني دي؟

– اغه خارجي څه خبرې کړي کنه.

– نو خبرې خارجي کړي او دوئ د خپل دولت په ضد پاڅېدلي؟

– هو کنه، بل، ما ويلې خارجيانو څرخکې بيا والوزولې.

– دا څه وايې ګلابه؟ کومې خواته لاړې؟

– د مشرقي خواته. وبښه قوماندان صيب! زه ځم. په مظاهره کې ډزې وشوې.

ظفر امر وکړ چې سباوون دوئ په کور کې نظربند وساتي. خپله په منډه ووت.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

سلام جان ټوپک غاړې ته واچوه. څادر يې پې راتاو کړ، چې ښکاره نشي. کوږ سترګې ښځه يې وارخطا شوه:

– وا! ټوپک څه کوې؟ تا خو ويلې پاس پښته کې کار کومه؟

– ته غلې شه! زړه مې، پوشوې، دسې ډبېږي. سپيانو ام بېګا خوشې نه غپلې. چې منګلی نه وي.

هغه کولنګ او بېلچه په اوږه کېښودل. ښځې ته وپسېده:

– پښته کې، پو شوې، لږ کارکوم چې خلک پو نشي. بيا ځم. دا ځل تې ځان خلاصوم.

– وۍ سړيه په غم مو وانه ړی.

– چپ خربوټې! يو وار مې مال، پوشوې، بېرته ورکړی. بيا يې والله که وويني!

 شېبه پس سا نيولی پړانګ غار ته راغی. د دروازې له درزه يې لېوه وليد. رنګ يې پک والوت. ژر يې دېوال ته شا ولګوله. سا اخېستل يې لا تېز شول.

سرمحقق شريف سترګې پرانېستلې. شاوخوا يې وکتل. د لابراتوار په منځ کې پروت و. ورپه ياد شول چې له زرغونې سره راغلی و. پاڅېد، جامې يې واغوستلې. په تيارو تونلونو کې ګرځېد او نارې يې وهلې:

– زرغونې! زرغونه جانې! زرغونې!…

هغې په ژړا چيغه کړه:

– دلته بنده يم، دلته بنده يم. اله اله اله…

غږ انګازې کولې. شريف نه پوهېده چې له کومه راځي. په اټکل يې يوې خواته پښه تېزه کړه. ناببره يې سر ښه کلک د چت په تيږه ولګېد. ګنګس په ځمکه پرېوت.

دباندې سلام جان د غره جګې برخې ته وخوت. انګړ سم ښکارېده. خو منګلی يې ونه ليد. هغه د تړې په سر وغځېد. لنډه زنه يې وګروله. سترګه يې د ټوپک نښې ته برابره کړه. منتظر شو چې څوک راووځي.

د منګلي سودا شريف ته وه. په بنده سمڅه کې يې هماغې تيږې ته کتل چې په کېکاږلو يې غټ ګټ بېرته کېده. څنګ ته يې لېوه داسې ورځير و لکه د خاوند په فکر چې خبر وي. منګلي لاس وغځوه چې تيږه ټېلوهي. پروفيسر ورپه ياد شو چې ويل يې (دا تيږه ايڅکله بې ايجازې کې نه کاږې). بېرته يې لاس لېرې کړ. انګړ ته راووت. لېوه يې څنګ ته تاوېده. سلام جان يې په غټ سر نښه ونيوله. د لېوه حيواني شعور د خطر احساس وکړ. غوږونه يې څک کړل. سلام جان په ماشه ګوته کېښوده. خو د څرخکې غره هار وارخطا کړ. هوا ته په کتو له ځان سره وبنګېده:

– دا وار خو يې، پوه شوې، والله که رانه ويسئ! تاسې يې بيا خوشې کوئ.

هغه ټوپک وراره ته سم کړ. همدا چې غوښتل يې په ماشه ګوته کېکاږي، يو غونډاری يې په تشي کې ولګېد. د ټوپک ډز شو. لېوه په کورنجېدو په ځمکه ولوغړېد. منګلی له چورته راووت. غوږونه يې کېکاږل. داسې برېښېده چې د لومړي ځل لپاره يې د غږ د اورېدو احساس کړی وي. ناڅاپه يې سترګې په وينو ککړ لېوه ولګېدې. له چيغې سره يې ورمنډه کړه. سلام جان په قهر شاوخوا وکتل چې غونډاری چا وار کړ. ليلما د څېړۍ شاته غلې وه.

دننه شريف بېرته بيدار شو. تپه تياره وه. خو د زرغونې دوامداره نارې راتللې. دی بيا روان شو. يو ځای ته ورسېد. د هوا رنګ بدل برېښېده. خو بيا هم څه نه ښکارېدل. ددې ځای بوئ هم له نورو ځايونو فرق کوه. پښه يې وښوېېده. درب په ځمکه ولوېد. لاس ته يې د اوسپنې په څېر ښويه تيږه راغله. بېرته په احېتاط شاته لاړ. په بل تونل روان شو.

دباندې د څرخکې غږ بېخي د سمڅې دپاسه و. سېرېنا وليدل چې د څېړۍ تر څنګ يو تن له ټوپک سره دوئ څاري. د ماشينګڼې ضربه يې وکړه. د سلام جان چيغه وختله. له اوږد غځېدو سره وشټېد. څرخکه کېناسته. وسله والو ترې ټوپ کړ. څو تنو امريکايانو په لغته دروازه ووهله. سېرېنا او ريس اول ننوتل. هغې سمدلاسه په منګلي تومانچه ونيوله:

– اوح تښتېدلی اشنا. ويم ځې ځې ځې ابازو له به راځې.

ګونګي لاسونه د تسليمۍ لپاره جګ کړل. سېرېنا په اشارو وپوښتل چې سرمحقق چېرې دی؟ منګلي د نه پوهېږم ځواب ورکړ. عينکي په خپل لاس کې الې ته په کتو وويل:

– دا شيګڼی ښيي چې امدلته نزدې دی.

سېرېنا په لوغړېدونکي لېوه تمانچه ونيوله. په چيغه يې وويل:

– ويم چېرې دی؟

منګلي په ډار کتل خو ځواب يې نه وايه. ريس مشوره ورکړه:

– ګوره! ويې وله خپله يې وايي.

– نه، سوډره! ويم چې ژوندی وي په مرګ به يې وډار شي.

ريس د سوډر په توهين ټکان وخوړ. هغې څو مرمۍ د لېوه شاوخوا وويشتلې. بيا يې په منګلي تومانچه ونيوله. د تړې له سره د ليلما غږ راغی:

– مه کوئ! دا ګونګی دی نه يې اوري.

عسکرو هغه راوستله. سېرېنا ورڅخه تاوه شوه:

– ويم د عاشقۍ بوی يې ځي. ای ليلا! شريف چېرته دی؟ که نه دا مجنون دې وژنم.

– نه پوېېږم. دا خوشې کئ! ګونګی دی.

هغه يې د لېوه څنګ ته څملوله. ماشينګڼه يې ورسمه کړه. د منګلي څېره له غضبه ډکه وه. يودم يې په سېرېنا د سوکانو بريد وکړ. هغه اوږده وغځېدله. خو په ده عسکر راتاو شول. کلک يې ونيو. سېرېنا په غاښچيچي راپاڅېدله. د لېونۍ په څېر يې ورحمله کړه. تر زړه يخولو وروسته يې په ليلما او لېوه بيا تمانچه ونيوله. په وينو ککړ منګلي ته يې وويل:

– ويم اخر ځل پوښتنه کوم. شريف چېرې دی؟

هغه په ستمېدو او ډکو سترګو ليلما ته ځير و. په همدې حال کې يې د سمڅې خواته اشاره وکړه. ټولو په تعجب يو بل ته وکتل. هغوئ سمڅه ليدلې وه. هلته هېڅوک نه و. ور روان شول. منګلي په دېوال کې تيږه کېکاږله. غټ ګټ لېرې شو. د سېرېنا په څېره موسکا وځغلېده. هلته دننه شريف سرګردانه نارې وهلې:

– زرغونه جانې چېرې يې؟

هغه د شريف د غږ په نژدې کېدو خوشحاله شوه:

– دلته يمه. اله اله دلته دلته.

تر لږ ځنډ وروسته ورسېد. هغې په سلګيو سلګيو ژړل:

– اله وۍ پښه مې! پښه مې!

هغه د دوو تيږو ترمنځ نښتې وه. شريف لاس ننوېست. له لاندې يې د هغې پښه کږه ونيوله. زرغونې هم په سونګېدو کش کړه. د څو هڅو په پايله کې ووتله. هغې په سلګيو کې وويل:

– چې پېچکاري مې وکړه ته ولړزېدلې، سوړ پرېوتلې. ما منډه کړه چې ستا انډيوال خبر کم. اغه دلته بنده شوم.زور وهه زور وهه! نه کېدله. ما ويلې لاړه او راغله. ته الته مړ شوې زه دلته.

هغې په زوره زوره ژړل. دواړه بېرته په شا راروان شول. سېرېنا هم منګلی او ليلما په تونل کې مخکې کړي وو.

دباندې په انګړ کې لېوه په وينو کې لت پت پروت و. يو امريکايي په لغته ټېلوهه. هغه لکه د غوښو ډېرۍ وخوځېد. امريکايي عسکرو ته د کور جوړښت خورا په زړه پورې ښکارېده. په خندا يې ورباندې تبصره کوله.

شريف او زرغونې اوس د لابراتوار رڼا ليده. کله چې لږ نژدې شول، سترګې يې په منګلي او ليلما ولګېدلې. شريف پښه تېزه کړه. زرغونه ورسره جوخته روانه وه. له نژدې کېدو سره يې ريس هم وليد چې د حجرو د سرچپه حرکت د دوا بوتل يې په لاس کې تاووه. شريف هم حيران هم وارخطا شو. دا مهال يې په څټ کې د ماشينګڼې د يخې خولې لګېدل احساس کړه. غږ يې واورېد:

– لاسونه جګ کئ! ننوځئ!

هلته يې سېرېنا مخې ته ودرېدله:

– ويم په خيرونه په خيرونه! ستاسې شاعر رښتيا ويلي چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي. اوهوووو!!! ماشوقې ام ساتې. ويم نجيبه خواره خبره ده که نه؟

مګر د شريف ټول پام بوتل ته و. ريس په موسکا او ملنډو غږ کړ:

– ستړي مشئ! ستړي مشئ! ګوره! زه ستاسې د اړيکو نه نه وم خبر.

زرغونې ژر رد کړه:

– نه نه ريس صيب! زه يوازې د کومک دپاره راغلې يم. د اېڅ شي نه خبره نه يم.

– هاهاها، تا وويل ما باور وکه؟ ای ښاپېرۍ! ما ته د اوله پېژندلې وې. زه غلطېږم نه.

زرغونې غاښونه وچيچل. ريس شريف ته مخ واړوه:

– بښنه غواړم موږ دلته فارموله ونه موندله.

د شريف تندی وغړېد. داسې برېښېده چې ريس د بوتل له محتوا څخه خبر ندی. سېرېنا غږ کړ:

– ويم ته زارۍ پرېده!

ريس سره له دې هم په آرامه وويل:

– ګوره! فارموله راکه! څلورواړه ځئ په مخه مو ښه!

شريف تېرې وکتلې:

– زما د ځوانېدو خبر تا ورکړی. يره چې ته څنګه خبر شوې؟

 – ګوره سرمحقق شوې خو عقل دې پيدا نکه! زما کمپيوټر د ماشين سره وصل دی.

– ماشين سره وصل دی آ؟ د څه دپاره؟ تا ما ته خاين ويل، اصل کې خپله خاين وې.

– زموږ هدف انسان ته خدمت دی. که اغه د هر هېواد نه کېږي پروا نلري.

– يره امدا اوس ام انسان ته خدمت دپاره راغلی يې؟

د سېرېنا زړه تنګ شو. د شريف په تندي يې تومانچه ونيوله:

– ويم چېرې ده فارموله؟

– نشته. ما د اوله درته ويلي. يره دروغ نه وايم.

– ای کثيفه! نشته مه وايه! ستا د لاسه موږ نه د يوارنيمو لابراتوار لاړ.

– زه پخپله خوښه ورننوتی نه وم.

هغې تومانچه په منګلي، ليلما او زرغونې ونيوله:

– ويم يوه دقيقه وخت لرې.

د دواړو نجونو رنګونه پک الوتي وو. سېرېنا ساعت ته کتل. وخت په بيړه پای ته رسېده. کله چې پينځه ثانيې پاتې شوې هغې په ماشه ګوته ونيوله. شريف ژر غږ کړ:

– دوئ پرېده! زه يې وايم.

سېرېنا موسکۍ شوه:

– ويم مينه ام بد شی دی.

دباندې په هوا کې بله څرخکه راپيدا شوه. سرګي د راکټ نښې ته سترګه برابره کړه. په اول وار يې د امريکايانو الوتکه وويشتله. د هغې ټوټې داسې ورکې شوې تا به ويل دلته بېخي څه نه وو. دا غږ په تونل کې هم واورېدل شو. سېرېنا غاښونه وچيچل چې ګواکې کسانو يې شوخي پيل کړې ده. د دروازې نه يې سر واېست:

– ويم څه خبره ده؟

غږ راغی:

– نه پوېېږم.

هغې شريف ته مخ واړوه:

– ويمه زر وايه! چېرې ده فارموله؟

ناڅاپه مخابره کې غالمغال شو. ورسره سم په تونل کې ډزې شوې. د امريکايي عسکرو چيغې پيغې وختې. سېرېنا د تونل په لور خوله ونيوله. په لوړ غږ يې نارې کړې:

– ويم څوک به ووايي چې څه خبره ده؟

په مخابره کې يې واورېدل چې ورباندې حمله ده. سېرېنا په عينکي تومانچه ونيوله. په چيغه يې وويل:

– ووځه بې غيرته! ويم جنګ وکه! ووځه!

شريف خپل درېواړه ملګري د لابراتوار پای ته کش کړل. ريس هم ورسره د تړې شاته پټ شو. شريف لاس واچوه چې تش بوتل واخلي. خو څنګله يې په تړه ولګېدله. ريس په تعجب بوتل ته وکتل. هلته عينکي په ډار له دروازې سر واېست. له ډز سره شاته وار شو. په ځمکه وشټېده. همدا مهال غږ راغی:

– اوپا! ګرانې سېرېنا جانې! مقاومت بې ګټې دی. ستا يو عسکر ام ژوندی ندی. تسليمه شه!

سېرېنا له ځان سره سپکې سپورې ويلې، خو ځواب يې نه ورکوه. د لابراتوار مخې ته چاودنه وشوه. د د دروازې پرخچې هرې خواته وارې شوې. سېرېنا غوښتل شريف يرغمل کړي. خو د سرګي ماشينګڼه يې ځان ته برابره وليدله. لاسونه يې جګ کړل:

– سمه ده، سمه ده. ويم تسليم تسليم.

روسي عسکر د هغې لاسونه وتړل. سرګي تعجب وښود:

– اوپا! په دې خوسا سوړه کې داسې لابراتوار.

د سېرېنا غومبوری يې کش کړ:

– ته ګلورينه يې. که ته نه وای ما به دا بې مثاله ځای څنګه پيدا کوه.

عسکرو يې د شريف دوئ پټه شوې ډله راواېستله. سرګي د هغه په لېدو په ملنډو روسۍ سندره وويله. ورپسې يې مخ ريس ته واړوه:

– تاسې ام دلته يئ!

ريس په ارامه وپوښتل:

– ګوره! موږ او تاسې سره پېژنو؟

– نه، مګر زما د ملګري کمپيوټر ستا د کمپيوټر سره پېژني.

دباندې دوه افغاني څرخکې راپيدا شوې. ظفر په دوربين کې وکتل د سمڅو دپاسه يې تشه څرخکه ولېدله. خو دننه په انګړ کې پرته له زخمي لېوه بل هېڅ شی نه ښکارېده. يوه څرخکه يې کېنوله. سرتېري په انګړ ننوتل. ورپسې بله کېناستله. همدا چې سرتېري ترې راکېوتل روسان لکه ماران له ونو او سوړو راووتل. ټول يې مجبور کړل چې تسليم شي. ظفر يې لاس نيولی. لابراتوار ته ننوېست. سرګي له خندا شين واوښت:

– اوپا! جنرال صيب دلته څه کوي؟ لکه چې ټوله دونيا په فارمولې پسې لېونۍ شوې.

ظفر په کلکه وويل:

– تاسې د افغانستان قوانين مات کړي. تاسې به جزا ووينئ ګلابه.

– دا لابراتوار د روسي پروفيسر دی. اوس ته ووايه چې څوک قانون ماتوي؟

– دا د افغانستان خاوره ده ګلابه.

– اوپا اوپا! دا خاوره اېڅکله مکمله ستاسې نه وه.

مخ يې شريف ته واړوه:

– څه کوو؟ اوس ام په خپله خبره ولاړ يې که په اغه ښيښه يي کوټه کې دې حلال کو؟

ظفر غږ واېست:

– دا افغان دی. روسی ندی.

سرګي يوه کلکه سپېړه په مخ ورکړه:

– اوپا! ټوکې ختمې!

د ظفر په شونډه نرۍ وينه تېره شوه. دا وخت ريس په نرمه وويل:

– ګوره د ځوانۍ دوا درته څونه ارزښت لري؟

– ميلياردونه.

–  ښه نو ميلياردونه راکه دوا واخله.

ريس تش بوتل له جېبه راواېست:

– ګوره! ددې په دېوالونو پرته خوله وينئ؟ امدا دوا ده.

شريف له قهره سترګې پټې کړې. سېرېنا غږ کړ:

– رذيله! ويم معاش موږ نه اخلې دوا روسانو ته ورکوې.

ريس موسکی شو:

– ګوره دا تجارت دی. څوک چې زور او زر لري امغه يې ګټي.

ظفر وويل:

– ريس صيب! په مرګ يې ورنکې. ددې خاوند بايد افغانستان وي.

ريس بيا موسکی شو:

– زه تا غوندې کمقل نه يم. زما پاليسي ده اول ځان پسې جهان.

ظفر سترګې برګې کړې. سرګي لاس اوږد کړ:

– ته راکه!

– ګوره نه نه نه، وباسه پيسې وخوره پتاسې!

سرګي په ملنډو وموسل:

– ای احمقه! دلته پيسې د کومه شي؟ اوس دې ورغستلي کوم، بوتل درنه اخلم.

ريس په موسکا لاس د تېزابو د مرتبان دپاسه ونيو:

– ګوره! هر څوک چې نزدې راغی بوتل خوشې کوم.

سرګي ناببره د ريس په سينه د کلاشينکوف ضربه وکړه. بوتل له مرتبانه هاخوا ولوېد. دی په آرامو ګامونو ورغی راوايې خېست. دننه څاڅکو ته ځير شو:

-اوپا! امدا موږ د نړۍ شهينشاهان جوړوي؟

سېرېنا ته يې له ملنډو ډک مخ ښه نژدې او چيغه يې کړه:

– ژوندۍ دې وي روسيه مورکۍ!

دا مهال شريف په جمناستيکي سرکونډيو ځان مېز ته ورساوه. يو مرتبان يې په ځمکه وغورځوه. له تويې شوې مايع څخه غليظ تپ پورته شو. روسي عسکر د ماشينګڼې خوله ور واړوله. مګر سرګي منع کړ. شريف په چټکۍ د يو بوتل نه مايع په پخته واچوله. له بېرته راتګ سره يې لږه لږه د ملګرو په پزه ننوېسته. سرګي په قهر وړاندې ورغی. د تومانچې خوله يې د هغه په تندي خښه کړه. په غاښچيچي يې وويل:

– دادې څه وکړه سرکس ماما؟

– يره ما اوبه سکلې چې ځان ووژنم. اغه تويې شوې.

سرګي چورتي ور وکتل. بيا يې بوتل سترګو ته ورنژدې کړ:

– ولې، دا د حجرو د شاتګ دوا نده څه؟

– ده.

– نو بيا؟

– نيا دې مېښه مور دې غوا.

سرګي په غاښچيچي له ستوني ونيو:

– دا څه چټيات وايې؟

شريف په موسکا سترګو ته ورځير و. خو ظفر، زرغونه او ليلما حيران شول چې سرمحقق څه لېونتوب کوي. يودم ټول خارجيان له خندا چپه چپه واوښتل. شريف په آرامه د سرګي له لاسه بوتل واخېست. خلاص سر يې په تېزابو کې واچوه. خپلو ملګرو ته يې امر وکړ:

– يره يو يو کلاشينکوف واخلئ وځو!

په تونل کې يې په روسانو ضربه وکړه. هغوئ چيغې کړې او په تېښته شول. همداسې په ضربه ضربه روان وو. روسان بېرته انګړ ته وتښتېدل. شريف دوئ بندې سمڅې ته ووتل. لېوه په ګوډه پښه منګلي ته غاړۍ واچوله. مګر له انګړ څخه سختې ډزې کېدلې. همدا مهال نوي افغان سرتېري راورسېدل. له باندې څخه يې انګړ تر بريد لاندې ونيو. روسان محاصره شول. د هېچا پام نه و چې له تونل څخه يو زخمي روسي په دوئ ماشينګڼه ونيوله. لېوه ورټوپ کړ. د هغه چيغې وختلې. ټولو د هوسايۍ سا واخېستله. شريف لېوه لېرې کړ او زخمي روسی يې وتړه. د انګړ روسان هم تسليم شول. ظفر ور ووت. شريف دريڅې ته له جګېدو سره نورو ته مخ واړوه:

– يره زه بايد وتښتم!

زرغونې ژر وويل:

– زه ام درسره يم.

منګلي او ليلما هم ورمنډه کړه. خو شريف ځوړند و. لاسونه يې خوشې کړل. لاندې په تړه په پښو ودرېد. دوئ دواړو هم ځان واچوه. خو زرغونې وارخطا وارخطا کتل چې څنګه کېوځي. له لاندې نه غږ راغی:

– راځوړنده سه!

هغې په خوښۍ چيغه کړه:

– کريمه کريمه! ما ښکته که!

هغه له ځړېدو سره کريم په غېږ کې ونيوله. دواړه په منډو شول. شريف تر ټولو مخکې منډې وهلې. غوښتل يې ځان سرک ته ورسوي. خو يو مهال ظفر د څو تنو سرتېرو سره ناببره د هغه مخې ته راووت. دی هک حيران شو چې هغه دلته څنګه راپيدا شو؟ ظفر په آرامه وويل:

– راځه ګلابه موږ سره راځه!

– يره مانه څه غواړې؟ پرې مې ده چې ځم!

– فارموله راکه ځه په مخه دې ښه!

– يره دا څه وايې؟ فارموله نشته.

– درسره شته.

شريف برندې برندې کتلې. منګلی او ليلما د هغوئ په ليدو پښه نيولي شول. همالته د ونو پناه ودرېدل. ورپسې زرغونه او کريم يې هم څنګ ته ودرېدل. شريف تر لږ چورت وروسته د ماشينګڼې خوله جګه کړه. په شاته شاته تګ کې يې وويل:

– يره که څوک نزدې راغی ولم يې.

ظفر او ډلې يې هم وسلې ور سيخې کړې:

– که يو قدم شاته واخلې زه دې ام ولم ګلابه!

شريف پوهېده چې هغه جدي وايي. ځکه ودرېد:

– يره تا خو ويل درباندې ګران يم. امدا دې ګرانښت دی؟

– راباندې ګران يې ګلابه! په خدای چې راباندې ګران يې. خو وطن تر تا ام ډېر ګران دی.

– يره ته نه پوېېږې چې دا فارموله څونه تاواني ده. خطرناکه بيالوژيکي وسله ده.

– د ماشومانو خبرې پرېده!

دا وخت نجيبه راپيدا شوه او د مېړه مخې ته ودرېدله. شريف حيران شو. هغې جدي وويل:

– وروره! مالې اول به ما ولې بيا شريف.

ظفر غږ کړ:

– ورېندارې لرې شه! عذر کومه!

خو هغه کلکه ولاړه وه. شريف بيا شاته شاته تګ پيل کړ. ظفر په ډک ستوني نارې کړې:

– خدای ته وګوره مه ځه ګلابه! زه دې رښتيا ولم.

خو شريف د ګڼو ونو خواته په نژدې کېدو و. ده چيغه کړه:

–  ويم ودرېږه! ودرېږه! خدای او قوران ته وګوره!

هغه منډه کړه. سرتېري هم ورخوشې شول. نجيبې د هغوئ مخه ونيوله. له همدې سره د ظفر د ټوپک ډز شو. شريف لاندې وکولېد. دنجيبې له خولې زړه څيرونکې کريکه ووتله. ټول ور وځغاستل. يوازې ظفر په خپل ځای ناست و او سلګۍ يې وهلې.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

د څېړنيز مرکز په لابراتوار کې شريف د ښيښې په صندق کې سوټ پوټ پروت و. له پښې څخه يې سپينه لته تاوه وه. دولتي چارواکي په چوکيو ناست وو. د هغوئ په ډله کې د استخباراتو مشر او ظفر هم د فاتحانو څېره غوره کړې وه. په لوی سکرين کې يې د حجرو خوځښت کوت. دباندې د شريف په کورنۍ سربېره د منګلي، ليلما، خديجې، زرغونې او کريم رنګ هم تښتېدلی و. دلته تهمينې سکرين ته ګوته ونيوله:

– د حجرو حرکت ګرسره نورمال دئ.

د استخباراتو د مشر نری غږ ووت:

– څه مانا؟ چې ځوانېږي که نه؟

– يه يه، لکه زموږ او ستاسې بدن. ځېنې حجرې مري او ځېنې تجزيه کېږي. وادې روېده؟ مانا چې بدن يې زړېږي.

شريف يې راواېست. ګوډ ګوډ کېده. تر جامو اغوستلو وروسته يې وويل:

– يره خدای دې وکي چې اوس مو يقين راغلی وي.

جنرال ظفر غوښتل څه ووايي خو د شريف سترګو ته په کتو يې خوله ونيوله. د استخباراتو مشر وپوښتل:

– اغه د حجرو د سرچپه حرکت فلم؟

– يره موږ ددغو دروغو د لاسه ډېر وځورېدلو. خو زه پښېمانه نه يم. ما د وطن دپاره دوه لوی کشفونه وکړه. يو مې د يورانيمو لابراتوار پيدا که. بل مې د سروزرو کان.

ټولو په وازو خولو د هغه په لاس کې زېړې ټوټې ته وکتل. نه پوهېدل چې دا خبره رښتيا ده که نه. په همدا ورځ پوليسو د يورانيمو لابراتوار ونيو. ورپسې يې د پروفيسر لابراتوار ته څېرمه په تونل کې د سروزرو کان وموند.

∞∞∞∞∞∞∞∞∞∞

بله ورځ په څېړنيز مرکز کې لوی محفل و. په چارواکو سربېره د شريف کورنۍ او دوستان يې تر ټولو معزز مېلمانه ګڼل کېدل. د قهرمانۍ د مېډال تر څنګ يې شريف د څېړنيز مرکز ريس اعلان کړ. د ډوډۍ خوړلو پر مهال هغه د منګلي په غوږ کې يوه اله کېښوده. په لوړ غږ يې وپوښتل:

– اورې؟

منګلي په موسکا سر وښوره. شريف درې د لسو ميليونو والا د بانک کارتونه راواېستل. يو يې ده ته، بل يې زرغونې او دريم يې ظفر ته ورکړ. ويې ويل چې دا زما په جايزه کې ستاسې برخه ده. شريف بې اندازه خوشحاله زرغونې ته کريم وښود:

– يره پيسې راځي بېرته ځي. خو مينه د يونيم بختور نصيب کې وي.

هغه په آرامو ګامونو روانه شوه. کريم اندېښمن شو چې بيا يې رټي که څنګه. زرغونې وپوښتل:

– ايجازه ده ګرانه چې تاسره ډوډۍ وخورم.

د هغه په ستوني کې نژدې مړۍ بنده شوې وه. ژر يې د شريف په لور وکتل. ده په موسکا سترګه ووهله. همدا چې راتاو شو ظفر يې مخ ته ودرېد. د بانک کارت يې په لاس کې نيولی و:

– ګلابه ما څه کړي؟ دا بېرته واخله!

– يره ته پې نه ارزې. خو ستا وطندوستي او ملګرتيا تر دې زيات ارزښت لري.

ظفر ترې غېږه تاوه کړه. خو منګلي تر پايه کارت ځوړند نيولی و. شريف يې له لاسه واخيست په جېب يې ور ومنډه. بيا يې په غېږ کې ونيو.

سبا په ناړۍ کې د اکرم اکا څنګ ته لاړ. سپينږيری موسکی په کټ ناست و. همدا چې ده خوله خلاصه کړه هغه وويل:

– د منګلي نه، ويم د منګل جان نه به ښه زوم چېرته پيدا شي.

ليلما د دروازې شاته له ډېرې خوښۍ د ټيکري پلو وچيچه. کله چې منګلی خبر شو لومړی يې د توت ونې ته د خوښۍ اوښکې تويې کړې. وروسته يې د شريف د لاس د مچولو په ترڅ کې په غږ وويل:

– مننه لالا.

سلسلې په خپل کمپيوټر کې لوبه کوله. د سباوون لور او زوی يوې او بلې خواته منډې وهلې. خو وړې لور يې په زانګو کې ژړل. هغه پاڅېدله ويې زنګوله. ماشومه غلې شوه. سلسلې په ناز وويل:

– زما ورېره به ژاړي زه به لوبه کوم. دا کمپيوټر دې مات شي!

فريدې کتاب په ورنو ور واچوه:

– خلک شته چې ورېره وساتي. ته دې درسونه ووايه چې د خيره اول نمره شې!

سلسله تر لنډ مصنوعي قهر وروسته له کتاب سره په موسکا سالون ته لاړه. په بلې کوټې کې شريف اينټرنېټ ته ناست و. پروفيسر ته يې د ستونزې د حل ډاډ ورکوه. نجيبې د چای ګيلاس کېښود. ويې پوښتل:

– مالې څوک دی؟

– ملګری مې.

– مالې چې بل پروفيسر نه وي.

شريف کټ کټ وخندل. بيا په ليکلو بوخت شو. نجيبه ورته مخامخ کېناسته. د زنې کندې ته ځير وه. ده وپوښتل:

– يره ولې دسې ګورې؟

– مالې زه د دونيا تر ټولو نېکبخته ښځه يم

– څه پوه شوې؟

– تا سره مينه لرم.

– يره پوښتنه دې کړې چې زه ام درسره مينه لرم که نه؟

– په اغه کار نلرم، خو زه تاسره د هرې ثانيې نه خوند اخلم.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب