جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبعزیزنسین؛ د ترکیې وتلی ټولنیز، سیاسي طنز لیکونکی او د ټولنې ترجمان

عزیزنسین؛ د ترکیې وتلی ټولنیز، سیاسي طنز لیکونکی او د ټولنې ترجمان

اسدالله بلهارجلالزی –

مستعار نوم يی عزیزنسین دی.چې په ترکی ژبه «څه کاره یی » ته وايي: خواصلي نوم يي بیا محمدنصرت دی.ده په ۱۹۱۵ کال کې دترکی په استانبول کې يي نړۍ ته سترګي وغړولې.

له ونې لنډعزیزنسین لومړنۍ زده کړې يي په همدې ښارکې سرته ورسولي.ورسته پوځي ښوونځي ته شامل شو.له پوځي اکادیمي څخه دسند په ترلاسه کیدو بریالی شو.خوله څه مودې وروسته له پوځي چارو لاس په سر شو.او دمشهورې مجلې یدیګون yedigun )) دلیکوالو له کتنپلاوو سره یوځای شو.په ۱۹۴۶ کال کې دخپلو لیکنو له امله زندان ته ولویده. اوتر پینځوکالو زیات له مطبوعاتو لیري پاته شو.چې له زندانه له راووت، نو بیا يي دکتابونو د خرڅلاوو ترڅنګ په عکاسي لاس پورې کړ. که څه هم نسین دځوانۍ له مهاله لیکنې کولې خو د کتاب پلورلوپه وخت کې يي بیا لیکنو ته مخه کړه، اوخپل لومړني داستانونه يي دیدیګون په مجله کې خپاره کړل. وروسته يې په انکارا کې د(ملت )او(یني آدم Yeni Adam)په مجلوکې لیکنې په تیره بیا طنزونه خپاره شول. وروسته يي خپلې لیکنې ،طنزونه او داستانونه د(تانTAN ) په نوم ورځپاڼې ته استول. اوبیا یی له خپل ملګري صباح الدین علی سره  دمارکوپاشا((Marko Pasha مجلې بنسټ کیښود.چې زیاتره وخت به یی پکې سیاسی طنزونه خپرول.چې د همدې سیاسي طنزونو له امله زندان ته ولاړ.له بندیخانې چې را خوشي شو نوبیا يي د اق بابا(Ak baba)  د ټوکو اوطنزونو مجله خپره کړه. چې ورسره ورسره يې د خپلو داستانونو ټولګه هم چاپ کړه. نوموړی د ترکيی مشهورطنزلیکونکی ګڼل کیږي، نسین دوه کاله پرله پسي ۱۹۵۷-۱۹۵۶کې د نړۍ د طنزلیکونکو په سیالي کې دطلايي جایزې وړونکی شو.دطنز دا سیالي هر کال په ایټالیا کې جوړیږي. نسین په دې توګه دنړۍ دطنز لیکونکو لومړی مقام وګټل،په ناڅاپې توګه په نړیواله کچه مشهور شو،چې وروسته یی کتابونه په نړۍ کې هم تیت شول.اودنړۍ په څلویښتو ژبويي کتابونه وژباړل شول،دومره ستره بریا تر اوسه پورې دنورو ترکي لیکوالو په نصیب شوي نه ده.

عزیزنسین لکه څرنګه چې په خپلو لیکنوکې دټولني دخوارو اوبیوزلومرستندوي ځان راپیژني، په عملي ډول یا دعمل په ډګر کې هم دبیوزلانو مرستندوی دی،له خپلې شتمنۍ  يې یوه برخه په څرګنده دهغوئ په واک کې ورکړي ده، نیسن کله ناکله دځوانۍ په مهال شعر هم وایه،خوپه شعرویلو کې یی زیاته بریا نه درلوده،خلکویی تر شعرونو طنزونه زیات خووښول. چې وروسته ده هم دغه اړخ ته زیات پام وکړ. هغه د خپلو طنزې لنډو داستانونو او ناولونو کې د ټولنیزو سکالوګانو(موضوعاتو) په اړوند ډول ډول لیکنې کړي. له دې لارې یې دومره شتمني ترګوتو کړي چې دنسین په نوم يي خیریه ټولنه جوړه کړې چې دبې سرپرستو ماشومانو پالنه او روزنه په کې کیږي.

د نسین د طنزونو اولیکنو ځانګړنه

د هغه لیکنې عام فهمه اودخلکوپه ژبه دي، له دې کبله يی په خلکو کې لوستونکي زیات دی. نسین دټولنې بیلابیل پوړونه، په خپلو طنزونو کې معرفي کوي. خوزیاتره يی بیا دهغووکلیوالوبزګرانو په اړه دي چې اوس يې ښاري ژوند اختیار کړی دی. دی دهغوئ دژوند ظاهري څیره راپیژنې،خوپه ژوره توګه یی نه ښکاره کوي.دلیکنو یوځانګړنه یی همدا ظاهري بڼه ده. ځکه دده موخه دداستانونو داتلانوپه اړه ژوره څیړنه او تجزیه نه ده.نسین په ټولنه کې دستونزو،دواکمنانوبې پروايي، دټولنې د بیوزلانو دژوندانه ځورونکي حالت،لوږه، اوستومانیوي،فقر اوافلاس ښه انځوروي. دده دلیکنو زیاته برخه دټولنې هغه نیمګړتیاووې برملاکوي کوم چې دخلکو ژوند يي له ستونزوسره مخ کړی دی.دعزیزنسین د طنزونوژبه تیره اوډیره خندوونکي ده.دی په ټولنه کې هغه دودونه اوکړنې چې ټولنیزچاپیریال ته صد مه رسوي. اودخلکو ترمنځ دواټن سبب کیږي.ترکلکې نیوکې لاندې نیسي.دسیاستوالوپه بې ځایه ژمنوپه تیره بیا دټاکنو په مهال ژمنې هم له پامه نه غورځوي.هغه په خندوونکوخبرو سره عادی خلک متوجې کوي.چې سیاستوال یوازي او یوازې ژمنې کوي.قانون همدا دوئ ماتوي.دځان اوخپلې ډلې دګټوپه لټه کې وي.چې ستاسو په ژوند کې بدلون نه راولي.اونه هم ستاسو دسوکالی،خوشالي،ارامتیا،له پاره ځانونه نه ستړي کوي.چې دغه سکالو د«حزب کرامت اوحزب سلامت »نومي کتاب کې په ښه ټول ښکاره اوجوته شوي ده.نسین چې کله دټولني له شررو سره مخ شوی.نوبیا یی خپل پیغام دحیواناتوپه ژبه بیان کړی.هغه دسترې کنګرې په نوم طنزکې دخره وینا رااخلې چې نورو خروته دنصیحت په ژبه وايي:باید له هغه چاپیریاله ووزوچیری چې انسان خرتوب ته میلان پیدا کړی وي،په دغه طنزکې مشر خرنوروته وايي:دا ترټولوزیات خطرناکه مسله ده چې انسان زموږله په جامه کې ځان ونغاړې. اوخرډوله انسان دنړۍ تر ټولو زیات خطرناک حیوان بلل کیږي. دعزیزنسین دطنزونو ځانګړنې په لاندې ډول پیژندلای شو.

۱په ټولنه کې دبیوزلو،اومحروموخلکودحق داوازپورته کول.اوپه هغوئ نیوکه کوي.مسخره کوي کوم چې دنوروپه حق خیټه اچوي.

۲دټولنې دافرادو ترمنځ دمیني،اومحبت خورول له یو بل سره مرسته کول.او ستونزو سره مقابله.

۳ دچالاکه او هغوسیاستوالو،اوهغوو کسانودڅیروراپیژندل چې له سپیڅلتیاوو څخه استفاده کوي اوپه دې ډول خپلې ګټي دنوروپه تیر ایستلواوغولولوکې لټوي. دی داکار په ماهرانه او دومره خندونکي ډول داکسان مسخره کوي چې لوستونکی يي دطنز دویلوترپای پورته خندوي.

۴ عزیزنسین کله ناکله دټولنې داصلاح اونمیګړتیاوودله منځه وړلو په خاطرنیوکې داسې راپیلوي چې په کسیه کې خپل ځان راپیژني.

۵ دټولني داصلاح له پاره دحیواناتوپه ژبه خبري کول.او دعبرت په ډول خلک متوجې کوي چې که په خپلوکې خبرې نه سره اورۍ نو لږترلږ له دوئ څخه عبرت واخلۍ.

۶ دخپلو لوستونکوپه شونډو دخندا دخورولو ترڅنګ دسالم کار کولو ته هڅول یی هم دلیکنو یوه ځانګړنه ده.

د نسین اثار

دنسین کابوټول اثاردطنزپه برخه کې دي. دی یوازځنی ترکي لیکوال دی چې دعمر زیاته موده کې دطنزلیکولو له پاره ځانګړې کړي ده. دخپروشویو اثارو اومقالو شمیريې سلګونوته رسیږي. چې په بیلابیلو موضوعاتو لیکل شوي دي. خو زیاتره يي طنزونه دي. داثارو مهم يي دادي.

۱ سیاحت نامه

۲پخمه

۳ یوبهرنی په استانبول کې

۴دسپي لکۍ

۵ پینځه ریالي ټکسي

۶ شرقي سړی

۷ ډبل څټی

۸ امریکايي میلمه

۹نرخونه ورځ تربلې پورته کیږي

۱۰ ملي دنده

۱۱ د زوی زیږولو کارخانه

۱۲ دیوه مړي خاطرې

۱۳ دسلامت اوکرامت ګوندونه

۱۴ اورنۍ مینه

۱۵چاخان

۱۶پټ پلټونکی

۱۷ موږنه سړي کیږو

دا هم دعزیز نسین دطنزونو یوه بیلګه چې څو پیغامونه پکې نغښتی دي.

په منځ منځ کې ځه

 یوه کس دشا له خوا راپسي نارې کړې ،غږیې اشنا و.خوهرڅومره چې مي هڅه وکړه دغږخاوندمې ونپیژاند.خوبیا مې هم لاس ورکړ… اوروغبړ مو سره وکړ.وروسته  لالي راته وویل: دکوڅي په منځ ځم… ډاکتر ته تللی وم.

خدای مو له بدو ساته ـ دسر په منځ مې ګرمکه ده،دخیروګرمکه…ان شأ الله  ښه به شي دومره څه به نه وي. دلارې په نیمايي کې وړاندیز وکړځه چې قهوه نوش جان کړو.ستړیا به مو ورکه شي. ورسره مې ومنله. ګارسون ته يي ورغږ کړ:

ـ موږ ته دوه قهوې راوړه.

ـ ترخه وي که خوږه؟

ـ  زما خو دې منځنۍ وي … نه ترخه نه خوږه فقط متوسطه

یارمې ډیر بې حوصیلې و، اوورته ومې ویل:

ـ ولي دومره ناارامه يي؟ ځواب يي راکړ:

ـ له دې منځوي زویه مې تروچه ستوني یم. ښوونکي ترې پوښتلي و.منځنۍ پیړي یعني څه؟ ده ورته ځواب نه و  ورکړی.

ـ په څوم ټولګي کې دی؟

ـ دمنځني ښوونځي په دوم ټولګي کې دی.

 دهغه بل يی ازمویني ډیرې بدې نه وي .

ټولې نمرې يي منځوۍ وي. خو دمنځنیوپیړیو په پوښتنه کې يې یوه نمره ترګوتو کړي وه.او…

ـ خیر غوصه مه کوه. سږکال به خامخا به ومنل شي.

خو لوی زوی مې چې څومره دې زړه غواړي هغومره له تاریخ سره مینه لری، په تیره بیا دمنځنیو پیړیو له دورانه مخکي اودتاریخ دمنځنیوپیړیو پیړیو له وروسته دوران سره یی مینه بې کچې زیاته ده….

ما لا داخپل دوست په ځای نه و راوړی. ددې له پاره چې هغه وپیزنم نو اړشوم چې  ورڅخه ډول ډول پوښتنې وکړم:

اوس په کومه سیمه کې اوسي؟

د منځوۍ سیمې په متځ کې . یوه ورځ  ویاړ راپه برخه کړه…کله چې دمنځوي سیمې منځوۍ کوڅي ته راغلي.نو په دمیدان به منځ کې دتاسو مخ ته دونوپه منخ کې دلرګیوڅخه یوجوړ کور به مخي ته درشي.هالته دبنده کور دی… ډیر بدکور نه دی.خو افسوس: چې منځنۍ کوټه يي څاڅی…

ـ کاروبار دي څنګه دی؟

ـ بد نه دی، منځ ومیانه دی.دمیاشتي په منځ کې مې یوه معامله وکړه.چې ډیره بده معامله نه وه. بیا واسطي په سر باندې خولۍ را کیښوده. خو امان  امان له داسې واسطو، خدای دې څوک ددوئ په لومو کې نه نښلوي…خیر اوس به ترې تیر شو…

ـ درځار مې کړې. دسرکار په باور چې اوس هم دژورې کډې په منځ کې يي. ددنیا اخر به کوم ځای ته رسیږي ؟…

داخو نو ښه وضعیت نه دی. باید یومنځنی حد مراعات شي…باید دواړه په خپلو کې یو دبل خبري واورۍ اویو منځنی حد سره ومنۍ .چې دنړۍ وصعیت هم یوڅه ارام شي .کنه دا حال خو دمنځنۍ طبقې په زیان دی.دلوړو پوړیو خلک خو سوکاله دي. او دټیټي پوړۍ دخلکو حال هم دومره خراب نه دی. خو خواشینی یم دمنځني پوړ خلکوته … خوپه ما ګرانه،زما دوسته، زما یاره  ددنیا منځوي خلک خو دلوبو سامانونه نه دي. ورور.. دخبروپه منځ کې يي ورولویدم…

ـ ستا مقصد څه …

ـ خیر خیر… ما کوم مقصد نه درلود، نه غواړم ددعوي په منځ کې کوم نرخ نه ټاکم.زه یو داسې څوک یم چې تل مې حال منځ اومیانه وي. دنوروپه کارونو هم کار نه لرم،خو دا دزړه منځ مې دخلکوپه حال سوځي…!

ـ ښه ،خوشاله شوم چې کاروبار دې ښه دی. ان شأ الله تر دي هم ښه کیږي.

ـ دخدای شکر دی چې شریک مې ښه سړی دی.نه ډیر ځوان دی، نه ډیر زوړ، عمر يي میانه دي.قديي هم میانه دی.وضعیت يي هم منځنی دی. لنډه يي داچې ماشأ الله هر څه يي منځ او میانه دي…

ښه نو زه به درڅخه ولاړ شم .

زه هم کار لرم دګلونو مغازې به باید ولاړشم ، غواړم انشأالله څو غونچې به يي واخلم اوددکور دانګړپه منځ کې به یې وکرم، رښتیا غوښتل مې درته داسې عرض کړم چې زموږ دهیواد یوه بدبختي داده چې په کافي اندازه يې منځنې  کچه معلومه نه ده …

ښه نو څه دي وویل ؟

 ما درته عرض وکه ترڅوچې مې وس وي نو زه به درته دهیواد دامنڅني برخه معلومه کړم … له لویه سره باید په پوهنتونو کې باید د منځلوژي څانګې فعاله شي. او ولي داڅانګې ونه لري؟!…

ولي دمنځلوژي متخصص کسان ونه روزل شي.

ومې ویل : تاسو په حقه یاست. دیوه اوبل لاسونه مو سر کیښکل او له یوه بله جلا شوو. هغه له شا راپسي غږ وکړ. ورته ومې ویل: بلی؟…

راباندې يي چیغې کړې:

. دلارې په منځ منځ کې ځه… ځه په مخ ځه. لاس اوپښي دې ورک نکړې. شاته پاته نه شي. لاسونه دې چیرته بند نه دي…څو دتوان دی دلارې په منځ کې ځه دلارې په منځ کې…

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ورور اسدالله خان بلهار جلالزی صاحب! ډیر ښه مطلب دی.اوماپخواد دء اثار لوستي وء.تياترته ېې هم ډېرې ډرامې ليکلې وې۰
    یوه کوچنۍ لغوي سهوه دې که اصلاح کړم خو نه خپه کېږې؟
    ستا د لیکنې اوله کرښه کې دې لیکلي” مستعار نوم ېې عزیز نسین دی .چې په تُرکي ژبه کې <> ته وایی.؟
    زما په فکر یوازې = Ne sin?
    په دې مانا دی ،نه عزیز ! . که نه؟. هر څوک پوهېژي چې عزیز عربي نوم دی.مڼنه.

  2. عزیزنسین رشتیا هم د خواږه او خواخوږی قلم څښتن ۇ
    خو
    عزیزنسین د خپلو انسان دوستانه روحیاتو د قوت د ادعا خلاف د مسلمانو پرګنو احساسات ور زخمی کړه ( په ډاګه ئی د شیطان د شاګرد یعنی سلمان رشدی څخه ملاتړ اعلان کړ او په تُرکی ژبه ئی د رشدی د کتاب د ترجمی او چاپ ژمنه وکړه) چی البته د ترکی مسلمانانو د اخطار له وجی ئی لدی تصمیم څخه صرف نظر وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب