یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعرماديبا لمر شو /نېلسن منډېلا ته شعر/ بارکوال مياخېل

ماديبا لمر شو /نېلسن منډېلا ته شعر/ بارکوال مياخېل

ماديبا* لمر شو

_________

څه درواغ اورم

چي بابا مړ شو

د رنځورانو

مسيحا مړ شو

د بې کسانو
منډېلا مړ شو
د تورو سپينو

ماديبا مړ شو

 

اې مرګياليو!

ژوندي ژوندي وي

مړي تل مړه وي

سړي ژوندي وي

چي روح يې ويښ وي

بېخي ژوندي وي

چي ژوندپرست وي

عمري ژوندي وي

 

نېلسن د مينې

د دونيا لمر شو

د سولې پلار شو

د خندا لمر شو

منډېلا خاندي

افريقا لمر شو

ماديبا نه مري

ماديبا لمر شو.

***

بارکوال

٠٦ ديسمبر ٢٠١٣م کال

 

_________________________________________

د جنوبي افريقا خلکو نېلسن منډېلا له ناز او احترامه ماديبا باله.

1 COMMENT

  1. سلامونه
    ماډيبا يا ماديبا يې نيلسن منډيلاته ځكه ويل چې د ده قومي پرګنه په همدې نامه ياديده، د خپلو خلكو له خوا منډيلا ته د درنښت له كبله همدا نوم كاراوه لكه موږ چې كله كله وايو پلانكى ستر پښتون و
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب