جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهنه ته وې نه لیکلې وې سندرې په دیوال/ لیکوال: شرر ساپی

نه ته وې نه لیکلې وې سندرې په دیوال/ لیکوال: شرر ساپی

په هغه زمانه لسیزې واوښتې چې نومیاليو پښتنو شاعرانو به د مېرمنو په نامه له دې امله شاعري کوله چې په ټولنه کې مېرمنې شعر لیکلو او د خپلو مشاعرو څرګندولو ته وهڅوي، هغه مهال دا يوه اړتیا وه، ضرورت و، خو اوس دغه اړتیا له منځه تللې، او په پښتو ژبه کې په لسګونو لیکوالانې او شاعرانې رامنځ ته شوي دي، په ټولنیزه رسنۍ فیسبوک کې ډېرې شاعرانې وینم چې ډېر خواږه او خوندور شعرونه لیکي.
په دغه شاعرانو کې يوه هم اسماء لمر ده، د اسماء لمر په شعرونو کې روانښت، اسانتیا او موسیقي شته دی، په ټوله شاعرۍ باندې به يې خبرې سختې شي خو د نمونې په ډول به يې په دې یو غزل خبرې وکړو:
نه ته وې نه لیکلې وې سندرې په دیوال      له سترګو نه مې لاړې ملغلرې په دیوال
که له نن څخه څوارلس نیم سوه کاله پخوا د عربي ژبې شاعر امروالقیس د خپل محبوب په کنډواله سندرې وايي، قفا نبکې من ذکری حبیب ومنزل بسقط اللوی بین الدخول فحومل
ای دوه ملګرو ودرېږئ! چې د محبوب په یادونو او کنډواله وژاړو، چې د حومل او دخول ترمنځ پرته ده امروالقیس د خپلې محبوبې واقعي ځای ته ودريدلی او ژړلي يې دي، خو زموږ شاعره اسماء لمر، په هغه دیوال د فراق اوښکې څڅوي چې د مینې سندرې پرې لیکل کېدې، دیوال شاعرې ته ډېر ارزښت لري ځکه خو يې په ردیف کې تکرار وي، له اصل نه نښو ته ځي، لومړی د محبوب نه شتون یادوي ورپسې د هغه د مینې د نښو د نه پاتې کېدو خبره کوي، يوازې يوه نښه موجوده ده او هغه دیوال دی، شاعره په غایبه صیغه یادونه نه کوي، بلکې خپل محبوب مخاطبوي، ځکه چې په ذهن، زړه او خیالونو کې يې لا مخاطب دی، او دغه خطاب شعر د ته خوځښت او حرکت ورکوي. امروالقیس د همدغې قصیدې په دوهم بیت کې وايي چې که بارانونو او شمالونو زما د معشوقي نښې ورانې کړي وي خو زما په زړه کې يې یوه نښه هم نه ده ورانه، دواړه د خپل محبوب په کنډواله ژاړي، امروالقیس خپلو دوه ملګرو ته وايي چې ودرېږئ څو پرې وژاړو، خو معاصره شاعره په هیچا غږ نه کوي او په دیواله يې له سترګو اوښکې ځي، امروالقیس د خپلې معشوقې د نښو د ورانېدو چېغه کوي خو معاصره شاعره د لیکلو سندرو او د خپل محبوب په نه شتون ژاړي، اسماء خپلو اوښکو ته مکنیه استعاره کاروي، اوښکې له مرغلرو سره تشبیه کوي، دا ځکه چې په ډاګه کړي دغه نښې ارزښتناکې دي او باید ارزښتناکې اوښکې پرې تويې شي، ورپسې بیا د خپل محبوب د نه شتون سره د مرغانو، بلبلو او کوترو نه شتون یادوي، د هغه نه شتون په هر څه تاثیر کړی، په ټولو مرغانو، بلبلانو او کوترو باندې، لکه چې دا ټول یوازې او یوازې د دې د محبوب لپاره راتلل، هغه چې لاړ دوی هم لاړل:
چې ته نه وې نه څانګو کې مرغۍ وې نه بلبلې    نه ولېدلې ما چیرته کوترې په دیوال
په بل بیت کې په دیواله باندې د تصویرونو ورانېدو خبره کوي، باران ترې تصویرونه وران کړي و، دا تصویرونه د شاعرې په وجود کې راشنه شوي، کومه ظاهري بڼه نه لري، اوښکو او فراق هر څه له منځه وړي دي یوازې ګیلې پاتې دي، یوازې دوه مرورې سترګې پاتې دي:
وران کړي و باران له دیواله نه تصویرونه ترې پاتې وې دوه سترګې مرورې په دیوال شاعره اوس له فردي او انفرادي حالت نه ټولنیز حالت ته راګرځي، او هغه ویجاړیو ته اشاره کوي چې ټول ملت يې ویني، او دا ځکه چې په يوه دیوال کې هغه خپل دردونه ګوري نو د انسانیت، بشریت او د ګډ درد چيغه کوي، وايي زموږ د حالت تمثیل د ښار وران دیوالونه کوي، په هر دیوال باندې، کتابونه کتابونه خبرې لیکلي دي، دلته په حقیقت کې په دیوال خبرې نشته، بلکې د ورانۍ هغه ټولې نښې په کې ښکاري چې په سلو کتابونو ارزي، لکه چې رحمان بابا ویلي دي: هر مرده چې د زنده په قبر ورشي بس دی دومره نصیحت په دې دنیا نو دلته هم دغه وران او کنډواله دیوالونه په زرګونو کیسې لري، او په لسګونو کتابونه پرې ډکیږي زموږ د ژوند کیسې کوي د ښار وران دیوالونه لیکلي دي کتاب کتاب خبرې په دیوال شاعره د هغه دیوال د راز خبره کوي چې ولې دې ته دومره ارزښت لري، خپل محبوب یادوي چې کله به لمر په دیواله ولګېد نو هغه به د فراق له سړیجن سیوري نه د مینې دغه فتاوي ته راغی، شاعرې دلته د لمر په کلیمه کې توریه کړې، نېږدې معنی يې دغه لمر دی چې موږ ته تودوخه راکوي، خو لرې معنی يې خپله شاعره ده، او د شاعرې موخه هم لرې معنی ده، کله چې به دیواله ته راووتله نو محبوب به يې د فراق له ساړه سیورې نه خلاص کړ.
د مقطع په لومړۍ مصرع کې یو ډول درون والی محسوسیږي چې دغه درون والی د ګرائمري تیروتنې او ضرورت پر بنسټ رامنځ ته شوی دی. خپل سیورې نه به ووتو له ځان به يې غیږ تاو کړه چې څرک به يې د لمر ولیده لرې په ديوال په عمومي توګه ټول غزل روان او خوندور دی، یوازې د مقطع په لومړی مصرع کې درون والی شته دی، که آغلې اسماء لمر د شعر لپاره نور ریاضت وکړي نو باوري يم چې د پښتو ژبې مخکښو شاعرانو کې ځای به ډک کړي، موږ ورته لاس په دعا یو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب