Homeخپلواکيخپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو
لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته :
استقلال ، خود ارادیت ، ازادي ، عدم وابستګي ….
یو ساده تعریف
خپلواکي دهغو پریکړو د عملي کولو امکان دی ، چې یو فرد یا ټولنه یې په خپله اراده ترسره کوي .
که یو فرد هره پریکړه عملي کړای شي اوهیڅ بل فرد، جوړښت یا سازمان یې کړنې ، وینا او فکر محدود نه شي کړای ، دې ته مطلقه خپلو اکي وايي .
خو انسان ټولنیز موجود دی ، او نه شي کړای مطلقه خپلواکي ولري ، ځکه مطلقه ازادي د ( بل) یا ټولنې دخپلواکۍ پولې ورماتوي ، ځکه نو دافرادو اوټولنو دازادۍ حدود دقوانینو په وسیله ټاکل کیږي ، نو
نو …
ازادي د همدغو قانوني پولو په دننه کې دعمل ، وینا او فکر اختیار او اراده ده چې دبل ( یا نورو) خپلواکي زیانمنه نه کړي
فردي ازادي ګانې هغه دي ، چې قوانین يې دبشري حقونو دنړیوالې اعلامیې پر بنسټ ټاکي :
دبیان ، اقتصادي فعالیت ، مذهب ، مېشتیدا، سیاست …. ازادۍ
سیاسي استقلال
دملي حاکمیت اعمال سیاسي خپلواکي او دزمکنۍ بشپړتیا ساتنه امنیتي خپلواکي ده .
دادواړه داقتصادي خپلواکۍ تراغیز لاندې دي .
د اقتصاد دنړیوال منطق پر بنسټ اقتصادي اړیکي له اقتصادي تجرد څخه خلاصون دی ، دا هیڅکله د اقتصادي خپلواکۍ د له منځه تللو په مانا نه ده .
اقتصادي خپلواکۍ له سرچینو څخه دکاراخیستنې اراده او توان دی . استثمار – استعمار ( ښکېلاک ) زبېښاک ( نوی ښکېلاک ، نوی زبېښاک ) .
موږ او خپلواکي
د روایتي تاریخ لیکنې او علمي تاریخلیکنې توپیر په دې کې دی، چې :
روایتي تاریخ لیکنه تاریخي پېښې د مکان او زمان له قید سره بیانوي.
خو علمي تاریخ لیکنه دا راته وايي، چې: یوه تاریخي واقعه ولې وشوه، عوامل، زم
ینه، پایلې ( عواقب) او ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او شعوري بسترونه یې کوم دي؟
موږ ډېر ځله خپلې ملي خپلواکۍ ته د روایتي تاریخ له کړکۍ څخه ورکتلي دي.
او لږ ځله مو د تاریخ له علمي بنسټونو سره څېړلې ده .
د تاریخ د علمي میتود پربنسټ دا په کار دي، چې د خپلواکۍ ګټلو د زمانې ټول شرایط او بېلابېل بسترونه وپېژنو:
• ولې لومړۍ او دوهمه افغان ـ انګریز جګړو، افغانستان خپلواکۍ ته ونه شو رسولای؟
• د مشروطیت او روښانفکرۍ نهضتونو ونډه څه وه؟
• سیمه ییز شرایط څنګه و؟
• نړیوال شرایط څنګه و؟
• د اماني حکومت او تېرو نظامونو توپیر څه و؟
• ولې اصلاحات د خپلواکۍ لپاره مهم دي؟
هغه خپلواکي چې وموګټله، خو ومو نه ساتله
د خپلواکۍ ګټل د خپلواکۍ درلودلو پیلامه او یوه کوشنۍ برخه ده .
تر خپلواکۍ ګټلو د خپلواکۍ ساتنه مهمه ده .
د خپلواکۍ ساتلو عناصر کوم دي؟
د خپلواکۍ د حقیقي مفهوم درک او د ساتنې شعور، ملي یووالی، ولسواک نظام، اقتصادي ځان بسیاینه، ملي پوځي ځواک ( دفاعي سیستم ) او د ې پوښتنې ته ځواب، چې :
موږ ولې خپلواکي غواړو؟
ساده ځواب یې دا دی، چې :
د ټولنې د وګړیو د انساني ژوند شرایط له یوې ورځې څخه تر بلې ښه شي.
په دې کې د فردي ازادیو او بشري حقونو تأمین، د ژوند پرمختللي شرایط، هوسا ژوند چاپېریال، د هویتي ارزښتونو خوندیتوب، د خپلو سیاسي پریکړو صلاحیت او تر ټولومهم:
د خپلو اقتصادي سرچینه د خپلواکې کارونې توانمندي.
د دې ځواب پر معیار اوس نو بله پوښتنه مخې ته راځي چې آیا موږخپلواک وو او یو ؟
موږ ولې خپلواک نه وو ؟
له اقتصادي خپلواکۍ پرته سیاسي او امنیتي خپلواکۍ نشته ؟
احتیاج تر ټولو لویه غلامي ده !
دتاریخ په اوږدو کې له خپلواکۍ څخه زموږ تعبیر او پېژاند ناسم و .
موږ فکر کاوه چې دجګړې په میدان کې ددوښمن ماتول دازادۍ په مانا دی ، حال داچې دازادۍ جګړه پخپله ازادي نه ده ، بلکې دخپلواکۍ لپاره دهڅو یوه وړه برخه ده .
نږدې دوه سوه کاله کیږي ، چې موږ دخپلواکۍ لپاره جګړه کوو ، خو هېڅکله خپلواک نه و،
وخت یې دی ، چې خپلواکي وپیژنو او داهڅه په معقوله بڼه پای ته ورسوو .
دخپلواکۍ ابزار باید وپیژنو .
خپلواکي د( ځان ) دماهیت ټاکل دي . دا ځان هم فردي ګڼلای شو او هم ټولیز او ټولنیز. مهمه دا ده چې موږ د خپل ماهیت د ټاکلو اراده او اختیار ولرو، خپلواکي همدا ده.
دا پوښتنه لا پاتې ده:
ګټل شوې خپلواکي څنګه وساتو ؟
خپلواکي په خپله اراده د خپل حاکمیت د ټاکلو توانمندي ده، چې بیا د هغه حاکمیت په مرسته له اقتصادي ښکېلتیا څخه ځان وژغورو.
د ولسي شعور کچ لوړول.
پر سیاسي سالمو تشکلاتو راټولېدل .
او له نړۍ سره د یوه اقتصادي سیال په توګه د تعامل ظرفیت رامنځته کول.
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۹ مه / پرلپسي ۹۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۲۷/

2 COMMENTS

  1. زه فکرکوم چې دغه کتابي تعریفونه په خپل وار نورهم زموږ وخت ضایع کوي او نورهم دغه لوی اوانساني خپلواکي او دهغې رښتیی مفهوم مسخ کوو ، زموږ لپاره اوس آزادي یوازې تعریف لري اوهغه داچې څنګه کولای شو چې د وینو توییدو اوپه هرورځ کې ترسلو زیاتو افغانانو وژنه داچې دچا په لاس عملي کیږي پای ته ورسوو ، موږ دخپلواکۍ دغو ډولو ته یوه پیړۍ نورهم وخت لرو ، که په دغه اړه څه عملي امکان وینۍ او یایې لرئ ، پرته له دې چې د حاکم سترګو ته اویاهم خپل مقام او موقف ته وګورئ راوړاندې شئ ، هیله کیږي چې په دغو تعریفو مو نورماغزه مه راخوره ، دا مو ډیراوریدلي ، ترتا سو هوښیارو خلکو دا تشریح کړي ، له هغو اصلو وینو او متونو څخه کاریکاتور مه جوړوئ ، ددغو خاینو او مزدورو حاکمانو چې هر یو یې د فرعون بچی دی عمر په دغو تعرفو چې زموږ ژوند او ټولنه یې اوس تحمل نه لري مه اوږدئ او مه دغه انساني مفاهم چې نورو ډیرپخوا د خپلو ټولنو په جوړښتوکې تعریف کړي مه مسخه کوئ . بس

  2. رښتیاهم هر څوک او مسلک یی. که یوه مسلکی موضوع خصوصا په حقوقو او سیاست کې په دومره لوړه سطحه مطرح او بحث پرې وشی ، د ډیرو خلکو به سر هم پرې خلاص نه شی.
    ښاغلی عبدالغفور لیوال زمونږ د هیواد یو دروند پوه او څیړونکی دی، د دوی آثار د هغوی د ژور فکر او انسانی عاطفې نمایندګی کوی. دوی ته لا بریالیتونه غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...