جمعه, مې 3, 2024
Homeټولنیزتاریخد خپلواکۍ د (۱۰۱) کاليزې په وياړ! | کانديد اکادميسين م.ا سيستاني 

د خپلواکۍ د (۱۰۱) کاليزې په وياړ! | کانديد اکادميسين م.ا سيستاني 

ژباړن: سيلانی
 د افغانستان پۀ معاصر تاريخ کې وروسته لۀ احمد شاه بابا او پرته لۀ داود خان څخه، هېڅ يو لۀ شاهانو، شهزاده ګانو، اميرانو او رهبرانو څخه پۀ لاندې برخو کې د شاه غازي امان الله خان مقام ته نشي رسېدلی.
 شاه غازي امان الله خان د افغانستان يوازينی واکمن و، چې د افغانستان خپلواکي يې د انګليسي استعمار څخه تر لاسه کړه.
 شاه امان الله خان يوازينی رهبر و، چې لۀ نارينوو سره د ښځو د حقونو د انډولتوب او ددې هېواد د احادو وګړو د حقوقو لۀ پاره عملآ لاس پۀ کار شو او ددې برنامې د پلي کولو لۀ پاره يې خپله پادشاهي لۀ لاسه ورکړه.
 شاه امان الله خان يوازينی شاه و،چې پۀ افغانستان کې يې د خلکو لۀ پاره پۀ لومړي ځل د اساسي قانون پۀ لوړو حقوقي بنسټونو جوړ او تصويب کړ او د اساسي قانون د پلي کولو لۀ پاره عملآ لاس پۀ کار شو.
 شاه امان الله خان يوازيني عدالت غوښتونکی رهبر و، چې پۀ افغانستان کې يې د افغان هندوانو حقوق لۀ مسلمانانو سره يوشان اعلان کړل او هغوی يې دجزيې لۀ ورکولو معاف کړل او دا غير عادلانه عمل ته يې دپای ټکی کېښود.
 شاه امان الله خان لومړنی شاه و، چې د خپلې واکمنۍ پۀ موده کې يې هېڅ يو خپلواکي غوښتونکی او خپل منتقدين زنداني نۀ کړل او همدارنګه يې د هېڅ خپلواکي غوښتونکي ژوند وا نۀ خيست.
 شاه امان الله خان لومړنی واکمن و، چې پۀ ټول  افغانستان کې يې د ښوونې ( معارف ) پۀ تعميم لاس پورې کړ همدارنګه لومړنی شاه و، چې خپله يې د لويانو پۀ تدريس لاس پورې کړ او د لويانو لۀ پاره يې د لسو ورځو پۀ موده کې د تدريس ځانګړي ګړنلارې وضع کړې.
 شاه امان الله خان لومړنی واکمن و، چې د خپلې لس کلنې واکمنۍ پۀ موده کې يې لۀ هېڅ بهرني هېواد څخه پيسې نۀ دي اخيستي او پۀ خپلواکه توګه يې حکومت وکړ.
 شاه امان الله خان لومړنی واکمن و، چې د پغمان پۀ لويه جرګه کې يې افغان مېرمنې د چادرۍ (د استعمار او استحمار نښه)  له قيد څخه خپلواکې اعلان کړې او يو بل انقلابي ګام يې د دولت د اصلاحاتو پۀ پار واخيست او پۀ هماغه لويه جرګه کې ملکه ثريا او د شاه خور زينب جانې پۀ لوڅ مخ د جرګې د ګډوانوالو پۀ منځ کې را ښکاره شوې.
 شاه امان الله خان لومړنی واکمن و، چې د لومړي ځل لۀ پاره يې د جمعې پۀ لمونځونو کې له ملايانو څخه د منبر او محراب واک واخيست او د جمعې لمونځ او خطبه يې پخپل قرائت وړاندې کړه، ددې کار جرئت لۀ شاه امان الله خان څخه وروسته او مخکې کوم واکمن، رهبر او شاه پۀ افغانستان کې نه دی کړی چې د جوماتونو له ملايانو او خطيبانو دې د منبر او محراب واک واخلي او پخپل قرائت دې لمونځ او خطبه ووايي.
 شاه امان الله خان لومړنی واکمن و، چې عدالت يې لۀ سلطنتي کورنۍ څخه پیل کړ او د محمد زائي کورنۍ خپلوي ( نسبي ) امتيازات  او د ارګ لۀ پخلنځي څخه يې د هغوی دفوق العاده خواړو ورکړه منع کړه.
 شاه امان الله خان لومړنی شاه و، چې د پيرانو، روحانيونو، خوانينو، ملکانو او متنفذينو معاشونه يې لۀ بيت المال څخه قطع کړل او ددغۀ معاش د تر لاسه کولو لۀ پاره يې کارکول شرط کېښود.
 شاه امان الله خان لومړنی واکمن و، چې پرته لۀ ساتونکو  دخلکو منځ ته ورتۀ او لۀ هغوی سره يوځای کېدۀ همدارنګه ځان به يې د خلکو لۀ درد و غم څخه باخبره کو، حتا د توان پۀ کچه يې د هغوی د دردو غم پۀ حلولو کې هڅه کوله.
 شاه امان الله خان هېوادپال، مبلغ او ماهر اديب و،چې د خپلې  هېواد پالنې احساسات يې پۀ هغه بيت کې چې د(( پۀ افغانستان کې د قانون حاکميت )) پۀ اثر کې ليکل شوی، داسې بيانوي:
شدم یکبارگی با جان و سر از دل گرفتارش
دهم خون عزیز خويش تا سازم چو گلزارش
 پۀ پای کې د ټولو خپلواکي غوښتونکو او ترقي غوښتونکو روح دې ښاد، نوم او  يادونه دې تلپاتې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب