ايون جوزف مورګن د ۱۹۸٦ زېږديز کال د سيپتمبر په لسمه د ايرلنډ په مرکز دوبلين کې پېدا شوی.
هغه چې په کيڼ لاس توپ وهنه کوي په لومړيو کې د ايرلنډ لپاره لوبېده.
نوموړي په ۲۰۰٦ زېږديز کال کې د سکاټلنډ خلاف په لوبېدونکې خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ۹۹ منډې وکړې. هغه د ايرلنډ لپاره په ۲۳ لوبو کې په ۳۵،۴۲ اوريج ۷۴۴ منډې وکړې.