جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهسوداګر: حکومت، پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره هېڅ اقدام...

سوداګر: حکومت، پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی

تاند (یک شنبه، د سنبلې ۹) افغان سوداګر اوس هم له پاکستان سره په سوداګریزه برخه کې له ستونزو شکایت لرې.

دوی داسې مهال شکایت کوي، چې ټاکل شوې سبا دوشنبه کابل
کې د پاکستان او افغانستان تر منځ ګډه ناسته وشي.

د معلوماتو له مخې به په دې ناسته کې د سیاسي موضوعاتو تر څنګ پر سوداګرۍ او ترانزیټ هم خبرې وشي.

افغان سوداګر وايي دوی د پاکستان لخوا ستونزې په ګوته کړې او د حل په موخه به یې په غونډه کې مطرح کړي، خو زیاتوي باور نه لري، چې پاکستان به صادقانه عمل وکړي.

افغلن سوداګر زیاتوي په اوس کې زرګونه بار موټر په باړه، تخته بیګ، کراچۍ او تورخم دروازه کې ولاړ دي او سلګونه میلیونه ډالر زیان افغان سوداګرو ته رسیږي.

سوداګر تر یو بریده افغان دولت پړ بولي چې له پاکستان سره یې د سوداګرۍ ستونزو د حل په موخه د خبرو دروازې تړلي دي.

په ورته مهال خصوصي سکټور ادعا کوي، چې پنځه کاله مخکې د اپټا تړون قانوني وخت پوره شوی، خو د سوداګرۍ وزارت په ګډون ټولو اړوندو ادارو په دې برخه کې هېڅ هڅه نه ده کړې، چې یاد تړون نوی کړي او یا دې ورته بل نوی تړون رامنځته کړي.

1 COMMENT

  1. سوداګر او د تجارت اطاق بیا هم شرم نلری . د یوه غار نه به څو ځلی انسان چیچل کیژی ؟ د پاکستان نه بغیر د آسیا میانه ملکونو ، ایران ، عربی ملکونو ، ترکیی او چین خواته باید افغانی سوداګر مخه کړی او خپل توکی صادر اووارد کړی . د چابهار لار ، د افغانستان شمالی او غربی بندرونه ټول د سوداګرو په مخ خلاص دی ، څه ضرورت دی چه هروخت د پاکستان د ددوه مخه چلند د سببه شکایت کوی ، اوشکایت ځای هم نه نیسی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب