جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد پښتو ژبې دوه سوچه لغتونه (برېځر او ښېلی)/ ګل اغا...

د پښتو ژبې دوه سوچه لغتونه (برېځر او ښېلی)/ ګل اغا ضميري

پښتو ژبه د هندواروپايي سترې ژبنۍ کورنۍ په اريایي يا هندو ارياني ژبو او بيا له ١٢ نه تر ١٣ پورې پاميري او سيتي ژبو سره تړلې ژبه بلل شوې چې په همدې ترتيب د ارياني څانګي په شمال ختيزه څانګه چې باختري او بيا په ساکه او ساکي څانګو پورې اړونده ده، د افغانستان يوه ډېره لرغونې ژبه ګڼل شوې .

د ويدا، اوستا مها بهارت، پهلوي او نورو زړو او لرغونو کتابونو او ډبرليکونو کې د پښتو ژبې او ادب لرغونتيا تر ميلاد هم ډېره پخوانۍ بلل شوې ده. د پښتو ژبې يوه ښه ځانګړتيا داده چې د نورو کلمو لغتونه هم په اسانۍ په کې ځاى شوي او ځينې پخوانۍ کلمې اوس هم په کې را پاتې دي.

ددې ژبې په نږدې ټولو لهجو کې داسې پخواني لغتونه اوس هم شته او کارېږي چې لرغونتيا يې له پېړيو پېړيو اوړي او اوس هم خلک ورباندې ګړېږي.د ژبې سوچه لغتونه ښايي د ښار په پرتله په کلیوالو سیمو کې ډېر وي، ځکه په کلیوالو سیمو کې د پردیو ژبو اغیز کم او ډېری خلک یې پر خپله مورنۍ ژبه خبرې کوي.

   د پښتو ژبې يوه بله ځانګړتيا داده چې په کلیوالو سیمو کې یې سوچه لغتونه ډېر کارول کېږي. زه     ( ګل اغا ضمیري ) د وردګو ولایت د یوې لرې پرتې او غرنۍ سیمې اوسیدونکی یم. زموږ په کلي کې اوس هم ډېر داسې لغتونه کارول کېږي، چې ښايي د پښتو ژبې سوچه او ډېر پخواني لغتونه ورته وویلی شو.

زه د بېلګې په ډول د برېځر او ښېلي دوه لغتونه، چې د پښتو اصلي لغتونه دي او زموږ په سیمه کې ویل کېږي له تاسو سره شریکوم.

برېځر: برېځر د پښتو ژبې یو سوچه او پخوانی لغت دی. برېځر اوس هم په کلیوالو سیمو کې استعمالېږي. برېځر د غرمې هغه وخت ته ویل کېږي، چې کروندګر د خپلو ځمکو څخه د غرمنۍ د دمې لپاره کور ته روانیږي.

زموږ په سیمه کې اوس هم خلک غرمې ته برېځر وايي او د برېځر کلمه ډېره عامه ده. په دې اړه د پښتو ولسي ادبياتو يوه کاکړۍ هم شته چې د برېځر کلمه په کې راغلې او په دې ډول ده :

برېځر دى كه كښېنې

دركوم كوچ له سپينې خولې

زموږ په کلي کې د برېځر وخت پر یوه ډبره معلومېږي، چې خلک یې د برېځر تپۍ بولي. دا ډبره د کلي په ختیځ کې د یوه لوړ غره په ډډه کې پرته ده، کله چې پر دې ډبره د لمر وړانګې راشي او سیوری ترینه لاړ شي نو خلک پوهېږي چې برېځر دی. معمولاً یادې ډبرې ته د لمر وړانګې دولس بجې رسېږي.

پښتو ژبه د هندواروپايي سترې ژبنۍ کورنۍ په اريايي يا هندو ارياني ژبو او بيا له ١٢ نه تر ١٣ پورې پاميري او سيتي ژبو سره د ارياني څانګي په شمال ختيزه څانګه چې باختري او بيا همداسې په ساکه او ساکي څانګو پورې تړلې ژبه ده، چې په دې توګه د افغانستان يوه ډېره لرغونې ژبه ګڼل شوې .

د ويدا، اوستا مها بهارت، پهلوي او نورو زړو او لرغونو کتابونو او ډبرليکونو کې د پښتو ژبې او ادب لرغونتيا تر ميلاد هم ډېره پخوانۍ بلل شوې ده. د پښتو ژبې يوه ښه ځانګړتيا داده چې د نورو کلمو لغتونه هم په اسانۍ په کې ځاى شوي او ځينې پخوانۍ کلمې اوس هم په کې را پاتې دي.

ددې ژبې په نږدې ټولو لهجو کې داسې پخواني لغتونه اوس هم شته او کارېږي چې لرغونتيا يې له پېړيو پېړيو اوړي او اوس هم خلک ورباندې ګړېږي.

په زړو پښتو ادبياتو كې ډېر نومونه له زمانې سره تړل کېدل. د بېلګي په توګه: برمل (ماپښين)، لرمل (مازيګر) او ترمل (ماښام.) ته ويل، همدارنګه د پښتو ژبې شاعر ښكارندوى غوري د سلطان غوري ( د ٦٠٠هـ شاوخوا) په دربار كي، په خپله يوه قصيده كې د برېځر کلمې ته اشاره کړې ده.
كه برېځر وي كه غرمه وي كه برمل وي

كه لرمل كه لمر لوېده كه ترملونه

لکه څرنګه مو چې مخکې وويل برېځر کلمه اوس هم په وردګو کې په مروجه لهجه کې کارېږي. د وردګو په اړه مشهور يوناني جغرافيه ليكوال بطليموس او د هغه مهال مورخانو كابل ښار كابورا(kabolitae) او ځيني ګاونډۍ سيمي ارګردا (ارغند)، لوكرنا (لوګر) او بګردا په نومونو يادوي چې له همدې بګردا څخه يې موخه وردګ دي.

   كه څه هم ځينو پخوانيو ژبپوهانو، نومونه د يوه علت زېږنده نه بلل، خو نوو فيلالوژيكو څېړنو دغه فكر له منځه يووړ او كله چي ژبپوهانو په بېلابېلو ژبو كې د كليمو رېښې مطالعه كړې، ډېرې كلمې يې له يوې ريښې او يوه علت زېږنده وبللې.

ښېلی: ښېلی د پښتو ژبې یو بل سوچه او پخوانی لغت دی. ښېلی یو ډول کلیوال خواړه دي او په کلیواله سیمه کې ورته ډېر ارزښت ورکول کېږي. دا خواړه زموږ په سیمه کې اوږده مخینه لري او د واده پر شپه یې ناوې او زوم ته ترتیبوي. دا خواړه د غوا د غوړیو ( زېړو غوړیو ) څخه جوړېږي. کله چې زیړ غوړي تاوده کړي او وچه ډوډۍ پکې ماته کړي دې ته ښېلی ویل کیږي.

په اوسني وخت کې د واده پر شپه ناوې او زوم ته عصري کېکونه ترتیب کیږي، مګر زموږ په سیمه کې اوس هم د ښېلي دود موجود دی او همدغه پخواني خواړه ورته جوړېږي، چې د ځانګړو مراسمو په ترتیب سره د ناوې او زوم له لوري خوړل کېږي.

په کلیوالو سیمو کې د ښېلي له دود څخه دا څرګندېږي، چې د واده پر شپه د ناوې او زوم لپاره د کېک جوړولو مراسم اوږده مخینه لري او په افغانستان کې له پخوا راهیسې دود دي.

زه په دې باور یم، که چیرې په کلیوالو سیمو کې څېړنه او تحقیق وشي نو د پښتو ژبې ډیر سوچه لغتونه به ترلاسه او د لغاتو په برخه کې به زموږ د ژبې سره زیاته مرسته وکړي.

دا څېړنه ډېره اړینه او د ژبنۍ پانګې د خوندي کولو او ژغورلو لپاره ډېره مهمه ده او باید هر څومره چې زر کېږي ترسره شي، ځکه چې پر کلیوالو سیمو د پردیو ژبو اغیز ورځ بلې ته زیاتېږي او همدارنګه کلیوالو سیمو ته د نوې تکنالوژۍ په ورتګ سره د پښتو ژبې د پخوانیو او سوچه لغتونو استعمال او کارونه له منځه ځي او ځای یې د پردیو ژبو لغتونه نیسي.

پاى

کابل/۱۳۹۳/لیندۍ/ ۱۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب