چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeکالمونهقانعدا رنګ دې ولې زیړ دی جانانه/ عصمت قانع

دا رنګ دې ولې زیړ دی جانانه/ عصمت قانع

ډېرو د نوې کابینې لپاره له دوبۍ څخه نوې نیکټایي ګانې را غوښتې وې، چا بیا پاریس ته فرمایش ورکړی وو، ځینو خو کوبکو عطرونه اخستي وو، څوک د زغره والو موټرو په لټه کې وو.

په ټلویزیوني بحثونو کې د ټیمونو مدافعین خو بیخی داسې برېښېدل، چې ګنې همدا دوی د راتلونکي حکومت غټ منصبداران، واکمنان، مقامات او عالي جنابان او ذواتان دي.

چا خو له شماله چپنې را غوښتې وې او داسې ګومان کېده چې د قدرت په خُم کې به رنګېږي او سهار چې ښار ته وځي، نو خلک به یې د نوي واکمن نظام د واکدار په توګه لاسونه او پښې مچو کوي.

وایي، ګیدړ د رنګونو په خُم کې لوېدلی وو، سره، شنه، تور، زیړ، ګلابي او ارغواني رنګونه ور پورې نښتي وو، چې ځان ته یې کتلي وو، خپله قواره د شهزاده ورته ښکاره شوې وه او چې انګوللي یې وو، نو هماغه چغال وو لکه وو چې.

اوس نو په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو سره جوخت ډېر څلوربول حیوانان د خمونو په رنګونو کې ډوب دي.

د باد راوړو پانګو زور یې د قدرت او واک د ترلاسه کولو په کمپایني غویمنډ کې په خرپ لګولی دی او د خوبونو په دنیا کې یې پر وزارتونو، ریاستونو، سفارتونو او سترو کمېسیونونو باندې زین شوي نیلۍ ورځغلولې دي.

د محترم عبدالله عبدالله په اصلاحاتو او همګرایي ټیم کې خو د کابل د ښار پارکېنګونه هم د څوکیو په بدل کې خرڅ شوي دي.

شپه او ورځ هغه کسان چې په کمپاین کې یې پانګه لګولې ده یا یې په انتخاباتي کمپاین کې د درغلیو زمینه برابره کړې ده د پروان کارتې په سیمه کې د ډاکتر صاحب عبدالله پر کور باندې یو ځل راګرځي.

ښار اوازو پرسر اخستی دی، چا اوازه ګډه کړې ده چې والي یم، څوک په خوب کې معین شوی وي، چا بیا د وزارت خوب لیدلی دی، چا خو په خوب کې خپل غایطه مواد لیدلي دي او مبصرین یې داسې تعریفوي چې ګنې خوب لیدونکی به د بې حسابه او بې کتابه زرو او ګوهرو مالک شي.

د فېسبوک د درواغو بازار هم رونق اخستی دی، که ګورې نو یو څوک به په کې وزیر وي، بل بیا پکې لوی څارنوال شوی وي او بل بیا د خیال پلو په پراخ جهان کې د سترې محکمې واګې په لاس کې اخستې وي.

د ننګرهار د قاضي فضل الرحمن شینواري زامن له یوه کوره غواړي چې د لوی څارنوالۍ، د ننګرهار ولایت او د اوقافو د وزارت څوکۍ په پراخه اشتها له یو غوړپ چایو سره هضم کړي.

زموږ د کندهار نیسم کرزي هم د کندهار د ولایت خوب لیدلی دی، د همدغه خوب په برکت یې د خپل تخلص د بدلون پرېکړه هم کړې ده، پخوا کرزی وو او اوس نه کرزی دی.

د اختلاس، غلا، چور، لوټ او تالان د میدان پهلوانان خو تر هر چا باید زیات د څوکیو خوبونه وویني.

د جهاد او مقاومت د پنجشیري ګروپ دوه تنه خو عملاً پر لوړو څوکیو وټاکل شول، احمد ضیاء جان د ښې حکومتولۍ لپاره د متفکر صاحب خاص استازی دی او عبدالله جان صاحب د صدراعظم پر مسند براجمان او جنت المقام دوزخة الحرام دی.

د جهاد او مقاومت د حقدارو سنګردارو خوبونه نور مقامونه هم غواړي. د ملي دفاع وزارت یې د پلار او نیکه په شرعي قواله داسې حق دی لکه د ابۍ پۍ.

د ملي امنیت ریاست هم د جهاد او مقاومت د بړېڅو جهادي، شرعي او مقاومتي حق دی، که ورته ونه منل شي، نو په کابل کې به په یوه هفته کې شل ځانمرګي بریدونه تنظیم شي. که څوک سر خلاصوي نو ښه تر ښه او که سر نه خلاصوي، نو کونه دې ټینګه کړي.

په همدې توګه د معنوي لپاره ستره محکمه، د قانوني لپاره د بهرنیو چارو وزارت، د میرزایانو اوباشیانو لپاره د مالیې وزارت او د دفاع وزارت اداري قلمدانونه.

په مشرانو جرګه کې د سناتورۍ شپږ سیټونه او پر دې علاوه مبهم ولایتونه د دوی هغه حقه حقوق دي، چې احقاق یې د مملکت خداداد افغانستان نظام له خطر څخه ژغورلی شي، خو تر اوسه پورې لا نوې کابینه د ابهام مُهره ده.

اګاهان وایي، چې د نوې کابینې پر تشکیل باندې خو لومړی په ټیمونو کې خلکو تر ګریوانونو سره نیولي دي. د ټیمونو سترې مافیایي ډلې د مهمو څوکیو پرسر یو بل ته ډغرې ورکوي، د عبدالله په ټیم کې د زلمي رسول ډله د بهرنیو چارو وزارت د خپل لس فیصدۍ سهم حق بولي، خو د بلخ امپراطور بیا دا څوکۍ د برهان الدین رباني د زوی لپاره خوښوي، تر څو د افغانستان دیپلوماسي د بلخ د پاچا د سلطنت او مملکت د جلال او کمال حفاظت او مواظبت وکا.

د اشرف غني په ټیم کې هم د بهرنیو چارو د وزارت لپاره انوارالحق احدي عربي ږیره چپه تراشلې ده او د پیرګل په زور یې د ځان لپاره غواړي. دا نور هم د څوکیو د حصول لپاره په بې باکانه مبارزه او توده مجاهده بوخت دي. مانډس محمدخان، ماکیک، دانش او دوستم نو له چا کم دي، چې کرسۍ ورته ونه رسېږي.

بالاخره د تخصص او لیاقت د حکومت نوې کابینه د سهم، ونډې او برخې په مافیایي جال کې داسې راګیره ده چې په راتلونکې یوه میاشت کې له دغه جال څخه د خلاصون مجال نه لري.

هغه شعار چې کار به اهل کار ته سپارل کېږي یو تخیلي داستان دی چې کرکټرونه یې باید پیریان او جنیات ترسره کړي.

په ډګر کې یوازې د افغانستان دېرش میلیوني ملت ولاړ دی چې د وخت له ارګستر څخه دا سندره ورته کمپوز شوې ده:

دا رنګ دې ولې زیړ دی جانانه

15 COMMENTS

  1. قانع ګله! که هر څه وي، خو زه فکر نه کوم چې اشرف غنی د کرزي په څیر ناهله سړی کله ضرار خان په څیر څیره وزیر وټاکي. تا خو هسې بابا پسې راخیستي ده. فکر کوم چې تاته په کې څه نه رسیږي. ځکه پخوا خو به کرزي صیب ستاسې په څیر خوله شلیدلي ډیر نازول، چې اشرف غنی احمدزی دا کار نه کوې. ځکه داسې چټیاټ لیکلي.

  2. په دې لیکنه کې د مختلفو کسانو د توهین او سپکاوي هڅه شوې ده . که هر څوک سپک شي او هر څوک د خندا او ملنډو وړ وبلل شي، ټولنې او ملت به څه ګټه کړې وي؟ ز.

  3. مننه قانع صاحب تاسې مونږ ته پخوا هم مقالې نشر کړي او مونږ پرې انتقاد کړی خو اوس پوه شوم چې تاسې حقیقت ته پخوا رسیدلي وی او مونږ اوس

    • ګڼدری صاحب ستاسو د تبصری خو به تاند یوازی لکۍ پری کړی وی خو زما ځینی تبصری بیا هیڅ نه نه شروی.پداس حال کی چی ما کله هم کنځل او یا توهین کونکی خبری ندی لیکلی او نه یی لیکم پداس حال کی چی کله کله خو ځینی ناجایزی ګورم ښه خوند هم راکوی چی زړه بری سوړ کړم. زموږ هیله د تاند څخه دا ده چی که زموږ په تبصرو کی بد الفاظ وګوری نو حق لری چی نشر یی نه کړی او که زموږ هدف منطق لری ولی تاسو تاند یی د تریخوالی له وجی نه خپروی نو دا پدی معنی چی تاسو د بیان پر ازادی تیری کوی. دا ځکه موږ چی پر چا نیوکه کوو نو هغه د نر شی منطقی دلایل د وړاندی کړی. نو زما هیله له تاند څخه دا ده چی نور به زموږ د لوستونکیو ټولی تبصری چی توهین او کنځل پکشی نه وی خبروی او دا د ټولنی په ګټه ده بل دا داسی معنی ورکوی لکه دیګ ته چی ډول ډول مساله ورواچوی تر څو ښه خوند وکړی. چی له هغو جملی څخه مرچ هم دی نو هیله ده چی زموږ تولی تبصری بدون د بیاتی کولو خپری کړی.

      • شاکر صاحب د تذکرو په اړه ستاسو تبصره نن هم خپره شوې ده. ځیني خبرې به ممکن تاسو ته کنځلي نه ښکاري یا به ممکن درته عادي ښکاري خو خپرول یې د لیکنې لیکوال خوابدی کوي .
        ډېر تبصره لیکونکي په ځای د دې چې د لیکوال له نظر سره اختلاف وکړي د هغه پر شخصیت نیوکه کوي. مثلاً لیکي به (ته په خپله په پلانکي ګوند کې وې، تر پرون پوري دې د پلانکي ګوند یا شخصیت ملاتړ کاوه نن داسي وايې… )
        سیاست خو دین نه دی چې څوک پکې عقیده نه شي بدلولی . د قانع صاحب په همدې لیکنې ګڼو تبصره لیکوونکو ده ته د جمعیت پېغور ورکړی دی چې خپرې مو نه کړې.
        تاند

        • ښکنځل او تریخ خقیقت یو له بله سره ډیر تفاووت لری زه اوس هم د نیوکی طرفدار یم بیا هم دا ځکه چی په همدغه ډول موږ یوی نسبی نتجی ته سره رسیدلی شو ، زه خو پر دی عقیده یم چی که زه او یا نور اشنایان پر کومه لیکنه نیوکه کوی لیکوال دی مهربانی وکړی د خپلی لیکنی دفاع د وکړی.د مثال په توګه زما یوه تبصره چی پر یو وتلی او منلی ژبپوهه باندی می کړی وه ما تری غوښتنه کړی وه چی د یوه ژبپوه په صفت باید اسانه او روانه ژبه وکاروی تر څو ټول ترینه ګټه واخلی کیدلای شی ما تر ۴ ټولګی پوری لوست کړی وی په ځینو سنتو لغتونو پوهه نه شم . که د تاند په یاد وی ما یوه بله جمله هم کارولی وه چی په شیکه دریشی کی تر ساد ه کالیو ښه ښکاری کیدلای شی تاسو زما همدغه جمله جسمآ د ځانه سره معنی کړی وی او بل ډول مهفوم مو تری اخیستی وی، ولی زمامطلب تشبه وه د شکی دریشۍ څخه زما مطلب سخته ژبه کارول وو او د ساده لباس نه زما مطلب د ساده ژبی کارول وو. غالبآ به تاسو په همدی خاطر زما همهغه تبصره نه وی خپره کړی.
          بل دا چی تاسو پاس یو نقل راخیستی دی او لیکی چی ((ته په خپله………..په پلانی ګوند کی وی)) زه خو پوهه شوم چی تاسو ما شاکر نه یادوی خو نور لوستونکی به ستاسو د همدغی جملی څخه بل ډول مفهوم واخلی هغوی به وایی چی تاسو تاند زه شاکر یاد کړی یم. .
          زه شاکر چی خدای پاک پیدا کړی یم د هیڅ ګوند او یا سیاسی سازمان سره می هیڅ وخت اړیکی ندی ساتلی . خو تر وصه می چی کیږی او زما فکر پری کار کوی هر څه چی زموږ د افغانستان د ولس په توان یا زیان وی که امریکا یی کوی یا یی طالب کوی او یا پرون ددیموکراتیک ګوند او مجاهیدیونو کړی وی بد ته بد وایم ښه ته ښه.
          په اخر کی همهغه د پخوانۍ تبصری جمله بیا تکراروم چی په دیګ کی مرچ که ترخه هم وی دیګ ته یو ډول خوند ورزیاتوی او که څوک د مرچو سره اساسیت لری هغوی ته عاجله شفا عواړم.
          یوه د بله هم ورپسی وی چی زه ډیر وخت په خپلو تبصرو کی غلطۍ کوم او علت یی دا وی چی دوهم وار می کله هم نده لوستی خو وروسته یی چی ووینم نو بیا ټکی سولوم، پدی خاطرزه بښنه عواړم. او په راتلونکی کی به کوشش وکړم چی خپله تبصره له لیږلووړاندی یو واری ولولم..
          د تاند څخه بیا هم مننه کوم.

          • ستاسو تبصره مو تر ( نکټايي) پوري ولوسته. لباس شخصي مسله ده. ستاسو نوره تبصره مو ونه لوسته . همدا کافي ده چې تاسو د یو چا پر شخصي حریم تېری کړی دی. که سبا یو بل څوک یو بل چا ته ولیکي چې لونګۍ یې پر سر ده او لونګۍ د ناپوهۍ او بدویت نښه ده ایا تاند یې تبصره خپره کړي. یا یو څوک ووايي چې ږیره د وروسته پاتې توب او جهالت نښه ده، ایا تاند یې تبصره خپره کړي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب