جمعه, اپریل 26, 2024
Homeمقالېدرید تاریخ مسخره/ عصمت قانع

د تاریخ مسخره/ عصمت قانع

پر کابل د سړو او سایبریایي څپو یو نوی پړاو را برابر شوی و. د ژمي یخه څيله شروع شوې وه او د اسمان پر شنه ګنبزه د تورو ورېځو پيڅولونه پراته وو.

د کابل په سیند کې اوبه یخ وهلې وې او د کابل پر لمن د هستوګن انسان په رګونو کې وینې کنګل شوې وې.

د کابل د شېر دروازې غره د زمان د ناپایه وحشتونو یوې تازه نندارې ته کتل، تېزو او ‎زړه بوږنوونکيو بادونو د وږو چغالانو په څېر انګولل.

د ښار انساني څېره په بل مخ اوښتې وه، مرګونه بې‌پوښتنې وو او د ژوندانه سلګۍ له ډېرې ناوړه قحطۍ سره لاس او ګرېوان وې.

په ښار کې انساني ارواګانې د مرګونو له بلاګانو سره لاس په لاس په جګړه اخته وې او مرګ د زور او وحشت پر سټېج ټینګ ولاړ و.

ژېړې او زبېښلې انساني څېرې چې څومره د ژوندانه د نجات له‌پاره خوځېدلې، هغومره د مرګي زور لا پسې سیوا کېده.

هو!

ژوند د غمیزو، دردونو، ویرونو او فریادونو د طوفان په ځګنو څپو کې را ایسار شوی و. د ښار حکمرانان چې په درجنونو وو، د وینو په بیه او د خپل وطن د انسان د مرګ په بیه د جنت د حورو د حاصلولو په هڅو لګيا وو.

خپل جوماتونه، خپل واټونه، خپل بازارونه، خپل پارکونه، خپلې حجرې او خپلې هدیرې یې په‌خپله سره فتحه کولې او بیا یې پر فتحه د الحمدلله ثناء او صفت هم وایه.

هو، کابل داسې و!

کری ورځ به راکټونه پرې را اورېدل، کرۍ ورځ به د وسله‌والو د توپکو تر خولې د اور ژبې راوتلې او ماښام به د ښار پاچا چې د ډکو په لغم کې ناست وو، د کابل راډیو له لارې اعلان وکړ؛

زه به د یوې ورځې له‌پاره استعفا ور نه کړم، ځکه زما په استعفا په کابل کې د قدرت خلا رامنځ‌ته کېږي؟!

کابل له هر څه ډک و، له مرګونو، له فریادونو، پر ناموسونو له یرغلونو، د خلکو پر کورونو، له شورونو او ناتارونو، خو کابل له یوه شي خالي او تش و چې هغه د ادارې قدرت و، د حکومت قدرت و، د مملکت د عزت قدرت و.

کابل د مرګونو ډګر و، پکول پر پکول برید کړی و، ږیرې ږیره راشکوله، مسلمان د مسلمان د ښمن و، مجاهدینو مجاهدین وژل او بیا یې خپلو مرګونو ته د شهادت پرتګونه وراغوستل.

د ورځې مرګونه دي او کله چې شپه د کابل پر زخمونو د خاموشۍ تور څادر وغوړوي، نو د ګیلم جم او ټغر جم پوځونه د شهوتونو په سیند ورګډ شي، د هيچا عزت خوندي نه دی، د هيچا پر ناموس باندې رحم نه کېږي، څوک د عزت د نجات له‌پاره له پنځم پوړ څخه او څوک له څلورم پوړ څخه پر ځمکه رالوېږي، حتا د دارلمجانین پر لیونیو ښځو هم د شهوت مینده ځناور شوڼېږي.

کابل تشېږي، له کابل څخه د تېښې لارې ډکې دي او مېړه هغه دی چې سر وباسي. د سر د ايستلو له‌پاره د کور او کهول او د ژوندانه د پوښ او ستر ټول وسایل د ښار په کوڅو کې لیلامېږي او حتا عفتونه هم د لیلام بازار ته وتلي دي او په ارزانه لیلامېږي، داسې مالومېږي چې د صوابۍ د صنوبر کاکا اروا په کابل کې دا هر څه ویني او بیا ورته وایي:

خدایه دا بازار تالا کړې په مغلو

د مفلس حسن په یو موټی چڼو ځي

له کابل څخه د تېښتې لړۍ روانه ده، پر کابل اب او دانه هم بنده شوې ده. د جنوب له‌خوا د اوړو غوړو پر وړلو بندیز دی، د شرق له‌خوا هم کابل ته د هر ډول خوراکي موادو وړل منع دي، د لوېدیز له‌خوا د پکتیکا او پکتیا د لرګو لارۍ نه پرېښوول کېږي چې کابل ته د سون مواد ورسوي. د شمال له‌خوا  ګیلم جم او پنجشېریان دي.

کابل د تاریکو ښار دی، د برېښنا مزي یې هم غلا کېږي او د پاکستان د کباړ په مارکېټونو کې خرڅېږي.

د ژمي یخه څیله ده، د ۱۳۷۱ د جدې یوولسمه ورځ ده. د کابل د ټلوېزیون له تپې څخه د ښار پر خټینو کورنو باندې د توپونو او رایکټیف دستګاوو ضربه‌یي ډزې نه خاموشه کېږي.

د نظار شورا جګړه‌مار په افشارو کې د بکارتونو د څېرلو کیسې کوي او د وحدت لنډه‌غري په پوهنتون او سېلو کې د سینو د پرېکولو خاطرې یادوي.

د مړو رقصونه د جنایي نندارو یوه بله صحنه ده چې کابل یې وینې او ننداره یې کوي، پر سرونو د مېخونو د وهلو طریقې هم د انسان د جنایي کرکټر یو بل اړخ راڅرګند کړی دی. کابل د ټراجډي تیاتر دی.

په هره څنډه کې یې ټراجډي کرکټرونه نوي نوي ناټکونه نندارې ته وړاندې کوي، خو د ټراجډي د تیاټر پر سټېج باندې څو تنه کامیډي لوبغاړي لوبه کوي.

سهار  وختي د شش درک له لارې د محمود خان پله ته روان وم چې لغمان ته ولاړ شم. د شش درک پر لوی سړک یو نوی پکول پروت و. ملګري مې پکول راپورته کړ.

څه ګورو چې تر پکول لاندې د انسان سوټه پرته ده او هاخوا د کابل د کوڅو ظریف او ټوکمار ماشومان چيغې وهي، پکول ګو کده ـ  پکول ګو کده!

او ما د تاریخ د ټراجډي پر سټېج د کامیډي او تمسخر عجيبه صحنه ولیده.

دا د تاریخ ستره مسخره وه.

سرخط ورځپاڼه 

7 COMMENTS

  1. که د ښاغلي قانع صیب فیسبوک بند کړی او یا په کومه مطبوعاتي برخه کې په دندو ګماری ، نو داسې ښه مطالب به درته نشر کړي. اما فیسبوک هغه بلې خواته رهنمایی او بې لارې کوي.

  2. -(Old is gold))
    سلامونه شاغلی ،منلی اودروند قانع ته ! افسوس زموږ ځوانان به هله پوه شی چې موږ به نه یو په هرصورت اوس هم هماغه ډلې دافغانستان نجات لپاره اییتلافونه جوړوی

  3. قانع صاحب په ګوتو د برکت شه ،
    مشوره در کوو همدارنګه لیکنو ته دوام ورکړه ترځو دهیوا ځوانان د هیواد له تیر حالت سخه خبر پاتی شی او د هیواد هغه منحوسی ځیری نوری هم شی و پیژنی و د راتلونکی لپاره ویښ ځوانان پاتی شی
    ډیر دردونکی حالتونه مو په ملک کشی تیرشوی او لا هم روان دی

  4. Opening old wounds and revenge never helped. There are and will be short minded, illiterate individuals all the times and every where but our goal should be to leave every thing behind and concentrate on future. The country and its people are in wars for over 35 years, many politicians who came to the scene concentrated on corruption and smuggling wealth out of country instead of helping the country and its people.

  5. قانع صاحب »ه قلم دی برکت شه!ا
    !!
    دا ورخ می ِژوندی »ه یاد ده
    دا ورخ د حکمتیار او دوستم د ایتلاف جنگ له بکول سره و اوزما شه به یاد دی چی انفرادی دزی نه محسوسیدی بلکه د سیلاب »ه شرها وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب