سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+د ميرزا خان په شعرونو کې د معنوي زېږېدنې نظريه

د ميرزا خان په شعرونو کې د معنوي زېږېدنې نظريه

دوکتور سيد اصغر هاشمي

ژوندون که غواړې په مرګي ومره

رحیم رحم په دا مرحوم دی (انصاري، ص ۲۰۷)

***

چې له مرګه پخوا ومري

ځان یې زود مونده ای غوثه

چې فاني یې خپل صفات کړ

دوباره یې ځان حیات کړ (انصاري، ص ۱۱۸)

***

څوک حیات په مرګ کې غواړي

څوک څوک مرګ غواړي له ژونده (انصاري، ص ۱۲۶)

میرزا خان انصاري د روښاني دور پیاوړی شاعر دی. د روښانیانو په دوره کې د ځینو شاعرانو شعرونه د عقل، عقلانیت، اروا، مانا، مذهب، دین، خدای پېژندنه، د انسان او خدای اړیکې، د انسان او انسان اړیکې او په لسګونو داسې نور مسایل لري چې د فلسفې له لیده نوو څېړنو ته اړتیا لري.

په لویدیځ کې فلسفه او په ختیځ کې د روښانیانو عرفاني او تصوفي شعرونه فلسفي رنګ لري. د میرزا په شعرونو کې د خدای پېژندنې او ځان پېژندنې په اړه خبرې شته چې د بېلګې په ډول د میرزا په څو شعرونو کې د معنوي زېږون نظریه پلټو. په دې اړه خبرې په ویناوو او لیکنو کې ښه ثابتېدلی نه شي، دا عملي تجربه غواړي او انسان یې تجربه کولی شي. د تجربې دغه لابراتوار د انسان دنننی نظام دی، خپله انسان دی او د انسان کارخانه ده. معنوي زېږېدنه نوې اروايي او ارادي پیدا کېدل دي. په دې زېږون کې اراده له انسان سره ده. د دې ډول پیدا کېدلو واک له انسان سره دی، خو بیا هم هر انسان نه شي کولی چې دا ډول زېږون تر سره کړي. په تصوف او عرفان کې له نوي پیدا کېدو څخه موخه معنوي زېږون دی. دغه ارادي زېږون له جسمي او فزیکي زېږون څخه څو ځلې غوره دی. په عرفاني نړۍ کې د دې خبرې یادونه ډېره کېږي. اجباري او اضطراري مرګ اختیاري نه دی او مخکې له دې مرګ څخه اختیاري مرګ غوره کول اړین دي. دلته بیا هم دویم زېږون ته اشاره ده چې مخکې له مرګ څخه مرګ ترې موخه ده؛ یعنې له غیر ارادي مرګ څخه مخکې ارادي مرګ ښيي، کله چې انسان دې مرګ ته مخه کړي، معنوي زېږون تر لاسه کوي.

انسان د دوو خواوو (مادي او معنوي) درلودونکی دی، نو له همدې امله ویلی شو چې د دوو ځایونو، هېوادونو او موقعیتونو اوسېدونکی دی. له مادي خوا د مادي هېواد اوسېدونکی دی؛ د بوټو په شان تغذیه کېږي، لویېږي، بشپړېږي او مِثل تولیدوي، د څارویو په شان شهوت او غضب لري؛ یعنې هغه کړنې چې په خوښه یې وي او په طبع یې برابر وي، مینه ور سره ښکاره کوي او هغه کارونه چې په خوښه یې نه وي او له طبع سره یې مخالف وي، نه یې تر سره کوي او کرکه ترې کوي. له دغو دلایلو څخه څرګندېږي چې د انسان، څاروي او نبات ژوند په ډېرو ځایونو کې سره ورته والی لري او د دوی تر منځ د مرز یووالی لیدل کېږی، خو د انسان ژوند په دغه محدود وخت کې پای ته نه رسېږي، خو د عقل، عقلانیت، تفکر او پوهې پر بنسټ او همدارنګه د اروا او روحانیت له مخې، د لسو حسونو له امله، د انساني ارادې له مخې او د اشرف المخلوقات د پیدايښت له امله د مادي خوا سربېره غیر مادي خوا هم لري چې دې خوا ته معنویت ویلی شو، نو له مادي خوا، ژوند او هېواد څخه پرته معنوي هېواد سره یې هم اړیکه شته، نو ځکه دوه تابعته دی.

په همدې اړه (انسان و تولد معنوی) مقاله کې راغلي دي:

(ولادت معنوی، حیات دوباره‌ای است که انسان می‌تواند در همین نشئة دونیایی به آن دست یابد. این تولد به ایجاد تحولاتی در حوزه معنویت و به تعبیری، ولادت طفل جان از دامن ایمان است که ولایت او را پیامبر اکرم ‌صلی الله علیه وسلم و به تبع او پیر راهدان، بر عهده دارد. ولادت ثانی مراتب تکامل نفس است که از امارگی به مقام اطمینان می رسد و یکایک صورت‌ها و پوشش‌های ناراست را از خود می‌زداید و سر انجام به صورت الهی و ملکوتی خود دست می‌‌یابد. ولادت معنوی محصول مرگ ارادی است؛ این مرگ نوعی فنای اختیاری و میراندن نفسانیات و شهوات است که در پرتو آن، اروا به زندگی دیگر دست می‌یابد. در این ولادت، نفس انواع مرگ را که رهایی از بندها و تعلقات گوناگون است، تجربه می‌کند تا به حیات معنوی و طیبه دست پیدا کند. در مرگ اختیاری انسان به نحوی به قیامت راه ‌می‌یابد و آنچه را که آدمی با مرگ اجباری در می‌یابد، در همین نشئه، بالعیان مشاهده می‌کند. آنچه عارف را وامی‌دارد به مرگ اختیاری تن دهد، جوشش و فوراً عشق و میل به اتحاد با مبدا خود است. شوق به اتصال، عارف را به وصال پیش از وصال و مرگ پیش از مرگ، دعوت می‌کند.) (۱). حسن ابادی، مجید صادقی و دوستان. (۱۳۹۰ل). انسان و تولد معنوی. سال هشتم. شماره ۲۵. ایران: انسان پژوهشی دینی، مخ ۸۰.

په تصوف، عرفان، خدای پېژندنې او فلسفه کې د انسان په دوه ګونو خواوو بحثونه کېږي چې دغه دوه خواوې د انسان د ظاهري او باطني جوړښت او رغښت څخه عبارت دي. ډېر اديان، پوهان او فرهنګونه د انسان د دننني جوړښت یادونه کوي چې کله ـ کله دغه بحث زړه او اروا سره تړاو پیدا کوي. که ابن عربي په باطنیت او دننني ځواک ټینګار کوي، افلاطون هم ورته نظر لري او انسان د لوړتیا پوړۍ ته د رسېدو لپاره د دننني نظام یادونه کوي. د کامل انسان او په انګریزي ادبیاتو کې د سوپر مین ځانګړنې په انساني ښو ځانګړنو کې دي چې د انسان د دنننۍ نړۍ سره تړاو لري.

د معنوي زېږېدنې نظریه د انسان له دننه سره اړه لري، په دننني نظام کې بدلون راځي او انسان یو نوی ژوند پیلوي.

د عارفانو له لیده انسان درې ډوله ژوند لري، درې ډوله مرګ لري او له درې ډوله قیامت سره مخامخېږي. وايي:

(یکی حیات طبیعی است که بر اساس نفس رحمانی حضـرت حق دمادم بر هستی افاضه می­شود و حیات تمامی مخلوقات از تجلی او حاصل می­شود. در مقابل آن موتی است که در هر لحظه و طرفة­العینی مخلوقات را در احاطه خویش دارد، چرا که موجودات به جهت وجود امکانی و افتقاری خود و به حکم «کل شیء هالک»‌ هیچ وجودی ندارند و در موت­اند، اما با تجلی نفس رحمانی در هر لحظه هست می­شوند. حیات دیگر، حیات معنوی است که به واسطه انسلاخ اروا از صفات نفسانی و اتصاف به صفات ارواانی، برای اروا انسان در همین نشئه دونیایی رخ می­دهد. در مقابل این حیات، موت اختیاری است که همان قطع تعلقات مادی و الزام نفس به عبودیت و بندگی حضـرت حق است. حیات سوم، ‌حیات ابدی انسان و دیگر مخلوقات است که متعلق به عالم پس از مرگ می باشد. در مقابل آن، مرگ اضطراری است که عبارت از قطع تعلقات اروا از بدن عنصـری و انحلال از طبیعت است. در آثار عارفان در کنار این موت و حیات، به سه نوع قیامت صغری، وسطی و کبری اشاره شده است.) (۲). حسن ابادی، مجید صادقی و دوستان. (۱۳۹۰ل). انسان و تولد معنوی. سال هشتم. شماره ۲۵. ایران: انسان پژوهشی دینی، مخ ۶۲.

د متن لنډیز دی: د درې ډوله ژوند په برخه کې یو طبیعي ژوند دی، دې ته ذاتي ژوند هم وايي چې د نړۍ انسانانو ته ورکول کېږي، په دې برخه کې انسانان سره یو شان دي، خو په کسبي ډول انسان کولی شي چې خپل برخلیک وټاکي او خپله اړیکه له خالق سره جوړه کړي، دې ډول پیدا کېدلو ته جسمي پیدايښت وايي چې د مور او پلار لخوا تر سره کېږي او د کرموزومونو د یو ځایوالي په وسیله تر سره کېږي. په دې پیدايښت کې د نارینه وو او ښځینه وو جنسیت ټاکلو دنده د پلار ده او دا امتیاز خالق تعالی انسان «نارینه» ته ورکړی دی. له دې پیدا کېدلو څخه سربېره بل ډول پیدايښت ته معنوي او غیر ارادي زېږون وايي. په دې ډول پیدايښت کې منکرات او ناسم کارونه پرېښودل کېږي او درېیم ژوندون له جسماني مرګ څخه وروسته په بلې نړۍ «اخرت» کې تلپاتې ژوند دی. یو طبیعي او غیر ارادي مرګ دی چې د خالق تعالی لخوا انسان ته په تقدیر کې مقرر شوی وي. دویم مرګ د منکراتو او له ناسمو کارونو پرېښودلو سره پیلېږي چې دا هم د الله پاک لخوا په لوح محفوظ کې لیکل شوی وي. له نفس سره مبارزه، د شهواني او غیر انساني کارونو پرېښودل دي. دې ډول مړینې ته اختیاري مړینه وايي.

د غیر ارادي او ذاتي مرګ په برخه کې د دې یادونه اړینه ده چې انسان په دغه برخه کې بې اختیاره دی، خو د اختیار سلبېدل یې د انسان په ګټه دی او په ازل کې ده ته د هر شي لیکل یې په ګټه دي. د انسان جنسیت ټاکل له پیدایښت څخه وروسته یو غیر ارادي کار دی، دوی ته غذا رسېدل د دوی په خوښه نه وي، په دوی چې کومې خوښي او خپګانونه تېرېږي، د دوی په لاس کې نه دي، د دوی پیدا کېدل غیر ارادي دي، د کروموزومونو دنده د دوی په خوښه نه ده، ژینونه د دوی په خوښه کار نه کوي؛ یعنې «ډي این ای» د بل چا په لاس کې دي. په حقیقت کې جسمي زېږون د معنوي زېږون لپاره وي. که چېرې یو انسان دویم زېږون ونه کړي، نو جسمي پیدايښت به یې تر پوښتنې لاندې وي. که انسان پیدا شي او ځانګړنې یې د انسان نه وي او انساني ستونزې ولري، نو له دې څخه څرګندېږي چې پیدايښت یې کومه مانا نه لري.

د پښتو ژبې د ډېرو شاعرانو او عارفانو په شعرونو او افکارو کې «له مرګ څخه مخکې مرګ» نظریه لیدل کېږي. اروايي ارامتیا، ازادي او له بې ځایه بندیزونو څخه خلاصون، هغه ښکلی خوب دی چې د مسلمانو عارفانو په ویناوو او لیکنو کې په ښه ډول تعبیر او تفسیر شوي دي. دوی د دې خوب د تحقق لپاره له رنګینو خوبونو څخه ګټه اخیسته او له بېلا بېلو لارو چارو څخه یې استفاده کوله چې یوه لار یې «مرګ پیش از مرګ»؛ یعنې «له مرګ څخه مخکې مرګ» نظریه ده. په تصوف او عرفان کې یې یو بل تعبیر «فنا فی الله» دی. په دې لارې او طریقې کې عارف مخکې له دې چې طبیعې مرګ ورته ورسېږي او یا جسماني او فزیکي مرګ یې په برخه شي، په خپله خوښه له ناسم او خراب ژوند، بدو صفتونو، نفساني، شهواني او د جسماني کړنو مړینه تر لاسه کوي او ښو اخلاقو، صفتونو او اروايي کړنو ته ژوند ورکوي؛ یعنې له ځان (خود) څخه فاني کېږي او له خدای جل جلاله سره باقي کېږي. په اسلامي عرفان کې «له مرګ څخه مخکې مرګ» په نورو تصوفي تګلارو کې له ورته مفهوم څخه کار اخیستل کېږي چې ښه بېلګه یې د بودايي مذهب په تصوف کې «نیروانا» دی.

(په تصوف او عرفان کې «موتوا قبل ان تموتوا» یادونه د حدیث شریف پر مصداق کېږي، چې ژباړه یې «مړه شئ، مخکې له دې چې مړه شئ») (۳). فاضلی، قادر، تولد دوباره: کیهان اندیشه، ۱۳۷۷، شماره ۸۰، مخ ۲۶.

 (په همدې اړه عین القضات همداني په خپل کتاب کې د عارفانو په استناد «له مرګ څخه مخکې مرګ» په اړه داسې وايي: (سالک باید دوه ځلې وزېږي، یو ځل له مور څخه چې خپل ځان او فاني نړۍ وویني او یو ځل له خپل ځان او خود څخه چې د هغه نړۍ بقا او خدای وویني.) (۴). فاضلی، قادر، تولد دوباره: کیهان اندیشه، ۱۳۷۷، شماره ۸۰، مخ ۲۸.

په حقیقت کې د داسې مرګ حقیقت او واقعیت د نفس د صفتونو مرګ دی، نه خپله د نفس مرګ. د جسمي او معنوي مرګ او زېږېدنې مفهوم په ځینو عرفاني لیکنو کې سره ورته خبرې لري. جسمي، فزیکي او غير ارادي مرګ د جسم مرګ دی او دویم او ارادي مرګ د جسم د صفتونو مرګ دی.

(د عیسی علیه السلام په ویناوو کې راغلي دي، مفهوم دی: د اسمانونو ملکوت ته لاره نشـي موندلی، څوک چې دوه ځلې ونه زېږي. د دې موخې څرګندونه په اسماني کتاب (انجیل) کې راغلی دی: (یوه شپه یو له سترو روحانیونو څخه د وینا او اوریدنې لپاره عیسی علیه السلام ته راغی، نوم یې نیقودیموس او د فریسي له ډلې څخه و. عیسی علیه السلام وویل: که چېرې نوې زېږېدنه پیدا نه کړې، هېڅکله هم نشې کولی چې د خدای تعالی له برکتونو څخه برخمن شې. څه چې وایم ټول حقیقت دي. نیقودیموس په هېښتیا سره وویل: نوې زېږېدنه؟!

له دې څخه دې موخه څه ده؟ زما په شان سپین ږېرې څنګه کولی شي چې د خپلې مور ګېډې ته لاړ شي او بیا وزېږي؟ عیسی علیه السلام ځواب ورکړ: څه چې وایم حقیقت دي. که چېرې یو کس په جسمي ډول له خپلې مور او په اروايي ډول د خالق تعالی له اروا څخه پیدایښت تر لاسه نه کړي، نه شي کولی چې د خدای جل جلاله د سلطنت له برکتونو څخه برخمن شي. فزیکي او جسمي ژوند فزیکي انسان تولیدوي، خو معنوي ژوند د خالق تعالی لخوا له اسمان څخه ورکول کېږي، نو په دې کې د هېښتیا (حیرانتیا) خبره نشته چې ومې ویل، نو نوی زېږون تر لاسه کړه.) (۵). فاضلی، قادر، تولد دوباره: کیهان اندیشه، ۱۳۷۷، شماره ۸۰، مخ ۴۲.

 (د عمر په اړه له یو عالم څخه پوښتنه کېږي:

ـ څو کلن یې؟

ـ ویې ویل: څلور کلن یم.

ـدا څنګه کېدلی شي؟ ویې ویل: اویا کاله کېږي چې د دونیا په حجاب کې یم؛ یعنې د دونیا سره اړیکه لرم او دنیوي انسان یم. د اخرت په اړه بې پروا وم، خو څلور کاله کېږي، چې هغه وینم، نو ځکه زما اصلي عمر همدا «څلور» کاله دی.) (۶). فاضلی، قادر، تولد دوباره: کیهان اندیشه، ۱۳۷۷، شماره ۸۰، مخ ۴۴.

په دې اړه راغلي دي: (په عرفاني انسان پالنه کې معنوي زېږون د ارادي مرګ محصول دی. طبیعي ژوندون هغه پړاو دی چې د الله تعالی لخوا ټولو ژوندویو موجوداتو ته ورکول کېږي، له دې ژوندون سره مرګ تړلی دی او کله چې الله تعالی وغواړي موجود له منځه ځي. په دغه ډول پیدا کېدلو او مړ کېدلو کې اراده او اختیار له انسان سره نه وي. په عرفان کې یو بل ډول ژوندون هم شته چې د معنوي ژوندون په نوم یادېږي، د دې ژوند اړیکه له اروا سره وي. دې ډول ژوند ته معنوي ژوند وايي او په دې برخه کې د انسان اراده او اختیار اړین دی. د انسان په لاس کې دی، څه وکړي چې د معنوي ژوند څښتن شي. دې ډول ژوند ته معنوي زېږون وايي، په دې زېږېدنه کې انسان په اروايي ډول زېږي، دا زېږېدنه له جسمي زېږېدنې ډېره مهمه ده، په جسمي ډول د نړۍ ټول انسانان زېږون کوي، خو معنوي زېږون د لږو خلکو په نصیب کېږي او هر څوک نشـي کولی چې اروايي زېږون وکړي. د دې ډول زېږون مرګ له مادي او شهواني شیانو څخه لاس اخیستل دي. لومړنی ژوند جسمي دی چې له موره پیدا کېږي، دویم زېږون د اروا دی چې د مادي او شهواني مسایلو پرېښودل دي او درېیم ژوند په بلې نړۍ کې له مرګ څخه وروسته تلپاتې ژوند دی چې د نړۍ په حماسو کې پرې بحثونه شوي دي. تلپاتې ژوند د هغه نړۍ ډالۍ ده چې د لږو خلکو په برخه کېږي.) (۷). حسن ابادی، مجید صادقی و دوستان. (۱۳۹۰ل). انسان و تولد معنوی. سال هشتم. شماره ۲۵. ایران: انسان پژوهشی دینی، مخ ۶۰.

ځینې شیان انسان ته د الله تعالی لخوا په ذاتي ډول ورکول کېږي، د بېلګې په ډول د ټولو انسانانو دنننی او بهرنی جوړښت، په بهرني جوړښت که ډېر شیان راتلی شي، لکه دوه سترګې، دوه غوږونه، دوه لاسونه او دوه پښې، یوه پوزه او داسې نور. په دننني ورکړل شوو شیانو کې مغز، زړه او داسې نور. په دې ډول ورکړل شوو شیانو کې اراده له الله تعالی سره ده چې د انسان واک په کې نشته. دې ته جسمي زېږون ویلی شو. کله چې انسان پیدا شي، په ارادي ډول ځینې شیان زده کوي او په دې برخه کې واک له انسان سره دی چې څه وکړي. که چیرې یو انسان د الله حق وپېژني او ځان په افقي ډول د سیر او سلوک په ډول موخې ته ورسوي، دا معنوي زېږون دی.

په دې لیکنه کې د میرزا خان انصاري په څو شعرونو کې د معنوي زېږېدنې مفکوره څرګنده ده او د روښانیانو او نورو شاعرانو په ډول یې موقف او نظر ښودل شوی دی.

ژوندون که غواړې په مرګي ومره

د رحیم رحم په دا مرحوم دی

(۸). انصاري، میرزا خان. (۱۳۵۴ل). د میرزا خان انصاري کلیات. کابل: پښتو ټولنه، مخ ۲۰۷.

شاعر په دې اند دی چې ژوند د مرګ له مخې ارزښت لري. که غواړئ چې ژوند وکړئ، نو مړه شئ، له دې مرګ څخه موخه جسمي او تلپاتې طبیعي مرګ نه دی، موخه یې اروايي او معنوي مرګ دی. دې ډول مرګ ته معنوي پیدايښت وايي. کله چې یو انسان ناسم کارونه پرېږدي او د فکر کولو پر بنسټ د نړۍ په اړه فکر پیل کړي، دغې وخت ته په تصوف، عرفان او دیني متونو کې د دویم پیدايښت نظريه وايي. د شاعر په وینا د خالق تعالی رحم په هغه چا وي چې په ژوندون یې ځان خالق تعالی ته تسلیم کړی وي.

(په جسمي زېږون کې یو ځانګړي حالت ته اړتیا وي چې انسان پيدا شي او خپل وخت لري. دویم او اروايي زېږون هم ځانګړی حالت لري او د ځینو ځانګړو لاملونو پر بنسټ پایله تر لاسه کوي. معنوي زېږون له جسمي زېږون څخه ډېرې ارادې ته اړتیا لري او ارادي عمل دی. د فزیکي او جسمي زېږون لپاره نطفه ټاکل کېږي او د دویم ډول زېږون نطفه ایمان دی چې د انسان په ډول بدن او په ځانګړي ډول په زړه کې ځای پیدا کوي. کله چې د ایمان دغه نطفه په انسان کې پیاوړې شوه، د جسم ټولې دننني او بهرني غړي سم کارونه کوي او ټوله رهبري یې له دنننۍ نړۍ څخه وي.)

(۹). حسن ابادی، مجید صادقی و دوستان. (۱۳۹۰ل). انسان و تولد معنوی. سال هشتم. شماره ۲۵. ایران: انسان پژوهشی دینی، مخ ۸۶.

همدارنګه میرزا خان د همدې مفکورې په تړاو په نورو بیتونو کې وايي:

چې له مرګه پخوا ومري

ځان یې زود مونده ای غوثه

چې فاني یې خپل صفات کړ

دوباره یې ځان حیات کړ

(۱۰). انصاري، میرزا خان. (۱۳۵۴ل). د میرزا خان انصاري کلیات. کابل: پښتو ټولنه، مخ ۱۱۸.

 (له مرګ څخه مخکې مرګ) کې لومړنی مرګ جسمي دی چې د نړۍ انسانان په همدې مرګونو مړه کېږي. په څرګند ډول داسې څرګندېږي چې ټول انسانان به یو شان مړه کېږي، خو د مرګ ستونزمن حالت د ورځني ژوند او عباداتو سره تړاو لري. په مرګونو کې ښه او اسانه مرګونه هم شته او ستونزمن مرګونه هم شته. په لومړي نیم بیتي کې له دویم (مرګ) څخه یې موخه اروايي او معنوي مرګ دی چې دا مرګ له مانا څخه ډک یو نوی ژوند دی. کله چې انسان لومړی مرګ او دویم ژوند تر لاسه کړي، په حقیقت کې یې ځان موندلی دی. د ځان موندل او یا ځان پیدا کول او کشفول اسانه کار نه دی. د ځان په اړه پوهاوی، د خود په اړه فکر کول دي. ځان پېژندنه یوه بنسټيزه موضوع ده. ځان پېژندنه د اخلاقي فضایلو، نېک او ښه فکر، رېښتیا ویل، مینه او له خودۍ څخه وروسته زده کېږي. د دغو اخلاقي فضایلو زده کول دي چې د انسان په فکر، وینا او عمل کې لیدل کېږي او انسان ځان اصل او حقیقت ته رسولی شي.

د خپلو بدو اعمالو پرېښودل، په ځان کې فکر کول، د کایناتو د تسخیر په اړه پوهاوی، له خالق سره اړیکه، له مخلوق سره مینه او هر ډول ښه انساني عمل کول او تر لاسه کول د معنوي زېږېدنې څخه وروسته پیدا کېږي او په حقیقي مانا پرمختګ کوي.

میرزا خان وايي چې د خپلو صفتونو فاني کول د دویم ژوند ـ حیات پیلول دي. له صفتونو څخه یې موخه ناسمې کړنې پرېښودل دي. له دویم ژوند څخه مطلب اروايي او معنوي پیدايښت دی. په عرفان کې له غير ارادي او فزیکي مرګ پرته بل مرګ معنوي مړینه ده. دا مړینه ارادي ده. که چیرې انسان ځان یو داسې موجود وګڼي چې د یو ځانګړې موخې لپاره پیدا شوی دی او د انسان اراده د ژوند په ټولو چارو کې اړینه ده، نو ژوند به یې مانا لرونکی شي او که ځان بې واکه وګڼي او د ژوند لپاره موخه ونه لري، نو هېڅکله به بریالیتوب تر لاسه نه کړي.

(میرچا الیاده د انسان پوهنې په برخه کې دین پوهنه ډېره اړینه ګڼي. الیاده علاقمند و چې د دیني انسان څېړنه وکړي یا د (جامع) او (کامل) انسان څېړنه وکړي. په تصوف او عرفان کې د کامل انسان او ارماني انسان په اړه په لسکونو څېړنې شوي دي. الیاده په دې لټه کې دی چې انسان وهڅوي او ورسره مرسته وکړي چې (ځان بیا کشف کړي) دا نظریه د مولانا د معنوي زېږون سره اړیکه پیدا کوي.) (۱۱). علمی، قربانی. (۱۳۹۵ل). میرچا الیاده و انسان شناسی. سال سیزدهم، شماره ۳۶. پژوهشی انسان پژوهش دینی، مخ ۷.

انسان د الله لخوا پیدا کېږي، دنده یې دا ده چې فکر وکړي او پوه شي چې ولې او د څه شي لپاره پیدا شوی دی؟

د الیاده نظرونه په دې دلالت کوي چې په ځان کې فکر کول او د کایناتو په اړه پوهاوی اړین دی. د دویم ژوند لپاره د لومړي پیدايښت څخه تر مرګه پورې فکر کول د دې لامل کېږي چې انسان معنوي زېږون تر سره کړي او حقیقت ته ځان ورسوي.

څوک حیات په مرګ کې غواړي

څوک څوک مرګ غواړي له ژونده

(۱۲). انصاري، میرزا خان. (۱۳۵۴ل). د میرزا خان انصاري کلیات. کابل: پښتو ټولنه، مخ ۱۲۶.

په (حیات کې مرګ) څخه موخه په ژوند کې مرګ تر لاسه کول دي. مرګ که په څرګنده مانا واخلو، له منځه تلل دي. دلته مرګ د بدو عملونو پرېښودل دي. له ژوند څخه د مرګ غوښتل په حقیقت کې د سم او مانا لرونکي ژوند پیلول دي. ارادي ژوند ته نوی ژوند ویل کېږي او لومړی مرګ له دویم مرګ څخه مخکې او اړین دی. دی لومړي مرګ د دویم ژوند لپاره یوه داسې موضوع ګڼي چې انسان کولی شي چې ځان، ټولنې او خلکو ته ښه کار وکړي. اصلي او حقیقي ژوند له مرګ څخه مخکې مرګ ته وايي. مخکې یادونه وشوه چې میرزا ته معنوي مرګ (ارادي مرګ او لومړنی مرګ) او دویم ځل زېږېدنه (ارادي پیدايښت) وايي. د الله لخوا مرګ او زېږېدنه فزیکي او جسمي وي، خو په ارادي ډول مرګ او زېږېدنه معنوي او ارواي وي. په اسلام او ځینو نورو دینونو کې په مرګ باور شته، په دویم ژوند باور لري، اخرت مني، نو صوفیان، عارفان او د انسان پالنې مفکرین د مرګ او ژوند په اړه د خپلو فلسفي نظریو په درلودلو سره د مرګ او ژوند په حقیقت فلسفیانه خبرې لري او دوی ته هر مرګ (مرګ) نه ښکاري او نه هر ژوندي ته د ژوندي په نظر ګوري. دوی مخکې له مرګ څخه مرګ غواړي، دغه مرګ د دوی د نوي ژوند پیل دی. سره له دې چې له حقیقي او خدايي مرګ څخه وروسته نوی ژوند پیلېږي، خو دوی ارادي مرګ چې د منکراتو او ناسمو کارونو پرېښودل دي، یو نوی ژوند ګڼي. په دې ژوند کې دروغ نشته، هر څه د عدالت پر بنسټ مخکې وړل کېږي، له انسانانو سره همدردي وي، انسان ته د انسان په نظر کتل کېږي، تعصب نه وي او په لسګونو هغه انساني ځانګړنې چې د انسانیت او اسلامیت پر بنسټ دي، ارزښت ورکوي.

چې له مرګه پخوا ومري

نور به نه مري تل حیات دی

(۱۳). انصاري، میرزا خان. (۱۳۵۴ل). د میرزا خان انصاري کلیات. کابل: پښتو ټولنه، مخ ۹.

***

چې له مرګه پخوا ومرې

دا ژوندون یې اخرین دی

***

چې له مرګه پخوا ومري

ګردن خلاص له امانت کا

(۱۴). انصاري، میرزا خان. (۱۳۵۴ل). د میرزا خان انصاري کلیات. کابل: پښتو ټولنه، مخ ۲۴.

د شاعر له لیده جسمي مرګ څخه مخکې اروايي مرګ معنوي پیدايښت دی. له دې مرګ څخه مخکې که په ارادي مرګ سړی مړ شي، نو دی به د تلپاتې ژوند څښتن شي. دا ژوند په دونیا او اخرت کې وي. که یو انسان ښه کارونه وکړي او د معنوي زېږېدنې مرتبه تر لاسه کړي، نوم یې په دونیا کې له مرګه وروسته یاد وي او په اخرت کې به یې بریالیتوب تر لاسه کړی وي او د ښه ژوند خاوند به شي. په دویم نیم بیتي کې وايي چې له جسمي مرګ څخه مخکې مرګ د دې لامل کېږي چې انسان ښه او تلپاتې ژوند تر لاسه کړي. دا هغه ژوند دی چې نه مخکې یې داسې ژوند تجربه کړی وي او نه به وروسته داسې ژوند تجربه کړي، له «وروسته» څخه موخه په دې دونیا کې دی. معنوي مرګ د دې لامل کېږي چې په عقبا کې تلپاتې ژوند تر لاسه کړي. کله چې انسان منکرات پرېږدي او د حقیقت د تر لاسه کولو لپاره نوی ژوند (معنوي زېږون) تر لاسه کړي، نو په دې وخت کې انسان په څرګنده توګه خلکو ته د نېست په ډول ښکاري، خو د فنا او ډېرو دونیوي کارونو دغه پرېښودل د هستۍ په مانا دی. کله چې انسان په جسمي ډول پیدا شي نور نو مرګ نه لري. د ده غیر ارادي مرګ د خالق لخوا وي او بلې نړۍ ته ځي او هلته نوی ژوند پیلوي. د شخص ځای بدلون کوي، له یوې نړۍ څخه بلې نړۍ ته ځي، له یو ډول ژوند څخه بل ډول ژوند پیلوي، نو ځکه وایو چې له زېږېدنې وروسته انسان نه مړ کېږي. انساني اروا یو ذاتي شی دی چې د نړۍ انسانانو ته ورکول کېږي، خو په ځینو د مادیت خوا برلاسی وي او له روحانیت څخه لرې وي. دا د الله تعالی د رحمت یوه بېلګه ده چې د نړۍ انساناتو ته یې اروا ورکړې ده.

د انسان مرګ له اروا سره تړاو لري؛ يعنې جسم له منځه ځي، خو اروا یې بلې نړۍ ته ځي او هلته نوی ژوند پیلوي. د هندوانو د حلول او تناسخ نظریه چې یې خپل نظر دی او له اسلام سره متضادې خواوې لري، په لږو ډېر توپير سره ورته نظر دی. زه د دې نظریې یادونه ځکه کوم چې په ورځني ژوند کې انسان پالنه د ښو په کولو او د بدو په نه کولو ټینګار کوي او دوی په دې نظر دي چې په دې دونیا کې ځکه ښه کول ښه دي چې له مرګه وروسته د انسان اروا خوښ وي او اروا د تلپاتې خوښ ژوند په موخه بیا نړۍ ته په بل ښه موجود کې راځي. په دې دین کې د همدغې نظریې پر بنسټ خلک ښه کوي او بد نه کوي چې له مرګه وروسته یې اروا له غمونو او ستونزو سره مخامخ نشـي او خوښ وي. میرزا خان انصاري دویم ژوند له لومړي ژوند څخه غوره ګڼي. لومړنی ژوند په ناپوهۍ کې تېرېږي او دویم ژوند د پوهې او عقلانیت له مخې غوره کېږي. دا هغه ژوند دی چې د راتلوونکي (عقبا) ژوند تضمینوي. دا ژوند ته ښکلا ورکوي او د خوښې ژوند وي. د شاعر په غوره شوو شعرونو کې له دویم ژوند څخه موخه معنوي زېږون دی. معنوي پیدايښت له جسمي پیدايښت څخه غوره والی لري، خو له جسمي پیدايښت پرته دا پیدايښت پايښت (دوام) نه کوي. جسمي زېږون معنوي زېږون ته لاره جوړوي. که جسم نه وي، مانا خپل ارزښت له لاسه ورکوي او که مانا نه وي، جسم به د یو کالبت په ډول وي، نو جسم او مانا یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي، د ملا او کېډې په شان نه بیلېدونکي دي.

ماخذونه

(۱). حسن ابادی، مجید صادقی و دوستان. (۱۳۹۰ل). انسان و تولد معنوی. سال هشتم. شماره ۲۵. ایران: انسان پژوهشی دینی، مخ ۸۰.

(۲). حسن ابادی، مجید صادقی و دوستان. (۱۳۹۰ل). انسان و تولد معنوی. سال هشتم. شماره ۲۵. ایران: انسان پژوهشی دینی، مخ ۶۲.

(۳). فاضلی، قادر، تولد دوباره: کیهان اندیشه، ۱۳۷۷، شماره ۸۰، مخ ۲۶.

(۴). فاضلی، قادر، تولد دوباره: کیهان اندیشه، ۱۳۷۷، شماره ۸۰، مخ ۲۸.

(۵). فاضلی، قادر، تولد دوباره: کیهان اندیشه، ۱۳۷۷، شماره ۸۰، مخ ۴۲.

(۶). فاضلی، قادر، تولد دوباره: کیهان اندیشه، ۱۳۷۷، شماره ۸۰، مخ ۴۴.

(۷). حسن ابادی، مجید صادقی و دوستان. (۱۳۹۰ل). انسان و تولد معنوی. سال هشتم. شماره ۲۵. ایران: انسان پژوهشی دینی، مخ ۶۰.

(۸). انصاري، میرزا خان. (۱۳۵۴ل). د میرزا خان انصاري کلیات. کابل: پښتو ټولنه، مخ ۲۰۷.

(۹). انصاري، میرزا خان. (۱۳۵۴ل). د میرزا خان انصاري کلیات. کابل: پښتو ټولنه، مخ ۱۱۸.

(۱۰). علمی، قربانی. (۱۳۹۵ل). میرچا الیاده و انسان شناسی. سال سیزدهم، شماره ۳۶. پژوهشی انسان پژوهش دینی، مخ ۷.

(۱۱). انصاري، میرزا خان. (۱۳۵۴ل). د میرزا خان انصاري کلیات. کابل: پښتو ټولنه، مخ ۱۲۶.

(۱۲). انصاري، میرزا خان. (۱۳۵۴ل). د میرزا خان انصاري کلیات. کابل: پښتو ټولنه، مخ ۹.

(۱۳). انصاري، میرزا خان. (۱۳۵۴ل). د میرزا خان انصاري کلیات. کابل: پښتو ټولنه، مخ ۱۴.

(۱۴). انصاري، میرزا خان. (۱۳۵۴ل). د میرزا خان انصاري کلیات. کابل: پښتو ټولنه، مخ ۲۴.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب