شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهنظري: هڅه کوو چې د پاکستان اقتصادي ناورین افغانستان اغېزمن نه کړي

نظري: هڅه کوو چې د پاکستان اقتصادي ناورین افغانستان اغېزمن نه کړي

تاند: ( یکشنبه، د دلوې ۳۰ مه )  د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظری په پاکستان کښې اقتصادی بحران ته په اشارې سره وایي په سیمه کښې هر ډول سیاسی، اقتصادی او امنیتی کړکیچ د افغانستان په سیاسی او اقتصادی حالت منفی اغیزې لرلی شی، خو د دوی حکومت هڅه کوي، چې افغانستان د پاکستان له اقتصادي ناورین څخه اغېزمن نه شي.

نوموړي په دې اړه له زیاتو جزیاتو پرته ویلي، چې د دې زیان د مخنیوي لپاره پر پلان جوړولو بوخت دي.

په همدې حال کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، چې په پاکستان کې د مالي بحران او اقتصادي ننګونو زیاتوالی به د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه بصیر ترکي وايي: “که پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور واخلي، د سود د ورکړې توان نه لري.”

د هغه په وینا، همدا اوس دوی په یوه نازک حالت کې دي او دا به خامخا پر افغانستان اغیز وکړي.

په پاکستان کې یو شمېر کارپوهان هم وايي چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پاکستان د پور غوښتنه کومه مثبته نتیجه نه لري.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د اقتصادي کړکېچ له امله د امریکايي ډالر پر وړاندې د پاکستاني روپۍ ارزښت په بې ساري ډول راښکته شوی او په دغه هېواد کې د توکو بیې هم د پام وړ لوړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب