ستا په وروستۍ روژه به د ژړ مازیګر لمر ځلېدی. د شینکي آسمان په لغړ مېدان کي به په منډه وه د سپینو وریځو غرونه. ستا ورځ به څومره ښایسته وه، که نه؟ هغه ورځ به تا غاړه چا ته ورکړې وي چي ګران وو درته. الله به دي ستایلی وې رسول به دي لمانځلی وي. ځلمي خوبونه به دي شپې ته منتظره وه.
وروستي رنګرېز ماښام د شفق په رنګ ولمبولې. موږ د ګېډي بندګی کول چي د تکبیر په ازانګو کي روژه مات ته رانه وخوړې، هلته قاتل من و سلوی خوړل دلته ستا وچي ډوډۍ ته رانه وخوړې.
———–
د ملي اردو و هغو اتلانو ته چي دوه کاله دمخه د روژه مات پر وخت په شهادت ورسېدل. (محمد سمیع صادق)