چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+يوه پوښتنه او سل ځوابه

يوه پوښتنه او سل ځوابه

 فريداحمد طوفان

     د پوهنتون د لومړي سمستر په اﺯموينو کې مو يوه پوښتنه (ادبيات تعريف کړئ!) وه. د اﺯموينې په پاڼه کې به هماغه لنډ کتابي تعريف، چې د مضمون استاد په خپل لېکچرنوټ کې راکړی و، ليکل په کار و. خو خبره دومره هم ساده نه ده، چې په لنډو دوو- درېيو جملو کې دې خلاصه شي؛ ځکه خو موږ هم په دې ليکنه کې يې د ځواب ويلو هڅه نه کوو؛ يواﺯې د دې پوښتنې د لا ښې توضېح لپاره، څو خبرې سره په لړ کې پېيو.

     ادب يانې څه؟ دا داسې پوښتنه ده، چې د ادبياتو د تاريخ په اوږدو کې يې ادبپوهانو په خپل وار د ځواب ويلو هڅه کړې؛ چې په دې لړ کې پنډ پنډ اثار وليکل شول او نور به هم ليکل کيږي. خو لا هم په دغو پنډ څيړنیز او تخليقي اثارو کې د مختلفو ﺯمانو ادبي کړيو، ادبي دورو، سبکونو،فردي تمايلاتو… له مخې يې ځوابونه ګڼ او متفاوت دي. او هيڅکله هم د دې پوښتنې ځواب وحدت ونه موند.

     له ارسطو، چې د ادبي کره کتنې پلار ګڼل کيږي، رانيولې، بيا د نړېوال ادب په څلورګوني دورو او بالاخېره تر ننه پورې، ډېرې ادبي تيورۍ بدلې- رابدلې شوې؛ ګڼ سبکونه د يو بل پر وړاندې راوټوکېدل. رومانتيسيزم د کلاسیزم پر وړاندې راپورته شو، ریالیزم بيا دواړه منسوخ وګڼل، سيمبوليستانو خو د ټولو مخالفت ته راودانګل.په نهايت کې د دغو ټولو يوه موخه وه، ادب.

     اوس که يې د هر يوهٔ له عينکو وګورو، متفاوت څه چې، متضاد تعريفونه به راته مخې ته شي.

     په پښتو ليکنى ادب کې لومړنۍ لاس ته راغلې نسخه، د امير کروړ سوري شعر دى، چې وايي:

ﺯه يم ﺯمرى پر دې نړۍ له ما اتل نشته

په هند و سند و په تخار او په کابل نشته

بل په ﺯابل نشته له ما اتل نشته

غشى دمن مې ځي برېښنا به مېرڅمنو باندې

په ژوبله يونم يرغالم په تښتېدنو پاندې

په ماتېدنو باندې

له ما اتل نشته

     کله چې امير کروړ د غور په شاوخوا ځمکو کې تورې وهلې او د عباسي خلافت په پلوي يې ګڼې سوبې وکړې، نو دا شعر يې وليکهٔ.

     هغهٔ به ادب د ځان ښودنې او د خپلې تورې د ستاينې لپاره وسيله ګڼله. اسعد سوري او ښکارندوى غوري هم په خپلو قصيدو کې، د محمد سوري او سلطان شهاب الدپن په مدحې سره همدې اصل ته ژمن ښکاري؛ خو د اکبر ﺯمينداوري غزلې راته له عشقي تمايلاتو غږيږي. په روښاني غورځنګ کې د تصوف او عرفان په غوړېدو سره، پښتو عرفاني ادب هم وده وکړه، چې د لرغوني او منځنى پېر (دوره) تر مينځ يې څرګنده کرښه واېسته. دوى د وجودي او شهودې فلسفې پر بنسټ ګڼ اثار وپنځول او ادب يې د عرفاني اسرارو او خلکو ته د سمې لارې د ښودلو په پار وسيله وګرځوله. د خوشحال د کورنۍ او د رحمان بابا د سبک له پيروانو سره پښتو ادب نور هم د پر مخيون ګامونه ووهل او په بېلابېلو برخو کې ارت او پراخ شو. د شلمې پېړۍ په پيل کې، د لوېديځ ادبياتو تر اغېزې لاندې ډېرې نوې تيورۍ رامينځ ته شوې؛ دا ځل ادبپوهانو د لوېديځوالو له عينکو ورته وکتل.

     سمه ده، چې په دې لړ کې د اديبانو او ادبپوهانو تر مينځ په ځينو برخو کې ګډ نظرونه موجود وو؛ خو بيا هم هر يو په خپل وار د نورو په نقدولو سره د غوره ادبياتو د پنځولو ادعا وکړه.

     په اوسنۍ ﺯمانه کې هم اديبان، ادبپوهان او د ادب مينه وال د ادب په تعريف کې يوه خوله نه دي. دوى بس تر همدې بريده سره صلاح دي، چې ادب د ژبې هنر دى. اوس چې د هنريت او هنري ارﺯښت خبره راغله، بيا خو نو د هنر پولې دومره راټولې نه دي، چې له مخې يې په يوهٔ کوټلي تعريف مو توافق راشي.

     که چېرې ياد هنر لپاره د ژبې فصاحت او بلاغت معيار وټاکو، بيا خو نو د بلاغت هم ځينې ميکانيزمونه داسې دي، چې اوس يې خپل هنري ارﺯښت له لاسه ورکړى. او پر ځاى يې تاﺯه ميکانيزمونه رامينځ شوي او رامينځ ته کيږي به. پخوا به په بدېع کې معما، فوق النقاط، تحت النقاط، منقوط، غير منقوط، خيفا… غوره هنري ميکانيزمونه وو، خو اوس يې څوک په دوه توته هم نه اخلي. پخوا به په تکراري تشبېهاتو شخوند وهل عيب نه ګڼل کېدهٔ؛ خو اوس، چې يوه تشبېه يا استعاره له يوهٔ شاعره بل شاعر وکاروله، بس نو مبتذله شي. ځينې خو حتى دويمي هغه شاعر نه، مقلد بولي.

     ځينې په دې اند دي، چې يواﺯې هغه ليکنې(نظم/نثر) ادبي او هنري ارﺯښت لري، چې پکې تشبېه، استعاره، سېمبول او بدېعي صنعتونه کارول شوي وي. خو د معاني مباحثو ته په کتو، نورو علومو (دين، تاريخ، فلسفې…) پورې د اړوندو اثارو يوه لويه برخه په ادبياتو کې شمېرلاى شو. ځکه چې معاني هم د بلاغت له سترو ٓڅانګو څخه يوه ده. استاد اجمل ښکلى په (څو انتخابه) کې ليکي: “… سړى په اسانه يوه وينا/ ليکنه/ خبره له ادبه نه شي ايستلاى. ډېره توجه بويه، ځکه چې د يوې ليکنې غالبه خوا که په پخه ادبي ژبه ليکل شوي هم نه وي، يا د تشبېهاتو او نورو بلا بترو بهير و بار هم پکې نه وي؛ خو چې د معاني ارونه پکې مراعات شوي وي، ادب دى.”

     له بلې خوا، فردي تمايلات او ﺫوقونه هفه څه دي، چې د ادب د تعريف وحدت يې ستونزمن کړى. يو شعر به يوهٔ ته ښکلى وي، په خوند خوند به يې د واه- واه په ويلو بدرګه کوي؛ خو بل ته به تشې خبرې ښکاري.

     د اﺯموينې په پاڼه کې مو هم د مضمون استاد ټول هفه تعريفونه، چې محصلانو له بېلابېلو اثارو څخه ليکلي وو، ناسم او يواﺯې هغه تعريف يې پکې سم او پر ځاى ګڼلى و، چې دهٔ په خپلو لېکچرونو کې وړاندې کړي و.

     پايله دا شوه، چې ياده پوښتنه په هر ﺯمان او مکان کې سل او ﺯر ځوابونه لرلي. که د ادب د تعريف په باب وروستى توافق موجود واى، د ادبي کره کتنې په نوم به مو څه نه لرله. په نړۍ کې به د ادبياتو څو ﺯره کلن تاريخ نه و موجود. او نه هم په پښتو ادب تاريخ کې مو اوس بېلابېلې دورې او پړاونه لوستل.

     که ادب ته د کتو، هر سړى خپلې عينکې نه لرلاى، خوشحال بابا به په روښاني شاعرانو داسې ملنډې نه وهلې:

د مېرﺯا ديوان مې ومانډهٔ په ګوډې

مسخره مې ارﺯاني خوېشکى ځمند کړ

او نه به هم رحمان بابا ويلى و، چې:

خوشحالا او دولتا مې غلامان دي

     ښه ده خپلې خبرې داسې راونغاړو، چې که ادب د يوهٔ ټولمنلي او پرېکنده تعريف په چوکاټ کې رامينځ ته شوى واى، ﺯوال به يې له پيداښت سره جوخت و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب