دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهنوې طرحه، ښځينه استادانې او محصلانې به په « جلا لارو» او...

نوې طرحه، ښځينه استادانې او محصلانې به په « جلا لارو» او « تور حجاب» کې پوهنتونونو ته ځي

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ته منسوبه يوه رسنیزه شوې طرحه څرګندوي، چې دغه وزارت د پوهنتونونو پر ښځينه استادانو او محصلینو د « تور حجاب» د جبري کولو پلان لري.

په دې طرحه کې ټينګار شوی، چې پوهنتونونو ته د نارينه او ښځينه وو د ورتلو لارې‌هم بايد سره « جلا» وي.

په دې طرحه کې د « شرعي حجاب» د بڼې په نوم د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له لوري یو خپور شوی د حجاب عکس هم خپور شوی او ويل شوي چې د ښځينه استادانو او محصلينو « شرعي حجاب» هم بايد په همدغه بڼه وي.

په ياده طرحه کې دغه راز د هلکانو او نجونو محصلينو د ټولګيو په جلا والي ټينګار شوی خو ویل شوي، چې که دا کار ممکن نه وي، له پارټيشن او « شرعي پردو» څخه دې استفاده وشي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دغه راز دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی، چې د نارينه او ښځينه وو لپاره دې د لمانځه جلا ځايونه تنظيم کړي.

د طالبانو وياندويانو د دې طرحې د واقعيت او نه واقعيت په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

3 COMMENTS

  1. د ستونزی دبهتر حل لپاره دی اسلامی امارت ښځینه استادانی هم مقرری کړی ځکه دی څو کلونو کی نامخدا ډیر ایممانداره او لایقی خویندی له شرعیاتو حقوقو او نورو پوهنځیو فارغ شوی اوس یی وخت دی چی د اسلامی احکامومطابق په حجاب کی نجونو محصلانوته درس ووایی او د اسلامی امارت په وړاندی به لویه ستونزه هواره شی هر پوهنځی کی دوه دوه خویندی مقرری شی مشکل حلیږی

  2. ترقيهای عالم همه زپائین به بالا میروند
    ما سیاه بختان زبالا به پائین میرویم
    ښځه د انساني ټولنې نیمه برخه ده ، ښځه مور ده ، خور ده ، لور ده او یا مېرمن ده . په پښتني ټولنو کې ښځو ته تر ټولو ډېر درناوی کیږي . د اسلام نیمه برخه د بي بي عایشې رض له قوله روایت شویدی .
    که ټالب ته ښځه دومره محترمه وي ، نو بیا د له پنجابیانو خپلې عورتې را خلاصې کړي او خپل وطن ته دې راولي . دوی د اسلام مقدس دین تر پردې لاندې د انسانیت او اسلامي تمدن سره تضاد لري .

  3. we do not want western democracy.
    woman dance on stage with sexy clothes.
    like starai afghan.like pairs morsel.
    BUT OMAN MUST DO EDUCATION AND WORK.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب