یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمجاهد: د افغانستان د نوي پيل اقتصادي کنفرانس به ژر ترسره کړو

مجاهد: د افغانستان د نوي پيل اقتصادي کنفرانس به ژر ترسره کړو

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې« د افغانستان د نوي پيل اقتصادي کنفرانس» به ژر تر سره شي.

هغه د دغه کنفرانس د جوړېدو کره وخت او ځای نه دی په ډاګه کړی، خو ويلي چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان اقتصادي پر ځان بسیاینه په مختلفو بڼو بحث او لارې چارې ورته وموندل شي.

ښاغلي مجاهد د دغه کنفرانس په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

د دغه کنفرانس د ګډونوالو په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي، چې په کور دننه اقتصادي څېړونکي او که بهرني ډیپلوماټان به برخه پکې اخلي او افغانستان سره په خپلو اقتصادي اړیکو به بحث وکړي؟

طالبان په داسې مهال د ياد شوي کنفرانس د جوړولو خبره کوي، چې د تېر جمهوري نظام له سقوط سره د افغانستان اقتصاد هم د سقوط پر لور روان ګڼل کېږي.

طالب چارواکو له څو ورځو راهيسې د مالیاتي اونۍ د نمانځلو لړۍ پیل کړې او په ډېرو ولايتونو کې یې د عوايدو د بېساري زياتوالي او فساد د مخنيوي اعلان کړی.

له دې سره بيا هم د افغانستان اقتصاد مخ په سقوط او د اقتصادي او بشري ناورين له کبله تر ۲۴ میليونه پورې خلک له فقر سره لاس و ګريوان ګڼل کېږي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، نړیوالو اقتصادي بنسټونو د افغانستان د ۳۰ سلنه اقتصادي سقوط خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب