Homeخبرونهکرزی: ایران‌ په افغانستان کې رغنده رول لوبوي

کرزی: ایران‌ په افغانستان کې رغنده رول لوبوي

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ایران هېواد رول « رغنده» ګڼلی او د دغه رول ستاينه يې کړې ده.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، چې هغه دا خبره پرون په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

سرچينه ليکي: په دغه کتنه کې پخواني ولسمشر له افغانستان سره د نېکو اړیکو په پالنه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رغنده نقش ستاینه وکړه.

ويل شوي، چې همدارنگه دواړو لورو پر روانو حالاتو او د دواړو هیوادنو تر منځ د ښو اړیکو د لاپراختیا په باب خبرې وکړې.

د دې لیدنې او خبرو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

2 COMMENTS

  1. توبا شی کرزیو، دایران هغه ډولر چه تا ځنی اخستولو، نو ځکه خو یی ستوینی کوی
    بیغیروتو،

  2. د ایران سفیر بهرامیان به د ډالرو او یورو نوې کڅوړې حامدکرزي ته ورکړي وي چې یو ځل بیا د ایران لپاره سترګک ووهی . دا دالر او یورو هم خواږه دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...