Homeخبرونه‏د بیان د ازادۍ کور: د کابل استخبارات رسنۍ په خپلو تبلیغاتي...

‏د بیان د ازادۍ کور: د کابل استخبارات رسنۍ په خپلو تبلیغاتي ادارو بدلول غواړي

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) د افغانستان د بیان ازادۍ کور له هغې وروسته، چې د ژورناليستانو ملي ټولنې په افغانستان کې د څه باندې ۹۰ سلنه رسنيو د استقلالیت ختمیدو اعلان وکړ، د طالبانو پر استخباراتي ادارې توند تورونه لګولي.

دغه اداره وايي: د طالبانو استخبارات خبریالان او رسنۍ تر فشار لاندې راولي، سانسوروي یې او هڅه کوي د افغانستان ټولې ازادې رسنۍ پر خپل تبلیغاتي پلټفارم بدلې کړي.

د سرچينې په حواله، په دې برخه کې د طالبانو استخبارات تر یوې کچې بریالي شوي ځکه له زور، ګواښ او فشار استفاده کوي.

په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې، چې د طالبانو استخباراتي استازي د رسنیو نیوز روم ته ځي، امر او نهي کوي او وايي: تاسې زموږ تر حاکمیت لاندې فعاليت کوئ، زموږ په خوښه نشرات به کوئ.

طالبانو په دې اړه ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د څو ټلويزيوني بحثونو چلوونکو د نوم نه خپريدو په شرط تاند ته وويل، چې د طالبانو استخباراتي ادارې څو ځلې احضار کړي او د انتقادي پوښتنو له کبله یې ګواښلي.

1 COMMENT

  1. ډیرښه کاریی کړیدی
    په تیرشل کلن دوران کی دبیان ازادی دافغانستان ددولت داصلاحاتو دکړنوسترموانع وو
    دبیان ازادی فقطدافغانستان دبی ثباتۍ لپاره دغربیانولخواپکارول شوی ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...