Homeخبرونهد ط دفاع وزارت: د ۱۳ ولایتونو بېوزلو ته مو د زرګونه...

د ط دفاع وزارت: د ۱۳ ولایتونو بېوزلو ته مو د زرګونه ټنه مرسته شویو غنمو ليږد پيل کړی

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان ۱۳ ولایتونو ته یې د بهرنيو مرسته شویو غنمو د لېږد چارې پیل کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت د ترانسپورت او تحرکاتو ملي ليوا قومندان مولوي بسم الله وايي، چې تر اوسه یې دوو ولایتونو ته مرسته شوي غنم لېږدولي او په نږدې راتلونکي کې به پاتې نورو ولایتونو ته د غنمو د لېږد لړۍ بشپړه کړي.

هغه د يادو غنمو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، چې دا غنم د طالبانو له حکومت سره مرسته شوي او دوی یې ویشي، که له نړيوالو مرستندويه ادارو سره یې په لېږد او وېش کې دوی مرسته کوي؟

د طالبانو پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې د خپل دفاع وزارت دا کار ستایلی.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې تر ۲۴ میليونو پورې خلک له سخت فقر او اقتصادي ناورين سره مخ ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...