یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د ''افغان جګړې پټ تاریخ'' په هکله: د ژباړن څو خبرې

د ”افغان جګړې پټ تاریخ” په هکله: د ژباړن څو خبرې

لیکوال: رفیق محمد ”خاورین”
د کتاب د اصلي نوم په هکله:
د کتاب اصلي نوم ”د افغانستان پاڼې” دی. د دغه نوم تر شا پرته فلسفه دا ده چې پنټاګون د افغانستان د جګړې په تړاو زیات داسې اسناد، یادښتونه، اطلاعات او مالومات درلودل چې پټ او محرم یې ساتلي وو او د جګړې په وروستیو کلونو کې یې د ځینو ورځپاڼو په غوښتنو او حقوقي دعوو په پایله کې علني او خپاره کړل. ورته پټ اسناد د امریکا په تاریخ کې د ویتنام د جګړې په وخت کې هم په پنټاګون کې پټ ساتل کېدل چې امریکایي چارواکي یې له افشا کولو سره مخالفت ښوده، ځکه د جګړې هغه اړخ یې خلکو ته ښودلای شو چې د امریکا حکومت یې خلکو ته ښودل نه غوښتل. هغه اسناد یې د ویتنام پاڼې ګڼل. دغه اسناد د کتاب لیکوال د ”افغانستان پاڼې” نومولي او له هغو څخه په ګټې اخیستې یې دغه کتاب لیکلی.
خو دا چې ما ولې د دې کتاب نوم تأویل او بدل کړ، دوه لامله لري:
۱- د کتاب عنوان د کتاب د داخل هنداره وي.
که چیرته دغه کتاب ټول خلاصه کړو او دغه خلاصه هم په یوه جمله کې راټوله کړو، نو زما په اند دغه جمله به داسې یو څه وي: امریکې او افغان حکومت شل کاله خپلو ملتونو ته دروغ وویل.
همدې ته په کتو، ما د ” شل کلن دروغ” نوم د کتاب د ماهیت د بیان لپاره مناسب وموند او فکر کوم دغه نوم د کتاب داخل ته د یوې کړکۍ حیثیت درلودلای شي چې لوستونکی د کتاب تر لوستلو مخکې هم د کتاب د ماهیت او محتوا په هکله یو څه پوهولای شي.
۲- د نوم رساوالی: د کتاب اصلي نوم چې پورته مې بیان کړ له یوې خوا مبهم دی او د کتاب د داخل او محتویاتو مستقیمه نمایندګي نشي کولای او له بل لوري یې یو تاریخي تفسیر تر شا پروت دی، چې ما پورته بیان کړ او تر هغو چې لوستونکی په دغه تفسیر پوه نشي، د کتاب د عنوان په مانا پوهېدل ورته ګران دي.
همدې دوو ټکو ته په کتو ما د کتاب اصلي نوم چې ”د افغانستان پاڼې: په افغانستان کې د امریکا د جګړې پټ تاریخ” دی، تر ژباړلو وروسته بدل او په دې توګه مې تأویل کړ: ” شل کلن دروغ: په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې پټ تاریخ”
خو کله مو چې کتاب خپرولو ته چمتو کړ، نو د اکسوس خپرندویه بنسټ مشر، نصرالله ناصري صیب وویل چې د کتاب نوم یو اړخیز دی او وویې ویل چې نوموړي له ځینو نورو مطرحو ژباړونکو او لیکوالانو سره تر سلا مشورو وروسته دې پایله ته رسیدلي چې د کتاب نوم یوازې ”د افغان جګړې پټ تاریخ” کړي. ما هم د نورو ژباړونکو او مخورو لیکوالانو نظر ته پر خپل نظر ارجحیت ورکړ او د کانټ په خبره ”عقل کل” ته تسلیم شوو.
د کتاب ځانګړنې:
دا کتاب یوه ډیره ممتازه ځانکړنه لري او هغه دا چې د لیکوال په خپلو فکرونو او تحلیلونو نه دی بنا، بلکې تر ډیره یوه علمي او ژورنالیسټیک تحلیل ته ورته والی لري چې د ادعاوو د اثبات لپاره له شواهدو، اسنادو، مرکو، احصایو او نورو پوزیټویسټي عناصرو څخه کار پکې اخیستل شوی. یا په بل عبارت، دا کتاب د لیکوال شخصي تحلیل او فرد ته منحصر نظر نه دی، بلکې په علمي او منلي میتود د اطلاعاتو، مالوماتو، مرکو او نورو شواهدو راټولونه او له هغوی څخه پایله اخیستنه ده.
دغه کتاب کې لیکوال کتالیستي رول لوبولی او پرته له دې چې له ځانه زیات او بې مورده څه پکې ووایي، د اطلاعاتو او شواهدو پر مټ یې د اخیستل شویو نتیجه ګیریو صحت او حقیقت ثابت کړی.
په پای کې:
او په پای کې دا ویل غواړم چې موږ دا ډول کتابونو ته لکه ساه داسې اړتیا لرو، ځکه موږ د یوه داسې ملت د وګړو په توګه چې د نړیوالې سولې په عصر کې هم شل کاله د بې دمې جګړې قرباني او ښکار شوو، باید تر بل هر چا زیات خپلې ماضي ته مخ ور واړوو او له هغو ټراژیډیو، بدبختیو، جګړو عبرت واخلو چې پوره نیمه پیړۍ زموږ په خاوره پرله پسې نازلې شوي. دا تیر شل کلونه زموږ د څو نسلونو د کړاو، عذاب او مرګ کلونه وو، خو که په دغو شلو کلونو کې مو له پرتو پندونو او درسونو یو څه څه زده کړل، نو باوری یم چې د راتلونکو نسلونو د نجات، رفاه او پرمختګ نسخه هم ترې جوړېدلای شي. زه شخصاً په دې اند یم چې جګړه او سوله تر عملونو مخکې مفکورې او ذهنیتونه دي. تر هغو چې ذهناً سوله یز نشو، محدودیتونه او باندني فکټورنه مو نشي سوله یز کولای. مرفه او نیکمرغه ژوند د مثبت او ښه روزل شوي ذهن پیداوار دي. فلهذا، دا د هر افغان ملي او وجداني دنده ده چې د خپل هیواد له ماضي ځان خبر کړي; په دې ماضي کې پراته پندونونه جذب او هضم کړي او فکر و ذهن د علمي-تاریخي شعور په لوړولو سره پوخ او سوله‌یز کړي.
د دې اوږده مقصود او منزل د موندلو لپاره تر ټولو بهتر هدایتګر د کتاب پاڼې کېدای شي. او دغه کتاب هم د همدې مزل لارویانو ته د داسې قطب نما غوندې حساب کړئ چې غواړي د تیرو شلو کلونو په دروغو کې حقیقت لکه د ساحل په شګو کې ورک شوی ګوهر ومومي او د شومو سیاستونو د پردې تر شا د پټو شویو او پوښل شویو ریښتیاوو په رنګ او خوند پوه شي.
تر چاپ وړاندې ستونزو په هکله:
د دې کتاب د ژباړلو وړاندیز یوې داسې نجلۍ راته وکړ چې ځان یې د فرانسې میشته پښتو خپرندویه بنسټ کارکوونکې معارفي کوله. زه هم خوشحاله شوم او فرصت ته مې لبیک وویل. د حکومت تر سقوط وروسته په مبهمو او ګونګو حالاتو کې چې د هیواد تر څنګ مو خپل برخلیک هم نامعلوم او مکدر وو، د کتاب ژباړلو غوندې ذهني-شاقه کار ته غاړه ایښودل آسانه نه وو، خو بیا مې هم غاړه ورته کیښوده. په ځانکړې توګه وروسته له هغې چې کتاب مې په انګلیسي مطالعه کړ، نو دومره خوند یې راکړ چې له ژباړلو یې ځان منصرف کول ناممکن راته ښکاره شول.
کتاب مې په خوارۍ او خوند ورو ورو له سلهاوو ستونزو سره سره بشپړ کړ.
داستان او پایله یې لنډه:
په اخر کې دغه نجلۍ سازماني غله راوخته او د کتاب له ترلاسه کولو وروسته یې اکونټونه، ایمیلونه، ښه او بد او د اړیکو لارې ټولې ډیلیټ او پاکې کړې. یوه میاشت سخت وځوریدم. د میاشتو خواري مې له ګواښ سره مخ وه.
خو مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي، له اکسوس سره مې په دې هکله خبرې وکړې او د هغوی بورډ هم تر ارزولو وروسته د کتاب چاپ ته غاړه کیښوده.
په پای کې باید ووایم چې کتاب تازه د اکسوس خپرندویه بنسټ لخوا چاپ شوی او د هیواد په کچه ویشل شوی دی. په لڼډ راتلونکي کې به له هیواده بهر هم و استول شي.
د کتاب په هکله د نورو مالوماتو لپاره د ژباړن د فیسبوک د پټې لینک

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب