پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبژبه او لیکدودښه شو» | عبدالحق سلامزوی‎

ښه شو» | عبدالحق سلامزوی‎

​​​​​​نوې ژبپوهنه او ژبنۍ شننه   

په دوديزه ژبپوهنه کې جمله تر ګردو لوی ګرامري شکل و، چې بشپړه معنا لېږدوي. نوام چامسکي خو په لېږند زېږند ګرامر کې د وينا بېخي اساسي توکی وباله، چې په پراخولو سره يې نوې معناوې زيږي. په نوې ژبپوهنه کې چې فرانسوي پوه « انټوني کوليولي / Antoine Colioli» وده ورکړ ده، د هر شي معنا، له متن سره په تړاو کې د تضاد او مشابهت د اړيکو له مخې سپړي. د ژبپوهنې دا تيوري پر معنا راټوله ده، او دا څېړي چې د بېلابېلو توکو سره څنګ په څنګ اېښودل – چې د ګرامري جوړښت دنده ده –  او د معناوو بدلېدل – چې ځايناستې عمليه ده – څرنګه د معناوو په بدلولو کې ونډه اخلي. دا تيوري تر يوې کچې د رغښتوالې / structuralism  تيورۍ د وړاندې کوونکي فرديناند دوسوسور له عمومي محور يعنې ځايناستۍ څخه د معناوو په ټاکلو او بدلون او له افقي محوره يعنې د خواناستۍ له تيورۍ څخه هم ګټه اخلي. د ژبپوهنې دغې نوې تيورۍ ته د بيان‌ژبپوهنې تيوري او عملياتي تيوري وايي.

د بيان د ژبپوهنې اصلي موخه معنا ده. هره خواري يوازې د معنا پر رسولو او پوهېدلو کېږي. په دې ژبپوهنه کې چې «وينا/ Enunciation» مهم توکی دی، آر چورليځ يې «ويناوال/ Enunciator» دی او تر څنګ يې مهم توکی «مخاطب / Co-Enunciator» دی. د خبرې پر مفهوم هاله پوهېږو، چې وينا وشي او دا دواړه پکې د ننه شي، که نه وينا بې معنا او ګونګه ده.

د بيان په ژبپوهنه کې دوې مهمې خبرې «د اورېدونکي عاطفي دريځ» او «د اورېدونکي کېنول / Locating» دي. د لوستونکي عاطفي دريځ «کرکه، کږنه، خوشحالي، خوښي، هوکړه، ټکر، غوسه، منل او رد، خواخوږي او …) د معنا په روښانه کولو کې لويه ونډه لري. مثال: «ښه شو». په دوديزه ژبپوهنه، کې دا يوه نيمګړې جمله ده، «ښه» قيد او «شو» فعل دی. د ګرامر له مخې لېږنده بې چاره جمله ده او فاعل يې نه دی معلوم.

د بيان د ژبپوهنې په نظر «شو» له يوه مخه مفعول دی. ځکه «دی» اغېزمن شوی دی. او له بلې فعل دی، ځکه د عمل نښه پکې ده. «شو» د ګرامري له مخې درېيم مفرد نارينه وګړي ته اوښتی دی. او همدا زموږ مفعول هم دی. که دا «ترکيب» په جمله کې واچوو او په سر کې يې يو نوم ورواچوو، «احمد ښه شو.» «احمد» د دوديز ګرامر له مخې «فاعل» دی، ځکه جمله ورباندې پيل شوې ده، «ښه» قيد دی او «شو» فعل.

ورځو په بيان ژبپوهنه کې بحث پرې کوو. دلته د وينا عاطفي دريځ په پام کې نيسو. کرکه را اخلو. که موږ دا خبره په متن کې واچوو، د متن د اړيکو له مخې به مو يې پر معنا سر خلاص شي. که مو له احمد سره نه لګېږي، يا يې بد رارسولي وي، او نن په ستونزه کې لوېدلی دی، نو دلته د ويناوال د عاطفي دريځ له مخې پوهېږو، چې دا خبره د کرکې او په ستونزه کې د درېيم وګړي پر ښکېلېدا د خوشحالۍ خبره را ته کوي،  «ښه شو.» معنا دا چې «احمد ښه شو چې په غم واوښت.».

د خوشحالۍ توکی را اخلو، که ويناوال له درېيم‌وګړي سره خواخوږي ولري او دا سړی کوم مقام، يا خوشحالۍ ته رسېدلی وي، د خواخوږۍ د احساس له مخې پرې خوشحاله کېږي، نو دلته به د لومړۍ خبرې پر خلاف د «ښه شو» معنا بدله وي، ويناوال وايي: «ښه شو، چې احمد له سختۍ ووت، هوسا شو، خواريو يې رنګ راوړ او بريالی شو.»

که احمد ناروغ شوی وي، د متن له جملو سره په تړاو کې يې پر پايله هم خبرې کولای شو، «ښه شو.» مطلب، «احمد چې ناروغ شوی و، له ناروغۍ څخه ښه شو.»

همدغسې لږ د تون او غږ په بدلولو سره نورې معناوې هم زېږوي،«ښه شو؟» موخه يې دا ده چې ځان ډاډه کاندي، «احمد چې ناروغ و، له هغې ناروغۍ څخه را ښه شو که نه اوس هم ناروغ دی؟»

همدارنګه د مخاطب د تاييد او له ځان سره د همغږي کولو په خاطر وايو، «احمد چې ځان لوی لوی کاوه، نن مې چې سپک کړ، ښه شو که نه.» يانې ښه کار مې وکړ.

که د چا د چلن څخه بېزاري ښيو او غندو يې چې دی هم پښېماني ورباندې وښيي، «ښه شو». «کور يې دې وران کړ، په غم دې ککړ کړ، خوله يې دې له خاورو ور ډکه کړه، ذليل دې کړ، زيان دې ور ورساوه، دا دې نو ښه کار وکړ، طبعاً چې نه، ظلم او ناروا دې وکړه.»

يا د طنز او ملنډو کار ترې اخلو، «ښه شو.» «احمد چې سترګوږی و، لکه څمڅه په هر دېګ کې ورننواته، چا سپک کړی، له څه وخت وروسته يې هغه خوی پرېښود، نو وايو «ښه شو» په دې معنا چې «اوس يې هغه عادت پرېښود، له هغو عادت څخه راښه شو.»

«ښه شو.» احمد چې له لوږې مازيګر څملاسته (د بېګا يې نه لرل)، يوه غوا يې وه، چې ايله به يې ګوزاره پرې وشوه، چې مستې يا شيدې به يې خرڅې کړې څه به ګوتو ته ورغلل، ته چې زيات مهربانه يې، هغه دې هم په پور کې ترې راوسته، اوس به نو څه خوري او څه به لاسته ورځي «اوس ښه شو.» دا معنا چې اوس دې نو ښه شی ترې جوړ کړ، د پولۍ ټک ته دې کېناوه.» دلته د آفرين پر ځای د هغه د غندنې او ورباندې د ملنډو معنا لري. په دې پراګراف کې مو د تضاد اړيکې ته اشاره وکړه.

همدارنګه د فلم په ځينو صحنو کې چې چا ته د چا د وژلو او له منځه وړلو امر وشي، له ويشتلو وروسته يې بيا خبر راشي، چې مړ شوی نه دی، بلکې بېرته روغ شوی دی، نو هغه آمر به پر ګومارل شويو باندې غوسه وکړي،  چې «ښه شو؟!»، معنا دا چې هغه ولې نه دی مړ شوی. يعنې تعجب وښودل شي، چې تاسې خو ما ته د هغه د مرګ خبره وويل او هغه ښه شو!

پر توکو د فشار له مخې هم له متن سره په تړاو کې د جملې معنا اوړي، يعنې د خبرې د پوښتني کولو، تعجب ښودلو، او خبري کولو پازه هم ادا کوي.

احمد ښه شو. (خبر)

احمد ښه شو! (بل څوک نه، احمد. تعجب، يعني احمد خو د ښه کېدو نه و، هغه ښه شو!»

احمد ښه شو؟ (احمد چې زه او ته يې پر ناروغۍ خبر يو، اوس ښه شو او که نه؟)

ښه ده چې د ژبپوهنې په تيورۍ يو ځل بيا غور وکړو او ځينو نويو اړخونو ته يې پام وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب