پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونچاوې چې څه الا بلا وایې؟+ ماوې چې ښه صفا صفا وایم

چاوې چې څه الا بلا وایې؟+ ماوې چې ښه صفا صفا وایم

یو وخت طالب طالبجان و. پښتون و، مسلمان و، ملا و، افغانستان یې د تنظی مشاهۍ له ناخوالو خلاص کړ، امنیت یې راوست، مسعودیان او دوستمیان یې تارومار کړل، رباني، حکمتیار، سیاف یې بېرته د آی اېس آی سوړو ته وشړل. زه هغه وخت د امریکا غږ په سنګر کې ناست وم، له همدې ځایه مې په غرګو ویشتل. د ادبي او سیاسي بانډار په یارانو مې خندل چې موجود طالب نه مني او ناموجود ظاهرشاه غواړي. تر دې حده چې کالونه وروسته چې امریکا په افغانستان حمله وکړه، ما تقاعد واخیست. زه هم تېروتی وم، هغوی هم. ما په طالب کې د وطن خیر لېده، هغوی ظاهرشاه کې، خو د تنظیمشاهۍ په محکومولو کې سره یو وو. دوستم او نور بلا و بتر نه زما خوښېدل نه د دوی.

 عجیبه ده چې یو د کاڼي بودا زما نظر واړاوه. د خدای وسې مې پر وکړې چې اې متفي صیب، اې مطمین صیب، یه داد الله صیب، یه د غلیظو تخلصونو خاوندانو! دا بوت زیاتي خپل ځان نشي ټینګولی، د خلکو په عقیدو به څه تاثیر وکړی شي؟ مه یې ورانوﺉ، یوه اعجوبه ده، سیلانیان ورځي ، د وطن لرغونتوب ساتي. ما پخپله یې د کوپړۍ په سر مېلې کړي دي، هسې د سات تېرۍ او د تېرو یادونو ځای دی. دا ښیي چې افغانستان د اسراییلو او پاکستان په شان د نیمې پېړۍ یتیم زوی نه دی. دا ښیي چې روس او تر هغې دمخه پرنګی هسې په ټوکه افغانستان ته نه وراغلي، نه په بابیزه بېرته وتلي. ګوډ تیمور چې ایران او توران یې تار و مار کړل پخپله په غور کې په خپلې ماتې اقرار کاوه، دا هسې تصادفي نه وه، د دروېش دراني په وینا دوی په هور او تور راغلل خو چې وتل، کپرۍ یې تر شا پرېښودې . بېکسیار بېکسیار یې بولي ډنمارک کې یو میدانی شاعر دی، یو شعر یې (روسان چا واېستل؟) په عنوان لیکلی. هلته وايي، د کلي د هلکانو لېندۍ واېستل، د بورو ورارو دعاګا نو واېستل، د هندوکش او سپینې غرو واورو واېستل، د څرخي پله د زندان بنذیانو واېستل، د حبیب الله رفیع په وینا الله اکبرمې ستا په خوله کې هورا وچه کړه، دغوږونو پردې یې څیرې شوې په تېښته لاړل، خرقې مبارکې و اېستل.

 طالبانو را سره قول وکړ چې امیرالمومنین هم منلې ده چې د بامیانو بوت څه دیني حیثیت نه لري، خو د امارت شورا به پرې فیصله وکړي. په سبا یې هغه ویډیو خپره شوه چې پاکستاني توپونو د دې مجسمې نه  لوخړې اېستلې. لاسونه مې سره مروړل چې طالبانو! زیاتي مو مرګ مېلمه غواړم.

 د یوه پخواني سیدحسن نومي یو نظم مې خپل  طالب ملګري ته واستاوه چې خپل همصنفی فیض محمد ته یې لیکلی و چې دواړو ترکیه کې درس ویلی و: ما وې ته به ډا کټر شې، له حاله بم خبر شې، د ملک په کار به ور شې+ ته لاړلې چې زده کاندې متیازې په ولاړې، پیزو بچیه ولاړې.

پس له هغې مې چې بېلګې پیدا کولې، ټولو په دې دلالت کاوه چې طالب مالب نشته، ټول د پاکستان غلامان دي چې په سوچه پښتني توره د پښتنو مرۍ غوڅوي. لویې لویې بګړۍ، ښایسته نوراني مخونه، مخماتي، عاجزګنکي، ته به وایې چې پښتون که دی همدا دی، خو چې اعمال او وینا راسپړې یو قسم پنجابي وږم ترې خېژي، د دالو او پکوړې، چې یې لستوڼی جګوې، د آی اېس آی ټاپه.

نو مې بېرته د ظاهرشاه پلوه یارانو سره اړیکې ټینګې کړې. ارګ ته لاړم، بلکه مېلمه شوم، خو  چې کتل مې ټول په ټایټانېک بېړې کې سپاره . ډالر وو، مو ټروو، مېلمستیاوې وې، لر بر سفرونه، مجلسونه وو. مګر په دوی کې یو شی ښه و هغه د دوی پوهه وه، د طالبانو په شان ساده ګان نه وو چې حتی نه پوهېدل چې هغه چې دوی کوي او وايي د پاکستان د رسمي جریدې او آی اېس آی خبرې دي، هره ځانمرګي حمله چې دوی کوي، هر حکم چې دوی کوي، هر افغاني مشر چې دوی وژني له (الف) نه تر(ی) پورې هو بهو د آی اېس آی نسخه ده. ما ولېدل چې ډېر کله چې به عملیات  ډېر دقیق  او د افغاني طالبانو تر وس وتلي وو، پخپله آی اېس ای کول. مګرد حکومت چارواکي یاران چې ګورم د تحلیل او پایلې له سنجولو وروسته دا کار کوي.  غم دا دی چې طالب په نادانۍ زړه ته هماغه قلفونه اچوي، هماغه لوبه کوي چې حکومتي یاران  یې په کامل وقوف سره ورغبرګوي. اوس پوښتنه دا ده چې د ناخبر ګناه به ډېره وي که د خبر؟ اوس حاضر خو، دلته هم موږ مرو، هلته هم موږ مرو. نور بیا

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب