پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسنن لمر د کال تر بلې هرې ورځې له مځکې لېرې دی

نن لمر د کال تر بلې هرې ورځې له مځکې لېرې دی

تاند- د نجومي علومو متخصصان وايي چې نننۍ جمعه د کال هغه ورځ ده چې مځکه له لمر څخه د کال تر بلې هرې ورځې لېرې ده.

نن جمعه (د سرطان ۱۵ او د جولای ۶) د مځکې او لمر ترمنځ واټن ۱۵۲ ملیون کیلومترو ته رسېږي.

د مځکې او لمر د واټن اوسط ۱۵۰ ملیون کیلومتره دی او تر ټولو په نژدې حالت کې ۱۴۷ ملیون کیلومترو ته رسېږي. تر ټولو زیات واټن بیا ۱۵۲ ملیون کیلومترو ته رسېږي چې دا کار نن شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...