سه شنبه, مې 7, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه امریکا کې لومړنی ایکسپریس لوپ فعالېږي

په امریکا کې لومړنی ایکسپریس لوپ فعالېږي

تاند- بورینګ کمپنۍ (Boring Company) غواړي چې د امریکا د شیکاګو د هوايي ډګر او شیکاګو ښار ترمنځ چټکه الیکتریکي ترانسپورتي وسیله یا ایکسپریس لوپ جوړه کړي.

بورینګ کمپنۍ، چې الن ماسک یې خاوند دی، د شیکاګو ښار او هوايي ډګر ترمنځ د چټک الیکتریک ریلګاډي قرارداد ګټلی دی.

دا رېلګاډی، چې شیکاګو ایکسپریس لوپ (Chicago Express Loop) نومېږي، سپرلۍ د سکېټ په نوم په ترانسپورتي وسیلې کې په ۱۲ دقیقو کې له هوايي ډګره تر شیکاګو ښاره پورې رسوي.

د شیکاګو ښار او هوايي ډګر مزل په ټکسي کې له ۳۰ تر ۴۰ دقیقو کې کېږي.

سکېټ به په هرو ۳۰ ثانیو یو ځل له هوايي ډګره یا له ښاره حرکت کوي.

 د دې نقلیه وسیلې یا سکېټ کرایه یا ټکټ  25 ډالره ټاکل شوی چې تر ټکسي او نورو ترانسپورتي وسایلو نیمايي دی.

په دې سکېټ کې له ۸ تر ۱۶ تنو پورې سپرلۍ ځاییږي او سرعت یې په ساعت کې ۱۵۰ کیلو متره دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب