ژباړن: محبوب جلالزی
ډیرې اونۍ وشوې د ښمن ښار، لکه د یوې تنګې پولادې کړۍ په څیر محاصره کړی دی. همدا چې شپه به شوه، د اورونو رڼاوو به سترګې بریښولې او لمبو، لکه سرې چینې، د تکې تورې تیارې له منځه د ښار د دیوالو په مخ سیوري اچول. د اور ژبغړاندو سوخونکو لمبو او ډارونکې رڼا یې د محاصره شوې ښار په خلکو کې اندیښنې پیدا کړې وي او په همدې وخت کې، د هغوی په روح او فکر کې ځوریدنې او زړه تنګې څپې وهلي.
***
خلکو له دیوالونو ها خوا لیدل چې د دښمن د محاصرې کړۍ او خط شیبه په شیبه تنګیږي. دوی لیدل چې د اورونو په خوا کې تیاره سیوري په خوځیدو شوو. د ګړندیو آسانو شنها، د وسلو کړنګ او کړونګ، خنداوې او د وسله والو آوازونه چې په خپلو بریا وو یې باور درلود، د ښار د خلکو په غوږونو کې ازانګې کولې. د خنداوو تر کړسهاري ناخوښه غږ هم د دښمن د آوازونو ازانګې او انګۍ وي.
***
دښمن د خلکو مړي هغه سیند ته غورځولي ول چې خلکو به ترې نه اوبه څیښلې، د ښار د دیوال په شاخوا کې ټول باغونه یې هم سوځولي و او نور نو په یوه باغ کې هم میوه او ونه نه تر سترګو کیده. اوس ښار له هرې خوا څخه ښه لیدل کیده. د ښار دیوال ته ټولې لارې را خلاصې شوې وي. په دې وروستیو کې کابو هره ورځ، ښار د دښمن د ټوپکو او توپونو د ګولیو تر باران لاندې و.
د وږو او نیم لوڅو سرتیرو ټولګي، چې د جګړې ویرې، پریشانۍ او هڅو ډیر ستړي کړي وو، له ستړیو او قهرجنو څیرو سره په تنګو کوڅو کې روان و. د کورونو د کړیکیو ور هاخوا، د ټپیانو غږونه تر غوږو کیدل. ګډې وډې چیغې، شور، فریادونه. د ښځو دعاوې، ساندې او د ماشومانو زګیروي هوا ته پورته کیدل، خلکو چې به په کرارې کرارې خبرې کولې، جملې به یې نا تمامې پریښودې او په غوږ نیولو سره به یې په وارخطایي او نا خبره توګه وپوښتل: « دا غږ خو د دښمن د پرمختګ غږ نه و؟»
***
تر ټولو بده شپه وه. چیغې، نارې، ساندې او ژړاوې د شپې په چوپیتا کې ډیرې په زوره اوریدل کیدې. سیوري، پټ پټ د غرونو له درو څخه د کنډواله ښار د دیوالونو په لورې را خوځیدل او ښویدل. سپوږمۍ هم لکه هغه ډال چې د تورو ګذارونو نیمی کړې وي له یوې خوا یی د دښمن پوځ له پامه غورځولی و او له بلې خوا یې د غره په تیارو ډډو راګرځیده. لوږې او ډیر کار، د ښار خلک چې مرستو ته هیله نه لرله اسکیرلي او ځپلي وو. د ښار خلکو په ترهې او ډار سپوږمۍ، د غره لمنې او ډډو ته چې تیرې پرښې یې هم لرلې. د درې تیارو او تنګو خوړونو او د دښمن له پوڅونو سره جګړو ته کتل، له هرڅه د مرګ بوۍ لټیده، هرڅه له هغوی سره د مرګ په اړه خبرې کولې او په اسمان کې هم هیڅ ستوری نه لیدل کیده چې دوی ته ډاډ او تسلا ورکړې. خلک په خپلو کورونو د څراغونو له بلولوڅخه په ویره کې وو. سختې او تکې تورې تیارې کوڅې پوښلې وې. او په همدې تورتم کې یوه ښځه چې په اوږدې تورې جامه کې یې له نوکه تر سره ټول ځان پټ کړی و، لکه د سیند په تل کې د ناکراره کب په څیر له غږ او غوږه پرته روانه وه، کله به چې خلکو هغه ولیدله نو به په خپلو کې سره وپسنیدل، او ویل به يي
– په خپله دا ده؟
– هو. په خپله ده.
او بیا به یې ځانونه د دالانو د دیوالونو په غارونو کې پټ کړل او یا به یې سرونه ترې نه پټ تر څو یې هغه له څنګه تیره شي.
یو ځلې د ګزمې مشر هغې ته ویلې و: « – مانا ماریانا! بیا د باندې راوتلې یې؟ پام کوه که ووژله شوې هیڅوک به د وژونکې په پیدا کولو کې ځان ته زحمت ورنکړي..» ماریانا ځان چمتو کړ او په انتظار ودریده؛ خو د ګزمې والو خپله لاره ونیوه او لاړل. دا معلومه نه وه جرئت یې نه کاوه یا به دا هم ورته پیغور ښکاره چې په هغې باندې لاس پورته کړي په هرحال پوځیان له هغې څخه لکه داسې ویریدل لکه څوک چې یوه مړي څخه ویریږي. خو هغې یوازې لالهانده له دې کوڅې تر هغې کوڅې پورې تګ را تګ ته دوام ورکاوه. ماریانا له خپلو تورو جامو سره، داسې ښکاریده لکه د ښار د بدبختې نښه چې وي. همداسې به کراره روانه وه لکه په دې پسې چې شپې ډارونکي غږونه، ژړاوې، فریادونه او د هغو سرتیرو غوسه ناکه پسڼیدنه، چې د بریالیتوب هیلې یې له لاسه وتلې وي. را پورته کیده.
هغه مور چې د خپلو نیکونو په ټاټوبي کې ولاړه وه، د خپل زوی او هیواد په اړه یې فکر کاوه؛ ځکه چې د هغې زوی د هغوو سرتیرو قوماندان و چې ښار یې ویجاړ کړی و. د هغې خوشحاله، ښکلی او د ډبرې په څیر زړه لرونکی زوی، د دښمنانو سر لاری او سرغندوی و. لا ډیر څه له وخته نه و تیر شوي چې دې به خپل زوی ته په غرور سره کتل، هغې غوښتل زوی یې لکه ګرانبیه ډالۍ د خپل وطن له پاره وساتي، هغې زړور زوی زیږولی و. چې هیواد او ټاټوبی ته یې چې دا په کې زیږیدلې وه او هغې خاورې ته چې زوی یې په کې زیږیدلی و ډالۍ کړی و. د ماریانا زړه په سلګونو نا معلومو لومو، د دغه ښار له ډبرو سره چې نیکونو یې ورڅخه کورونو جوړ کړي او د ښار لوی دیوال یې ودان کړی و. له هغې خاورې سره چې د خپلوانو هډوکې یې په کې ښخ شوي وي وو. له کیسو او افسانو، د هیلو له اوازونو سره تړلې وه.
اوس همدې زړه خپل یو عزیز له لاسه ورکړی و هغې ژړل. ماریانا داسې احساس کاوه چې په هغې تله کې چې یوې خواته یې د زوی مینه او په بله خوا کې د خاورې مینه ایښودل شوې ده. همدې احساس د دې زړه ور تنګ کړی و، نه یې شوای کولای ووايي چې د تلې کومه خوا درنه ده. ماریانا به په همدې سوچونو کې هره شپه د ښار په کوڅو کې لالهانده وه. ډیرو به چې هغه نه پیژندله، له ډاره به ولړزیدل خلکو داسې انګیرله چې د هغې تورې جامې او تور اندامونه د مرګ پیریان دي چې دوی ته ور نږدې شوي دي. کله به یې چې وپیژندله بې له کومې خبرې به یې د یوه خاین له مورڅخه مخ اړاوه. خو یوه ورځ د ښار د دیوال خواته په یوې ګوښې کې ماریانا یوه بله ښځه ولیده چې د یوه جسد ترڅنګ یې ګونډې وهلې. هغه ښځه لکه د ځمکې یوه ارامه ټوټه داسې وه. غمجینه څیره یې د ستورو په لورې وه او دعا یې کوله. د هغې خواته عسکرو په لوړ غږ خبرې کولې. ماریانا وپوښتل
– دا مو میړه دی؟
– یه
– ورور مو دی؟
– نه، زوی مې دی؛ میړه مې دیرش کاله وړاندې مړ شو، او زوی مې نن» بیا په خپلو زنګنونو ودریده په عاجزې یې وویل:
« – حضرت هر څه ویني او په هرڅه ښه پوهیږي زه یې شکر کوم!»
ماریانا وپوښتل:
– د څه له پاره؟
– اوس مې زوی په شرافت او افتخار سره د هیواد له پاره وجنګیده او مړ شو. زه کولای شم ووایم چې زه به تل په هغه پسې اندیښمنه وم. زوی مې ځوان و. له خوشحالي سره یې ډیره مینه لرله. ډاریدم به چې هسي نه ښار محاصره کړي لکه د ماریانا زوی، د خدای او خلکو دښمن او زموږ د دښمنانو قوماندان غوندې چې دا کار یې کړی دی. لعنت دي وي ورباندې! کرکجنه یم له هغې غیږې او ګیډې چې دی روزلی دی!
ماریانا خپل مخ پټ کړ او په بیړه د هغې ښځې له خوا څخه وړاندې لاړه. بیا یې ځان د ښار دفاع کوونکو ته ورساوه او ویې ویل:
– زوی مې ستاسې دښمن دی. یا ما ووژنئ یا هم دروازه راته خلاصه کړئ چې زه هغه ته ورشم.
.. عسکرو هغې ته وویل:« – ته یوه انسانه مور یې او هیواد باید تاته ډیر ارزښت ولري، ستا د زوی دښمني تر موږه هم له تا سره ډیره ده.
– زه د هغه مور یم. هغه په ما ګران دی او داسې احساس کوم هغه کړنه چې ده کړې ده باید زه سزا ووینم.
وروسته، دفاع کوونکو عسکرو له یوه او بل سره سلا وکړه، دې ته یې وویل:
– ستا وژل له دې کبله چې ستا زوی ګناه کړي ده زموږ له پاره ویاړ نه دی. ماریانا! موږ پوهیږو چې ته نه شي کولای په دې ستره ګناه کې د هغه لارښوونکي اووسي. موږ ښه پوهیږو چې ته څومره ناارامه یې، ښار هم دا اړتیا نه لري چې تا یرغمل کړي. زوی دې نه شي کولای له تا ساتنه وکړي. هغه اوس ته هیره کړې يي. که ته رښتیا داسې فکر کوي چې د جزا وړ یې نو دا ستا له پاره لویه جزا ده! موږ پوهیږو چې دا جزا تر مرګ هم سخته ده؛ او ماریانا وویل: « – هوکې په رښتیا هم دا جزا تر مرګ سخته ده!»
په دې ډول یې هغې ته دروازه خلاصه کړه کله چې دا له خپلې مورنۍ ځمکې څخه لرې کیده، د ښار د کلا عسکرو تر ډیرو پورې په هغې پسې کتل. ماریانا په هغوو وینو کې چې زوی یې تویې کړې وې ککړه او لمده شوه. هغې کرار کرار مزل کاوه ځکه چې پښې یې په زور له خپلې خاورې څخه لرې کیدې. ماریانا د ښار د د فاع کوونکو په جسدونو ور ټیټه شوه او په کرکه یې د هغوی نه د یوه خنجر ور واخیست – ځکه هره وسله د میندو تر پام بده او ناپاکه ده.
ماریانا همداسې ګامونه اخیستل، لکه تر کالیو لاندې یې چې ګرانبیه اوبه پټې کړې او دا ویریده هسې نه چې څاڅکې یې په خاوره تویې شي. همدا ډول د ښار د د یوالونو وګړو د ماریانا په وجود یې سترګې ښخې کړې وي چې څومره وانړې تله وړوکی کیده. ټولو داسې فکر کاوه چې د هغې په تلو سره له ښاره ستړیا او نهیلي لرې شوې ده.
سرتیرو ولیدل چې ماریانا د لارې په نیمايي کې د خپلو کالیو اوږده لمنه په اوږه ور واړوله، شاته را وګرځیده او تر ډیرو یې ښار ته کتل. کله چې د دښمن پوځ ته ور ورسیده، دوی ولیدله چې ودریده او لکه د دې په څیر یوه توره ارواح په ډیر احتیاط ور نژدې کیده، څو وپوهیږي چې څوک او له کومه ځایه راغلې ده.
ماریانا د دښمن عسکر ته په ځواب کې وویل:
ستاسې قوماندان زما زوی دی.
یوه سرتیري هم دې هغې په خبرو شک نه کاوه، ټول ورته په خاورو کې ټیټ شول هغه یې وستایله ټولو د هغې د زوی په زړورتیاوو خبرې کولې او ماریانا مغروره شوه، سر یې هسک نیولی و د دوئ خبرو ته یې غوږ نیولی و. ځکه چې د دې زوی له دې پرته بل څه نه شوای کیدای.
اوس ماریانا د هغه چا په وړاندې ولاړه وه چې له زیږیدو نهه میاشتې وړاندې یې هغه پیژاند. هغه څوک چې ماریانا هغه هیڅکله هم له خپله زړه نه و ایستلی د دې خنجر په ګرانبیه جواهراتو پوښل شوی او ښایسته شوی و. ماریانا لیدل چې زوی یې په هماغه بڼه دی چې دې په ځلونو ځلونو په خوب کې لیدلی و. غښتلی او مشهور!
زوی یې دا ښکل کړه او ویې ویل:
– مورې! اوس چې ته راغلې، سبا به زه دا لعنتې ښار فتح کړم!
او ماریانا ورته وویل:
– هماغه ښار چې ته په کې زیږیدلی یی.؟
د دښمن قوماندان چې د فتح له خونده او ویاړه لیونی شوی و. مست په کبر او غرور یې ځواب ورکړ.
– زه په دې نړۍ کې او د دې نړۍ له پاره زیږیدلی یم او غواړم نړۍ ولړزوم! ما دا ستا په خاطر هر څه له لاسه ورکول او وجود یې لکه اغزی زما په تن کې په بیړه حرکت کوي ما د شهرت او افتخار له لوړتیا شاته پاته کوي. سبا به زه د همدې بېعقلانو دا ځاله له منځه یوسم!
ماریانا وویل:
– هغه ښار چې ټولې تیږې او کوڅې یې تا له ماشومتوبه پیژني او تا یادوي.
– مورې تیږې خو ژبه نه لري. تیږې ګونګې دي ټولې تیږې ګونګې دي. خو دا چې ادمیان هغه په خبرو راولي. پریږده چې غرونه خبرې وکړې. دا هغه څه دي چې زه یې هیله کوم!
– نو انسانان څنګه؟»
– اوهو، ما هغوئ نه دي هیرکړي، مورې زه هغوئ ته اړتیا لرم یوازې خلک دي چې د اتلانو خاطرې ورسره ژوندۍ پاته کیږي!
ماریانا وویل:
اتل هغه څوک دی چې ژوند د مرګ په وړاندې او له مرګ سره په مبارزه کې رامنځ ته کیږي. اتل هغه څوک دی چې له مرګ سره په مبارزه کې کامیاب شي.
زوی یې په ناخوښۍ سره داسې وویل:
– نه! د هغوی ارزښت چې ښارونه ویجاړوي، له هغوئ سره چې ښارونه جوړوې یو برابر دی. ګوره مورې! موږ اوس نه پوهیږو چې چا د روم آباد کړی؛ اینس که رومولن خو د الاریک نوم او نورو اتلانو نومونه چې دا ښار یې وران کړی دي زما په زړه دي موږ هغوی ښه پیژنو…»
ماریانا وویل:
– خو د چا نوم په نړۍ مې پاته دی؟ له دې نومونو کوم یو نوم ؟
مور او زوی تر هغوو پورې چې لمر ډبیده په خپلو کې په خبرو و.
هرڅوک چې له مور سره چې جوړونکې او زیږونکې ده د ویجاړیو په اړه خبرې کوي داسې معنی لري لکه چې کرکه او نفرت یې ستایلی و. د ماریانا زوی په همدې ټکي نه پوهیده. هغه په دې نه پوهیده چې مور یې له ژونده دفاع کوي. یوازې له ژونده.
مور هر وخت له مرګ سره په جنګ ده او تل، میندې هغه لاسونه چې کورونو ته مرګونه راوړي نه کیکاږي. خو د ماریانا زوی په دې نه پوهیده، ځکه یې په دې ویاړ کاوه چې د زړونو ماتونکی او له منځه وړونکی دی همدې ویاړ ړوند کړی و.
د ماریانا زوی په دې نه پوهیده چې یوه مور، په هماغه اندازه بې پروا ده، چې کولای شي بې رحمه او هوښیاره وي. په تیره بیا چې د انساني ژوند خبره په منځ کې وې چې دا یې د روزلو او پیدا کیدو وسیله ده.
ماریانا ځوړ سر په ځمکه کښیناسته او د خپل پیاوړي زوی د قوماندې د کیږدۍ له چولې یې سترګې په ښار ولګیدې په هغه ښار چې له خپل زوی سره یې د ژوند د لومړنیو شیبو خوږوالی حس کړی و. په همدې ښار کې وه چې د هغه زوی درد یې زغلمی او له لانجو ډکه کالیزه یې لمانځلې وه. خو اوس یې د ویجاړیدو او ورانیدو له پاره تږی دی. د لمر سرو بخونو وړانګو د ښار دیوالونه او برجونه لکه د وینو د رنګ غوندې ګرځولي وو او د کړکیو په ښیښو یې ویرجنه ځلا شیندلې، ښار لکه د ژوندانه د ټپې تن غوندې چې له سوریو یې د سره رنګ ځوښې را څڅیږي.
څه موده لا نه وه تیره شوې چې ښار، لکه یو تک تور جسد تور شو. د ستورو ځلا لکه د هغو شمعو رڼا چې د مړو له تابوتو سره یې لیږدوې پیکه شوه.
ماریانا تور کورونه لیدل، چې خلکو یې له دې ویرې هسې نه چې د دښمن پام ور واړوې ټولې شمعې یې مړې کړې وې.
ماریانا لیدل چې ټولې کوڅې په ویر کې ډوبې شوې او د مړو بوۍ د ښار هوا ککړه او ډډوزې یې پورته کیږي.
ماریانا د خلکو هم پسڼیدل هم اوریدل چې د مرګ په انتظار ناست وو. دا ټول یې لیدل، دا ټول د یو چا د تصمیم په انتظار و. ډیری دا خلک دې ته نژدې او په دې ډیر ګران وو. دا ټول مات اوګُنګ د هغه د تصمیم له پاره ولاړ و.
ماریانا ځان د هغه ښار د ټولو مور باله.
****
وریخې د غره له لوړو څوکو، د درې په لورې را وښویدې او ناڅاپه لکه وزر لرونکي اسان په ښار را ټیټې شوې.
د دښمن قوماندان وویل:
– نن شپه که هوا ښه تیاره شي کولای شم حمله وکړم!» همداسې یې خپله توره اړوله را اړوله بیا یې وویل:
– کله چې لمر د انسان سترګې وبریښوي د حریف وژل ستونزمن شي. د وسلې ځلا دې نه پریږدي چې خپل حریف وویني.!
مور یې وویل:
راشه زویه؛ راشه سر زما په ټټر کیږده. راشه لږ اسوده شه زویه! دا په یاد ولره چې ته په وړوکوالي کې ډیر مهربانه او خوشحاله وي ټولو خلکو به درسره مینه کوله او پرې ګران وي.
زوی خپل سر د مور په زنګانه کیښود همداسې چې یې سترګې پټولې وویل:
– زه یوازې ویاړ خوښوم. ته مې په همدې خاطر خوښیږې چې همداسې چې دي روزلی او زیږولی یم.
ماریانا د هغه په خوا کږه شوه او ویې پوښتل:
– ښځې څنګه؟
– ښځې ډیرې دي مورې! نارینه هم تر ښځو ډیر، لکه دا هر څه خواږه، ستړي کیږي.»
ماریانا وویل:
– نو ته دا هیله نه لري چې اولاد ولري؟
ولي؟ د دې له پاره چې په وینو کې ولمبیږي؟ نو آخر دا شوني ده چې لکه ما غوندې یوڅوک را پیدا شي او هغه ووژني او په دې ډول زما ځور او غم یې سبب شي.
ماریانا ساړه واوسیلل او ویې ویل:
– ته ډیر ښکلی يي. خو افسوس چې د ابادیو د څانګو رګونه له منځه وړي.
زوی په خندا ځواب ورکړ:
– دا سمه ده ، زه څانګه یم…» او بیا، لکه ماشوم د مور په ټټر خوب یووړ.
همدا چې ماریانا وانګیرله چې زوی یې- د دښمن قوماندان ویده شوی، نو یې توره جامه د هغه په مخ هواره کړه او ناڅاپه یې په لاس کې خنجر دې هغه په زړه ورننوست. قوماندان ناڅاپه ولړزیده او بیا سوړانګوړ پریوت. ماریانا تیروتنه نه وه کړي. له هغې پرته څوک پوهیدل چې د زوی زړه یې چیرته ښوري.؟
یوه شیبه وروسته یې د زوی جسد د هغه د ساتونکو پښو ته وغورځاوه. دا ماته ولاړه وه. د ښار په لوري یې داسې غږ وکړ: «ما، هغه څه چې د هیواد له پاره کولای شول تر سره مې کړل. او اوس لکه یوه رښتنې مور غوندې د خپل زوی ترڅنګ پاته کیږم. نور نو ډیر ناوخته دی. نور به هیڅ وخت له ما څخه زوی نړۍ ته رانشي. نور زما ژوند دهیچا په درد نه خوري.»
***
لا هم د مور او زوی په وینو باندې خنجر توود دی. ماریانا په لاس کې نیولی خنجر په خپل زړه ننویوست. یو ځل بیا ماریانا خنجر سم کارولی و ځکه چې د یوه دردمن زړه پیدا کیدل ستونزمن نه دی.