سه شنبه, فبروري 17, 2026
Home+کنځلې سیاسي او مدني مبارزه نه ده | شاه‌محمود میاخېل

کنځلې سیاسي او مدني مبارزه نه ده | شاه‌محمود میاخېل

په چا چې خپل عزت ګران وي، د نورو عزت هم ساتي یا د نورو عزت د خپل ځان عزت ګڼي.
وایي ته د چا بد مور او پلار ته کنځلې مه کوه چې هغه بیا ستا ښه مور او پلار ته کنځلې ونه کړي.
سیاسي بحثونه او مبارزه، اختلاف د نظر، نیوکې او مخالفت د ادب او کلام د عفت په چوکاټ کې د هر چا حق او دا ډول علمي بحثونه خوند کوي ځکه ټول ترې یو څه زده کوي او هم د ځوانانو پوهه او تفکر د سیاسي او ټولنیزو مسایلو په هکله رشد کوي.
خو په نړیواله کچه د ټولنیزو او خوالو رسنیو د منفي اغیر او استعمال له امله ځینو د سپسونو او ټیکټاک خونو نه د غوجل خونې جوړې کړیدي. غوجل کې چې یو څاروی مرداري وکړي، ټول څاروي سره لړي.
له بده مرغه د سپیسونو او ټیکټاک دغه غوجل خونو کې د ټولو پخوانیو رژیمونو او اوسني حاکمې ډلې د پلویانو په نوم یو څو کسه شپه او ورځ ناست دي چې بل کار او دنده نه لري یا د کومې خوانه مؤظف شویدي، چې افغانانو ته کنځلې او توهین وکړي تر څو افغانان نور هم سره وویشي، د یو بل په مقابل کې سپک  او سپور ووایي تر څو افغانان ونه کړې شي چې په اصلي او مهمو مسایلو فوکس و کړې. په حقیقت کې دوی د هیچا استازي نه دي خو مجازي فضا یې ملوثه کړیده.
د افسوس خبره دا ده چې ځینې کنځلو او چټیاټو ته ملي او مدني مبارزه او ملي فکر وایي او د افغانانو د حقوقو او درد نه د دفاع په نوم، ځانونه د افغانانو غمشریک او غمجن بولي. کنځلې او توهین مدني او سیاسي مبارزه نه ده. دا ډول کړنې ځوانانو او نوي نسل لپاره هیڅ مثبت پیغام نشي ورکولې. دا ډول کړنې د افغانستان د ثبات، د ښه راتلونکې لپاره د سیاسي او مدني مبارزې انسجام او د خلکو د ارامې او عزت ساتلو لپاره هیڅ ګټه نه لري.
نظامونه او مبارزه په معقولیت، ادب او مثبت فکر چلیږي. کنځلې اسلامي، افغاني او انساني ادب نه دی بلکې پدیتوګه دوی خپل ځانونه، اسلام او افغانان سپکوي.
زما په اند، د دغه کنځلومارو د مخنیوي لپاره یوازنې لار په ټولنیزو رسنیو کې دوی انفالو کول او د دوی خبرو ته غوږ نه نیول دي. که څومره دوی فالو کوي او د دوی کنځلو او چټیاټو په حمایت یا مخالفت عکس العمل ښکاره کوي، هماغومره دوی ته ځانونه مهم او لوی ښکاري. بس اګنورول او بلاکول د دوی ځواب دی.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاست چارو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...