د ازاد شعر په برخه کې صدیق کاوون یو له هغو نومونو دی چې ډېری کره کتونکي یې د لوړو او سپېڅلو ارمانونو هوډمن، مخکښ، نوښتګر، انځورګر او مبارز شاعر په القابو يادوي.
موږ دلته د نوموړي د ژوندون تر عنوان لاندې نظم سپړو او د ژوند مانا ترې راوباسو:
ژوندون
غوټۍ تمامه شپه له ځانه سره فکر کاوه
او اړولې يې د ذهن د کتاب پاڼې
چې د ژوندون تعريف پيدا کړي پکښې
خو چې سحر شو او ورېښمينه وږمه والوتله
غوټۍ خوله خلاصه کړه خندا ته
او وږمې ورته په غوږ کښې ووېل:
یو لنډه کی غوندې سفر دی ژوندون
د نامعلوم افق پر لوري الوتلو ته وزر دی ژوندون
چاته له درده ډکه شپه، چاته سحر دی ژوندون
او د يوې لنډې خندا لپاره
يو لوی هنر دی ژوندون
غوټۍ لا سم نه وو خندلي چې د ژوند په معنا وپوهېده
یوه شېبه د شنې وږمې په عطرو ولمبېده
شونډې يې ولړزېدې
پاڼې، پاڼې، پاڼې شوله، ورژېده
او د شنې ونې له سمسورې څانگې وښويېده
لکه د پرخې څاڅکی،
د نشت آباد گرېوان ته وڅڅېده
د ژوندانه له کرښې پورې وته
او د خپل سوال ځواب ته ورسېده
غوټۍ چې معمولاً د نوې ځوانۍ او نوې ښکلا سمبول یادېږي، په دې نظم کې هم شاعر ژوند ته د یوې غوټۍ له ذهن و عینکو ورګوري.
غوټۍ د شپې فکر کوي، د خپل ذهن پاڼې اړوي رااړوي، غواړي د ژوند مانا پيدا کړي، خو چې څو خوله خندا ته خلاصوي او د ژوند ارزښت ورمالومېږي، د سحر باد او وږمه ورته د ژوند له لنډون او وړوکوالي وایي. مطلب دا چې ژوند لکه نوې ځواني، څو چې پکې خپله ښکلا درک کوې، هغه درباندې تېره وي.
وږمه چې ډېری وخت د لطافت او نرمۍ سمبول یادېږي، په دې نظم کې لکه یو الهام یا غيبي پیغام یو دم راځي او د غوټۍ د ټولې شپې د فکر او تجسس چې د ژوند اړوند يې کولو، ځواب ورکوي او ورته وایي:
یو لنډه کی غوندې سفر دی ژوندون
یعنې ژوند یو سفر دی، خو ډېر لنډ او ناڅرګند. ژوند د نامالوم افق پر لوري الوتل دي. ژوند د یوې لنډې او په حال شېبه کې د خندا یو هنر دی. ژوند یوه فردي تجربه ده او د هر چا تجربه جلا جلا وي. مایوسه او دردمن انسان ته ژوند یو درد ایسي، متجسس او فیلسوف انسان ته ژوند د پوښتنو یوه لړۍ ده چې ځواب یې اخر هم خپله د نشتوالي او مرګ په ژبه مومي. شاعر چې په دې نظم کې د غوټۍ له سترګو ژوند ته ورګوي، ژوند ورته تعقل پرستي او پوهه نه ښکاري، بلکې ژوند یو احساس نوموي او څو چې يې انسان په ښکلا او مانا پوهېږي، ژوند پرې تېر شوی وي.
نظم دا هم راته وايي چې ژوند هغه وخت درک کېږي، چې پای مومي. غوټۍ هم چې کله د ژوند مانا درک او وپېژنده، نو ژوند يې سره له ارمانونو پای ته ورسېد.