چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبکره کتنهنیکه مې ولوست/ لیکوال: یونس تنویر

نیکه مې ولوست/ لیکوال: یونس تنویر

     میرویس نیکه ته، چا د  ابک  نازک غږ  وکړ.  ور ویې کتل. ګوري  چې  لور یې  ورته  نا اشنا  ښکاریده. غریبه زینبه  به  ولې  نه  ډنګریده.  چې  د ډوډې  وچې  توکړې  هم  پوره  نه  ور رسیدې.

 ولې  اوسني  مشران  مو، تر اولادونو  زندګي کوي؟  ولې د ولس تر لمنو یې عاطفې نه رسي؟

        میرویس نیکه د بزګر بیلچه  راواخیسته. د څو چمونو  په اړولو  یې  د ورغوي غوښې  د بیلچې  په چاغ  وهلو  لرګیو کې بندې شوې.  بزګر ته یې ور ناره کړه.  چې د بیلچې لاستی  خو  وتراشه.  بزګر ورته ویل چې خان صیب موږ  بغیر د بیلچې  وهلو بله  دنده، نه ده  زده. ما ته یې را کړه چې زه یې  ووهم. میرویس ورته وخندیده. ویل یې خو ستا  لپاره یې وایم.

ولې  اوسني  مشران  د  ولس  په  نازکو  دردونو نه پوهیږي؟ ولې ورته مهمه د ولس د درد خواخوږي  نه ده؟

یونس تنویر
یونس تنویر

  میرویس نیکه په ټکنده غرمه  د کندهار د سقوط خلاصي  لپاره په  سرو شګو ښوېیده. د دښمن کمزوري به یې مالوموله . بیرته په سرو شګو را ښوېيده. د ولس د بریا  لپاره یې له حسین او محموده په غربت کې ژوند تېراوه.

       ولې اوسني رهبران  د خانقا له تاج محله د خیمو  تر ژیو هم نه شي راتلای؟ ولې د ولس د خبراوي او پوهاوي لپاره،  ماران کیږي نه. میرویس نیکه به څه ښه په سینه ښوېیده. سات – سات  به یې د دښمن ننداره کوله. کمزورې خوا وې به یې مالومولې. د ولس  د ژغورنې لپاره یې هڅه کوله. چې د ګرګین له ښکیلاکه خلاص شي.  مګر اوسني مشران داسې  نه دي.

       میرویس نیکه جګړه وکړه. جهاد یې وکړ. وطن یې ازاد کړ. خلکو ته یې ارامي را وړه.  جګړه  په دین کې اصله ده. بله چاره نه وه. سوله استثنایي حالت و.  او  تل  په دین کې استثنایي حالت لري.  خو  په  داسې مهارت چې  بریا راوړي. دغه مهارت میرویس نیکه درلوده. میرویس نیکه پوه و.   ولس ته ریښتیني و. اوښیار و. میرویس نیکه همدا درلودل. د خلکو ورسره مینه وه. کندهار یې له اشغاله وژغوره. ازادي یې را وړه.  ولس یې له فقره  وژغوره. ده ته  دا مهمه چاره وه. د محمود، حسین او د زینبې  د مور سره ناسته ورته مهمه نه وه.

       ولې  اوسني   مشران  د ښځې له پرکاري لمنې لکه پنسل ګرد تاویږي.  ولې  یوازې  له  ځانه  دایرې  تاوه وي؟ ولې ولس له بدبختیو نه شي خلاصولی؟ ګواکې  ریښتینې،  اوښیار  او پوه نه دي. نو که پوه وای د ولس چوپړ ته به راوتي وای. خدای(ج) خو له دوی  د اولادونو پوښتنه نه کوي. د ولس د چوپړ  پوښتنه ترې کوي. دوی په دې نه پوهیږي.  دوی خدای (ج) په سمه مانا نه پېژني. دوی د بهلول دانا په څېر ښکاره نارې نه شي وهلای.  نو که  اوسني مشران ریښتینې وای ؛ نو د میرویس په څېر به یې د اصفهان په لوغړنو کوټو د ولس د ازادۍ خیال به یې ساته.  میرویس د ځان د ازادي خیال نه دی کړی. اوسني مشران  خو ولس لا څه چې د ځان د ازادۍ خیال هم نه ورځي.

         میرویس نیکه ګرګین په مهارت مات کړ.د پښتنو له جمودي عقله یې کار وانه خیست.  بې غیرته غرور یې نه درلود.  خلکو ته یې  په مینه ورکولو  څپلۍ- څپلۍ زړې کړې. غزا یې په مهارت وکړه.  خپلو خلکو ته یې تباهي  ورنه کړه. غنیمت یې هم زیات وګاټه. بریا یې سالمه وه.

مګر اوسني مشران مو  د جګړې  د ګټلو  مهارت نه لري. سیاست یې د وطن په خیر نه دي.  همایي سیوری  پرې  نه دي شوی.  په  مشرتابه بل چا کینولي دي.  نو  ولې  به پردو  ته  مزدوري  نه کوي. که یې ونه کړه؛ نو د تاج  او  بې غیرته راج  به له کومه کړي.  دوی  به مو څه له دښمنه خلاص کړي.  په  دنیایي  خېرو  یې زړونه مینځل شوي دي. خاورې که دا ولس په داسې مشرانو غني شي.

         دا د میرویس نیکه د ژوند یوه سیاسي خاکه وه. چې د نیکه له ناوله مې را اخیستې وه. داسې نادرې تجربې  نورې هم لري. نیکه ولولئ.

          راوي  یې  ډېر ښه سړی دي. هره خبره راته داسې کوي. لکه کټ مټ یې چې ګورو. ټولې صحنې مو سترګو ته ودروي. هره خوښي راباندې وګوري. هر غم کې مو ورسره شریک کړي. ته به وایې  چې  ددې  ټولنې غړی شوم.  دا د راوي عجیب کمال دي.  همدې کمال یې تاریخ  په  هنر  اړولی دي.  او تاریخ هیڅ وخت بې مبالیغې نه وي.   د ادبیات اصل جوهر همدا دی چې حقیقت کټ مټ درباندې ګوري.

          د لوستلو پر وخت مې فکر کاوه چې زه  دا شیان په خپلو سترګو ګورم. ور سره روان وم. هر ګام، یوه  نوې تلوسه وه.  هیڅ  نه شوم را ګرځېدی.  د و ړاندې  پيښې  په تلوسه به وم.  راوي راته خبرې نه کولې.  یوازې  یې انځورنه را ته کېښودل. ما به لیدل. تاسې  د راوی  یو څو خبرې وګورئ :

          ((مشعل یې ور واخیست. د ناستو کسانو پښو ته ځنځیرونه  ور لویدلې و،  ټول  څلور هډوکي ښکارېدل. ببرو  ږیرو  او  سرونو  یې  د سمڅې پر ډبرو تېره سیوري جوړ کړي ول… د ټولو سترګې رډې راختلې وې…

شهسوار خان یو بندي په پښه پورې واهه، ځنځیرونه یې وشرنګېدل…)) (۱) نیکه، نصیر احمد احمدي.

          (( د ډول غږ یودم ودرېد، د نرینه وو غوړې څڼې د دوی پر خولو شویو  ټنډو  راکښته شوې،  ښځو چیغې کړې.  ماشومانو کورونو ته منډه واخیسته. د اتڼ ګرده دایره ماته شوه… ټولو غونډۍ ته کتل…

اس وشڼېد، وړې تیږې ورغړیدې، ګڼ سپاره کلي ته راغلل.))(۲) نیکه، نصیر احمد احمدي.

           ((ویې ټوخل، خپلې توپانچې ته ور وښیویېد. نږدې چیغې یې واورېدې، یوه ډله جنګیالیو د ګرګین د لښکر خواته یې منډې ور وهلې.))(۳)نیکه، نصیر احمد احمدي.

        راوي څه ښه انځورونه کوي. د کیسې په لیکلو کې  همدا کمال بیخي نادر دی.

           د پېښو ترمنځ یې مناسبات ډېر غښتلي دي. ما ځینې ناولونه لوستي دي. ځینې یې په تسلسل کې د تسلسل مهارت نه لري. هغه داسې چې یوه  پيښه  را  شروع  کړي. پایله یې لا نه وي مالومه  چې  بله پرې را واخلي. سړي ته دوه تلوسې ور واچوي. چې څومره ځې هومره د تلوسو ترمنځ جګړه زیاتیږي او کمیږي. عجیب  خوند  لوستونکی  ترې اخلي. تاسې ددغو دوو پېښو تسلسل وګورئ: ( موږ یې خاص خاکه را اخلو که دواړه پیښې کټې مټې  را  واخلو ؛ نو  کره کتنه به هسې لویه شوې وي. که کمي پکې وي ؛ نو بښنه کوئ.)

        اسونو  د  اتڼ نارې  ماتې کړې. د خلکو د خوښۍ رنګونه په حیرت بدل شول. زیړ ښکاریدل. سره جامه لرونکي لکه  وږي  ژوي  ترې تاویدل. ټول انسانان یې  ووژل.  د ماشومانو  په  مخونو،  د وینو دارو یو او بل ته مخه نه ورکوله.  وږیو وحشانو خپله چاره وکړه. لاړل.(اوله خاکه)

       میرویس نیکه  د بارونو  له کاروان سره روان و. سخت ستړي شوي و.  یوه  غږ  وکړ.  چې  د غونډۍ بلې غاړې ته یو کوچنی کلی دي، خلک یې سخت غیرتي دي،   د وږیو خیټې ښې مړولای شي، څه شی چې وي،  ترې نه یې سپموي. نیکه  چیغه کړه،! راځئ  چې  ستړیا پرې وروړو.

        ددوی هرکلي ته یې خړه ځمکه په سرو وینو لړلې وه. ماشومانو  په  وینو سره  لاسونه  په سینه ټینګ نیولي و. ن اوې لوڅه پرته وه.  یوه سپین ږیري  په وینو  ککړه  خوله  وخوځوله. ویل  یې چې د ګرګین وحشیانو وخوړو.  سړي سر کیښود.

        دغې خاکې لومړۍ دې تلوسې ته بوتلو چې  دا خلک چا ووژل؟  بیا د میرویس د هر کلي  تصادف تلوسه را پیدا کړه. ډېره حیرته تلوسه وه. سړی حیران کړي چې اوس  نو  کومه  زر خلاصه کړي.  او چې خلاصیږي نو  د دواړو  تلوسو   یو  وحدت وي.  د دوو پېښو یو  وحدت زیات خوندور دي.  دغه  د پېښو ترمنځ تسلسل مستقیم دې  ورته،  نه  را ولي.   نورې  تلوسې  هم  ورسره ملګرې کړي. او بیا دې ورته را ولي.  ټولې  تلوسې د ې یو ځای درختمې کړي.  نوی کشمکش درته پیدا کړي. دا عجیب کمال دي.

        تاسې هم دغه تاریخي ناول ولولئ.  نصیر احمد احمدي  ډېر مهار سړی دي. تاریخ یې را ته مستند کړی. تاسې به په ټولو پيښو کې  ورګډ شی.  نیکه  به د سیاست والۍ  تجربه  در کړي. د  اوسنیو مشرانو  په کمزوریو  به پوه شئ.  ډېرې د ننګ او بې ننګۍ خاصې به در په ګوته کړي. تاسې یو ځل د نیکه په توره پوښتۍ ور دننه وځئ. نور یې هلته ولولئ خوند به ترې  واخلئ.  د خدای پامان

پای

کابل دارالاامان سرک دوتر

۱۳۹۵- د لیندۍ- ۸


د ښاغلي تنویر نورې لیکنې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب