جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودکره غږيزه ابېڅې/ پوهاند دوکتور م.ا. زيار 

کره غږيزه ابېڅې/ پوهاند دوکتور م.ا. زيار 

اکسفورډ۲۷ نوېمبر۱۶

د پښتو او ټولو افغاني ژبو لپاره يوه يوازېنۍ کره منل شوې او کارول شوې نړيواله ابېڅې (Int.alphabet)

کومه غږيزه يا  فونيميکي ابيڅې (الفبې) چې ختيځپوهانو له يوې پېړۍ راهيسې د پښتو لپاره ټاکلې او د افغانستان د ژبپوهنې اتلس په لړ کې د پښتو پارسي او نورو افغاني ژبو لپاره کارول شوې، پر۱۳۵۳ ل. ليکوال پر پښتو ټولنه منلې وه، خو د کوم تش په نامه ژبپوه په لاسوهنه يې له شپږ دېرشو څخه شپږ څلوېښتو ته رسولې او په سيندونو(قاموسونو) کې پر کار اچولې ده، نو زموږ له معياري لارښود سره هيڅ سمون نه خوري او په کار ده، پر همغه آر بڼه په پام کې ونيول شي.

په دغه ترڅ کې دوه – ږ) سېمبوله  تش په کندهاري گړدود اړه لري چې  پر وړاندې يې زموږ اروپايي پښتواستادانو د منځنۍ پښتو x̌ – ږ ğ ) کره بللي دي.

د ٌ زيارٌ په نامه رغولی فونټ يې د (قاموسونه آنلاين) د نوښتگر گران احمدولي اڅکزي څخه غوښتلای شئ!

خجنښه() چې د واوېلي تورو پر سر اچول کېږي، لکه (á).

د عربي ځانگړي توريو(ح،ذ، ص،ض، ط،ظ، ع، ف،ق) کارول يوازې  په قرآن او حديث کې اړين دي چې سيمبولونه يې بياهم له ښاغلي اڅکزي راخپلولای شئ!

10 COMMENTS

  1. محترم زیار صاحب یوه
    اصلاح ،خو چې خفه نه شی.
    زه دژبې متخصص نه یم خو دافغانستان په ګڼشمیر ولایتونوکی
    می رسمی خذمت کړی ده. ستاسو دعکس نه معلومیګی چې ماشالله خه اوګد عمر لری. خو کیداشی چې دافغانستان دیر ولایتونه او دیرو خلقو سره مو دخبرو کولو چانس نه درلود.
    ستاسو داخبره چې (ږ)په قندهار کې کاریګی سمه نه ده. غوګ شه
    افغانستان کې : غزنی، اروزګان، زابل،قندهار، فراه، هلمند، نیمروز، هرات، غور،کندوز، افغان وزیر ی پختانه او په شمال کې ډیری بختانه (ږ )کاروی. زمازوم دشمال پختون ده ، همدا (ږ )وایی.
    پاکستان کې: ټول وزیر پختانه او کویټه کې پختانه ږ وایی.

  2. گران وروره
    له پنچاب سره په هر ډول، خو له ماسره دښمني يا خپگان په دې مه کوه يا دچاخبره (هيلۍ ته لامبو مه ښايه)چې زه له اسلام کلا تر اسلام اباده په پښتو پسې کور پر کور گرځېدلی يم، او د بېشمېرو پښتنو خولې مې پسې لټولې دي. له بولانه تر واخانه تر ليکي اخوا په هره توگه! ما يوازې د فونيميک سېمبولونو معياري ليکدود ښوولی، نه ستا غوندې د ښ پرځای خ او د ږ پرځای گ ، نو ته بايد له ما خپه نه شې، په ټوله پښتني مينه! ستا او نورو ټولو پښتو مينه والو منندوی زياره

  3. سلامونه او ښې چارې تاندوالو او پوهاند زیار بابا ته!
    په بښنې غوښتنې سره یوه لڼډه یادونه یا اصلاح او هم یو نظر لرم ،په اجازه مو:
    ۱-ستاسو په جدول کې دوه وارې ږ راغلې ،مګر (ړ)=ړې توری مې ونهء لیده، آیا چاپي سهوه به وي که څنګه؟
    ۲-نظر مې دا دی چې، د عربي فصيحې مبارکې ژبې حروف خو مونږ له لومړني ښوونځي را په دې خوا د خپلې خوژې پشتو په الفبېپېتېثې په لست کښې زده کړي ،اوس که ڼني نسل یا کول ستاسو دا چوکاټ وګوري نو د لیک+لوست مشکلات یا ستونزې به پیدا نکړي؟؟.له بل پلوه فارسي وانان پ؛چ؛ژ؛او ګ خپل خاص توري ګڼي؟؟؟
    له ځیرتوب نه مو یوه دنیا مڼنه.ستاسو کشر.

  4. گران او هڅاندزړور ساپی
    ډېره مينه او مننه چې د( ړ ) فونیمیک (ṛ) سېمبول
    ته دې ورځير کړم ، د عربي (ث ) هغې ته مې هم پام شو.(پ، ژ،گ )مو له پارسي سره شريک دي، ما
    ليوازې د لسگونو عربي توريو سېمبولونه په فونيميک ليکدود ښوولي، نه په دوديز ليکدود کې! ستا او نورو مينه والو منندوی زيار

  5. ښاغليه،
    له نظر څرګندولو مو مننه ،
    نه پوهېږم چې تاسې به هغه وخت نړۍ ته سترګې غړولې وې او يا نه، خو هغه په لروبر په ټوله پښتونخوا کې کلي پر کلي ګرځېدلی. له خلکو سره يې خبرې کړي او هره اصطلاح يا کليمه او ګړدود يې راټول کړی.
    هغه پر دې پوه دی او دغه کوم ځايونه (ولايتونه) چې تا ياد کړي دي هغه ګرد له پښو ايستلي دي. سر يې ورښکاره کړی او له خلکو سره غږېدلی دی.
    دا د ژبپوهنې پورې اړونده موضوع ده. لهجې او ګړدودونه هغه ته روښانه دي.
    نورې املايي تېروتنې دې لا څه ان چې ((ماشالله)) دې هم سمه نه ده ليکلې. سمه بڼه يې دا ده :
    ما شاء الله
    ((شاء)) خوښې او ارادې ته وايی نه ((شا))
    پر ديني – اسلامي اړخ يې زه پوهېږم چې تېروتنه دې کړې ده.
    خالدين فيها الا ما شاء الله
    سنقرئک الا ما شاء الله
    او داسې نور.

  6. ماشاءالله به می غلطه لیکلې وې بخنه غواړم
    خو خبره داده چې دما مور دغزنی پلار مې دپکتیکا ما په جلال اباد کې زدکړې کړې دې ، او ظیفې مې دافغنسان په ۹ ولایتنو کې کړې دې. اوس خبره خ(ښ) او ګ(ږ) ده چې نه یوازی دمکتب په په وخت کې ما دما ټولګیوال بلکې ان چې استازانو هم ستونزه در لوده اوهم په څو برخو ویشل شوي وو. چا (خ ګ) او ځینو بیا (ښ ږ) لیکل. اوداسی نورو تورو اختلاف وو .اوس که سه هم زه هلته کې نه یم ،خو دهېیواد معتبر ورځپاڼو ویبپاڼو مجلو ،فیسبوک کې ډیری لیکوال همدا د (ښ ،ږ) په زای (خ،ګ) لیکې، نو زه دژبې استاذ نه یم دچا خبره ومنم دهغولیکوالو او ملګرو خبره چې ۱۷ کاله مو په یو ځی کې تیر کړی او که دتاسو ببولالې ومنم.
    پختو همداسې جبه ده ، تر اوسه دما دمور اوپلار مینځ کې دپختو لغتونو په ویلو اختلاف او شخړې وی. نو ما اودما نورو ړونو همدا فیصله وکړه چې مونګ به هغه جبه کاروو چې په خوونځې کې مو کاروله، خو بیا هم کله دمور اوکله دپلار دزړه دخوشحاله کولو لپاره دهغوی په جبه ګړیګو. خو دمونګ په بچیانو دې خدای رحم وکړې چې بیخی په پختو لوست نه کوی

  7. اسللام اعليکم! درنو استادانو او درنو مبصرينو ما د ټولو تبصرې ولوستلې، په دې کې شک نشته، چې پښتو د خوځښت، بدلون او پرمختګ په حال کې ده، ځکه نو هم يې په پښويه يعنې ګرامر کې او هم يې په وييپوهنه کې تغيرات رامنځ ته کېږي، نو زه غواړم هغه شمېر افغانانو ته نغوته وکړم، چې وايي، سيمې په ګړدود، یا د مور په ژبه یا هم د کلي او ښوونځي په اډانه کې وليکو، مګر بايد د مسلکي انستيتوت پرېکړو ته درنښت وکو او د ژبې د ټوليز خوځښت او ملې کېدلو ته ګامونه پورته کړو، نو ښاغلی پنحاب دوښمن هم بايد خپله تبصره بيا ي، ځلې ولولي، نو زه صرف د يو بهرني پوهاند چې هغه مهال يي ما ژبه زده کوله، نو ما ته يي وویل، چې ژبه هغه مهال سمه زده کوي، چې د خپل ټولنيز موقف او لوړو زده کړو سره سم وليکې او پرې وغږېږې! نو ترکاڼي د بيزو کار نه دی! پرېږدی، چې ژبپوهان مو درته د کره کړي او د سم ليکدود لارې چارې دروښيي!
    په ښاغلي پوهاند ډاکټر زيار هم پښتو پوره نه ده! موږ يې بايد د کړي کار درنښت وکو او نور يې هم د مخکښو په څېر پراخ بنسټه وڅېړو او د سمې ليکنې، سمې وينې او ملي کولو هنداره يې وګرځو!
    وسلام

  8. د ټولو ليکوالو او په سر سر کې د تاند ووبپاڼې له تکړه رسنوالو له پېرزوينو منندوی يم، خو لمر صاحب ته به دومره ووايم چې کاشکې کوم انستېتيت يا د نوې ژبپوهنې (ژبنی سياينس) کوم څانگوال په لروبر کې چېرې راپيداکړای شي او له گرامره، وييپوهنې ،ليکلارې، پښتو فونېتېکس او پويتېکس(پښتوبدلمېچ) نيولې، تر آرپوهنې(اتېمولوجي)،مانا پوهنې، گړنپپوهنې (فرازيولوجۍ) ،سبکپوهنې، گړدودپوهنې په سلگونو چاپ او ناچاپ کتابونه او ليکنې او تر ټولو روسته ((د پښتو اوپښتنو اتنو لنگوېستيک تاريخ د ژبپوهنې په رڼاکې)) چې دويم پنډوپېړ چاپ يې دانش تازه خپور کړ، راوننگوي، يا پر ملي- هېوادني کچ له نژدې تربرې پارسۍ سره د يوبرابرې رسمي سيالۍ لپاره زما تر تېزسونو کوم بل غوره تيوريک- پرکتيک پلان و پرژه رامخته کړای شي، زه به درته سجده وکړم ! ستا او ټولو خواخوږی زيار

  9. ښاغلي پوهاند ډاکټر زيار صيب ته خپل احترامات او تاوده سلامونه وړاندې کوم!
    په دې کې هېڅ شک نشته، چې تاسو لکه يو ژبپوه ډېر يو منلی شخصيت ياست! او د پښتو ژبې لپاره مو ډېرې هلې ځلې کړې دي او د ژبې په هره برخه کې مو موږ ته ډېر علمي آثار پرېاېښې دي. څنګه چې ما په خپله تبصره کې نغوته کړې وه، چې «په پوهاند ډاکټر زيار هم پښتو پوره نه ده!)، زما موخه دا وه، چې په راتلونکو نسلونو کې به هم د پښتو لمنه په ډېرو برخو لکه ساينس (جوتپوهنه)، روغتياپوهنه او همدا ډول نورو جوتو او ټولنيزو علومو کې پرمختګ کوي او د پښتني ټبرو په منځ کې د لویې پکتيا، لوی کندهار او لوی جلالآباد لهجوي ستونزو ته به پام کوي او له ټولنيز پرمختګ سره به يې مل سموي! نو ځکه د پښتو ژبه يوه ديناميکه، توپير موندونکې او خپرېدونکې ژبه ده، نو هماغسې چې ټولنه د خپل پرمختګ سره سم د شعر او شاعري په کهول کې راغونډه وه، خو وروستي، ۵۰ کلونو کې د دې امکانات رامنځ ته شول، چې هلته او دلته په پښتو نثري ليکنې وشي، پښتو وڅېړل شي او د ساينس او نورو جوتو علمونو په برخه کې يو شمېر کتابونه هم ليکل شوي دي، مګر پښتو ليا په ټلولو علمي څانګو نه ده بار داره شوې! څه چې تاسو کړي، زما په ګومان ډېرو افغانانو ته، په تېره د ادبياتو د څانګو ليوالو ته د قدر وړ دي او تل به يې په درنښت يادوي او زه لکه يو افغان به يې تل هرکلی کوم او پرې وياړم به! مګر ما نه لومړۍ او نه هم دغه تبصره د سيالي او يا ننګونې لپاره نه ده کړې، بلکې بيا يادونه کوم، چې ستاسو علمي کارونو ته ډېر درنښت کوم او د پښتو په برخه کې يې ډېر اړين بولم! په دې هېله، چې ستاسو د اندېښنو ځواب مې په دغو کرښو کې درکړی وي!
    په درنښت،
    اوږد عمر او روغتيا له لوی خدايه تاسو ته تمه کوم،
    وسلام
    لمر

  10. لمرگران اومنلی ډاکتر صاحب
    زما مينې او نمانځنې هم درواخلئ! بياهم يو ورامپوهاوی، زه له تاڅخه د يوې جوتپوهنې (طب) څانگپوه په توگه
    دا تمه نه لرم چې پښتو ته مې په ډېر کار وستايې، د يوه چا په خبره، ((تانه خولا پلا ني ليکوال يا شاعر ورته ډېر خدمت کړی يا يوهاند ليکلي ول، وييپوهنه دې منم خو… او ښوونپوه ډاکتر بيا داچې ډېر ښه لغتونه دې جوړکړي ) دي! ددې پرځای چې وليکي ((دا پښتو ژبپوهنې په لړکې دې د اروپايي ژبو په څېر يو بل ستر څېړنيز نښير (لېکزيکالوجي) در مبارک شه !)) ژبپوهنه لکه طب دوه نيم زرکلن تاريخ لري او له هماغې راهيسې ساينتېفيکه شوې، لکه طب او نور. زه پر دې نه وياړم، لا خواشينی يم چې ولې په لربرکې يو بل ژبپوه نشته چې دا پېټی يې راسپک کړی وای او له دغې (لنگوېستيکي ) لارې يې لږ تر لږه له نژدې تربرې ژبې سره سياله کړې وای، په نيم پېړييز استادي او څېړنيز پېرکې يو داسې شاگرد ماونه شو روزلای چې تقاعد راکاندې، ډېرو د دوديزې ادبپوهنې او متنپوهنې اسانه لار راخپله کړې او ځينې مې چې راهڅولي دي، د لويديځ کوم بورس يې تر لاسه کړی نه دی او شاگردانو ته تش زما لوست کتابونه دېکتې کوي، د رسنيو پر کچ نور پېښاووان لاڅه کړې ستاهايلندي- پښتو پښويه يا لوست کتاب چې ماته دې د کرونې وياړ راوباښه لکه سيند ډېکشنري په کارونيزه ژبپوهنه کې راځي او تيوريکي پرداز ته دومره اړتيا نه لري. هيله ده ، زما کتابونه يا لږ ترلږه دغلته خپرېدونگې څاگپوهيزې (مسلکي) ليکنې ولولې او د استاد غضنفر غوندې مې لا زياتو ليکنو ته راوهڅوې، په ټوله پښتني- څانگپوهنيزه مينه او مننه! ستا او نورو علمي- فرهنگي دوستانو زيار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب