شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د شپون نثر او له يوه کتاب يې زما لنډه اخيستنه| حفيظ...

د شپون نثر او له يوه کتاب يې زما لنډه اخيستنه| حفيظ الله بشارت

ځینې ليکوالان په ليکنه کې له پېچلتيا څخه کار اخلي، دوی دا کار ځکه کوي چې لوستونکي يې فکر وکړي، چې دا خو د نورو ليکوالانو په پرتله ډېر پوه او لوی ليکوال دی.
ځينې بيا خپلې لهجې ته مايل وي او په ليکنه کې معيار ته پام نه شي کولای، په دې ډله کې ځينې په لوی لاس دا کار کوي او‌ بعضې بيا له معيار سره نابلده او ترې ناخبره وي.
ښه نثر دا نه دی چې له پېچيده لغتونو څخه مالامال وي، جملې يې په زور سختې شوې وي او يوازې باسواده کسان اخذ ترې کړی شي. ښه او په معيار برابر نثر هغه دی چې ساده او روان وي، له کم کارېدونکو لغتونو څخه تش او د ټولنې کم سواده او باسواده ټول پرې پوهېږي.
په معاصر پښتو ادب کې ډېری ليکوالان د ښه نثر خاوندان دي، خو په دوی کې ځينې بيا د تعصب له وجې د خپلې لهجې خواته مات دي او ځينې بيا د غرور په ژۍ ناست او په خپلو ليکنو کې هر وخت د پېچلتيا په لور روان وي.
زما په اند، د يو متن او ليکنې ډېر شاعرانه کول هم د ښه نثر ځانګړنه نه ده، ځکه موږ د آهنګ او موسيقيت لپاره منظومه برخه لرو نو نه بايد چې له ډېرو قیوداتو خلاص ژانر ته د بل ژانر ځانګړنې را دننه کړو.
د ښه او عالي نثر له خاوندانو څخه مې استاد اسدالله غضنفر، استاد نجيب منلی، نصير احمد احمدي او………. خوښېږي، خو له دوی ټول بېل او د يوه جالب او زړه راښکونکي نثر خاوند ليکوال “استاد سعدالدين شپون” مې دا ځل ولوست!
د استاد شپون له نثر سره له دې مخکې نه وم مخ شوی، خو د لومړي ځل لپاره مې يې «و، نه و، يو شپون و» کتاب چې د استاد ژوندليک دی، ولوست.
‌د دې کتاب له نورو ځانګړنو تېرېږم، په دې کتاب کې يوازې د استاد شپون په نثري ښکلاو تم کېږم.
د استاد سعدالدين شپون نثر له نورو ځکه بېل او ځانګړی دی چې:
اول، استاد شپون تر ډېره هڅه کړې چې په خپلو ليکنو کې د هرې سيمې په لهجه ځان ځان ته وغږېږي.
دوه، د استاد په نثر کې يو ډول کشش او راښکون موجود دی، د نوموړي نه تنها ناولونه، بلکې مقالې او نورې ادبي لیکنې لوستونکی تر پايه له ځانه سره بيايي.
درې، ساده ګي، روانوالی او عام فهمي د نوموړي د نثر بله عمده ځانګړنه ده.
څلور، که څه هم يو کس پخوا تېر شوی وي، خو استاد يې په اوس کې موږ ته راپېژني، يعنې داسې نه وايي چې خوشال بابا ښه شاعر و، بلکې وايي چې خوشال خټک ښه شاعر دی، چې دا د استاد شپون د نثر يوه بله ځانګړې خوبي ده.
پنځه، د نثر بله ځانګړنه يې دا ده چې استاد تر ډېره د عام ولس او وګړو په ژبه غږېدلی، خو له همدومره ساده ګۍ سره سره يې په نثر کې د هنر مالګه نه ده کمه شوې.
شپږ، استاد په خپلو ليکنو کې تر ډېره د جملو لنډون ته پام کړی او په وړه جمله کې يې ډېر لوی څه را اخيستي دي.
اووه،‌ د استاد شپون د نثر آخري او يوه ډېره خوږه ځانګړنه د نوموړي په ليکنو کې طنز دی، د استاد هره ليکنه له طنز څخه برخمنه ده او د نوموړي د نثر دا ځانګړنه ډېر کم ليکوالان لري.
په وروستيو کې به دې “و، نه و، يو شپون و” کتاب لنډ معرفت را واخلو.
دا کتاب استاد شپون د ژوند په وروستيو کې ليکلی دی. کتاب د استاد د ژوند هسکې و ټيټې په ځان کې رانغښتې دي. دا کتاب ټول 281  مخونه لري چې په 1384 کال کې چاپ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب