جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهازبکستان د قوشپې کانال په اړه کابل ته پلاوی استوي

ازبکستان د قوشپې کانال په اړه کابل ته پلاوی استوي

تاند:( شنبه، د میزان ۲۹مه) ازبکستاني چارواکو ویلي چې د قوشتپې کانال د اوبو په تړاو به یې یو پلاوی کابل ته سفر کوي او خپلې اندېښنې به طالب چارواکو سره شریکوي.

د ازبکستان رسنیو د راپور له مخې دا هیات به د راتلونکو دوو میاشتو په ترڅ کې کابل ته ولاړ شي. 

د طالبانو چارواکو مخکې ویلي و چې دوی د امو د سیند د اوبو په اړه د منځنۍ اسیا له درېیو ګاونډیو، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره خبرو ته چمتو دي. 

ازبکستان چې د امو سیند له اوبو د پنبې د کښت لپاره پراخه استفاده کوي، اندیښنه لري چې د قوشتپې د کانال له تکمیلیدو سره به یې اوبه کمې شي. 

طالب چارواکي بیا وایي دا لومړی ځل دی چې افغانستان د امو سیند له اوبو ګټه اخلي او هغه یې هم د حق په تناسب خورا کم دی.

 

1 COMMENT

  1. څو ورځي مخکي د امریکا یو چارواکي ازبکستان ته تللی ترڅو د ازبکستان له چارواکو سره د هغو چورلکو په هکله چې کله جمهوریت سقوط شو نو تیرو نظامیانو هغه چورلکي ځیني تاجکستان او ځیني ازبکستان ته هم انتقال کړی چې ددې چورلکو انتقال افغانستان څو ځلی ملایعقوب وویل مګر تاجکستان او ازبکستان د امریکا امر ته منتظر دي نو کیدای شي یاد پلاوی یو ډول معاملی لپاره راشي
    ځکه اوسني دولت چورلکي غواړی او ګاونډي هیوادونه اوبه غواړي نو معلوم به شي چې څه نتیجه ورکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب