Homeخبرونهافغان ویلچر باسکټبالانو فلپین نه لوبه وګټله

افغان ویلچر باسکټبالانو فلپین نه لوبه وګټله

تاند:( شنبه، د میزان ۲۹مه)د  افغانستان د ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې د چین په کوربه ‌توب د پارا المپیک اسیایي لوبو په لړ کې د فیلیپین ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې ته ۵۳ پر ۴۹ نمرو ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ په چین کې روانې دي، چې افغانستان په خپل ګروپ کې له چین، فیلیپین، ټایلنډ او د ‏ایران هېوادونو له لوبډلو سره لوبې لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس چې د یادې لوبې خبر یې خپور کړی، په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستیو کې افغان ورزشکاران بېلابېلو برخو کې مهمې سیالۍ ګټي چې د افغانانو له هرکلي سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...