پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهله ۴ کلنې جلاوطنۍ وروسته پاکستان ته د نواز شریف ستنیدل

له ۴ کلنې جلاوطنۍ وروسته پاکستان ته د نواز شریف ستنیدل

تاند:( شنبه، د میزان ۲۹مه) د  پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخوانی صدراعظم نوازشریف چې د مخکیني مخالف حکومت پر مهال د فساد په تور محاکمه او جلاوطنۍ ته اړ وتی و، نن له دوبی څخه په ځانګړې الوتکه کې خپل هیواد ته ستون شو. 

نواز شریف چې درې ځله د پاکستان صدراعظم پاتې شوی دی، په لندن کې له څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته اوس غواړي چې په جنوري کې د پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې ډیر ملاتړي خپل کړي. 

ټاکل شوې ده چې نواز شریف به نن په لاهور کې د خپلو پلویانو یوې لویې غونډې ته وینا وکړي. 

نواز شریف په داسې وخت کې پاکستان ته ستون شوی دی چې دغه هیواد له ژورې سیاسي بې ثباتۍ او بد اقتصادي حالت سره مخامخ دی. 

نوموړی په دوه زه نولسم کال کې وروسته له پاکستانه ووت چې د فساد په یوه قضیه کې محکوم شو. 

د نواز شریف له ستنیدو مخکې د هغه ګوند او ایتلافي ملګري له واکه د صدراعظم عمران خان په ایسته کولو او د محکمې په حکم د سیاست له میدانه په منزوي کولو بریالي شول.

که عمران خان او ګوند یې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړای شي، د نواز شریف او د ایتلافي ملګرو د بل حکومت جوړیدو احتمال یې ډېر دی.

2 COMMENTS

  1. دا د ګُره د زوی نواز شریف څخه څنګه شوړیدلی شی جوړ سوی دی لکه د شلومبو پر غړَکه چی موټر سایکل وخیژی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب